د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دوطن شهيد

نوروهاب څپاند 21.07.2013 17:07

د وطن شهید

ښاد روان وطنوال د وطن شهید دی. هغه په خپلو وینو د هېواد د سولي او ترقۍ ګلانو ته اوبه ورکړي. هغه د خپل وطن او خلکو سره هوډ کړی ؤ چې د وینوتروروستې څاڅکې به د افغان اولس له پاره د سولي او پرمختګ کاروان تر منزله رسوي. هغه تر وروستۍ سلګۍ پوري همداسي وکړل. په جرګو ، مرکو کې د ناستې پاستې پر مهال او د ولسي جرګې د تریبیون له لاري هغه د وطن او خلکو د زړه اواز په پوره امانت دارۍ نړۍ ته ورساوه. غلیم هغه په غوره شوي سپیڅلي لار پل په پل تعقیب کړ او د هغه د ژوند د اخستو په لاره کې یي ناځوانمردانه او په ډیره پستئ عمل وکړ.

شهېد وطنوال د تنکۍ ځوانۍ په جامه کې د افغانانو خدمت ته را ودانګل. هغه ته په هغو شرایطو کې چې هېوادنې غورځنګ نوي غوټې کړي وي ، پته ولګیده چې بیله اګاهانه او علمې هڅې او هاند ناممکنه ده چې افغان زیارایستونکی د بې عدالتۍ څخه خلاص شي او هېواد د فیوډالي او ماقبل فیوډالي شرایطو څخه د ډموکراسۍ او پرمختګ په لوري خوځښت ومومې. له دې کبله هغه د افغانستان د سیاسي غورځنګ د پیاوړتیا او ودي په وطني کار کې مهمه او فعاله برخه واخستله.

کابل پوهنتون کې د زده کړو پر مهال د هېواد دسیاسي غورځنګ په پیچومو کې په هوښیارۍ د تګ له امله ارواښاد وطنوال وځلید چې ډیرۍ محصلین یي د ځان پلویان کړل او هېوادنې غورځنک کې د فعالي ونډي اخستو له پاره یي هغوي پرله پسې را بلل. هغه ورو ورو په یوه داسي مبارز واوښتو چې د غورځنګ په چارو کې یي لازمه پوهه او مهارت پیدا کړ او په زړورتوب یي د تصمیمومو د پلي کولو په موخه هڅه او هاند کاوه. هغه غلی کرکټر او ښه تشکیلاتي ماغزه لرل. ستړیا یي نه احساسوله او د رنګارنګ موسیقۍ د اوریدو نه یی خوند اخستو.

ما او شهېد وطنوال د کابل پوهنتون کې سره وپیژندل. د هېواد په څپ څپانده غورځنک به مو خبري اتري کولي د افغان انسان د خلاصون په اړه به مو د خپلي پوهي او امکان په چوکاټ کې د نورو سر سپارلو ملګرو سره لاري او ګودري لټولي. د طنوال سره خبرو اترو ، په مهمو مسألو تصمیم نیونو خوند کاوه. هغه ښه اوریدونکۍ ، د مسألو عالي شنونکۍ او د پریکړو ښه ګډون کوونکی ؤ. هغه بي کبره او ډیر زړه خوږئ ملګری ؤ. کله چې زه او محترم اقامحمد د کابل پوهنتون څخه د مرحوم داودخان د استخباراتو له خوا د ګوندي غړیتوب او د یو څو سیاسي کتابونو د درلودلو په تور ونیول شو او د لمړۍ محکمې له خوا هر یو په پنځه کاله بند محکوم او د دهمزنګ زندان نوي کلا یا قلعه جدید ته د بند تیرولو له پاره یوړل شو ، د وطنوال سپارښتنه د یو طنز په بڼه دا وه « ورته کلکیژۍ به هلکانو چې و مو نه شرموۍ ». ما ورته په طنز ځواب ووایه چې « موږ تر اوسه پهلوانان یو او ډګري مو ورته ویلي چې موږ هماسي یو چې تاسو وایی. خو یو شمیر نور یاران تر دمګړي منکر دي او لارښوونه نه پلي کوي ».

د هېوادنې غورځنګ د ننه اختلافونو تل وطنوال زوراوه او په مسخرو به یي ویل « د چنګشو ټوکرۍ مو پر سر ده خداي دې خیر کړي ». هغه د اختلاف په پلوۍ له يوي خوا سره هم په دې ډول نه ودریدو چې د ځان په وړاندي د بل لوري دروازي راوتړي. هغه د کلکې ګوتنیوني تر څنګ تل هڅه کوله چې لږ تر لږه د خبرو اترو او یا د اړیکو ټینګولو یوه وړه کړکۍ موجوده وي. له دې کبله په ډیرو سختو اختلافې موسمونو کې ارواښاد وطنوال د ګرځیدو راګرځیدو امکانات لرل. په هرات کې ( ۱۳۵۷ ) به کله کله وطنوال د اختلافونو د نرمولو په باب خبرو اترو کې په مسخرو سره ویل چې « ټوکې ټکالي د اختلافونو د نرمولو شامپو ده ».

د هرات په ولایت کې ( ۱۳۵۷ ) چې د غورځنګ په د ننه کې اختلافات ډیر شول او بهرنۍ لاسوهني او د کورنۍ ارتجاع افغاني ضد عملونو ته بیساري زمینه برابره شوه او په هرات کې دولتي واکمنې د لنډي مودي له پاره نسکوره شوه ، یو شمیر ملګرو او دوستانو په دې فکر کاوه چې څرنګه پښې سپکې او هرات په ورانه ورانۍ کې خوشي کړي. وطنوال په دې نظر وړاندي کولو وزنه واچوله چې د هرات څخه دفاع زموږ بقا او د هرات خوشي کول زموږ پنا ده. هغه استدلال وکړ ، که سنګر خوشي کړو دوښمن مو تر مرګه تعقیبوي او که سنګر کلک کړو ، دوښمن د خپلي خامي سازمندهۍ په ترځ کې ستړۍ او مایوسه کیږي. هماسې وشول! د مورچلو په ټینګولو او د مقاومت په زیاتولو هرات بیرته دولتي واکمنې بیامونده او اړودوړ کوونکې ورک شول.

د هرات په ساتنه کې د ارواښاد محمد هاشم وطنوال د نظریي او عمل د یووالي او پخوالي عنصر د هغه د شخصیت او اعتبارپه لوړولو ډیره اغیزه وکړه او هغه د هماغه پیر د غورځنګ د پلویانو د زیات درناوي وړ وګرځید.

په خواشینۍ باید ووایم چې د دومره وطنپالونکې او ګړندي کار د اجرا په څنګ کې شهېد وطنوال او زه دواړه په دې پلمه چې ګواکې موږ د مرحوم غلام محمد فرهاد تر مشرۍ لاندي د هغه وخت د نظام پر خلاف پاڅون ته ملا تړلي وه په کابل کې بندیان شو. د زورونې ، ګواښونې او غیر انسانې سلوک تر څنګ مو په پاي کې ډیره ستره جزا په برخه شوه او د هغې د عملي کېدو له ویري به مو ډیرئ وختونه یو بل ته په اریانو سترګو کتل. د زندان په دې لنډه ، اما زبیښونکي موده کې تل ما وطنوال غښتلی او د لوړ مورال لرونکی لیدلی . هغه به تاوده بحثونه کول ، مسخري به یي کولی او د روزګار د لاسه په خپلو منځو کې خوابدي شوي زندانیان به یي بیرته رضا کېدو ته هڅول. هغه به په ډاډ ویل چې په دومره کچه د وطنپالونکو روڼ اندو زورول او مایوسه کول د موجودي واکمنۍ د تزلزل او یا له منځه تللو نښه ده.

د زندان څخه په راخلاصیدو هغه یو ځلي بیا ملا وتړله چې وطن او خلکوته نورخدمت وکړي. له بده مرغه هغه تل هغو ځایونو ته استول کېدو چې بل چا ورته د تګ په نیت زړه نه ښه کاوه. د چا خبره د ډبري پر سر به هم وطنوال محتاجه هېوادوالو ته د ژوند د وسایلو بندو بست کاوه. هغه چې هر چیري په دنده تللو ، د خپل مهارت او توان په برکت یي نسبې امنیت خوندي کولو ، د خلکو د ورځنې روزګار د ښه کولو لاري چاري یي لټولي او د غورځنګ د ګړندي ساتلو له پاره یي بیساری هڅه او هاند کاوه. له دې کبله وطنوال د دغو سیمو د خلکو په زړونو کې تر اوسه ژوندی پاتې شوی دی.

کله چې د وروستې ځل له پاره د واکمنۍ په شرایطو کې ( ۱۳۶۸ ) د هېواد سیاسي غورځنګ یو واري بیا د اختلافونو ښکار شو ، هغه خپلي منځلاري رویي ته ادامه ورکړله او د غورځنګ په د ننه کې یي د اختلاف خواوي روغې جوړې او تیریدنې ته را وبللي. له بده مرغه کله چې بهرنۍ لاسوهنې د وطنوال او داسي نورو افغانانو په هڅو خاوري واړولي ، د یوي بربڼډه دسیسې په چوکاټ کې وطنوال د خپلو نورو ملګرو په ګډون د دویم خل له پاره د زندان د تورو تمبو تر شا واچول شو ، پرته له ویري هغه هوډ وکړ چې په بیلا بیلو لارود ملګرواو دوستانو روحیه لوړه وساتي او د زندان له لاري د نړیوالو یو شمیر سازمانونو او د هغوي د استازو سره اړیکې چوړي کړي او د خپلو ملګرو په مشوره هغوي ته په افغانستان کې د روانو حالاتو یو واقعې تصویر وړاندي کړي.

د حالاتو په بدلیدو او د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ د نسکوریدو څخه وروسته ارواښاد وطنوال د زندان څخه د خلاصیدو سره سم ، وطن پریښودو ته اړ شو. هغه په بهرکې د ژوند له پاره د مناسبو امکاناتو د پیدا کولو په موخه اوږده موده د خپلي کورنۍ څخه جلا شو. د کورنۍ سره په بیا یو ځاي کېدو هغه په بهر کې د محترم محمد اقا شیرزاد په ملګرتیا د اروپا ډیرو هېوادونو ته په دې نیت سفر وکړ چې که ممکنه وي د افغانستان پاشل شوي روڼ اندي په تیره بیا هغوي چې د هېواد په غورځنګ کې تل فعال پاتې وه یو موټی کړي او هغوي د افغانستان په د ننه کې د طالب واکمنو له لوري غورځنګ ته د پیښ شوي بن بست په ماتولو کې رول لوبونې ته وهڅوي. تر ما پوري ډیرئ روڼ اندي د هغوي له خوا ولیدل شول چې په پایله د اروپا په کچه د افغان روښانفکرانو د یو ډول راټوليدنې غوټۍ مخ په غوړیدو شوي.

په اروپا کې د افغان روښانفکرانو د راټولیدو بهیر ته د پوهاي د بهیر نوم ورکړل شو. د ډیرو افغان روڼ اندو د زړه سواندي او وطنپالونکې رول له امله په اروپا کې د افغان روڼ اندو بهیر چې د بنست ډبره یي په کولن ـ جرمني کې ایښودل شوي وه ، د مالمو ـ سویډن په غونډه کې « په اروپا کې د افغان روڼ اندو د پوهاوي نهضت » بڼه خپله کړه. محترم استاذ سردارمحمد ولي د هغې ریس او مرحوم محمد هاشم وطنوال او محترم هماین تاچ دهغې مرستیالان وټاکل شول. د مالمو په غونډه کې موږ ته دا پته ولګیده چې هلته ډیرئ افغان روڼ اندو په تیره بیا شهېد وطنوال د زیاتو سویډنیانو سره چې په ترکیب کې یي د پارلمان غړي هم وه د وطن په ګټه ښې اړیکې درلودلي.

د سپتامبر د ۱۱مې د پیښواو د طالبانو د نیمګړي اداري د نسکوریدو نه وروسته وطنوال د یو شمیر نورو افغان روڼ اندو په څیر دې پایلي ته ورسید چې د اروپا څخه په هېواد کې اغیزه ښیندل ډیر عملي کار نه دی. له دې کبله لمړی یي په افغانستان کې د ملي ګوند چې اوس د وطن د ترقۍ ملي ګوند په نامه پیژندل کیږي د جوړیدو نظریه کلکه کړه او دې موخې ته له رسیدو وروسته یي د افغانستان په نوي تشکیل کیدونکې پارلمان کې د غړیتوب هڅه وکړه. هغه دوه ځله په خپل انتخاباتې کمپاین کې د ارزګان څخه د هغه ځاي د خلکو استازی وټاکل شو. موږ دواړو مخامخ او د ټیلفون په لیکه د هېواد په مهمو مسألو او د ګوندي چارو په څرنګوالي تل مشوري او خبري اتري درلودي.

د ارواښاد وطنوال سره د خبرو اترو په ترځ کې تل ډاډه کیدم چې هغه د هېواد د سولي د تامین او د بیا جوړولو د بهیر د بریالي کېدو اړتیا درکوي. هغه په سیاست کې منځلاری چلند غوره باله. هغه ګوت نیونه او ګوت څنډنه اړینه بلله ، لیکن تل په دې اړوند واقعبین ؤ. یانې هغه څه به یې نه ویل چې په عادي او یا د واکمنۍ په شرایطو کې یي پلي کیدل له وسه نه وه پوره. هغه د افغانانو د بیلابیلو کتګوریو سره اړیکې درلودلي. د نړیوالی ټولني سره یي د اړیکو د جوړولو او پاللو په اړتیا او اهمیت ټینګار کاوه. هغه په افغاني ټولنه کې د افغان او بهرنیو یو لړ مسؤلینو په وړاندي د رواج شوي بې مورده او تکیه نه لرونکې توندي لهجې د کارولو پلوي نه کوله. جرګې او مرکې یي خوښولي. په بانډارونو کې د کیناستو او د هغو د ادبي او سیاسي بحثونو د تودیدو څخه یي خوند اخستو.

ارواښاد وطنوال د هېواد ملي ـ ډموکرات یو شمیر شخصیتونو ، د افغانستان زیارکښانو او د وطن د ترقۍ ملي ګوند ته یوه غنیمت څیره وه. هغه په ولسې جرګه کې د ډیرو سپیڅلو افغانانو چې لاسونه یي په فساد کې نه وه ککړ ، د معاملي د سیاست څخه نفرت لرلو او د ټولو منفې څرګندونو په وړاندي یي روڼ دریځ درلود ډیر منلی استازی ؤ. هغه ټاکل شوی استازی ؤ او هغه په ټول افغان ملت پوري اړه لرله. له دې کبله هغه د وطن شهېد دی. زه د وطنوال په ملګرتوب ویاړم ، د هغه کورنۍ ته به تل درناوی کوم ، د هغه یاد به د ژوند او سیاست په پیچومو کې تازه ساتم او تل به لوي خداي ته لاس په دوعا یم چې دا د وطن شهېد او نور وطني شهېدان په خپل امان کې وساتي.

ارواښاد وطنواله تاسو ته جنت الفردوس غواړم!

نوروهاب څپاند

لندن ـ برتانیا