دژوند کولو ماحول (محیط زیست )
22.07.2013 16:21لیکوال:الحاج انجنیرسیدرقیب شاه هاشمی
تعریف: ټول ماحولونه چی هلته ژوند جریان لری دژوند ماحول ګڼل کیږی .لکه : ښار ،اوقیانوسونه ، ځنګلونه ، دژوند دماحول انواع ګڼل کیږی.
مقدمه :
دژوند کولو ماحول (محیط زیست ) کی غیر ژوندی عوامل .لکه : خاوره ، اوبه، ګازونه، اونور چی دژوندیو موجوداتوسره وجودلری.
ژوندی موجودات دخپل غیرژوندی موجوداتوسره متقابلی اړیکی لری دژوند دبقاءدغه متقابلی اړیکی ډیری ضروری دی په هرژوندی منطقه کی غیرژوندیو موجوداتوشتون حتمی دی چی دی ته اکوسیتم وایی
اکوسیستمEcosystem :داکوسیستم تحت الفظی معنی طبیعت (Nature)دی اوداسی تعریف کیږی:
دټولوفزیکی پدیدواودژوند دمتقابل اثراتوڅخه عبارت دی .
اکولوژی :داکوسیستم دبرسی علم ته اکولوژی وایی.
داکوسیستم ژوندی عوامل :
ژوندی موجودات دخپل نقش له مخی چی په محیط کي لری په لاندی ګرپونو ویشل کیږی:
1. تولید کوونکی موجودات. لکه:شنه ګیاه.
2. مصرف کوونکی موجودات .لکه : ځناوران.
3. تجزیه کوونکی موجودات.لکه: قارچونه اوبکتریاوی.
دژوندیو موجوداتو اړیکی دیوبل سره:
مهم ترین اړیکی غذایی اړیکی دی چی دغذایی زنجیر اوغذایی شبکوپه شکل جریان لری.
دغذایی اړیکونه علاوه نوری اړیکی هم موجوددی دااړیکی دژوندیوله منځه وړولوباعث نه کیږی بلکه دیوبل ترڅنګه دژوندیوداوسیدوادامه ده .
غذای اړیکی :
1) غذای زنجیر:دغذایی زنجیراړیکی په موجوداتوکی حلقوی دی .دغذایی زنجیراوله حلقه شنه ګیاه اودوهمه حلقه ګیاه خوړونکی ځناوران دی .دریمه حلقه غوښه خوړونکی موجودات دی یعنی غذایی اړیکی دیوموجوددبل موجودسره A↔Bپه شکل وی .
2) غذایی شبکی :څوغذایی زنجیرونه چی یودبل سره اړیکی ولری دغذایی شبکی په نامه یادیږی.
3) دحیات شبکه:ټولی غذایی شبکی دیوبل سره اړیکی لری دنړی ټولی غذایی شبکی سره غذای شبکه جوړوی داستره اولویه غذایی شبکه دحیات دشبکی په نامه یادیږی.
دژوندیوموجوداتونوری اړیکی:
رقابت:ژوندی دژوند دبقالپاره دیوبل په مقابل کی رقابت کوی دارقابت دغذادلاس ته راوړلولپاره دکورونواوجونګړودجوړولوپه خاطروی په ځینوحالاتو کی ځناوران باخبره اوناخبره دیواوبل په مقابل کی حساس وی په نباتاتوکی هم لکه دځناوروپه شان هم رقابت موجوددی دارقابت دلمراواوبوپه مقابل کی اودغذایی موادو دلاس ته راوړلو په خاطر دی.
ګډژوند:ګډژوندیعنی په یومحیط کی دیواوبل سره اوسیدل خوپه اکولوژی کی دګډ ژوندنه هدف ددوژوندیوموجوداتواړیکی دیواوبل سره . دګډژوندڅوشکلونه دادی :
1. غذایی زنجیر:دغذایی زنجیراړیکی په موجوداتو کی حلقوی دی دغذایی زنجیراوله حلقه شنه ګیاه او دوهمه حلقه ګیاه خوړونکی ځناوران دی ،دریمه حلقه غوښه خوړونکی موجودات دی یعنی غذایی اړیکی دیو موجودسره A↔B په شکل وی .
2. غذای شبکه : څوغذایی زنجیرونه چی یودبل سره اړیکی ولری دغذایی شبکی په نامه یادیږی .
3. دحیات شبکه :تولی غذایی شبکی دیوبل سره اړیکی لری دنړی ټولی شبکی ستره غذای شبکه جوړوی داستره اولویه غذایی شبکه دحیات دشبکی په نامه یادیږی .
دګډژوندڅوشکلونه دادی:
a) هم سفر کیدل :په دی ډول ګډ ژوندکی یوفردهم نه فایده وینی اونه زیان لکه:دبادکش دارماهی په بدن دکوسه ماهی اړیکه .
b) همیاری: په دی ډول ګډ ژوندکی دواړه ژوندی موجودات دیو اوبل څخه ګټه اوچتوی کیدای شی دا همیاری اجباری اویا هم اختیاری وی لکه :دګل سنګ هم یاری چی اجباری ده اودقارچ موجودیت په ګل سنګ کی بی له دینه چی د ګل سنګ نه ګټه اوچته کړی ژوند ته دوام ورکوی.
c) طفیلی ژوند : په دی ډول ګډ ژوند کی یو ژوندی موجود ګټه وینی اوبل ژوندی موجود (میزبان ) زیان مومی لکه :زردپیچک پر نورو نباتاتو.
d) شکارچی ژوند:یوژوندی موجود بل ژوندی موجود وژنی اوهغه خوری وژونکی شکارچی یا صیاد او شکارشوی موجودته شکارکړی شوی یا صید نومیږی.
داکوسیستم غیرژوندی عوامل
1. حرارت:دلمر ابی وړانګه (ماورای بنفش شعاع ultraviolet) طول د موج یی 0.0144 مایکرومترڅخه تر 0.39 مایکرومتر دی. څخه لاس ته راځی چی د ژوندیو موجوداتو انرژی هم دحرارت په شکل ازادیږی .
2. لحظه:دغیرژوندیو محیطی عواملو څخه ګڼل کیږی ټول ژوندی موجودات په شکل داشکالو دمحیط سره سازش پیداکړی چی د بقاءباعث یی ګرځیدلی .
3. نور:نوردغذاپه تشکیل کی مهم نقش لری دموج طول یی حدود 380 څخه تر حدود 740 نانومتراودنور سرعت په خلاءکی دقیقا برابر دی ۲۹۹٬۷۹۲٬۴۵۸ متر په ثانیه (تقریبا ۱۸۶٬۲۸۲ میله په ثانیه).
4. ګازونه : دځمکی په اتمسفیرکی مختلف ګازونه وجود لری لکه :اکسیجن دژوندیوپه تنفس اوکاربن دای اکساید په فوتوسنتیس کی رول لری.
5.اوبه :اوبه دژوندیو موجوداتو اصلی اواساسی منبع ده چی په دورانی شکل په طبیعت کی وی اوبه دتبخیرپه شکل اتمسفیرته ځی اوبیرته دباران په شکل ځمکی ته راځی.
6.کیمیاوی مواد : کیمیاوی موادپه طبیعت کی دوشکله دی کانی مواد اوالی مواد
کانی مواد :کانی مواد په مختلفوترکیباتو په اکوسیستم کی موجود دی .لکه:سودیم کلوراید، چی دانسان په غذا کی مهمه ده اونور.
الی مواد :دژوندیو موجوداتودتجزیه څخه لاس ته راځی چی دژوندیو داستفادی وړګرځی .لکه: شنه سره .
دمحیط ککړتیاء
1 - دخاوري هوا او اوبوپه کیمیاوي فزيکې او بيالوژيکې حالت کې غيرمساعد بدلو ن ته ککړتيا ويل کيږې چې دا دانسانې او طبیعي پيښوله کبله منځ ته راځی دبشری ټولنی دپرمختګ اودتخنیکی وسایلو توسعه اوپه ټولنه کی دنفوس ازدیاد هغه وسایل دی چی دماحول ککړتیا منځ ته راوړی دماحول ککړتیا څخه دبچ کیدو هڅی ددولتونو پواسطه کیږی خودخلکو ونډه دژوند دماحول حفاظت دپاره اړین دی که خلک دخپلی پاکی دپاره فعاله ونډه وانخلی دولتونه به په یواځی ونکړی شی چی سالم ماحول رامنځ ته کړی دټولنه کلتور، ددین او مذهب قیودات ددینی علماووتبلیغ دپاکی اوصفایی په هکله دمدنی اواجتماعی ټولنو دفعالینوونډه،تعلیم اوتربیه اونورهغه شیان دی چی مثبتی پایلی لری .دمثال په توګه دکابل په سیند کی دکثافاتونه اچولوکلتور باید دمدنی اواجتماعی حلقو ،دینی علماوواودمکتب ماحول کی دنظافت عملی درس هغه شیان دی چه وبه کړی شو چی اقلا اقلا دخلکو ونډه په صفایی کی وی .
2- دماحول دککړتیا یوبل لوی علت په ښاری نقشوکی دنالی( بدرفت )نه شتون دی په ماسترپلان کی دکانالیزاسیون نوم خو په نظرلګی اوشته اوعملا خو نه شته اونه شته توری اوبه اونوری اوبه په هر ځای کی ذخیره دی غماشی بونګیږی ،بوی اوتعفن له ورایه حس کیږی اوپه سرکونو،پارکونو او شنی ساحی کی ولاړی اوبه ماحول ډیر خراب کړی دخاوری ، هوا اودکوهیانواوبوککړتیا یی منځ ته راوړی دی اوله بلی خوا دمکروریانودساحی په شان دکابل سیند ته د خرابواوبو لښتی ډیردی چی سیندته مستقیم لویږی اوهیڅ رنګه چاڼ یا تصفیه نه کیږی .
3 – دفابریکو اوصنعتی برخوستونزه چی ددولت دبی پروایی له وجه پیداشوی چی دښار په هره برخه کی دکوچنیو فابریکو شتون دی کیمیاوی توکی مصرفیږی اولوګی په ښارکی خپریږی خرابی اوکیمیاوی اوبه یی په هر ځای کی ولاړی دی .
4-صنعتی پارک ستونزه : دصنعتی پارک ستونزی ډیری دی یو داچی صنعتی پارکونه په ښارکی دی اویا ښارته ډیرنږدی دی عادی لوګي (دود) اوکیمیاوی لوګی (دود) عادی ژوند تهدیدوی کیمیاوی اوبولپاره چاڼ ځای نه لری اودکابل صنعتی پارک اوبه مستقیما د کابل سیند کی لویږی دکابل سیند اوبه یی ډیری ملوث کړی دی .
5 – دمحیط زیست اداره :دمحیط زیست تر عنوان لاندی دمستقلی اداری شتون یوبله ستونزه ده چی زیات پرسونل لری دوزارت په اندازه تشکیل په ولایاتوکی ریاستونه دملی بودیجه مصرف خولاس ته راوړنه نلری اقلا اقلا دی د کابل ښارکی دماحول ککړتیا لپاره واضح برنامه ولری دپنجشنبه دورځی رخصتی کومه برنامه نه ده فایده یی نه ده کړی بلکه دولت او ملت ته یی اقتصادی زیان رسولی دی د چارشنبه ورځ لکه د پنجشنبه ماسپښین مامورین نه وی اوتقریبا نیمه رخصت دی په اصل کی دو ورځی رخصت وی دسلګونو موتروڅخه دیوموتر ودریدل دڅولکو مامورینو رخصت کول اوبیکاره کول اودتجارتی حلقو دپاره دتجارتی معاملاتو ودریدل په ملیونونو دالره په یوورځ کی زیان دمحیط زیست اداری کاردی چی غواړی په اصطلاح محیط ککړتیا پاک کړی.
زماپه اند دپنجشنبه دورځی رخصتی دهیواد اوهیوادوالولپاره د هوا د ککړتیا په پاکی کی نه دا چی ګټه یی نه ده کړی بلکه دډیرواجتماعی ، اقتصادی اوسیاسی ستونزی اوزیان راوړنکی دی اود اسلامی رخصتیوخلاف کاردی .
6 – صوتی الودګی :دموټروجګ اوناهنجاره هارنډونه چی په ښارونوکی روحی ارامش مختل کړی ،دطیارومختلفی نوعی اوټیټ پروازونه دخلکوروحی ارامش له منځه وړی اودټوپک دډزواوازونه هغه شیان دی چی صوتی الودګی یی منځ ته راوړیده.
دکوهیانو داوبوککړتیاء:
په ښارونوکی دکانالیزاسیون نه شتون ددی لامل ګرځیدلی دی چی دځمکی لاندی اوبو کیفیت خراب شی دصنعتی فابریکو کیمیاوی اوبه جذب ، دبدرفت اوبه،دتشنابونواوبه ،دحمامونواوبه ،دبارانونواوبه دبیرون تګ لاره نه لری مختلفوځایونوکی ډنډ دی چی دغماشومیلی وی،بدبویی اوکثافاتوځای مجبورا یوڅه جذب اویوڅه بړاس کیږی چی همداجذب شوی اوبه کوهیانوته ځی که څه هم د ځمکی پواسطه یوڅه فلترکیږی خومسلسل جذب داطبیعی فلترهم دمشکل سره مخامخ کړی اونورفلترسم کارنه کوی اوخرابی اوبه کوهیانوته سرایت کوی چی دکوهیانوداوبودککړتیاءلامل دی دکوهیانواوبوکی هوازی بکتریاوی کمی وی خوغیرهوازی بکتریاوی پوره رشد کوی چی٪ 75 دمخ په انکشاف هیوادونو ستونزی دکوهیانو دملوثواوبوڅخه دی دملوثواوبودڅکولوڅخه مختلف امراض لکه کولرا cholera ، محرقه Typhoid ، خونی اسهال Bacillary Dysentry ،دځیګرامراض اونور منځ ته راځی دهغه احصاییه په اساس چی لاس ته راغلی 53 زره کسان هرکال په هیواد کی دماحول دککړتیاله امله له منځه ځی اوپه نړی کی تقریبا 13 میلونه انسانان دمحیط دککړتیا له امله له منځه ځی چی عمده مړینه دملوثواوبو استعمال څخه دی په ښارونوکی دصحی اوبونه شتون خلک مجبورکړی چی دځمکی لاندی اوبونه دڅښاک دپاره استفاده وکړی چی ډیری صحی ستونزی یی پیداکړی .
دبلی خوادبندونودنه شتون له امله خلک مجبورادځمکی لاندی اوبوڅخه دکرنی لپاره هم استفاده کوی چی د ځمکی لاندی اوبوحوزه Aquifer صدمه لیدلی اودځمکی لاندی اوبو حوزه اکوفیر مخ په کمیدوده اودځمکی دسطح اوبه Water table ټیټ شوی دی په ډیروځایونوکی کوهیان وچ شوی اویادوچیدوپه حال کی دی دامشکل دښارونونه علاوه په ټول هیوادکی شتون لری دابرسانی ریاست اداره دی په ښارونوکی دصحی اوبوستونزه حل کړی .
دکابل سینداوبه :
دکابل سینداصلی نوم چمچه مست دی په چمچه مست کی موسمی اوبه راځی اودکال په اوږدوکی همیشه ښاری ناپاکی دبدرفت اوبه،دتشنابونواوحمامونوصابونی اوبه ،دکمودونوتوری اوبه مستقیم اوغیرمستقیم د سیند اوبه سره یوځای کیږی که څه هم دسیند اوبه هومره نه دی چی دااوبه حل کړی اوپه دی ناپاکواوبوځینی مجبورکسان جامی مینځی اوماشومان پکی لامبی اودپل چرخی په سیمه کی د صنعتی فابریکوکیمیاوی ملوثی اوبه ورزیاتیږی اودکابل سیند دمعاونینوسره دشرق په لورځی اولویه سیمه شرقی ولایاتواوبه خراب اوملوث شوی چی صحی پرابلمونه یی منځ ته راوړی اودزراعت دمختل کیدوستونزه هم موجوده ده ذی ربطی اداری لکه دمحیط زیست اداره،دکرنی اوغذای موادو وزارت ،دکابل ښاروالی ، دښاری پراختیاءوزارت ،داوبوبریښنااوانرژی وزارت اودنورودنده ده دوظیفوی مسولیت په اساس دی په خپله برخه کی ددی لوی مشکل دحل لپاره دی دحل لاری چاری ولټوی .
داوبواوفاضلوچاڼ
هغه اوبه اوفاضله مواد چی بیرته ماحول ته اچول کیږی باید حتمی چاڼ شی دچاڼ مختلفی نوعی دی چه مربوط داوبودملوث کیدومقداره پوری مربوط دی (الودګی)اوهم دنوعی اوداوبودمصارف پوری مربوط دی :
1. میخانیکی چاڼ (تصفیه)
2. کیمیاوی چاڼ (تصفیه)
3. بیولوژیکی چاڼ (تصفیه)
4. دفلترپواسطه دفاضلاتواودصنعتی اوبواودزراعتی اوبو چاڼ (تصفیه)
په اوبوکی دفاضله موادومقدار:
دفاضله موادومقدارپه اوبو کی کیدای شی 210-350او600 ملی لیتره په یولیتره کی وی چی د فاضله موادوضعیف ،متوسط ،اوزیادمقداردی چی الودګی منځ ته راوړی هیڅ فاضله بایددچاڼ اوتصفیه نه غیرنه باید مستقیم نورواوبوته واچول شی حتی که د فاضله موادومجازمقدار20 ملی ګرامه په سطحی اوبواویا دکوهی (زیرزمینی اوبه) اوبوکی وی هم باید چاڼ شی .دکورفاضله اوبه چی دغذا،دکوردنظافت ،جامی مینځل ،ځان مینځل څخه وی چی لرونکی دمیلونونومیکروبونووی که سطحی اوبوته اویا دځمکی لاندی اوبوته نفوذوکړی الودګی منځ ته راوړی اوجدی خطردی .
دڅکولواوبوغیرانسانی ملوث کوونکی :
اوبه دحیواناتولکه اسپ،غوا،پسونه،چرګان اونوردی چی سطحی اوبه ملوث کوی .
په سطحی اوبوکی غیرمنحل مواد:
اوبه چی دژوند اصلی عامل ګڼل کیږی دالودګی په خپرولوکی هم فعال عامل دی په اوبوکی معلق جامد موادګازونه معدنی مواد عضوی مواد اوکلویدی موادچی په اوبوکی دژوندیواجساموژوند تحدیدوی اود انسان دپاره خطرناکترین محیط ایجادوی داسطحی اوبه دځمکی لاندی اوبوته هم نفوذکوی اودځمکی لاندی اوبودملوث کیدواسانه سریع اوښه زمینه ده .
په صنعت کی داوبواستفاده دکیفیت له نقطه نظر په مختلفوصنایعوکی مختلف وی عامه خبره داده چی بی رنګه ،بی بویه ،بی ذایقه اودغیرمنحل مالګوڅخه خالی وی الوده اوبه په محصولاتو لکی پریږدی .
دڅکولواوبه باید شفاف ،بی رنګه،بی بویه ،بی ذایقه اودسمی (زهری)موادوڅخه پاک اودمکروبونوڅخه پاک وی دڅکولواوبوچاڼ دوډوله چاڼ کیږی خارجی چاڼ اوداخلی چاڼ په خارجی چاڼ کی فلتریشن دایونونوتعویض اواهک وهل دی .اودداخلی چاڼ کی دلازم کیمیاوی موادواچول په صنعت کی کمی اوبه دی چی داخلی چاڼ نه غواړی خوپه هیوادکی خصوص په صنعت کی داخلی اوخارجی چاڼ نه شته دسطحی اوبولپاره حتمی اوحتمی باید چاڼ وشی فلترکول دایونیت پواسطه جذب،دPH تنظیم ،دفلورایدتنظیم،ضدعفونی کول ،دذراتوکښینول(ته نشین کول ) ،دسختواوبونرمول هغه شیان دی چی باید مسلسل وشی په بیولوژیکی چاڼ کی کیمیاوی مواداچول کیږی چی په اوبوکی دنباتاتولکه الجی مخنیوی وشی الجیان نامطبوع بوی منځ ته راوړی اوځینی ناروغی لکه جلدی ناروغی ،تبه اونورمنځ ته راوړی دالجیانودمرګ سره اوبه سختی پیداکوی PH لوړیږی چی په نتیجه کی دکلورین زیادمصرف صورت مومی دالجیانولپاره عمدتآ cuso4 اوسکروڅخه استفاده کیږی .
په ښارونوکی دلوګیو(دود)ستونزه:
په ښارونوکی دنوروستونزوترڅنګ دلوګیوستونزه هم مهمه ده دنفوسوبی کچه زیاتوالی،ښارونوته داطرافونو د خلکومخه کیدل ،دزړوموتروواردات، دموتروزیادښت ،دبی کیفیته تیلواستعمال اوواردات ،دبی کیفیته سوګیس (ګاز)واردات اواستعمال ،دډبروسکروسوزول،دلرګیوسوزول،دربړونواوپلاستیکوسوزول( د پلاستیکی کڅوړو استعمال زموږ چاپیریال خراب کړي، دژوند محیط مو ککړکړي، ښکلا او پاکوالی یې له منځه وړي او هم مو پر روغتیا ناوړه اغیزه کړي )، دصنعتی فابریکومختلف لوګی هغه شیان دی چی دلوګیودککړتیاستونزه یی منځ ته راوړی ده .
په ښارونوکی باران :
په افغانستان کی دبارانونوکچه ټیټه ده کلنی اورښت 100-200 ملی متره تخمین شوی په هواکی دکاربن دای اکسایدCo2 مقدارچی دلوګیوپواسطه ډیرشوی دباران داوبوسره کیمیاوی تعامل کوی. لکه:
Co2+H2O→H2co3
همدا H2co3دباران داوبوپی اچ PH= 5.6 راټیټوی او PH=5 اوتیزابی ګرځی اویوبله الودګی منځ ته راوړی . کیمیاوی مواد:
په صنعتی فابریکوکی دکیمیاوی موادو استعمال داوبو،هوا،اوخاوری دملوث کیدوسبب دی دمثال په توګه دکیمیاوی رنګونوجوړول او استعمال ،دپلاستیکی شیانوجوړول استعمال اوسوزول دی چی دپلاستیکی کڅوړواستعمال په لویه کچه هغه ستونزه اوپرابلم دی چی اوسنی وخت کی زما په فکر حل نه لری په ګمرکاتوکی څه موده پلاستیکی شیان منع کړی شوخو عملا منع نه شول اودمختلفولارو راتلل اوس په ګمرکاتوکی پلاستیکی کڅوړی اونور پلاستیکی شیان ډیرراځی چی غټه ستونزه ده محیط یی ککړکړی اوټولونه بده داده چی په خاوره کی نه تجزیه کیږی که سوزول کیږی دلوګیوستونزه اوکه په ځمکه وی دلښتیومسیربندوی اونوراونوری ستونزی دمحیط زیست اداره په دی هکله څه نه وایی شاید ددی ریاست په کاری پلان کی شامل نه وی اوکه خبرشول ریس جمهورته به دیوی بلی ورځی درخصتی پیشنهادوکړی؟
دماحول په ککړتیاکی دفلزاتوموجودیت :
دانسان لپاره څلورعناصر زهری خاصیت لری Hg ،سرب Pb، کارمیمCd ،ارسنیک As دی خودزهری تیګواستعمال ډیرکم دی دعناصردوامداراستعمال اوتعلق به پرابلمونه منځ ته راوړی.
دانرژی تولید اوپه محیط کی دهغه رول :
په محیط کی ډیرمسایل دی چی مستقیم تاثیرنلری اوغیرمستقیم اثرلری .لکه: دډبروسکاره اوتیل اوطبعی ګازونه دی دډبروسکارهSo2 اوCo2 تولیدوی چی ماحول ته زیان لری همدارنګه په مترقی هیوادونوکی دډبروسکروترڅنګ هسته وی انرژی اونور ......
نباتی ناروغیواوحشراتوضددواګانی:
د چا پيريال د ککړتيا د عواملو څخه یوهم ناروغی ضد دوا ګانی او افت وژونکي (Pesticides )دي.چې دا هم د چاپیریال د ککړتيا سبب ګرځي
لومري د استعمال له مخي د ا فت وژونکو ډولونه ذکر کوو.
1. : Herbicides هغه کيمياوي مرکبونه دي چې د هرزه ګياه Weeds)) د کنترول لپاره استعماليږي لکه Dinoseb, MCPA, 2.4D او داسي نور.
2. Insecticides:- هغه کيمياوي مرکبونه دي چې د حشراتو د مخنيوي او کنترول لپاره استعماليږي لکه . Delta.M, Cyper methrin, Methyle Parathio
3. Fungicides: - هغه کيمياوي مرکبونه دي چې د فنګسونود مخنيوي لپاره په کار وړل کيږي لکه تيرام،منکوزيب،سلفر او نور .
4. Bactericides : - هغه کيمياوي مرکبونه دي چې د بکتريا د مخنيوي لپاره پکاريږي لکه Antibiotics او داسي نور.
5. Nematocides هغه کيمیاوې مرکبونه دي چې دنيماتودونودمخنيوي له پاره استعماليږې لکه Nimagen,enzone
6. کنه وژونکي – Acaricidesهغه کيمياوي مرکبونه دي چې دکنو دمخنيوي له پاره استعماليږې لکه: Oxide, cyhexa, Azinphos Methyl Fenbutatin
7. موږک وژونکي هغه کيمياوي مرکبونه دي چې دموږکانو دمخنيوي له پاره استعماليږې لکه zinc phosphates
دتاثير له مخې دافت وژونکو ډولونه
د اغیزو له مخې افت وژونکي په لاندي ډول طبقه بندي کیږي
Oral-1(خولې دلارې):
دخولې دلاري تيريدوسره مشکلات منځ ته راوړې چې دا بيا په څلور ډوله دي
Aـ شديد زهري: چې وژونکی 50%مقدار يې 1-50mg/kgوي
-Bزيات زهري: چې وژونکی 50%مقداريې 50-200mg/kgوي
-Cمتوسط زهري: چې وژونکی 50%مقدارېې 300-1000mg/kgوې
Dـ ضعيف زهري: هغه دي چې 50%وژونکي مقداريې 1000mg/kgڅخه زيات وي
Dermal-2(دپوستکي سره دتماس دلاري):
چې داهم په دری ډوله دي په ترتيب سره عبارت دي له:
Highly toxic -a:هغه افت وژونکي دي چې 50%وژونکي مقداريې د300mg/kg څخه کم وي
Medium toxic -bهغه افت وژونکي دي چې 50%وژونکی مقدارېې 300-1000mg /kg وي
Light toxic –c: هغه افت وژونکي دي چې 50%وژونکی مقداريې 1000mg/kgڅخه زيات وي
- دهوا ککړتيا (air pollution)
که چېرې افت وژونکي په صحيح ډول استعال نه شی نو ډيرې ناوړه اغيزې منځ ته راوړي ددې داستعمال په نتيجه کې داکسيجن کم والې داقليم بدلونونه، دتودوخې زياتوالی او دځمکې پرمخ دژونديوموجوداتوله منځه تلل اوداسې نور منځ ته راځي .
-2دخاوري ککړتيا (soil pollution)
کله چې دافت وژونکو په وسيله خاوره ککړه شي نو دنبات په وده باندې اغيزه کوي چې دډيري مودې لپاره پاتې کيدونکي افت وژونکي په خاوره،طبیعې اوبو ،وحشې او کورني حيواناتو او حتی په انسان کې راټوليږي . دافت وژونکو په وسيله دخاورې دککړ والي يو عمده خاصيت دادی چې غذايي ځنځير ته داخليږي او پاتې شوني کیمیاوي مر کبات هلته
په هیوادکی دڅړځایونه Lawn(مال چر) زیات اوغنی اوو دغه طبيعي قالينه دحیواناتودڅړښه ځای اوو په سلګونواوزرګونواهلی اوغیراهلی حیوانات پکی څړیدل دغرونونوونه ،کڅونه مودطبی بوټونه ډک اوودپستوځنګلونه موجوداوو دسیندونوغاړی شنی وی ښکلی جلګی وی دخاوری فرسایش مخه تقریبانیول شوی وه ددی ګټوبرسیره د خاورې دساتلولپاره نوری ګټې هم لري لكه په ګرمو ورځو كې د ځمكې څخه د تودوخې او تف جيګيدو مخنیوى، په لمدو ورځو كې دخټو څخه مخنیوى او په وچو ورځو كې د ګرد د جيګيدو مخنیوى كوي.نن په هیواد کی داطبیعی غناتخریب شوی اودتخریب په لورروانه ده وچکالی اودیرش کلن جنګ دادژوند قیمتی منبع محدوده کړی ده چی داټول دبارانونواودابیاری د اوبو نشت والی دی روان سیندونه مونورکاروی اومونږللمی زراعت ته ناست یوکه داوبوبندونه مودرلودی په دی بدبختیو به نه وای ولسی هڅی کافی نه دی عنعنوی بندونه نشی کولی دالویه ساحه ابیاری کړی که څه هم دولت په کراتودخلکوسره ژمنه کړی ده خوعملی شوی نه ده لسګونی کلونه جنګ خلک بی وزله کړی یتیمان ،کونډی ،معیوبین محتاج دکومک دی ددی کارونولپاره یوښه مدیریت ته ضرورت دی اوسنی اداره مدیریت نلری اداری فساد حاکم دی تنظیمی کړنه دیوباثباته افغانستان لپاره جواب ګونه دی دخلکوونډه دطبیعی منابعو لکه:ځنګلونه ،څړځایونودساتلواواحیادپاره دعنعنوی اصولوپربنا اودمحلی منابعوپه استعمالولو به اقلا اقلا یوفیصد کومک وکړی چی دایوفیصدکومک به په اوسنی حالت کی هم دهیڅ نه ښه وی .
د Lawnاو Turfاصطلاحات
Lawn:
هغه كبلوته وايــــــــې چې په منظرو(Landscape) كــــــي طبیعی شنه شوي و ټوټه ځمكې ته ويل كيږي چې واښه (Grass) پري شنه كيږي چې داوسيدو، تجارتي او تفريحي ځايونه په بر كې نيسي.
Turf:
هغه واښه (Grass) چې د فټبال، ګلف او نورو ورته ميدانونو كې كرل كيږي هغي ته اكثره خلك Turf وايي دغه اصطلاح د هارټيكلچرد متخصصينولخوا استعماليږي اوهغه چمن ته وايې چې څارنه (اوبه وركول، سره وركول، ريبل ...) يې كيږي، چې داهم د lawn په شان داوسيدو ځايونه، تجارتي او تفريحي ځايونه په بر كې نيسي.
طبیعی ځنګلونه نښتر pinus wallichana ،څیړی Quercus baloot ، پسته Pistacia vera ،شنی khinjuk pistacia ،ګورګورهReptonia baxifolia ، بادام Amygdalus buharica ، ګزTamarix articulata ، ځنګلی ښوون Olea ferruginea ،ارغوان cercis griffithii اونور موپه غرونو اورغونوکی پراخه ساحه احتواکړی وه طبی اوګټوربوټی زراعتی ځمکی په اورشوګانوکی دهرچا ونډه معلومه وه دولت حاکم اوو ټول خوشحاله اوودهیچاءغږاوګیله نه وه خوانقلاب خلک دپراخوورشوګانوبی برخی کړل چی بیارغونه غواړی دبیارغونی دپاره ګراسونه (grasses) بايد د سيمه ايز توافق مطابق انتخاب شي او همدارنګه د استعمال له مخي، دڅارنې د ضرورت او د زينتي ارزښت په نظركې نيولو له مخې انتخاب شي. دنورو نباتاتو په شان ګراسونه هم د اقليمي شرايطو له مخې توپيرلري. چې ځينى يې د منظمې ودې لپاره سړي هوا ته او ځينى يې تودې هوا ته ضرورت لري چی باید په نظرکی ونیول شی .
په مختلفوملحوظاتودپراخو ځنګلونو او پراخه ورشوګانودتخریب اوویجاړی شاهداوواودالړی اوس هم روانه ده چی عاقبت په خیر:
1) ځنګلونه یوڅه د جنګ په وجه وسوزیدل اوتخریب شول .
2) زیات یی دلرګیودقاچاقبرانوپه واسطه خارج ته قاچاق شول .
3) ددښمنانوددسیسوپه وجه دبی تعلیم کسانوپواسطه له ریښی وویستل شول.
4) دبیکاری اوبی روزګاری قربانی شول .
5) دزورواکوپواسطه یوڅه غصب شول.
6) دوچکالی له وجه وچ شول .
7) دابیاری اوبونه شتون .
8) دځنګل اوورشوګانوڅخه غیرمنظم استفاده.
9) دافاتواوامراضوشیوع اونه کنترول .
10) دوحشی ژووښکاراومهاجرت .
داټول هغه شیان دی چی طبیعی ستری زیرمی د منځه لاړل که دولت پاملرنه ونه کړی او ولسی خلک د ددی ستری غمیزی په کنترول کی ونډه وانخلی دزیاتونوروبدبختیوشاهدبه یو.
دنفوس دبی کچه زیادښت سره خلکوزراعتی ځمکی کورونه کړل په هیواد کی دقانون اویااصول نه شتون چی دکارممانعت وکړی هیواد همدااوس ددښتی حالت غوره کړی اوپاتی زراعتی ځمکوعاقبت هم ښه نه دی داورښت اندازه همدا اوس په کراتو کمه شوی که اورښت هم اوشی دسیلابونو په شکل به وی دخاوری سطحه دحاصل لپاره کمه شوی کرنیزفرش به نورهم کم شی دژووژوند دکلک ګواښ سره مخ دی ددی حالت سره به ډیری ډیری سرخوږی به پیداشی جوی اخلالات به هم پیداشی اونورسلګونی ستونزی اومشکلات .لنډه داچی شنه نمو دانسان دژوند اودنوروژوندیولپاره په اکوسیستم کی مهم دی چی دشنه نمولپاره باید موجود زراعتی ځمکی حفظ شی دهقانانوسره لازم کومکونه وشی ترڅویو متوازن زراعت لاس ته راشی دطبیعی زیرمو نه داسی استفاده وشی ترڅودنورونسلونودبقااودخطر څخه دبچ کیدو لاروی.
1. دمحیطی علوموښوونه اوروزنه دطبیعی زیرمودساتنی لپاره ښه لارده.
2. دمحلی انرژی حفظ اود نورولاروڅخه ګټه ترلاسه کول لکه: دلمرانرژی ،باد ، ددبرسکارواستعمال دبریښنا څخه ګته اخیستل .
3. دهوادپاکوالی دپاره دنباتی کمربند څخه استفاده.
4. خلکوته دکار پیداکول .
5. دنفوسوکنترول.
6. بی کوره خلکوته دکورونو توزیع.
7. دمتخصصینو دایمی کمیسون.
داهغه شیان دی چی مونږبه دیوی پاکی هواخاوندان شو انشاءاللهج.
وحشی ژوی :
دځنګلونوپه ساحه کی وحشی ژوی ووژل شو ل ښکارشول اومهاجرت ته مجورشول دافغانستان مشهورژوی. لکه :باختری ګوزنی carvus elaphue buctriamus (تخارکی)،ګوړه خر(هرات،فراه، کندهار) ،اهو،ګیدړی،لیوه،خرګوش (هندوکش کی ) مارخوړونکی هوسۍ ،تورخرس داوبوسپۍ،رنګه اهو،ګوږ ، اونورپه (ننګرهار،کنړ،لغمان اوبدخشان )کی دمارکوپولوپسونه په (واښان ) کی اوپه لسګونونورژوی چی داټول وحشی ژوی چی ارزښت یی ډیرلوړدی موجود اوو.وحشی الوتونکی .لکه:سایبریایی کلنګ Siberian crane ، اسیایی کلنګ Eurasian crane ،خړکلنګ demoiselle ،شاهین ،باز، باښه ، حسینی قاز،دښتی چرګه اونورالوتونکی ښکارشول ، ووژل شول اویا مهاجرت ته مجبورشویدی .
څر نګه چې چاپیریال د انسان ؛حيوان ،نبات او هر ژوندي مو جود د اوسيدو اصلي ځای بلل کيږي او هر څو مره چې د اوسيد وځای پاک وي په همغه اندازه مشکلا ت او ستو نزې کمې وي .ناپاکه او ککړ چاپیریال د مشکلاتو او ستونزو نه ډک وي نو په همدي اساس د چاپیریال د ککړ تيا د مخنيوي د پاره په هیوادکی ډير مصارف لګول کیږي . او ددي لپاره د مختلفو طريقو څخه کار اخلي د چا پيريال د ککړتيا د عواملو څخه یوهم افت وژونکي (Pesticides )دي.چې دا هم د چاپیریال د ککړتيا سبب ګرځي او له بلې خوا د ا قتصاد له نقطي نظره هم ډير زيان لري ځکه هر کال پري ميليونونه ډالر لګښت پرې راځي. تر څو د ناروغیو او حشراتو کنترول پري وشي خو که چېرې دا په صحيح ډول استعمال نشي نو ددي بدي اغيزي او خطرونه هم د کنترول نه وتلي وي او د بيلا بيلو ناروغيو سبب ګرځي او همدا رنګه ددي د نه استعمال په وجه هم ډير تا وانونه منځ ته راځي په نباتي محصولاتو کې د. 35%-50% کموالی راځي زمونر په هيواد کې هم افت وژونکي په خپل سر په غير فني ډول استعما ليږي چې دا ډيرې بدي اغيزي لري ددي په وسيله اوبه .هوا .خاوره .نباتات.حيوانات او انسانانو ته ډير زيان رسيږي .
په درنښت