د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملادي ماته سه، مه نیسه روژه!!!

محمود نظری 12.07.2013 18:30

طنز
وګوره کټمېر ونه، راغله بیا مبارکه روژه
په پسخانو کې به پټ سي  دهغو چې وي بوزه
دعملي به پورته سي ناره : دا بیا ګوره روژه!
په هر کور کې به وي دسپین ږیرو  روژه پوژه
د ماشومانو به وي ټوله ورځ ګونګه روژه
ملادي ماته سه مه یې نیسه چې نیولی نسې روژه

طنز

وګوره کټمېر ونه، راغله بیا مبارکه روژه

په پسخانو کې به پټ سي  دهغو چې وي بوزه

دعملي به پورته سي ناره : دا بیا ګوره روژه!

په هر کور کې به وي دسپین ږیرو  روژه پوژه

د ماشومانو به وي ټوله ورځ ګونګه روژه

ملادي ماته سه مه یې نیسه چې نیولی نسې روژه

***
سبا به بیا په هر کوڅه او ښار کې وي جنګونه
هر خواته به د خلکو وي بدورد او ښکنځلونه
د کږو به پوره سي د کال د شخړو آرمانونه
له هر ې خوا به مړسوم خدایه ! وي ږغونه
دابه حال وي چې پوره سي دا مبارکه روژه
ملادي ماته سه مه یې نیسه چې نیولی نسې روژه
***
هر دله به په مړاوو سترګو د ترحم وي انتظار
یوبه د نسوارو بل به د سګریټي وي خمار
یوبه پر نس لاس نیولی اکت به کوي د بیمار
بل به په ژړا وایي زه له پلار پلار یم خړیمار
هر شیک ځوان به وايي زه به څرنګه نیسم روژه !
ملادی ماته سه مه یې نیسه چې نیولی نسې روژه
***
یو پوه به وایي کاشکې دا اوبه خو وای روا
بل به وايي کاشکې روا وای میوه اودوا
یو عالم به وايي کاشکې دشپې وای تر سبا
بل به وايي کاشکې یوازې په ژمي کې وای بیا
هر یو به غواړي دخپل خیال سره سمه روژه
ملادي ماته سه مه یې نیسه چې نیولی نسې روژه
***
تجاران به د ثواب لپاره ګران کړي خپل مالونه
دوکاندارن به داجر لپاره ډک کړې خپل جیبونه
دغریب د شکولو به پیداسي رنګ رنګ چمونه
په تراویح به بیا ایستل کیږي رنګارنګ ټیغونه
هغه چې وږی دی دهغو به وې له لوږي روژه
ملادي ماته سه مه یې نیسه چې نیولی نسې روژه
***
ټوله به مظاهره وکړې د وطن قاضي قضات ته
بیرغونه په لاس منتظر به وي فتوا اوجواب ته
کار مندان به وایي دا وطن اړتیا لري ثبات ته
تجاران به وایي وطن اړدی قوي ستون فقرات ته
ټوله به ولاړ وې چې واخلي د بوزې اجازه
ملادي ماته سه مه یې نیسه چې نیولی نسې روژه
***
زاړه به په زګیروي وایي : موږ یې ټوله کنډوکپر!
ځوانان به په عجروایي : زموږ نس کوي غر پر!
ښځې به وایي: څه خدای بښلی د څه ته سه سپر
انجونی به وایي زموږ خرابیږي رنګ ژست او پیکر
قاضي به وایي چا ویل په تاسو کله کیږي روژه
ملادي ماته سه مه یې نیسه چې نیولی نسې روژه
***
ځوانان به وایي موږ یو لکه ګلان تر وتازه
سپین ږیري به وایي موږ یو ټوله خوار وخازه
کارمندان به غواړي په روژه کې د رشوت مجوزه
یا غواړي د کار د پرمختګ لپاره د بوزې اجازه
مفتې به وایي: په داسې حالاتو کې روژه ده ناجایزه
ملادي ماته سه مه یې نیسه چې نیولی نسې روژه
***
خلک به د سلام پر ځای وايي : خورا ګرمي ده!
د روغبړ په ځای به وایي : وروره! خورا ګراني ده!
دخدای په اماني پر ځای به وایي: هله ځان وژني ده!
یو څوګامه چې ولاړه نارې به کړې : اخیر شهیدي ده!
هر یوبه له ځان سره وایي: جنت زموږ دی بې روژه !
ملادي ماته سه مه یې نیسه چې نیولی نسې روژه
***
قاضي به وايي که روژه نه نیسئ نه به کوئ پیشلمی
نه به راکښېنئ په نیمه شپه کې لکه مادر زومی
یو په تعجب ویل هم روژ ه ونه نیسوهم نه کړوپشلمی
لکه چې د کاپر خیال دي را باندې کړی یاتورلینګی
موږ لا تر اوسه نه دی ورک کړی خپل غیرت او تریخی
چې هم پشلمی ونه کړو او هم ټوله ورځ سو کوژه
ملادي ماته سه مه یې نیسه چې نیولی نسې روژه

***
له خوبه راکښنستم برعکس وه چوپه چوپتیا
په ښار کې نه ګراني وه ،نه جنګ و ، نه غوغا
ټولو خلکو روژې نیولی وي خدای ته وه په دعا
نه ځان اوبل وژنه وه نه رشوت و نه جوروجفا
نه اداره مصلحتي نه قضا ویده وه نه ښاروالي کږه
ملادي ماته سه مه یې نیسه چې نیولی نسې روژه
***

وییونه : کټمېر ( هغه اورونه چې خلک یې بلوي او ولس ته دروژې یا اختر کیدو خبر ورکوي )،روژه پوژه( نارې سورې)،کریژه ( چغه) ، کوژه ( بوزه ، نه روژه )