دشیریني کیسه
03.07.2013 00:08شیرینه ښایسته وه ډېره ښکلې په سامــان
وه پــــــــرّ دې بانــــــــدي مـیـن دوه مــیــنـان
خـسـروپروېـز وو نـمـسی د نــــوشـېـــروان
فرهاد توږونکی دډبرو ووعادي انســــان
یــوباچا وو، چــي درلــود يې لـوړ مــقام
بل ډبرتوږونکی، په ځان پوري حـــیران
خــو وه دواړه مــیـن پـرډېر ښکلي جــمال
ســوزدمـیـني وو د دواړو په لـوړشــــان
واستـاوه خـسـرو فـرهــاد دغـره کیندلوته
آنـد ئې کا،چـي فـرهاد به رانسي آســــــان
لــري ډېــره ښه کیسه شیـریـنه او خســـــرو
دغـسي شـیـرینه اوفـرهاد لري داستـــــــان
وایي ځیني په استوګنه وه شیرینه یونانې
ځـیني ئې بــیا بـولي دا د خــوزسـتـــــــــان
مــائې دلــتــه یــو څه لـنـډه کیسه وکـــــــړه
عشق اوعاشقۍ ئې پراته دي په داستــان