د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زه به وسوځم ، خو تاسو ته به هم اور واچووم

یوسف هېواددوست 16.07.2013 20:27

د خپلواکۍ  غوښتونکي فیلسوف

جیوردانو برونو

په یاد

 اوریدلي مې وو چې پیڼځلسمه او شپاړلسمه پېړۍ په اروپا کې د تعصبونو پېړۍ وه خو کله چې د دغه وخت تاریخ ته یو ځلنده نظر وشي نو دا به جوته شي چې   د کاتولیکې کلیسا له جوړېدو وروسته په اروپا کې د کلیسایي مشرانو زور زیاتی دومره پراخ شو چې د (( مقدس کتاب )) له انساني ارزښتونو څخه یې په ناوړه ګټې اخیستنې د عادي وګړو پر خلاف   داسې نارواوې ، زورزیاتی ، استبداد او ان  پر  خپلواکۍ غوښتونکو او تمدن خوښوونکو شخصیتونو او پوهانو  یې داسې مظالم  جاري کړل چې تاریخ یې ساری نه دی لیدلی .دصلیبي جګړې پیل د مسیحي دین  او د مسلمانانو ، یهودانو او د بېلا بېلو  ملتونو د خلکو عامه وژنه د هغې ژوندۍ بېلګې  دي چې په هماغه وخت کې  نړۍ ورته حیرانه شوه او نن یې په لوستلو نړېوال هک پک شي .کلونه وړاندې د نړۍ د مسیحیانو مشر پاپ د ټولې نړۍ له ولسونو او په ځانګړې توګه د کلیسا د مظالمو له لاسه مظلومو  پرګنو ته په خطاب کې له هغوي نه له دې امله بښنه وغوښته چې  کلیسایانو د دین او کلیسا په نامه  په خلکو رڼا ورځ توره شپه کړې وه .هغه په خپل پیغام کې ددغو جنایتونو له ټولو اړخونو څخه د رازونو پرده پورته کړه.دغو مذهبي ټیکه دارانو چې د جنت ټکټونه به یې خرڅول پر هغه چا د دین ضد ټاپه لګوله چې د دوي به نه خوښېده او یا به یې د علم او پوهې په رڼا کې د دوي پر خرافاتي عقاید د بطلان خط راووېست .

جیور دانو برونو د دغه شان مظالمو هغه یو تن قربانی دی چې د مذهبي تعصب  او زورزیاتي په اور کې وسوځېد خو ، د هغه په اور کې سوځیدلې جسد د اور د لمبو له مینځه د هغه لوړ او انساني افکار هوا ته پورته کړل او تر ټول بشریت یې ورسول .د برونود جسد اور ، داسې یوه بله لمبه ولګوله چې د مذهبي تعصب ټولې اروپایي او نورې نړېوالې ماڼۍ  یې وسوځولې ،دغه اور د هر مذهبي متعصب او سخت دریځه لمنه ونیوله او د دوي دناروا او بشري ضد افکارو څلي یې راونړول .په دغه لنډه لیکنه کې به د برونو د ژوند او افکارو په څېړلو سره به اروپا کې هم د مذهبي سخت دریځو د تاریخ یوه پاڼه راوسپړو او به ګورو چې څنګه یو فیلسوف د اور په لمبو کې سوځول کیږي  .

 ننی پرمختللی ژوند د هستۍ رازونو یو په بل پسې  راسپړي او دغه هر راز  یو په یو د ډېرو عصري تخنیکي امکاناتو پر بنسټ (چې د هرې پوهې رېښه له پاک قران څخه ده)دا ثابتوي چې  ښایي د مشتري اویا  یو شمېر نورو ستورو پر سر د ژوند امکان وي ، خو له بده مرغه  څلور سوه کاله پخوا جیوردانو برونو  په دې جرم د زوزانو د بوټو اور ته واچول چې ویل یې په نورو ستورو کې هم ژوندي موجودات شته .هغه له دې سره سره چې یو  معتقد انسان و ، خو بیا هم د کلیسا لخوا  اور ته واچول شو .

جیوردانو برونو د ۱۵۴۸ ز کال د سپتامبر پر ۱۳ نېټه د ایتالیا د ناپل د تولا په سیمه کې وزېږېد .له کوچني والي څخه یې له پوهې سره مینه وه او لا تنکی ځلمی وو چې د مذهبي زده کړو ښوونځي کې شامل شو . په ۱۴ کلنۍ کې دناپل په پوهنتون کې د منطق او برهان په زده کړو اخته شو .په ۱۷کلنۍ کې د (( دومینیګن)) د کلیسا غړی شو .برونو د تېرو فیلسوفانو لکه  افلاطون ، ارسطو ، کوزانوس ، کوپرنیک  او کله هم په پټه د آراسموس  آثار او کتابونه لوستل .هغه ډېر کنجکاو او پلټونکی او پوښتونکی ځوان و .هر څه یې په ساده توګه نه منل .ډېر ژرد وخت په مروجه علومو پوه شو او په دې ټوله موده کې د کلیسا د سپاهیانو سره په جنجال کې وو ، دا ګمارل شوي کسان چې د کشیش  په امر به یې هر جنایت ته لاس اچاوو،ډېر ډاروونکي وول . برنود خپلو څېړنو په پای کې  له سقراط نه مخکې د فیلسوفانو مینه وال شو.په ۱۵۴۳ز کې کلیسا یوه غونډه وکړه او په غونډه کې د کلیسا له نظریاتو پرته د بل هر ډول مستقل او خپلواک نظر غندنه وشوه او دا نو هغه وخت دی چې د پوهې ، علم ، فرهنګ او مذهبي کره کتنې لارویان یا په کورو کې پټ دي او یا خو د سر د امان لپاره دې او هغې کلي کې ورک دي . حالاتو برونو هم  مجبور کړ چې له کشیشانو وتښتي او سرحد یې په ۲۸ کلنۍ کې د روم ښار ته ورسېد .بیا  یې نو ملا وتړله چې خپل افکار تبلیغ کړي نو له همدې امله ۱۶ کاله د سویس ، انګلستان ،آلمان  فرانسې او د ایټالیا نورو ښارونو کې سرګردانه ګرځېده .جالبه یې خو دا وه چې برونو به چیغې وهلې چې زه یو معتقد او دیني شخص یم ، په خدای او پیغمبر یې باور لرم خو کشیشانو  ورباندې د بې دینه ټاپه لګوله او دی مجبور وو د ژوندي پاتې کېدو لپاره دا ټولې ستونزې پر ځان وزغمي . هغه کله چې د پاریس  په پوهنتون کې استاد وو  د ارسطو منطق او د کایناتو بطلیموسي فرضیه یې چې ځمکه یې د ټول عالم مرکز ګاڼه ،هم رد کړه، دغه راز  هغه د ارسطو طبیعي حکمت هم مردود اعلان کړ .همدغه اوامر د دې لاامل شول چې د کلیسا کشیشانو د هغه پر ضد یوه پراخه مبارزه راپیل کړه .دی لا، له خپل هېواد نه د باندې وو چې د ایټالیا  کلیسا دی  له خپل غړیتوب نه لرې کړ .ټول ځایونه ده ته نا امنه و .د لیون ښار ته لاړ هلته هم په کراره نه وو ، فکر یې وکړ چې ژنیو به د ده لپاره یو امن ښار وي ، ځکه هلته د عقایدو د تفتیش او د کلیسا د څارنې پولیس نه و ،  خو هلته هم متعصبینو  څاره او دې ځای کې ځکه په ډار کې شو چې په تېرو څلویښتو کلونو کې هلته اته پنځوس تنه د مذهبي تعصب له مخې اعدام شوي وو.دغه فیلسوف په ژنیو کې له ماتریالیستانو سره هم ډغرې ووهلې او د خدای له موجودیت نه یې ننګه کوله .کله چې یې په ژنیو پوهنتون کې د یو بل  پروفیسور  فلسفي نظر ،د (( شل خطاوې)) تر سرلیک لاندې رد کړ، برونو یو ځل بیا د خلکو د ژبو پر سر شو .څو ورځې لا نه وې تېرې شوې چې برونو  له دې امله چې د سر خطره ورته متوجه وه له خپلې نظریې تېر شو .

برونو عقیده درلوده چې کایناتو کې یوازې دا زموږ ځمکه نه ده چې د ژوند امکان په کې موجود دی ، همدارنګه په یو شمېر  نورو ستورو کې هم د ژوند امکان شته .ژوند په یو پراخ هسک کې ، ژوند  په ستر شمسي نظام کې ،هغه ژوند چې خدای پیدا کړی او خدای یې اخلي  .هوکې ! او دا دی نن زموږ د وخت پوهان وایي او  نړۍ په خپلو ټولو پرمختللو کمپیوټري وسایلو سره لګیا ده دا ثابتوي چې رښتیا هم  ځمکه په شمسي نظام کې د ژوند یوازینی امکان نه دی او داسې نور ستوري هم شته چې هلته اوبه شته ، هوا شته او نور ژوندي موجودات شته  او آن نورو شمسي نظامونه هم شته .

برونو په ۱۵۸۴ز کې د کایناتو او ټول عالم په ارتباط خپلې ګروهې او اندونه  په یو کتاب کې راټول کړل .دغه کتاب چاپ شو او دغه کتاب چې په ایتالوي ژبه لیکل شوی  ((له بې پایه څخه  له  عالم  څخه او له جهانونو څخه )).همدې کتاب د کشیشانو غضب راوپاراوو .  

په ۱۵۹۱ز کال کې هغه چا چې په ایټالیا کې د کلیسا  لخوا د عقایدو د تفتیش مسُولیت پر غاړه درلود، برونو ته یو لیک ولیکه چې ګواکې دی مینه وال دی چې برونو هغه ته درس ورکړي او لکه استاد  ، هغه د خپل شاګرد په توګه ومني .برونو چې دا لیک واخیست ، فکر یې وکړ چې په ټولو ښارونو او هېوادونو کې د دیني پولیسو له لاسه  آرام نه لري  ښه به دا وي چې خپل هېواد ته لاړ شي .له بلې خوا  دا دومره مساپرتونو او لالهاندیو ، برنو ډېر ستړی کړی وو او خپل ټاټوبي  پسې خپه شوی و ، نو ځکه دا ټول د دې لاامل شول چې برونو  په ورلېږل شوي خط وغولیږي .وینز ته لاړ ، خو کله چې ورسېد، نو ونیول شو  او بنديخانې ته واچول شو . برونو د ارسطویي فلسفې او عقلاني فلسفې ترمینځ د انتقالي  ګروهې خاوند وو چې په خپلو څرګندونو کې به یې  انسانان تفکر ته رابلل .هغه د علومو په بېلا بېلو برخو او له هغې ډلې د ستورو پېژندني یا استرانومومي  په برخه کې پراخې زده کړې وکړې .هغه ویل  ځمکه د شمسي نظام مرکز نه بلکې داسې نور ستوري  هم شته چې  هلته د ژوند امکان په کې شته.په کایناتو کې داسې یو جسم شته چې زموږ لمر ته ورته دی .د هغه نظریات د اوسني فزیکپوهنې سره بیخي مطابقت کوي .

خو د هغه د مرګ کیسه څنګه وه ؟

مخکې مو یادونه وکړه چې برونو د وینز ښار کې مذهبي پولیسو ونیو او بندیخانې ته یې واچاوو .برونو، وروسته له اته کاله بندیخانې ، د روم ښار ته وروغوښتل شو او ورڅخه وغوښتل شول چې خپلې ټولې خبرې او ګروهې بېرته واخلي  خو برونو انکار وکړو، نو له همدې امله کلیسا دی په دې جرم چې کفر آمیزه کتابونه یې لیکلي ،کفري نظریات لري او د ملکه الیزابت سره چې د کلیسا مخالفه ده نږدې اړیکې لري په اعدام محکوم کړ.

۴۱۲ کاله مخکې د ۱۶۰۰ز کال د فبروري پر۱۷ نېټه د انګیزاسیون (د عقایدو تفتیش ) له زندان نه د روم ښار ته راوغوښتل شو او د اتو کالو زندان نه وروسته د کامپو میدان ده راوړل شو .له مړینې مخکې  د اتم کلمنت پاپ، جلادانو  د دې لپاره چې د دوي په اصطلاح د برونو کفرآمیزه خبرې وا نه وري نو لومړی یې د هغه ژبه ور پرې کړه.وروسته په داسې حال کې چې د هغه له خولې وینو فوارې وهلې ، دې خدای ناترسو ، دغه فیلسوف د زوزانو او بوټو هغه اور ته ورټیل وېست چې د هغه د مرګ لپاره یې بل کړی و،برونو د اور په لمبو کې ژوندی وریت شو  او په دې توګه هغوي دده لالهانده ژوند ته د پای تکی کېښود .

برونو وسوځېد خو کلیسا ونشو کولای د هغه علمي افکار له مینځه یوسي . برونو د اور په لمبو کې کبابېده او  دلته د کلیسا متعصبینو ورته رڼې رڼې کتل او د وریتېدو لپاره یې ورته  د  واه واه نارې کولې . خلکو واک نه درلود .ټولنه د ظالمو شاهانو، سترو ځمکه والو او د کلیسا د مشرانو په زنځیرونو تړل شوي وه، او هر هغه ظلم یې زغمه چې  پر دوي به جاري شو .

په ۱۸۸۹ز کال کې  د برونو د مرګ نه ۲۹۰ کاله وروسته د روم د خلکو او د نړېوالې ټولنې د استازو د یوې سترې غونډې په ترڅ کې  د ګلانو په میدان کې ، هلته چې کشیشانو برونو په اور کې وسوځاوو ، دهغه یوه ستره مجسمه  جوړه او رسما  هغه ته د درناوی لپاره ،د نړېوالو پرمخ  ودرول شوه .

ددغې مقالې په لیکلو کې له یو شمېر انترنیتي منابعو او له هغې ډلې ویکیپیدیا نه ګټه پورته شوې