د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زه دې ولسمشر یم نور دې ملت سر وخورئ:

خان ولي کامران 29.06.2013 23:06

د نړۍ د زیاترو هېوادونو مشرانو او مئسولینو ته مو که د رسنیو له لیاري پام کړي وي نو د یوې عادې تېروتنې له امله چې د هغی له کبله خپل ولس او خلکو ته یې په ځواب ویلو کې پاتې راغلي وي نو سمدستي له خپل موقف او منصب څخه استعفا ورکوي چې دغه ډول زیاتې بیلګي موجودي دی د مثال په توګه څه موده وړاندي د جرمني پخواني دفاع وزیر، د متحده ایالاتو د ملي امنیت پخوانی ریس همداسی نور مشران که هغه ولسمشران دی او یا که له ولسمشرۍ نه په ټیټو رتبو کې دي خو د خپلې تیروتنې او په دنده کې د نه پرمختګ له امله یې ولس ته یې چې ځواب نه درلوده نو له خپل موقف څخه لاس په سر شوي دي چې د یادو هېوادونو له خلکو او دولت لخوا په دغه کار سره نازول شوي هم دي خو زموږ په افغانستان کې خبره سرچپه ده دلته د خلکو په وژلو او د ملت په بربادۍ کې به تل سرې سترګې ګرځی او موقف به هم له لاسه نه ورکوي ځکه دغو ښاغلو ولس وژلي ، خلک یې لوټلي او د هېواد ملي شتمنۍ یې په پردیو پلورلي دي نو ځکه له خپل موقف څخه باید لري نشي ځکه که لري شي نو بیا خو د ولس د وژلو توان قوه یې کمزورې کېږي.
دغه موضوع د تېرې شپی راهیسي راته په مغزو کې تاویده راتاویده چې داسي ګونګوسي اوریدل کېږي چې اوسني برحال واکمن ټیم غواړي له واکه لري نشي او داسي هڅي پیل کړي چې د ېوې غونډي په ترڅ کې کیدای شي دوی به ورته کوم نوم غوره کړي که هغه د ملي اجماع په نوم وي او یا که د سولي د مشورتي غونډې په څېر بله مشورتې غونډه وي چې په افغانستان کې د وروستيو حالاتو په اړه به ظاهرې مشوري وي خو په باطن کې به نور شوم اهداف هم ولرئ ترڅو په افغانستان کې روان تاوتریخوالي همداسي جارې وساتل شي چې له امله یې خلک ووژل شي، ووهل شي، ولوټل شي په پردیو باندې د هېواد ملي شتمنۍ وپلورل شي ،د پردیو هېوادونو فرهنګي یرغلونو ته زمینه برابره شي ، د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا تر ګواښونو سره مخ شي ترڅو د دوی موقوفونه خوندي پاتې شي.
ددغه هڅو ښکاره ثبوت په افغانستان کې د ولسمشر د لومړی مرستیال ښاغلي مارشال قسیم فهیم د والیانو کنفرانس ته خپله عالمانه وینا وه چې ویل یې دې به غره ته پورته شي که په راتلوونکې حکومت کې ورته پوره ونډه ورنکړل شي، همدارنګه د ولسمشر حامد کرزي د پاتې کیدو هلي ځلي چې کیدای شي دده په مستقیمه لارښونه په کندهار کې د ولایتی شورا د مسولینو او دیو ځوان مدني خوځښت له امله پیل شوي دي که څه هم ولسمشر کرزی په وار وار په رسنیو کې ویلي چې دې به حکومت پرېږدي خو ددغو هڅو له امله داسي بریښي چې نوموړی د واک پرېښودو ته نه دې تیار.
نو دوی ځکه د واک پرېښودو ته نه دې تیار چې په افغانستان کې د تیر لس کلن حکومت په ترڅ کې د ولسمشر د کورنۍ ترڅنګ د ولسمشر د ښاغلي او منلي ټیم ښاغلو مرستیالانو، وزیرانو، والیانو، معینانو او ریسانو د خلکو د وژنو ، ربړونو، زورونو او د ملي شتمنیو په پلورولو کې په ملیاردونو ډالر او افغانۍ پیدا کړي چې دوی یې د ساتلو یوازېنې لار د برحال حکومت موده اوږدول غواړي ترڅو په افغانستان کې خپلو ګټو د خوندې ساتلو لپاره یوه قانوني لاره جوړه کړي.
نو که شرم او نالایق توب کوم ژوندی څیز وی نو خامخا به یې خپل غږ پورته کړې وو نو دوی ښاغلي له ولسمشر څخه نیولي تر کشره چارواکي پورې پر خپلو ورکړل شوو دندو کې پاتې راغلي او هره ورځ ددغه مظلوم ملت ویني تویږي او ملت د پرچه کیدو خواته روان دي خو دوی ښاغلي کرار په ارګ او وزارتونو کې په دوبي کې د یخو ارکندیشنونو لاندې او په ژمي کې د ګرمو بخاریو لاندې پراته دي هیڅ پروا یې هم نه راځی نور خو پرېږده له خپل ګریوان سره هم محاسبه نه کوي چې ماته دغه مسولیت را سپارل شوي ما ددغه راسپارل شوي مسولیت په ترڅ کې تردیدمه خلکو ته څه کړي او څه کوم او له موقف څخه ګوښه کیدل خو یې په خوب کې هم نه راځئ نو ځکه وایم چې نور دې ملت سر وخورئ خو زه دې ولسمشر یم، زه دې واکمن دی یم، زه دې مرستیال دي یم، زه دې وزیر یم زه دې والي یم او زه دی قوماندان یم نو ددوی پر ځای که بل هرڅوک وې نو هغه په ژوندونې خپل ژوند لاسه ورکړې وو خو دوی ښاغلي لاهم هڅي کوي چې د یوې بلي دورې لپاره هم د افغانانو په وینو باندې لوبي وکړي.
نو ای د ځوان کهول روڼ اندو ځوانانو راځئ چې نور دغه ملت ددغو خونخوارو او په فساد کې ککړو چارواکو څخه خوندې کړو نو که همداسی ویده او بې غمه پاتې شو نو دغه خلک به یوه بله لسیزه هم پر موږ واکمن پاتې شئ او ملت به له ګڼو ستونزو سره مخ شئ لکه چې اوس مهال ورسره مخامخ دي دوي یوازې د خپلو موقوفونو په کیسه دې او د ملت په کیسه کې هیڅ هم نه دي ځکه په دغه تیر یولس کلن بهیر کې خلکو ته جوته شوه.