د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زوړ او ځوان

یوسف هېواددوست 31.07.2013 20:59

زه ورته کیسې کړم
دوي یو بل سره پسیږي
یو بل ته وایي :
ځۍ چې بلې کوټې ته لاړ شو .
صندلۍ سره نا اشنا دي
د دېوانو او پریانو کیسې نه اوري.
ما ته خپل ماشومتوب رایاد شو
ترور مې
چې د پلار مې مشره خور ، وه
کونډه او رنډه وه
د ژمې په شپو
صندلۍ کې به تاوده تاوده
جوق جوق سره ناست و
وچ توتان او غوزان به یې راوړي
او لګیا به وه
خوږې خوږې
د ډار او د پند کیسې به یې کولې
رښتیا ما غوښتل .
چې دوي هم ورسره آشنا وساتم
خو بېګاه شپه
ټول بچیان مې ، رانه لاړل
یو کمپیوټر ته کېناست
بل - ډي ، وي ، ډي کې جنګي فلم کوت
دا بل په ایس ، ایم ، ایس ، لګیا شو
دواړه خویندې لاړې رپ سندرې اورې
ما او مور یې یو بل ته کتل
لکه چې :
زه او صندلۍ
وچ توتان او غوزان
او د دیوانو او پریانو کیسې د چا
نه خوښیږو .