د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دکوچني اخترلمانځه دادأ کولوخبرتیا

بســـــمل 06.08.2013 15:36

له سلام او احترام سره یو ځای لمړی تاسو درنولوستونکوته په خورا درنښت خبردرکوو، چې دلته دجرمني په بایرن آیالت دمونشن ښاردمیرویس نیکه په جامع جومات کې دکوچني اخترلمونځ له خیره سره دوه ځلې ادأ کیږي لمړی لمونځ د سهار په اتو۸ بجو اودوهم لمونځ دسهارپه نهه نیموبجوادأ کیږي.
دمګړۍ خو لا سمه نه ده مالومه چې کوچنی اختر به په کومه ورځ وي خویو شمېررسنیو لا وار دمخه دکوچني اختر لمړۍ ورځ دپنجشنبې ورځ ښودلې که یاده ورځ تغیرهم وکړي زموږ په جامع جومات کې به دلمانځه ادأ کولوپه وخت کې بدلون را نه شي.
دقران عظیم الشان دختم رپوټ
درنو لوستونکو!
له پخوانۍ خبرتیا سره سم بېګا ماخستن چې د روژې مبارکې شپږویشتم په اووه ویشتم و د جرمني په بایرن آیالت دمونشن ښار دمیرویس نیکه په جامع جومات کې دقران پاک ختم د تراویح لمانځه په ترځ کې ترسره شو.
دیادولوده، چې د میرویس نیکه په جامع جومات کې دروژې مبارکې له پیل څخه دیو افغان امام په امامت او خواږه غږ د تراویح لمونځونه له قران عظیم الشان سره یوځای پیل اوبېګا ماخستن دیولړ په زړه پورې مراسمو په ترځ کې دقران عظیم الشان ختم په داسې حال کې تر سره شو، چې لا پرون ماښام دګڼ شمېر مېلمنو لپاره د روژه ماتي ځانګړي ترتیبات نیول شوي وو ترڅو زموږ دمېلمنو لپاره په زړه پورې او نه هېرېدونکي وي البته د روژې مبارکې په هر ماښام د روژه ماتي ترتیبات ښه په درځ کې روان وو خوبېګا ماښام یې ځکه یوبل ډول رنګ درلود چې یو خو خورا ګڼ شمېرخویندې او وروڼه راغلي وو بل دا چې زموږ جامع جومات ته لا وړمه شپه دجرمني د هانورله ښار څخه داسلامي تبلغاتو د مبلغینو یوځانګړی ګروپ هم راغلې و.
جالبه خو دا وه، چې دې ګروپ له موږ سره دوې شپې مېلمستیا تېره کړه د دوی او ګڼ شمېر نورو مېلمنو ګډون دمیرویس نیکه دجامع جومات فضأ خورا ګلالۍ اورنګینه کړې وه شخصأ ما ته د یولیدونکي په څېرددې تبلغاتي ګروپ پیاوړتیا په دې کې ښکاره شوه چې اسلامي تبلغات یې دمنطق پر بنا کول موضوعات یې روښان، روان ، ساده اوصادقانه وو.
اوس به راشم نور جریان ته هغه دا چې لکه پاس چې ولیکل شول له نېکه مرغه بېګا ماخستن دقران پاک دختم لپاره دومره ګڼ شمېر کسان راغلي وو، چې دمیرویس نیکه دجامع جومات په یو کونج کې هم خلا نه تر سترګو کېده آن دا چې دتراویح لمانځه لپاره خلګوپه دهلېزونوکې صفونه تیارکړل ماهم په دهلېزکې د تراویح لمونځ ادأ کړ الله تعالی دې قبول اومقبول وګرځوي.
لکه چې پاس ذکر شول دتراویح لمانځه په جریان کې دامام صاحب په خواږه غږ دقران عظیم الشان ختم صورت ونیو بیاهغه محترم چې له ګران افغانستانه مېلمه راغلی دختم القران دعا قرائت کړه دعا وشوه اوبیا دښاغلي ډګروال احمد ظفر لخوا څو اړینې یادوني دمیکروفون له لارې وشوې چې بیا ما ته نوبت راکړ شو دا چې دقران پاک دختم شپه وه نو مې یو څو لنډې خبرې دخپل یوشعرپه لاندې بیت را پیل کړې:
نغاړم یې په اوو پوښو کې ساتم یې له دوړو نه
مخ یې نوراني دی دخالق رب نازولی دی
ګل دنوبهار مو کله هم چېرې لیدلی دی
داسې مې جانان دزړه په باغ کې غوړېدلی دی
منظور مې قران پاک و.
ما له راغلو خویندو او وروڼو څخه دمیرویس نیکه جامع جومات ته د تشریف راوړلو له کبله مننه وکړه اودا مې هم ورته وویل ، چې باد (شمال) نه وي ونې نه ښوري منظور دا چې دیو جوړښت یا تشکیل لپاره چې منظمه اداره نه وي هغه بې حرکته او په مخ نه شي تلی مانا دا د میرویس نیکه دجامع جومات د رهبري هیئت نه ستړې کېدونکې هلې ځلې دي چې تاسو ته د دومره ګڼ شمېر ګډونوالو د راتګ زمینه برابره شوې ده که نه نو وګورئ کوم بل ځای هم څوک په ناڅاپي ډول په دومره ګڼ شمېرکې راټولېدای شي؟
بیا مې دمیرویس نیکه دجامع جومات مشرتابه هیئت درنو حاضرینوته ورمعرفي کړ چې په سرکې يې محترم حاجي صاحب احمد احمدزی او مرستیال یې دجامع جومات لوی خادم ښاغلی اومحترم حاجي صاحب انجنیرغمی کاکړ بیا د مالي چارو مسؤل او زموږ دجامع جومات بل خادم محترم حاجي صاحب حبیب الله او مرستیال یې محترم ډګروال صاحب احمدظفر همداراز مې دځینو هغو کسانو نومونه یادکړل کومو چې زموږ دجامع جومات دلوژیستیک او اعاشې په برخه کې همکاري کړې ده.
په یو څو لنډو جملو کې مې دمونشن افغانانوداسلامي اوفرهنګي دایمي مرکز لپاره دیوې ټوټې ځمکې درانیولو او په دې لارکې همکاري ته هم اشاره وکړه.
دالمان له دوست هېواد څخه مې هم مننه وکړه چې تل یې زموږ د دود، کلتور او عقیدې درناوی کړی نو له همدې وجې مې له ګډونوالو څخه دوستانه هیله وکړه چې موږ دالمان له ځمکې او هوا څخه ګټه اخلو نو پر موږ ده چې ددې هېواد دقوانینو درناوی وکړو ترڅو زموږ حقوق دتل لپاره محفوظ پاته وي.
په اخېر کې مې ګډونوالوته ښاغلی او محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد وریاد او مننه مې ورڅخه وکړه چې دروژې مبارکې دهرې ورځې لپاره یې دنښتر ویبلاګ او نوروسایتونوته پرله پسئ دیني او قراني تحفې رالېږلې نوهیله ده چې دزړه له اخلاصه دعاوې ورته وکړئ همدا راز مې یو دوه نا اشنا کسانوته هم له ګډونوالو څخه ددعا هیله وکړه کوموچې له ماڅخه دتلیفون په ذریعه دعاوې غوښتې وې په اخېر کې مې ګډونوالوته لا واردمخه د راروان کوچني او مبارک اختردخوشحالیوغوښتنه وکړه.
ورپسې دقران عظیم الشان دختم لپاره تنظیم شوي نقل اوچاکلیټ په ګډونوالو ووېشل شول له خوشحالیو څخه دهر ګډونوال له مخه رنګونه اورېدل هرې خوا ته مجلسونه پیل اوترپسېمي پورې یې دوام وکړ زه له یوې نه هېرېدونکې خوشحالي سره یوځای ورڅخه را رخصت اودخوشحالیو بهارونه مې په سرکې له ځانه سره خپل کورته راوړل له الله تعالی څخه مې مشکور یم چې په دې مبارکه شپه ما ته یوه ځانګړې خوشحالي را په برخه شوه.
له حوصلې اواخلاص څخه مومننه