د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پښتون وژنی نوي څپه

احمدجان تڼی 05.08.2013 17:03

په دی وروستیو کی په جلال اباد ښار کې د یوه جومات سره نږدی څو تنو برید وکړ . رسنیو وویل چی ګواکی ددی برید موخه په جلال اباد کی د هند هیواد کونسلګری وه .
په کونسلګری کی چا ته زیان و نه اوښت ددی ناوړي پیښې قربانیان د هیواد تنکي ماشومان او بیګناه خلک و.
د خلکو د خبری سره سم په دی برید کی پنځه ویشت تنو څخه زیات د مدرسې طالبان ، د جومات مولوی ، په کتنځی کې ناروغان ، درملتون کی څوتنه او د شاوخوا کورونو په لس ګونو ماشومان په شهادت ورسیدل او یا ټپیان شول. ددی برید زیات قربانیان هغه ماشومان و ، چي په جومات کې د قران مجید او دینی کتابونو په زده کړه بوخت و.
مګر چارواکی او یا رسنۍ د شهید شوو ماشومانو شمیر د شپږ او نهو تنو ترمنځ ښیی.
د سیاسی کتونکو په باور سره دا ډول بریدونه په عمومی ډول سره د پنجاپ پټ سرویسونه تر سره کوي .. ددی کتونکو په باور پنجاپ ورته بریدونه څو ځلی مخکی هم تر سره کړي دی .
پنجاپ په ډیره سپین سترګی سره نه پریږدی چی افغانستان د یوه مستقل هیواد په توګه د نړی د هر هیواد سره اړیکي ولری.
د ډاکټرنجیب الله د استعفا څخه وروسته پنجاپ د افغانستان هیواد ته د داسی خاوری په توګه ګوري چی د هغه د برخلیک په هکله باید دوی تصمیم ونیسی.
باید ووایو چې افغانستان کولی شی د پنجاپ د بریدونو ته په ډیره اسانی سره ورته ځواب ورکړی. د پنجاپ استعماری اداره تر ټولو زیاتې د کمزورتیا ټکي لري او د ګواښ سره مخامخ کیږی.
د هیواد خلک هم د کابل د ارګ څخه هم دا غوښتنه کوي. چی د پنجاپ تر استعماری اداری لاندی سیمو کی په پوځي او اداري مرکزونو باندی ورته بریدونه ترسره شی.
او له دی لاری افغانستان د یوه منظم پلان په درلودلو سره کولی شی چی پنجاپ دی ته اړ کړی چی د افغانستان او پښتنو ټولو غوښتنو( د پښتنو د ټولو سیمو څخه د خپلو پوځونو او ادارو په ایستلو او پنجاپ ته د په شا کیدو په شمول ) ته مثبت ځواب ووایی.
خو د کابل مشران حتی د بالمثل ځواب ورکولو فکر هم نه کوی . دا ځکه چی د کابل مشرانو یوه هم د ملی مشر په توګه د پنجاپ په وړاندی غوڅ دریز نه دی نیولی. دوی تل هڅه کړیده چی خلک د پنجاپ د استعماری ـ تروریستی اداری څخه وویروي .
د خلکو په خبره د دی مشرانو د یو شمیر کسانو خولی د اوبو ډکی دي.
همدارنګه د پکتیا په ولایت کی په یوه کور باندی د توغندي د لګیدو له امله دوه ماشومان شهیدان او څو تنه ټپیان شول. دی ماشومانو هم په هغه مهال د قران شریف تلاوت کاوه.
په دی ډول د ننګرهار په ولایت کی څو ورځي مخکی د وسله والو کسانو او د کابل د پوځونو تر منځ په برخورد کی نږدی سل تنه وژل شوي دي.
د رسنیو د راپورونو سره سم په دی پیښو پسی په ننګرهار کې نوری چاودنی تر سره شوې چی د تلفاتو سره ملې وې.
په داسی حال کی چی په ننګرهار ،پکتیا او د هیواد په نورو سیمو کی د مظلومو پښتنو د وینو لښتي بهیدل ، خو د کابل د ارګ مشر ښاغلی حامد کرزی ، ایران ته د هغه هیواد د نوی اولسمشر د دندی د پیل ( خوشالی ) په مراسمو کی د ګډون له پاره چپڼه په اوږه کړه او روان شو.
په دی سفر کی د ایران او افغانستان د امنیت شورا ګانو تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون د داکتر رنګین داد فر سپنتا د ملی امنیت مشاور او داکتر سعید جلیلی د ایران د ملی امنیت د شورا د منشی ترمنځ لاسلیک شو.
په دی ټول خلک خبر دی او پوهیږی چی د افغانستان په کورنیو چارو کی د ایران د هیواد مداخلی او لاسوهنی ډيری بی شرمانه او خطرناکی دی او همدارنګه تر اوسه زیات شمیر بیګناه افغانان چی ایران ته د مزدوری له پاره ځي د ایران له خوا په ډیره ظالمانه توګه اعدام کیږي.
په کار خو دا و ، چی د ایران ددی کړنو په مقابل کی د کابل اداری له خوا د ایران سفیر اخراج کړی وای او هم یی د هغه هیواد پټي جرړی ایستلی وای .
مګر له بده مرغه ښاغلی حامد کرزی ولاړ او د هغه هیواد د خوشالی په مراسمو کی یی ګډون وکړ او د خپل هیواد د سلګونو کورنیو د ژړا او اسویلیو ته یی هم پروا ونکړه چی د ایران له خوا په ظالمانه توګه اعدام شوی دی.
او د هغه په اړخ کی یی داسی مهم تړون ورسره لاسلیک کړ. ددی تړون په بنیاد ایران د مداخلو او لاس وهنو د پاره نوره زمینه هم برابریږي.
هغه ته اړینه وه چي ننګرهار ته ولاړ شی تر څو د دې ټولوژنی لړۍ ودروي او هم د په ویر لړلو کورنیو سره په غم کی ځان شریک وګڼی .
همدارنګه ورته پیښه د کندهار د باغ پل په سیمه کی رامنځته شوی چی په کی د راپورونو سره سم څلورتنه شهیدان او د شلو څخه زیات ژوبل شوي دي.
په دی ډول د هیواد په شمال کی د پښتنو د ټولوژنی بهیر روان دی .
په دی وروستیو کی د کندز د ولایت په پارلمان کی یوه استازی وویل چی په دی ولایت او په شمال کی د پښتنو منظمه وژنه او د هغوی د جایدادونو د غصب لړۍ د زوراکو له خوا روانه ده
هغه په کلکه د پارلمان او د حکومت څخه وغوښتل چی دا لړۍ ودروي او که نه په شمال کی پښتانه دا وس لری چی ټول زورواکان او جنایت کاران په ګونډو کړي.
په پارلمان کی نوموړی استازی او د نورو زرګونو پښتنو دا شکایتونه نه د کابل ارګ واوریدل او نه بل چا سر پری وګراوه. دا ځکه چی پښتون چی د هر چا له خوا وژل کیږی هره وژنه د یوه دقیق او سنجول شوی پلان له مخی ده.
په دی وروستیو کی کابل هم د جنګی عملیاتو تر نامه لاندی هره شپه او ورځ په لسګونو کسان وژل کیږي د دوی د تصویرونو څخه معلومیږی چی ساده شپانه ،بزګران او مزدوران دی .
دا د شک وتلی خبره ده د پښتنو د ځپلو او ټولوژنی د پاره تور مثلث تشکیل شوی دی. ددی مثلث زاویې عبارت دی له پنجاپ ، تهران او واکمنې فاسدی کړۍ. لویدیز هم ددی مثلث د ناوړو دسیسو ښکار او په دی ناوړه بهیر کی یی فعاله ونډه واخیسته.
د دی پیښو مسوولیت تر ټولو لومړی د ښاغلی حامد کرزی په اوږه دی.
نوموړی د اولس مشر په توګه دی مسوولیت لری چی په ټول افغانستان کی امنیت تامین کړی او د خلکو قانونی حقوق ورته تامین کړی .
باید ووایو چی ښاغلی حامد کرزی نه د ملی مشر او نه د پښتون مشر په توګه خپل رول ادا کړل شو. هغه ډیر امکانات درلودل چی په سیمه کی روان بهیر د خلکو په ګټه او د پنجاپ او متعصبه کړیو په زیان روان کړی او د افغانستان په تاریخ کی د نامتو او په خلکو د ډیرو ګرانو مشرانو په لومړي کتار کي یی نوم راشی .
مګر هغه د متعصبه کړیو او غوړه مالانو په جال کی بند پاتی چی ددی تر ټولو زیات زیان پښتنو ولیده.
له بده مرغه د ښاغلی حامد کرزی په حاکمیت کي د پښتنو سره داسی جفاوی وشوی چی د چنګیز، ګوډ تیمور ، بابر او انګریزانو په وخت کی نه وي شوي.
پښتانه د کابل په اداره کی د خپل حق څخه بی برخی او د حق چی اویا سلنه دی دیرش سلنه ته راټیټ کړل شو. او په دی دیرش سلنه کی هم هغه پښتو ژبی مقرر کیږي چی د متعصبه او پښتون دښمنه کړیو سره یې پټی معاملی کړي وي. دوی هغه کارونه کوی چی متعصبه کړۍ یی غواړی لکه په مورنیو ژبو د زده کړو مخنیوی، په پښتنو میشتو سیمو کی د انکشافي پروژو مخنیوی ، د پښتنو د مقرری څخه ډډه کول او بلاخره په پښتو ژبه باندی دخبرو څخه ډډه کول.
همدارنګه په پارلمان کی د متعصبو کړیو او وسله والو کسانو په ګډه همکاری سره د پښتنو د استازیتوب کمول د اصیلو استازو د راتګ مخنیوی ، ددی توطیی بله برخه ده.
په دی ډول په پښتنو کی یو شمیر کسان شته چي ځانو ته په نړی واله سویه ستر پوهان ، ملی شخصیتونه او سیاستوال کسان وایی د دوی څخه یوه هم د پښتنو ددی ټولوژنی او ځپلو د بهیر په خلاف غږ پورته نکړ. چی دا په خپله د پوښتنی وړ مسله ده.
په دې ډول پنجاپ د خپلو دقیقو پلانونو سره سم هڅه کوي چی د پښتنو ټوله سیمه د کراچۍ څخه تر بادغیس او کشمیر پورې د اور په تبی باندی واړوي. تر څو پښتانه ونه کولی شي د ازادی او یووالی غږ اوچت کړي.
دا جنګ د ټولو افغانانو په وړاندی نه دی ، په دی جنګ کی نهه نوي سلنه پښتانه وژل کیږي نو ځکه ویلی شو چی دا جګړه د پښتنو ضد جګړه ده.
داسی ښکاری چی په راتلونکو ورځو او میاشتو کی به دا جګړه نوره هم سخته شی دا ځکه چی ویل کیږی چی پنجاپ په سرحدی سیمو کی خپلو پوځيانو ته ملکی کالی وراغوستی او په افغانستان باندی د یوه پراخ برید له پاره یی تیاري نیولی ده.
د پنجاپ په خیال که چیری لویدیز پوځونه د افغانستان څخه ووځي باید یوه ځواکمنه حمله تر سره او په دی ډول د افغانستان خاوره په بدلو جامو سره اشغال کړی.
دوی ورته برید د شوروی اتحاد د پوځونو د وتلو څخه وروسته په ننګرهار ولایت باندی وکړ، چی د افغانستان د پوځونو له خوا غاښ ماتوونکی ځواب ورکړل شو.
دا وار د پنجاپ برید کیدای شی بیا په جلال اباد ، خوست او یا کومه بله سیمه باندی تر سره کړي.
پنجاپ ددی له پاره چی نوموړۍ پلان عملی کړي ، سرتاج عزیز یی کابل ته راوستوه چی ښاغلی حامد کرزی وهڅوی تر څو د پنجاپ پایتخت اسلام اباد ته سفر وکړی .
پنجاپ غواړی چی ښاغلی حامد کرزی د طالبانو سره د سولی په خبرو په نامه باندی تیر باسی او په دی قانع کړي تر څو د امریکا د متحده ایالاتو سره امنیتی تړون لاسلیک نه کړي. دا ځکه چی د امریکایانو شته والی د افغانستان په ضد د پنجاپ د راتلونکی ستراتیژی د پلی کیدو په وړاندی کیدای شی خنډ ونه رامنځته کړي.
ددی په څنګ کې پنجاپ په ننګرهار او د هیواد په نورو سیمو کی چاودنی پیل کړی دی تر څو په ښاغلی حامد کرزی باندی فشار راوړی چی د پنجاپ غوښتنو ته غاړه کیږدي.
په کار خو دا ده چی ښاغلی حامد کرزی د پنجاپ سره ټولی دیپلوماتیکی اړیکی وشلوی او د پنجاپ تر اشغال لاندی سیمو کی د پنجاپ استعماری – تروریستی اداری په وړاندی د پراخ اولسی پاڅون ملاتړ وکړي.
دا د کابل په ارګ پوری تړلی ده.
مګر پښتانه باید د خپل برخلیک او د روانی تراژیدی څخه د نجات او د اموسین څخه تر اباسینه پوری د مستقل هیواد د درلودلو په باره کی په خپله فکر وکړی، تصمیم ونیسی او عمل وکړي.
• اوس نو دا پوښتنه پيدا کیږي چې په داسې شرایطو کې چې د هرې خوا په دوی باندې په مختلفو نومونو سره جګړه روانه ده دوی څه کولی شي؟
• ایا پښتانه دې تدریجې مرګ ته ټول سترګې په لار کیني ؟
• او که پښتانه دا حق لری چې په سوله کې ژوند وکړي .
• همدارنګه که پښتانه دا حق هم لری چې په یوه ټغر سره راټول او یو هیواد ( له اموسینه تر اباسینه) تشکیل کړي.
د ځانه دفاع د پښتنو روا حق دی چې د ژوند په ټولو ډګرونو ( سیاسي، اقتصادي او پوځي ) کې خپل حقوق ترلاسه کړي. ددې له پاره باید دوی داسې لارې او چاری پیدا کړی چې د ژوند پکې خوندي او مبارزه د یووالی او سولې په لور ولاړه شي.
په لومړی ګام کې اړینه ده چې ټول پښتانه سیاستوال او روڼ اندي په لومړی پړاو کې پښتون اولس په دې و پوهوي چې دا دیرش کاله کیږي چې د دوی په وړاندې ډيره خطرناکه جګړه روانه ده. د دوی دښمنان غواړي چې دا اولس په بشپړه توګه تباه کړی .
تر اوسه چې پښتنو څومره او په هر نوم چې جګړه کړیده د هغې جګړې ګټه پنجاپ، امریکا ، ایران او په افغانستان کې متعصبو کړیو ته رسیدلی ده .تر دې وروسته باید پښتانه د شرایطو په نظر کې نیولو سره د ستونزو څخه د خپل ځان د ژغورلو او د خپلو ملي ګټو (په لویه پښتونخوا( افغانستان) کې د سیمې د ټولو پښتنو راټولیدل) د پاره وجنګیږي.
بله دا چې اوس په دې پښتانه پوهیدلی دي چې ترهغه چې سره یو نه شي ترهغه دوی نه شي کولای په سوله او ارامي کې ژوند وکړي. د پښتنو یووالی په اوس شرایطو کې تر ټولو زیات ممکن دی. اوس ټوله نړی یو کلی او ټوله پښتونخوا یوه کوڅه ګرځيدلی ده. اوس عملا ټول پښتانه د تلیفون ، مطبوعاتو ، انترنیت او نورو لارو سره نږدې شوي دي او دوی په اسانی سره کولی شي یو د بله سره لاسونه سره ورکړي.
پښتانه مشرتوب ته اړتیا لری ملی مشرتوب ته ،
خو تر هغه چی ملی مشرتوب رامنځته کیږی باید د یووالی بهیر د کوڅی ، ولسوالی او ولایت څخه پیل شي.په هره سیمه کی باید پښتانه د پښتون په نوم سره متحد شي. دا ځکه چی جنګ د پښتنو په ضد روان دی.
پښتانه یوازې زړه ور، صادق ،هوښیار، نووښت ګر مشرتوب لکه میرویس خان او یا احمدشاه بابا ته اړ دی. دا ډول کسان اوس لږ نه دي یوازې همت غواړي چې رامخته شی په دا ډول وګړو باندې ټول پښتانه په ډیره لنډه موده کې راټولیږي هغه مهال دی چې استعماري کرښې به ړنګی او یوه لویه پښتونخوابه رامنځته شی هغه پښتونخوا چې پنجاپ ، ایران او په افغانستان کې متعصبې ډلې د هغه دجوړیدو د مخنیوي له پاره د هر ډول جنایت څخه ډډه نه کوي.
د سیاسی کارونو په اړخ پښتانه اړ دي چې د ځانه د دفاع له پاره یو میکانیزم رامنځته کړي. باید ووایو چې پښتنو د خپل ځان د دفاع له پاره د تاریخ په اوږدو کې ډول ډول میکانیزمونه رامنځته کړي دي . اوس هم کولای شي د اوسنیو شرایطو په نظر کې نیولو سره د همغو میکانیزمونو څخه کار واخلی.
یو ددې میکانیزم څخه چې په ټولو قبایلی او کلیوالو سیمو کې ترې کار اخیستل شوی دی هغه جرګه ، مرکه ، څلویښتی ، اربکی ، چیغه او لښکر میکانیزم دی. اوس هم پښتانه کولی شي ددې میکانیزم څخه په استفادی سره د خپلو کلیو او سیمو څخه دفاع وکړی.
جګړه پنجاپ، متعصبو کړیو او ایران د پښتنو په وړاندې پيل کړي ده خو پښتانه یوازې نه دی دا توکم د افغانستان او سیمي د نورو توکمونو سره د وروڼو او یوه وجود په شان ژوند کوي او پښتانه به د لوی څښتن په مرسته د نورو توکمنو سره اوږه په اوږه دې جګړې ته د پای ټکی کیږدي.