د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دفرهنګیانودرواني ترورلړۍ اودلال پاچا آزمون قهر

پوهندوی آصف بهاند 07.08.2013 20:34

په عام ډول تروردې ته ویل کیږي چې یوشخص ټوپک،تومانچه،چاړه یا بله وژونکې آله راوخلي،څوک ورباندې وولي اوژوند ته یې دپای ټکی کیږدي؛خودې ته باید پاملرنه وشي چې تروردغه یوډول نه لري.دترورنور ډولونه هم شته،چې یوډول یې رواني تروردی.
رواني ترورداسې ترور دی لکه سپینه کودتا چې وینې تویول په کې نه شته.په ناروا تبلیغاتواوناسمولیکنوهم ترورکیدای شي،داسې چې ژبې اوقلم ته دبیان دآزادۍ؟ په نامه په منفي اړخ کې زور ورکړه اویوپنډ منفي ځانګړنې چې په یوه سیاسي،علمي اوفرهنګي شخصیت کې نه وي،په لمن پورې یې په ناروا ډول سنجاق کړه اودبدنامولوله پاره یې ډمامې جوړې کړه؛بس دمدعي کار جوړ دی.هغه څوک چې په اصطلاح تورن نه پیژني،وايي چې ښه وشول دیوه بل خاین څیره رابربنډه شوه اوهرڅه یې له دیګ نه کاسې ته راغلل؛خوهغه څوک چې بلد وي اوپه اصطلاح تورن پیژني،نوبیا دخپل قضاوت په وخت کې یوې ترخې موسکا سره وايی چې کوردې وران شه دیموکراسي،کور دې وران شه دبیان آزادي چې ستاسو تر پردې لاندې ستاسوپرضد څه کیږي اوستاسودپاکې لمنې ترسیوري لاندې ستاسو حقیقي لارویان اوپلویان څه ډول بد نامیږي.
په هیواد کې دننه اوله هیواد نه دباندې زموږدزړه سواندو اوپه رشتیا باسواده فرهنګیانودرواني ترور لړۍ په پټه اوښکاره روانه ده او ورځ تربلې تودیږي هم،چې ښه نمونه یې پرکاره فرهنګي شخصیت لال پاچا آزمون دی.
په تاند کې مې دلال پاچا آزمون لیکنه دشپې ناوخته په داسې وخت کې ترسترګوشوه(۱) چې زما دخوب وخت و،دموضوع دمهم والي له پاره ورته کیناستم او ومې لوستله.یوخومې دا ډیره موده په بیلابیلو ویبپاڼوکې دآزمون په لیکنوپسې سترګې غړولې چې کومه نوې مسآله به یې رامنځ ته کړې وي اودنوېوستونزودحل له پاره به بې قلم چلولی وي،بله دا چې څوځایه نورمې په خپلو زړه سواندو فرهنګیانوپسې ناروا لیکنوباندې سترګې لګیدلې وې.لکه:
په باري جهاني پسې،(۲)
په ډاکترلطیف بهاند پسې،(۳)
او...
خوما ځان غلی ځکه ونیوچې ځه بلا ورپسې که اوس په ددې یادو وتلوفرهنګي شخصیتونوپه دفاع پسې له اسنادو سره میدان ته ووزې،وايي به:
آغه ده له خپل ورونه دفاع کوي،
آغه ده له خپل دوست اوملګري نه دفاع کوي،
 او...
خودا دی له بده مرغه چې دا لړۍ پسې غځیږي او دا وار ته یې پر لال پاچا آزمون باندې ګوزار کړی دی.(۱)
هغه چا چې په آزمون پسې څه ویلي یا لیکلي،داودعربزی معرفی شوی دی.زه داوود عربزی نه پیژنم،خولال پاچا آزمون ډیر ښه پیژنم،په دې یې ښه پیژنم چې څلور کاله په پوهنتون کې په هغه ټولګي کې ناست دی چې ماهم تدریس په کې کاوه.
لکه څنګه چې داوود عربزی دآزمون شاګردو،آزمون هم ما ته په ټولګي کې ناست و،یوازې په دې توپیرچې دآزمون دوینا له مخې دده شاګردناخلفه وخوت،خوزما شاګردلال پاچا آزمون شکردی نا خلفه نه دی اوترنن پورې هغه ملي ارمان ته چې زموږدفرهنګ پنځوستورودرلود وفا داره پاتې شوی دی،چې هغه خپل وطن،خپلوخلکواوفرهنګ ته دخدمت ارمان دی.
لال پاچا آزمون داسې شاګرد نه وچې پسې شا په چا پسې څه ووايي.حتی که له خپلواستادانوسره یې په زړه کې څه و،مخامخ یې په ډیراحترام سره مطرح کول،هغه احترام سره چې ده له خپل کلي اوکورنه ځان سره ښار راوړی و.آزمون له ماسره چې استاد یې وم،هم سل په سلوکې موافق نه واونه یې کله دنومرو له پاره چاپلوسي کړې ده.زما دحافظې په صنوقچه کې اوس هم هماغه خاطرات پراته دي چې دی څه ډول ټولګي ته راته،څه ډول یې له خپلوټولګیوالواواستادانوسره چلن کاوه.
زما ښه په یاد دي چې په کوم مضمون کې هغه نومرې چې ما ورکړې وې،ده قناعت نه ورباندې درلود.یوه ورځ دی راته دادبیاتوپوهنځي په مخه کې ودرید اوپه ډیر ادب یې راته وویل:
استاده زه په دې نومرو قناعت نه لرم او...
ده په ما پسې بل هیڅ ځای څه ونه ویل اوهر څه یې چې په زړه کې وو،مخامخ یې راته وویل.دی لا دځوانۍ اومحصلۍ په وخت کې دډیرو حسنه اونیکواخلاقوخاوند شخصیت واواوس چې یې دتجاربوعلمي خزانه لاپسې غني شوې ده،په ډاډ سره چې په شخصیت کې به یې په مثبت لوري ډیربدلون راغلی وي،اودا هرڅه دده له فرهنګي فعالیتونونه له ورایه څرګند دي.
دآزمون دبیوګرافي اونوروصفتونواونیکوځانګړنوبیان ته زه دلته اړتیا نه وینم.تراوسه پورې چې دآزمون په باب زما له نظره څه تیرشوي دي،پرته د عربزي له نظریاتو،نور ټول مثبت دي چې په ښه ډول دآزمون دشخصیت ځینې برخې په کې بیان شوي دي.درانه لوستونکي کولای شي چې په دې لینکونوکې هغه له نظره تیرکړي.(۴-۵)
زه ډاډه یم چې اوس عربزي صاحب يا په خپله اویا دبل چا په غوښتنه چې څه لیکلي دي،هغه ناروا اوبې ځایه دی،اوکه دی له آزمون سره داختلاف کوم ټکی لري،مخامخ دې ورسره مطرح کړي.کوم اخلاق اوپراخه حوصله مندي چې ما په آزمون کې لیدلې ده،ډاډه یم چې هغه یې اوري اوکه کومه نقیصه په کې وي،دی به یې په پراخ تندي ومني.آزمون له کلي راغلی ځوان و،خودومره استعداد په کې وچې ده دکلي اوښارډیرمثبت پاینټونه په خپل ځان کې جذب کړل اودخپل راتلونکې شخصیت توومنه یې ترې جوړه کړه.
زه اوس هسې هم دمهاجرت په نامه په یوه ماته بیړۍ کې ناست یم اوهلته په وطن کې مې له لومړي نفره نیولې تروروستي پورې چاته دڅه تمه نه شته اوپه دې لړکې لال پاچا آزمون اواسماعیل یون ته کومه تمه اواړتیا په دې نه لرم چې له دوی ما نه په کومه څوکۍ دتقررتمه نه لرم اونه به په مادي برخه کې څه مرسته راسره وکړي؛خوپه فرهنګي ډګرکې نه یوازې داچې لکه ډوډۍ اودهواتنفس ورته اړتیا لرم،بلکې په داوړوباندې ویاړم،هرکتاب اوهره مقاله یې چې لولم یا یې ګورم،فخر ورباندې کوم اولکه دچا خبره من من غوښې اخلم.له هماغه وخت نه ددوی هلوځلودا ښودله چې دوی دزړه له کومې غواړي چې خپلې ژبې ،فرهنګ،خلکواووطن ته کاروکړي.
زما ښه په یاد دي چې یوه ورځ پښتني تجارتي بانک سره دپوهنتون په بسونوکې له دواړوسره یوځای شوم.په لیکنوموخبرې راپیل کړې.دوی دواړو په یوه خوله له مانه هیله وکړه چې استاده!که داسې مقالې ولیکې لکه غني خان (۶)ته دې چې لیکلې وه،نوښه به وي.ما ورته په خندا وویل چې سمه ده،خوپام مووي چې نه یوازې زما بلکې دټولوفرهنګیانواواستادانوسترګې تاسو ته دراوړي؛اوهغه سترګې چې وراوښتې وې،دوی هم بینوا پرې نه ښودې؛خوداسې خلک چې بیا راپاڅیږي اودتقدیرپرځای داسې اپلتې ورپسې لیکي،دانوله انصافه لرې خبره ده.
پرته له شک نه چې په هره ټولنه کې فکري اختلافات شته،خوکوم فکري اختلافات چې اوس دشخصي ګټوپربنااویا دپردو په لمسون رامنځ ته کیږي،دفرهنګیانوپه منځ کې واټنونه ډیروي،نوې ستونزې زیږوي چې دا به راتلونکونسلونه ته ډیرې بدې تجربې ورولیږدوي،چې دې ته دخدمت پرځای دخیانت نوم ښه ایسي.
دمشرانوفرهنګیانوداختلافاتویادونه ما په دوه زره لسم کال کې،دسویدن هیوادپه مالمو ښارکې دیوه سیمینارپه ترڅ کې وکړه (۷)اوبیا وروسته چې شپون صاحب په یوه لیک کې زیار ته لیکلي وچې« له مانه مه مروریږه»ما ددوه زره دولسم کال دمارچ په پیل کې « دشپون اومجاور پخلاینه » ترسرلیک لاندې مقاله ولیکله.(۸) دهغې مقالې دمحتویاتوله مخې ښايي ځینې ښاغلي ما سل په سلوپه سیاسي اوعلمي ډګرکې دزیارپیرو اوپلوي وګڼي،چې داسې نه ده.زه دټولو فرهنګیانوعلمي فرهنګي کارونوته دقدرپه سترګه ګورم اوسیاسي اوفرهنګي برخه کې نه شم کولای چې سل په سلوکې یې کارونه تایدکړم،خپل اختلاف نظرورسره لرم،اودنظر دا اختلاف باید ددې سبب نه شي چې نه یوازې دا چې احترام یې ونه کړي،بلکې څه نورناروا هم په چا پسې ولیکي،بې احترامي یې وکړي اوپه شخصي حریم یې تیری وکړی اوکه یې کوي دا ناسم کار دی اوهیڅ کله به دتایید وړ نه وي.که څوک دچا په لیکنونیوکه لري له اسنادوسره دې په مدیا کې دټولومخې ته کیږدي.

ماخذونه:
1-http://www.taand.com/?p=6044
2-http://ariaye.com/dari8/farhangi/siasang11.html
3-http://www.taand.com/news/id-38315/
       ـ کړي ـ میوند ـ فدا، ـ کابل      کله ـ چې ـ لوی ـ لیکوالان ـ شوکې ـ پیل .html
دالیکنه په تاند کې د دوه زره دیارلسم کال دفبرورۍ میاشتې په دیارلسمه آنلاین شوه،اوس یې هم چاپي بڼه زما په آرشیف کې خوندي ده،خوپه همدې ورځ څوساعته وروسته له تاند نه وتوګل شوه.دالینک چې ما پاس دماخذ په توګه لیکلی دی،دتاند پخوانۍ بڼه ده،که مینه وال په دې لینک پسې ګرځي او پیدا کولای یې نه شي،زما مسولیت نه دی.
4-http://www.taand.com/index.php?mod=article&cat=Journalists&article=33619
5-http://www.tkg.af/Pashto/culture-and-art/others/6921
6-دا مقاله « دغني فلسفي افکار» نومیږي،چې په ۱۳۶۶ کال دقبایلو وزارت له خوا د « غني اواجمل » تر سرلیک لاندې جوړشوي سیمینارله پاره ما (آصف بهاند) لیکلې وه اوپه یاد کال کې دیاد سیمنار دمقالوپه ټولګه کې چاپ شوې وه اوبیا دغني خان کوم مخلص دغني په باب دلیکل شویومقالومجموعه خپره کړې ده چې په هغې کې هم زما دا مقاله را اخستل شوې ده.دمقالودا وروستۍ ټولګه دډنمارک په کوپنهاګن کې ګران شاعرعبدالمالک بیکسیارپه خپل کورکې راوښودله.
7-http://www.tolafghan.com/posts/19791
8-http://www.tolafghan.com/posts/24287