د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ولس مشر مډالونه خرڅیږی

فريدالله غښتلي 12.08.2013 20:02

ما می په ژوند کی ددی تصور نه شو کولای چی ددومره لویو او سترو قربانیو تباهیو ورانیو غمیزوچی پوره پنځه دیرش کاله یی ونیول دا ملت به د تباهی داسی یو ګړنګ ته ولیږی چی د ارزښتونو سوداګری به یی پیل شی. د تباهی دغه حالات هغه مهال ډیر مایوسه کړم چی د افغانستان د ملی تلویزون په پرده می د کورنیو چارو امیتی معین، چی په اداری فساد کی ډیر شهرت لری د پکتیکا او غزنی د امنیی قومندانیو ته د شجاعت مډالونه ورکړل، دی د فساد او ریشوتونو په نشه کی دومره ړوند کوڼ و چی نه یی هغه ورستی زړه بږونکی پیښی چی د پولیسو بی کفایتی او فساد له امله رامنځ ته شوی او نه هم هغه عالم مبارک ته چی د سپیڅلی کتاب قران عظیم الشان مبارک ایاتونه ورباندی لیکل شوی و پام نه شو ټولو هیوادوالو ته معلومه ده چی د غزنی ولایت د ناوی ،مقر، ګیرو، زنه خان ، ګیلان یا په بشپړ توګه او یا په نیمه ډول ددوی د فساد له امله په سقوط دی چی معاشونه او عاشه او مهمات یی د همدی قومندانی او کورنیو چارو وزارت ترمنځ ویشل کیږی چی د محلی ملکی اداری د فساد موضوع به په راتلونکی لیکنه کی بحث کړم اوس راګرځم ځپلی اصلی د مډال موضوع ته په همدی اونی کی چی د غزنی د امنیی قومندانی شجاعت مډال ورکول کیده د غزنی ښار تر څیرمه د مشرانو د جرګی غړی د بخت بی بی ځوی اختتاف او ځوم یی ووژل شو د مشرانو د جرګی د بلی غړی د فراه د ولایت د سناتوری د ځوی او ساتونکی وژنه اوددی شدید زخمی کیدل د کندهار ولایت په ولسی جرګه کی د خلکو استاذی د غزنی د ښار څخه اختتاف او ددی تر څنګ د نورو لسګونو پیښو پیښیدل د پولیسو د کوم نوعه شجاعت ښارندوی کوی.
راځم د پکتیکا ولایت ته ددی ولایت د پولیسو قومندان دولت خان ځدران چی مطلق بی سواده جنرال دی او د تیرو څو کلونو را په دی خوا یی په همدی قومندانی خیټه اچولی نوموړی تل دا ثابته کړی چی د ډالرو او اصلاحاتو تر مینځ په جګړه کی ډالر ګټونکی دی دی قومندانی ته مډال ورکول دا ثابته کړه چی د ارزښتونو سوداګرو اوس د مډالونو خرڅول پیل کړی دی. ښه می په یاد دی چی په ۱۳۸۲ کال و چی د ایتلافی ځواکونو دا ښاغلی په خپل دفتر کی په داسی حال کی چی دریشی یی په تن وه د دفساد او طالبانو سره د اړیکو په تور ونیول شو او باګرام ته واستول شو چی خوشیکدو څو کاله ورسته یی د پیسو په زور د امینتی معین په وسیله بیرته د همدی ولایت امنیی قومندان په صفت وګمارل شو ددی ښاغلی د فساد څو نمونی په لاندی ډول ذکر کوم
۱: هغه ولسوالی چی په بشپړ ډول سقوط لکه(ډیله ، چاربران، نکه) او یا ځنی یی د پوستی شکل لری لکه( بیرمل ، ګیان، ګومل ترویی، وړممی، وازخوا ،خوشامند، اومنه او زیړوک) چی پوستی شکل لری او هیڅ نوعه ملکی خدمات او اداری پکی شتون نلری چی معاشونه یی د محلی چارواکو او امنیتی معینت او سیمه ایزو ارګانونو تر منځځ ویشل کیږی البته په همدی فساد کی او د ولسوالیو په سقوط کولو کی دد ولایت د والی محب الله صمیم لوی لاس دی
۲: د ښاغلی د مهماتو جعلی مصارف تیروی او وسلی په وسله والو طالبانو پلوری او یا ځینو ته یی په وړیا ډول ورکوی چی دا موضوع دوه کاله پخوا د کرسچن ساینس مانیټور له خوا افشا شو چی په دی کی هم په اګاهانه ډول د ښاغلی صمیم لاس ده
۳: د امنیی قومندانی پولیس ګځمی نه کوی دا ځکه چی د تیل یی د ښاغلی دولت خان په هغه شخصی پمپ کی چی د مامورینو په ښارګوټی کی موقیت او ځمکه یی غصب شوی تخلیه کیږی.
۴: سږ کال کله چی ایساف خپل بیسونه تخلیه کول په زرګونو ټنه اوسپنه یی چی والی او د ولایتی شورا ریس ورسره شریکان و د پولیسو په وسیله د وزیریستان تر سرحد پوری کاچاک کړل چی په ورستیو کی د طالبانو د فیصدی د زیاتوالی په سر د رامنځته شوی جنجال په اساس په سلګونو ټنه اوسپنه اوس د طالبانو له ځوا درول شوی
۵: د امنیی قومندان دولت خان د والی په شان خپل ساختمانی او لوژیستکی شرکتونه چی چاری یی د امنیی قومندان ورور بختار ګل پر مخ بوزی چی د سروضی د امنیی قومندانی د تعمیر او د خوشامند د سرک چغل سازی د پوروژی یی ښه بیلګی دی چی د همدی پروژی د امنیت د ساتنی لپاره یی ملی پولیس توظیف کړی دی
۶: د خپلو خیانتونو د پټولو په خاطر یی د پکتیکا ولایت ولایتی شورا هر غړی ته د ملی پولیسو د تشکیل نه دری دری نفره ورکړی چی عملآ موجود ندی او د شورا وکیلان یی معاش اخلی همدارنګه د سناتوران د ولسی جرګی غړو ته په مهانه ډول باج ورکوی د ملی پولیسو د تشکیل څخه ځینی د ولسوالیو مشرانو ته یی خپلوان مقرر کړی چی عملآ موجود ندی او معاشونه یی مشران اخلی ددی لپاره چی ددی شکایت ونکړی او صفتونو یی وکړی

۷: خلاصه دا چی زه دی نتیجی ته ورسیدم چی ښاغلی ولس مشر د شجاعت مډالونه هم خرڅیږی او فاسدو چارواکو ته د فساد او غلا کولونور شجاعت هم ورکوی



۸: ددی ولایت والی چی راتلونکی لیکنه به مو په ښاغلی صمیم د هغی په فساد وی دی ته هم په مهانه ډول باج ورکوی