د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دیوه مفهوم لپاره څوګړي :

وکیلي 05.07.2013 12:42

هرلیکوال غواړي،چي په لیکنه کي ئې د جملو سمي ګړي راولي،چي جملي ئې خوندوري راسي اوددې لپاره زیارباسي،چي ګړي ئې واریځي رانسي . دواریځ مخنیوی دغه «څوګړي دیوې اصطلاح لپاره» کوي . لیکونکی چین پکښې کوي؛هره ګړه چي په دغه ځانګړې جمله کي سمه یاني موزونه وه هغه راولي .دغسي اصطلاحګاني چي په څوګړو ماناکیږي دنړۍ په ټولو ژبو کي شتون لري .
دغه څوکلمې چي دیوې اصطلاح لپاره راځي په عربي ورته : [لغات متغییر معنی واحد] وایي . نوري بیاهغه ګړي دي،چي : [لغات واحدمعنی متغییر .] لکه : «ته » او«ته » چي یوه کلمه ده دوي ماناوي لري .
« ته » ضمیر مخاطب مفرد دی . فاعلي نومځی دی . لکه : ( ته کورته ځې .)- (ته کارکوې .) په دواړو جملوکي
«ته » چي دجملې په سرکي راغلی ضمیرمفرد مخاطب فاعل دی .بل « ته » ادات « particle » دی . لکه :
( بازارته ځم .) - (کتابتون ته ځم .) دلته « ته » ټوټکی دی، چي ارتباط ښیي . دایوه بولګه وه،چي یوه کلمه یالغت څو ماناوي لري .
دلته خبره پر لغات واحد باندي نه ده . آرنده خبره پر «څوګړو یو مفهوم» باندي ده یاني څوډول ډول ګړي دیوه مفهوم اویو مقصدلپاره په کاروړول کیږي . دغه کلمې که ئې لیکونکی په مغزوکي لري دا د ده یوه پټه ګړیزه (لغوي) زېرمه ده هرکله ئې چي په کار راسي نوکارځني اخلي . شرط دادی،چي دلیکوال دلیکلو پرمهال په یاد راسي . د لیکوال داپټه زېرمه هرڅومره چي ډېره وي هاغمره لیکوال په زړه پوري اوپرله پوري خوږه اولږ واریزه لیکنه کوي .
اوس به یوڅو بولګي دهغه کلمو وګورو چي دیوه مفهوم اویوه مقصدلپاره په کاروړل کيږي .
لکه : (ترې؛ځني؛څخه،نه ) ادات (ټوټکي) دي،چي حالت ارتباطي ښیي . که ووایو،چي :
(تللو « نه،څخه،ځني»ئې انکار وکړ .) دلته دغه درې سره ادات ارتباطي دي،چي (تللو ته د وکړ)سره اړوند ورکوي . ماناداچي په دغه جمله کي دغه درې ادات دیوه مفهوم لپاره راتلای سي . دلته بایدوویل سي
« نه » یوار شمېره « ۹» ده . دساري په توګه : ( نن نه «۹» ورځي کیږي، چي دی نسته .) - بل « نه » دحرف اضافه
( preposition) څخه دی . لکه : « له کوټې نه راووځه ! » « نه » منفي قید ( negative adverb) هم دی . بولګه : « کور ته نه ځم . ) - (زه نن پوهنتون ته نه ولاړم .) زماپه آنددلته باید لیکوال زیار وباسي،چي له دغسي مترافو ( Synonyns)سره پام وکي؛داځکه لوستونکی په شک کي اچوي .
(وروسته؛بیا؛پسې) قیدیاتړونکي (Adverbs )دي . بولګه : ( زه «ورسته؛بیا؛پسې» راځم .) دلته که ګورو « بیا » یوبله مجازي مانا هم لري . کله چي د « را» مخګوني سره راسي مانائې ده ځواب . دبولګي په توګه : « آشنامي خبره «رابیا»نه کړه . یاني ځواب ئې رانه کړ . »
(کله؛څه مهال؛څه وخت)مهالي تړونکي ( Adverbs of time )دي . بولګه : ( ته چي « کله؛ څه مهال؛ څه وخت راغلی وي زه کور کي نه وم . )دغه قیدونه پوښتونکي قیدونه هم دي .
لکه : ( ته کله؛څه مهال؛څه وخت راځې؟ )
(ناخوالي؛زړي؛ښکنځایاکنځا)دګرامر له مخي ستاین نومونه دي . دبولګي په توګه :
( ده پرون وهغه ته « ناخواله؛زړي؛ښکنځاوکړه .) - دغه درې سره کلمي دیوه مفهوم دپاره راځي.
(پخلاینه؛جوړه؛سوله؛روغه ) دګرامرله مخي ستاین نومون دي . یومفهوم لري .
(کرې؛ټوله؛ګرده؛تمامه؛غونډ؛) پنځه سره ستایني صفت ( Adjective) دي دیوه مطلب لپاره کار ځني اخستل کیږي . «کرې » که څه هم دټول مانا ورکوي؛خو د«ټول »او ګرده ځای په ځینو ځا یو کي نه سو ډکوالای . بولګه ګورو : (احمد «کرې؛ټوله؛ګرده،تمامه؛غونډه ورځ بې کاره ګرځي؛کار نه کوي .) - ( پرون ټوله؛ ګرده خلک راغلي وه .) دلته بیا« کرې دود نه دی . )
(ځانګړی؛جلا؛بېل؛ځان ته ) په ګرامري لحاظ ستایني دي،چي دیوې اصطلاح لپار په کار ځي .
(بېلښت؛بېلتون؛جلاوالی) ستاینیز نومان دي،چي یوه مانالري .
(کوښي؛ګوښه؛لیري؛ځانله )ستایني یاني صفتونه دي . ځیني ګړي بېله یوې ماناڅخه نوري ماناوي هم لري . دساري په توګه : « ځانله » مانا «ګوښه » یوازي ماناورکوي خوبله مانائې ده «ځان ته » . ( دغه لونګۍ ځانله واخله یاځان ته واخله .)
(لیده؛کاته؛دیدن) نومان ( Nouns ) دي . « ليده؛کاته؛دیدن ئې سره وسو .
«لیده» او «کاته » داوړه دحاصل مصدر نومان دي،چي یوئې ده (لیدل)او بل ئې د(کتل) دمصدروڅخه راځي . او (دیدن) چي بیالیدوته وایي پخپله اسم مصدر دی .
(جوړ؛روغ؛تیار؛«تکړه»؛سم ) پنځه سره ستایني (Adjective) دي،چي دنرینه نومانو لپاره په کارځي . دغه مثبت صفتونه دیوه مطلب دپار په کارځي . دبولګي په ډول : ( دی مي پرون ولید «جوړ؛روغ؛تیار؛تکړه؛
سم »وو . )
( زغرده؛څرګنده؛ښکاره؛جوته) څلورسره نرینه ستایني یاني صفتونه دي،چي دیوي اصطلاح لپاره په کارځي . د دغو ستاینیزو ګړو څخه کېدای سي،چي په نورو حالتو کي هم کار واخلي . دبولګي په ډول : ( په زغرده ئې ورته وویل .) - ( ده داخبره څرګنده نه کړه،چي څه ئې غوښته .) (داخبره جوته ده،چي دی راځي .)
(بربنډ؛لوڅ؛لغړ؛برمنډ؛شرم) دپښوئې له مخه ستایني ( Adjective ) دي . د ډېرو مفهومونو لپاره په کار ځي . خو په اصل کي یوه موضوع «څرګندول،رسواکول،لڅول »ته وایي . دساري په توګه : (دامریکایانو درواغ یي په ویبپاڼوکي بربنډکړه .) اویا داسي: (داسړی لڅ لغړ یالڅ لپړ وو.) په فزیکي لحاظ سره کېداسي،چي داسړي کالي کښلي وي بربنډ ولاړ وي او یاپه معنوي لحاظ خواراوبې شي سړی وي .
( درګنه؛لنډ لَوَنّډ؛لنډهر؛ایله ) د«ژبښود»له مخه داګړي ستایني ( Adjective) دي . دغه ستایني وهغه چاته ویل کیږي،چي کاراوبوختیائې نه وي ښکاره؛ دې خواهې خواته وزګار ګرځي او دیوه درګا وبل درګاته ولاړ وي . دغه ټوله لغاتونه په عامه توګه یودبله سره یومفهوم اداکوي بیاپه ځانګړې توګه ځانله مانالري . لکه : («ایله »چي دلته قید(Adverb)دی ؛ یوار ئي په عام توګه څرنګه چي موپورته وښوول مانالري . بله مانائې ده «دغسي؛چټي ») دساري په توګه : ( څنګه راغلی یې؟ ایله! دغسي! (ایله؛چټي؛دغسي؛یوازي ) دغه ګړي ځیني ځاي قیدي حالت لري خوځیني ځای بیاوصفي په کار وړل کیږي .
(هوډ؛هو؛هوکړه؛ژمنه؛ژبه؛پښتو؛لوز) د«ژبښود»له مخې هغه ګړي چي ترلاندي کرښه لري نرینه نومان دي اوهغه کلمې چي کرښه نه لري ښځینه نومان دي،اووه سره کلمې دعربي اصطلاح د قول، وعدې اووعید ماناافاده کوي .
(بوده؛ژوی؛څاروی؛بودین) ټوله دګرامرله مخي مذکر نومان دي اوپه عامه توګه دعربي اصطلاح دحیوان ماناورکوي،خوپه ځانګړې توګه هریوددغه لغت جلاپه کار وړه کیږي . دساري په ډول : ( «بودین» یوه غټ ژوي ته وایي . لکه آتي،زرافه،داوبوآس اونور . ګیدړه ته بیابودین نه وایي . «څاروي» کورني ژوي څلورپښې لرونکي ژوي . بوده ترډېره بریده غویو ته ویل کيږي خوعام نوم دژوو دی .) د«بوده» مجازي مانا ناپوهه ته هم وایي .
(څار؛لټون؛کتنه؛«ګرځېده») هغه لغت چي ترلاندي کرښه لري ښځینه اوهغه لغت چي کرښه نه لري نرینه نومان دي . دغه پښتوګړي د«کنترول» داصطلاح دپاره په کاروړل کیږي .
(بورجل؛انګړ؛کور؛استوګنځی؛کلی؛هېواد)مذکرنومان دي،چي په عام ډول دمکان اومحل اصطلاح ځای ډکه وي . دغه لغاتونه بیاپه ځانګړې توګه جلااستعمال هم لري .
دغسي ګړویاني کلموته کېداسي،چي پایښت ورکړو؛خودایوه وړوکې لیکنه ده ددې ځایښت نسته،چي داټولي اصطلاحګاني پکښې راسي . په الماني ژبه کي دغسي ګړښودونه ( dictionary) سته،چي دیوي اصطلاح لپاره څوماناوي لري . و دې ته په الماني (Sag es trffender) وایي؛ ویونکې ژباړه ئې ده :
( وړ ئې ووایه !) یاني داصطلاح په مطابق هغسي کلمې راوله . په پښتوژبه کي دغه ډول ګړښودونه نسته . ددغسي ګړښود (کتاب لغت) لیکل ډېر وخت او دژبي پوهاوی غواړي .دغه پورته کلمې ټوله معیار دي .

پښتوآسانه که ستونزمنه ده دامي خوږه مورنې ژبه ده

اخځونه :
۱) اڅکـــزی پښتو ـ الماني قموس
۲) دپښتوژبښود (دپښتو ګرامر)
۳) فرهنګ عارف الماني ـ پښتو ـ دري
۴) ویکي پیدیا