د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د یویشتمې پيړۍ متلونه

محمود نظری 26.07.2013 16:11

دوست ته لاپي وايه، د ښمن ته حال!
د نن کار سبا ته پرېږده!
دزمري په خوله کې خير مه غواړه.
جنګ چې نه کوې ډبره مه اخله!
خوله په مميزوآمخته کوه!
باران دپټي پسې ګرځوه!
د بل پۀ لاس مار وژنه !
اول خبره کوه بیا سوچ کوه.
اول کوزده کړه ، بيا زده کړه.
په پردي کار کې کار لره.
تر پردي زوی دپردي لور ښه ده.
په پردې وطن کې کوز واچواه مه تښته
اول پیل واخله بیا پیل خانه جوړه کړه
پند يې ګوره، ايمان يې مه ګوره.
په باغ کي بلرغو غيه ، په کلي کي بل بلرغوغیه
خبري کږې کوه . لکۍ یې ښې کوه
خبري زده که بيا يې مه کوه
د مرګ نه مخکي کفن مه رانیسه
چرسي په مکه کښې لټوه حاجي په تکیه کښې.
خپل به دي وخندوي پردی به دي و ژړوي
زورورو ته ښکنځل کوه او کمزوره وهه
هوږه و خوره له خولې دي بوى ځي
چي عقل لرې ، پر کور به دی تل غم وي
دخنداپسې خنداسته
خپله ښځه هم کلا ده ، هم بلا
خړ سپی او شرموښ حیوانات دی
دچل ياري تل سرته رسيږي
سترگې له ستر گو نه نه شر ميږي.
ښه دوست خپل دوست ته ښه لاره نه ښیي .
صبر د میړو لویه کمزوري ده
صبر تریخ دی خو میوه نه لري
چې عقل لري هیڅ څه نه لري، چې عقل نه لري هر څه لري
که چاړه دسروزرو شي په جیب کښې یې پټوه
یو هندو بل ته ویل هندو
سپور د پلي په حال خبر دئ .
ښځه دبړستن مشکوله ده .
ښځه د کور آمیره ده
شتمنه ښځه درنه شتمن جوړوي..
صبر د کمزوري نښه ده
ازمويلي بیا و ازمايه
اصيل ته لغته ، کم اصل ته اشاره
اصيل خطا لري ، کم اصل خطا نه لري
بي بي کور نسته له آغا څخه وېره نسته
بلاخور آموخته خور
انا مړه سوله ـ لا یې تبه و نه شلېده
اوښان ژاړي بارونه نه ژاړي
بد بانجڼ افت لري
بلا نه ویښه ښه ده نه ويده
بې سیاسته به هم سباسي
پر پچه مه خیژه بوت دی مرداریږي
خپل سپی په ډوډۍ پردی
پر ګازره سه پر خرپ ئې مه سه
پر هغه د ي خدای ميلمه که چې مېلمه يې ليدلی وي
په بدلو څوک سندرغاړی کيږي
په پردي پرتاګه کونه پوټېږي
په خوله کوږ ، په کونه خوږ
په سپي زوی ، تل پلار غپیږي
په خپله کوڅه کي زمری هم سپی وي
په ګرځېدو مري ، په کښېنستو نه مري
په ګوړه خوړولو خوله خوږيږي
په ناسته غُمبر کيږي
په هغه دي خدای مه واهه چي وهل يې کړي وي
په هر غار ګوتي منډه ، پسات به در و نه سي
بې استنجاء لمونځ کيږي
په سلو چپلاخو د یو مخ خوږيږي
پۀ خنزيرانو کې هغه بد لا کوم وي ؟
تر اوبو د مخه ګاولي کاږه
تازي چي تر تازي پاتهسو ویې پلوره
تر باغ یې مورۍ لو ده
تر کورني خره ، ګښته سړی ښه دی
تر مړ ګېډړ ، ژوندی زمری ښه دی
ټمبه ته يو باد غنيمت نه دی
جنګ تود سو ، ميری سوړ سو
څوک وایې چې زما د غړيکي خوندښه دی
چې اوبه وي بیا هم تېمم ته حاجت دی ؟
خر په وهلو آس کيږي
خر به خند ا پو هيږى
دا وړى شړى کيږى
دگو نگي ځوى په ژبه لا خپله مور نه پو هيږي
اصيل په جنډه کالو کې نه معلوميږي
وږى پيشو د زمرى سره نه جنګيږي
ابا گوره ، خورجين ئې مه گوره ( بمب نه وی )
انسان دی ، هغه چې له حيوان څخه ګيله کوي
انسان ته لرګئ خره ته خبره
اوبه د جام له مخې نه څښل کېږي .
شيدې په اوبو! اوبه په شیدوکې
اول جهان، پسې ځان
اعتبار په علم او ادب نه دي، په مال او نسب دی
باغ که چغال لري ، باغوان هم خدای لري.
بشره د شيطان. خوی د انسان
بې زحمته راحت سته
پر بدو تلوار پر ښوتاْمل.
پښې هلته ځي چې زړه نه ځي .
پېنځه گوتې په خوله ننوزي
په حلوا،حلوا خوړولو خوله خوږېږي
په درنو سپک په سپکو دروند
تر بې عقل خپل ، هوښيار خپل ښه دی
په يوه لاس کې دوې هندواڼې اخیستل کيږي.
په يو کتاب څوک مُلا کېږي
په هغه وياله کې چې اوبه تللي وي بيا نه راځي.
په يو څپيړه دوه مخونه نه خوږ يږي
پټه خوله اقرار نه دى .
تر خوړلي یې لا اميد ښه نه دی
چې دسړي حرص زياتيږي سړی زړيږي
حق خپل ځای نه نیسي
دخيرات په ورځ دغريب سړي نس مړ یږي
دخوارانو ديگ په خاشو پخيږي
آس يې په سوو ګټي ، سیاستمدار يې په چلو ګټي
چي په خپله يې وخورې ګل به سي ، چې بل ته يې ورکې غول به سي
کوچنی چې نه ژاړي ، لا مور تی ورکوي
چې پخپله خر لرې دبل په آس مه خانده
چې ځوان وم دنجونو ګل وم چې زوړ سوم دنجونو خار سوم
پښتون نه دی چې د سوک جواب په نوک ورنه کړي
پښتون له غيرته غیر ت ته اور اچوي
اوښ ته مه وایه مغزی دي ولي کوږ دی ؟ هغه در ته وایي سترګې دی کږېدی