د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اصلي طالبان او جعلي طالبان: کرزی اندېښنه لري که دسيسه؟

نظرمحمد مطمئن 30.06.2013 13:56

ښاغلی کرزی چې کله امريکا ته تللي وو (جنوری ۲۰۱۳)، هلته يې اوباما ته ويلي وو، چې زه شک لرم، چې په قطر کې کوم طالبان دي دا به د ملامحمد عمر کسان نه وي او دا به کومه بله ډله وي. اوباما ورته ويلې وو، چې موږ پوهيږو، چې دا څوک دي؟ دوی چې هره ژمنه او خبره کړي، په هغه ولاړ پاتي شوي، او موږ چې په دي اړه هر څه وضاحت غوښتی هغه يې وړاندي کړي، موږ هيڅ ډول شک او تردد نه لرو، موږ پوهيږي چې دا اصلي طالبان دي.

قطرته د ولسمشر کرزي د لومړي سفر پرمهال يې له قطري چارواکو څخه غوښتي وو، چې په قطر کې میښت طالبان بايد د ملامحمدعمر آخند باور ليک له ځان سره ولري. قطر ته د ولسمشر دوېيم سفر پر مهال قطري چارواکو هغه ته د طالبانو هغه باور ليک هم وښود، کوم چې مخکې يې امريکايانو د طالبانو څخه غوښتنه کړي وه، او قطر ته د طالبانو لومړی ځل تګ پر مهال طالبانو د قطر چارواکو ته د ملامحمد عمر مجاهد له خوا باور ليکونه سپارلي وو. که څه هم ښاغلی کرزی پوهيدی، چې طالبانو امریکايانو ته باور ليکونه ښودلي او هغوی د طالبانو اصلي استازي دي، خو د دي له پاره چې د دفتر د پرانستني مخه خنډ کړي، دغه ډول او ديته ورته غوښتنې يې له قطري چارواکو څخه وکړي.

په قطر کې د طالبانو تر دفتر خلاصيدو وروسته يو شمير چارواکې وارخطاء ښکاري، د سپوږمۍ راډيو او کابل نيوز (دواړه د ښاغلي کريم خرم اړوند رسنۍ دي) سره د آغلي شکريه بارکزي، جيلاني ځواک، زبير شفيقي او ضيا بوميا له څرګندونو داسي ښکاري، چې د قطر دفتر يو ناسم کار شوي، او ولس ويروې چې بيا به جنګونه او نا امني وي، خو په اصل کې خبره دا ده، چې ممکن يو شمير چارواکې او نور کسان چې بې درکه شتمن شوي، او لاهم بې حسابه پيسې ورته را رواني دي د خپلو شتمنيو ساتلو او ډالري معاشونو اخستلو په غم کې وي.

دوه ورځي وړاندي يو ځل بيا ښاغلی کرزي وويل چې د قطر طالبان د ګرده طالبانو استازي نه دي، او دا د ملامحمد عمر آخند نماينده ګان نه دي. ملا معتصم آغاجان چې د طالبانو پر وخت د ماليې وزير او بيا د امريکا سره د مقاومت په لومړيو وختونو کې د طالبانو مالي مسؤل، وروسته د طالبانو د سياسي کميسون مشر و، په کراچۍ کې له مرګوني حملي تر خلاصيدو وروسته کابل ته راوړل شو، بيا ترکېې ته يوړل شو، تيره اونۍ د قطر دفتر تر خلاصيدو وروسته له طلوع ټلويزون سره يوه اوږده مرکه کړي وه. هغه په خپلو خبرو کې طالبان پر دوو ډلو ويشلي ياد کړي چې يو يې دده په ټکو معتدل او بل متشدد دي، ښاغلی معتصم آغاجان ځان د معتدلو طالبانو له جملي بولي، او د قطرطالبان ځينې يې د متشددو طالبانو له جملي ګڼي. په لاندي لينک کې يې مرکه وګورئ
http://www.tolonews.com/fa/miscellaneous/10953-mutasim-agha-jans-exclusive-interview-with-tolonews
http://www.payam-aftab.com/fa/news/22919/

بل خوا بيا د قطر او په ټوله کې طالبان ښاغلي معتصم آغا جان د طالبانو له حرکت او ددوی پر وينا له اسلامي امارت څخه وتلی بولي. شنونکې په دي آند دي، چې ممکن دغه مرکه هم د پلان له مخې په دغه اساس وخت کې خپره شوي وي، او ښاغلي کرزي به غوښتل چې نړيوالو ته وښيې، چې معتصم آغاجان اصلا د طالبانو استازی دی، او بايد چې له ده سره خبري ؤشي، د قطر د طالبانو پر ځای بايد معتصم آغا جان ته په قطر، کابل او يا کوم بل هيواد کې دفتر پرانستل شي.

په قطر کې د بيرغ او لوحې پر سر خبره دومره ټينګه نیول او ترحده زيات دغې مسئلي ته هوا ورکول به هم کیدای شي د ښاغلي کرزي دا توقع وه، چې طالبان په دي اړه له تشدد څخه کار واخلي او ممکن د دوی تشدد د قطر دفتر د بندولو لامل شي. ښاغلي کرزي داهم وويل، چې زموږ سره طالبانو له جبهو او مختلفو ځايونو څخه اړيکه نيولي او هغوی د قطر دفتر پر خلاصيدو خوشاله نه دي.

http://afghan-german.com/agonews/default.aspx (خدمتګار ۰۶/۲۸/۲۰۱۳)
شنونکې په دي آند دي، چې يو ځل بيا ښاغلی کرزی غواړي، چې د سولي او مذاکرتو دروازه د افغان ملت په مخ وتړي او بيا ځل غواړي چې جعلي استازو، د کورنۍ له خوا يې د پيسو ترلاسه کولو او په رياست جمهوري کې د دوو نورو کلونو له پاره په واک کې پاتي کېدلو له پاره هلي ځلي وکړي. که چېرته د ښاغلي کرزي اداره او په ځانګړي توګه د سولي عالي شورا د دي توان درلودلای، چې د جبهو او يا نور طالبانو سره اړيکه ونيسي او يا خبره ورسره وکړي، نو بيا ولي په تيرو لسو کلونو کې د دوی لاسته راوړڼه په دي برخه کې د صفر سره مساوي ده.
که دا ومنو، چې د کرزي اداره له طالبانو سر اړيکې لري او هغوی هم غواړي چې خبري ورسره وکړي، نو بیا ولي ښاغلي کرزي له اوباما او قطر څخه وغوښتل چې طالبان وهڅوي چې د سولي عالي شورا سره خبري وکړي. دا ډول ښاغلي کرزي په وارو وارو له پاکستان څخه غوښتنه کړي، چې طالبان تشويق کړي، چې د ده له حکومت سره خبري وکړي.

په وروستيو وختونو کې د قطر دفتر تر خلاصيدو وروسته خو څو ځله ښاغلي کرزي او د سولي عالي شورا اعلان وکی چې د طالبانو سره د خبرو له پاره به قطر ته ځي. دا چې په قطر کې د طالبانو له خوا څخه د دوی غوښتنو ته منفي ځواب وویل شو، او هغوی وايې چې موږ نه غواړو چې د سولي عالي شورا او يا د ښاغلي کرزي د حکومت د استازو سره خبره وکړو، نو لاچاره دوی دا نوی اعلان او نوی خبره وکړه، چې زموږ سره د جبهاتو طالبانو اړيکه نيولي او په قطر کې طالبان د طالبانو د ډلي استازي نه دي.

که موږ دا ومنو چې د جبهو طالبانو د کرزي صاحب له اداری سره اړيکه نيولي، نو سوال پيدا کېږي، چې د قطر دفتر تر پرانستيدو وروسته د طالبانو له خوا په عملياتو او نظامي اړخ کې د زياتوالی لامل څه دی؟ او ولي د ښاغلی کرزي ادارې دغه اعلان مخکې د قطر دفتر تر پرانستلو نه کاوو، چې دوی د جبهو او اصلي معتدلو او سوله خوښوونکو طالبانو سره اړيکې لري؟

زما په آند که دا ځل هم د سولي د خبرو دغه نيمه خلاصه دروازه (دق طر د طالبانو سياسي دفتر) وتړل شي، بيا به موږ د دي چانس ونه لرو، چې د سولي اړوند خبري وکړو.

بلکه ټوله توجه او پام به د شکېلو اړخونو له خوا پر جنګ وي، او افغان ولس به د درانه جنګ مرګ ژوبله ګالي. د قطر دفتر سره د ښاغلي کرزي د مخالفت او د حکومت له خوا پلان شوي مظاهري هم په هيواد کې دننه ليدل کېږي، چې دغه مظاهري څو ورځي مخکې د کابل پل محمود خان، او پرون ورځ د امرالله صالح له خوا په کابل کې، په لغمان ولايت کې او نن ورځ په تخار کې په لار اچول شوي دي.

د قطر سره د د مخالفت پر بناء به دغه لاريونونه نور هم زيات شي، او دوام به پيداکړي. عجيب څرګندوني، غواړي په دغسي څرګندونو د افغان ولس ذهنتونه مغشوش کړي. کرزی صاحب وايې يو لويه دسيسه يې شنډه کړه، د امریکا او طالبانو دسيسه
ازادي راډيو
http://pa.azadiradio.org/content/article/25030318.html
، بي بي سي راډيو
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2013/06/130627_hh-karzai-bi-weekly-radio-speech.shtml )

بل خوا د کرزي صاحب هير دي، چې د کويټي څه تر ارزګان او بيا له ارزګان څخه تر ارګ پوري د امریکايانو پر اوږو سپور راغی، په لومړيو کلونو کې د ده ساتونکې هم امريکايان وو. که خبره امريکا ته د وفاداري او د امريکا د سي آی اې سره د تړاو نه وه، نو بيا خو ښاغلي سيرت ۱۲ رائيې ګټلې وي، او ښاغلي کرزي دوه رائيې. مسلميار د مشرانو جرګي مشر بيا وايې چې پر اريانا هوټل، ارګ او دفاع وزارت د د طالبانو له خوا حمله د امريکا د استخباراتو په مرسته ترتيب شوي وه. هغه غريب تر اوسه هم نه دی خبر چې د امريکا د استخباراتو په خوښه دی د مشرانو جرګې مشر ټاکل شوي او پاتي شوي.

ځينې د امریکا او ښاغلي کرزي پلويان وايې، چې که طالبان سوله غواړي، نو بيا ولي جګړه کوي، بايد چې اوربند وکړي. د قطر دفتر د پرانستيدو څخه وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري او نورو امريکايې مشرانو وويل، چې موږ هم جګړه کوو او هم به مذاکرات پرمخ يوسو.

The U.S. wants to diplomatically engage with the Taliban while U.S. and ISAF troops continue to fight its insurgents on the ground in Afghanistan.
Whether the two can "fight and talk" remains to be seen.
http://www.cbsnews.com/8301-202_162-57590164/nameplate-to-blame-for-halt-in-afghan-taliban-talks/

دا ډول د افغان حکومت له خوا هم د قطر د پرانستيدو سره همهماله د افغانستان په مختلفو سيمو کې دوی اعلان وکی، چې د ملي اردو، ملي پولیسو او امنیتي کارکوونکو له خوا پراخ عمليات پېل شوي دی. موږ بايد يو طرفه قضاوت ونه کړو، که چېرته د قطر دفتر له پرانستيدو سره سم امريکا او افغان حکومت د جنګ نه کولو اعلان کړی وای، په هغه صورت کې به طالب هم مجبور وو، چې په دي اړه يې خپله تګلاره واضح کړي وای، اوس چې ټول اړخونه جنګ ته ترجيح ورکوي او موږ وايو چې بايد طالب اوربند وکړي، دا هغه څه دی، چې په تيرو دولس کلونو کې يې د ښاغلي کرزي حکومت، امريکا او ناټو هیله او اميد درلود. ويل کېږي چې کله په جرمني کې د لومړې ځل له پاره طالبانو د امريکا سره پټې خبري کولي د طالبانو مشران سيد محمد طيب آغا او ورسره ملګری معرفي شول، امريکايانو او جرمنيانو خندل، چې ستاسي په نوم موږ ته ډير کسان راغلي او زموږ څخه يې پيسي وړي دي.

امريکايانو ويلي وو، چې موږ په بن کې اشتباه وکړه، چې طالبان مو ناليدلې وګڼل او يو داسي حکومت مو جوړ کړ، چې په نړۍ کې د فساد او اختلاس ريکارډ يې جوړ کړ. امريکايانو دا هم وويل چې موږ کله وپوهيدو، چې طالب د جګړي د لاري له منځه نه شو وړلای او جګړه په زور نه شو ګټلای.

د ښاغلي کرزي د کورنۍ او هغه ته نږدې کسانو سره مو خبره وکړه، چې طالبان راپيدا کړئ چې خبري ورسره وکړو. له دي وروسته د طالبانو د جعلي استازو لړۍ پېل شوه، او موږ ته يې د طالبانو په نوم ډول ډول افغانان راوستل او پيسې به يې راڅخه وړلي. مريکانو داهم ويلي، چې موږ له کرزي څخه وغوښتل، چې احمد ولي کرزی له کندهار څخه وباسي، خو کرزي مقاومت وکړ او هغه يې ونه ايست.
جمعه، ۲۸ جون۲۰۱۳