د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

چې پارلمان وي نو دغسې وي!!!

محمود نظری 05.07.2013 14:39

***
وکیلان سوي لکه سوري د کمربند
دویم درېیم نه اول سوري دکمر بند
هیڅ وخت د هیڅ چا نه خوري په درد
بې ګټې سوي هسې سوري دکمر بند
***
د غدارو وکیلانو تن دانسان دم شیطان وي
ټوله ورځ یې جنګ لکه د ګور چنجان وي
هر قانون تصویب وي مګر دخپل ځان په ګټه
د بادامو د کشمشو سرای هغه پارلمان وي
***
زموږ پارلمان قانون سوځلئ پخوي
تود پوخ کباب یخکړئ پلوري
چې ځنې دقانون تصویب وغواړې
هغه ښه په غولو لړلئ پاسوي