د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ګل پاچا الفت د نوی شعر اونوي ژورنالیزم استازی

یوسف هېواددوست 24.06.2013 22:29

د شلمې پېړۍ له دریمې لسیزې وروسته زموږ  په هېواد کې د ادبي یون کاروان لاپسې ګړندی شو پخوانی ادب وپالل شو د نړۍ له ادبیاتو سره زموږ د خلکو ، شناخت او پېژنده په پراخه توګه پیل شوه ، زاړه قالبونه او چوکاټونه مات  شول او خپل ځای یې  د نوی  دور ، نویو  افکارو او ډولونو ته پرېشود او په دې توګه  پښتو ادب  ددغه دوران تر اغېز لاندې ځانته  نوې او بشپړتیایي بڼه غوره کړه. د پښتو ادبیاتو  دغه دوره چې د ۱۳۲۰ ل څخه تر ۱۳۴۰ل ( ۱۹۴۰ ـ ۱۹۶۴ز)شا او خوا  پورې  اټکل شوې ، په اصل کې ډېره  اغېزمنه او بډایه  مرحله معرفي شوې .په همدې دوره کې  په لره او بره پښتونخواه کې  داسې سیاسي ـ ادبي  جریانونه راپیل شول  چې که له یوې خوا  د دموکراسۍ د پلي کېدو  او ټینګښت لپاره یې بنسټونه کېښودل  له بلې خوا یې  د پښتو  ژورنالیزم او ددغه ژورنالیزم له لارې د پښتو  ادب  بڼې ته د نویو قالبونو په جوړولو کې فعاله او جوړونکي بر خه واخیستله .په همدغه وخت کې په افغانستان کې (( ویښ ځلمیان )) (۱) د ټولنیزو حقوقو لپاره په ژبه او قلم ګوزار کوي او په محکومه  پښتونخواه کې (( خدایي خدمتګار )) ( ۲ ) د روښان بیر  او خوشال خان خټک د ملي ژغورنې  بیرغ په لاس د ملي یووالي او خپلواکۍ لپاره هاند ، زیار او مجاهدت ترسره کوي .دغه جریانونه د افغاني ژورنالیزم او ادب د پیاوړتیا لپاره ډېر اغېزمن او کارنده بلل شوي ځکه په همدې مرحله کې  د پښتو ژبې  ادبیاتو ته  هم د نظم  په برخه کې او هم د نثر په برخه کې نوي بریالیتوبونه  په نصیب شول . د ادب په موضوع کې بدلون راغی ، خط او خال خپل ځای ټولنیزو ناخوالو او د هغو اصلاح ته ورکړ او په بڼه کې  پښتو شعر ته  ( ادبي ټوټه )  په قوت سره ورننوته .آزاد شعر چې څوک ورته سپین شعر او یا بې قافیې شعر او ځینې نور ورته  نوی شعر  هم وایي په همدغه وخت کې د پښتو شعر جونګړه لابسې روښانه کړه .زموږ په هېواد کې  چې کوم ازاد شعر  تر ټولو ډېرڅرګند شوی او اتکل کیږي له ۱۳۱۷ل کال څخه وروسته لیکل شوی دی .دا د یوې ډرامې بڼه لري او ( کلیمه داره روپۍ ) نومیږي چې یو څو بیته یې داسې دي:
(( یاره خو لنډه دا چې
ددې خولې نه جار شم
ما ویلي څنګه به شي
زه به جګړې ته ووځم
دا به په اوښکو ناسته
د بېکسۍ نه ژاړي .....))
 د ویښ ځلمیانو تحریک په اصل کې د افغانستان د هماغه وخت  د نورو بدلونونو ترڅنګ د ادبیاتو او په تېره بیا د ادبي نثر او ادبي ټوټو د  نوي پړاو ، اغاز ګڼل کیږي .(( رښتیا هم د دې دورې ادبي ټوټې په موضوع او بڼه کې په نوي رنګ وې  او د نوي شعر ځای یې نیولی دی .دا دوره شعرونه هم لري مګر قالب یې زوړ دی ( که څه هم معنی یې نوې ده ) خو ادبي ټوټه ډېر ښه ښه او راز راز مطالب په خوږ قالب کې ټولنې ته وړاندې کوي .په دې وخت کې د پښتو ژبې د ډېرو پیاوړو لیکوالانو په قطار کې مخصوصا په افغانستان کې چې ډېرې خوږې او له معنی څخه ډکې د ټولنې او خلکو په ګټه یې ( ادبي ټوټې)په هنري ادبیاتو کې ایجاد کړې او ویلې یې دي  د ټولو په سر کې ( ګل پاچا الفت ) دی .)) ( ۳)
استاد الفت د وخت له دغه  ادبي جریان سره  په خپل  پيوستون سره د نوی شعر هرکلی او پالنه وکړه او ورسره جوخت یې ډېرې خوږې ټوټې وکښلې چې د پښتو  ادبیاتو د بشپړتیایي پړاو په ستر کار کې یې ونډه نه حېرېدونکې ده هغه ادبي ټوټې او هنري نثرونه  چې الفت صیب کښلي په اصل کې هم د جوړښت او هم د مضمون له مخې بشپړنوی والې یې درلود او په رښتیا هم د پښتو د ادب غوره ګلدسته ګڼل کیږي .
روسي پښتو پېژندونکې  او پیاوړې ادیبه مېرمن ا،س،ګراسیموا  د الفت  صیب د شعر په باب چې کومې څېړنې  او څرګندونې کړي د دې ښکارندوي دي  چې د الفت ادبي شخصیت او د ده فرهنګي هاند له هېواد څخه د باندې هم زړونه تسخیر کړي .مېرمن ګراسیموا  په دې برخه کې داسې لیکي : (( د ګل پاچا الفت   شاعري ژوره انساني ده ، ستر انتقادي بار په کې نغښتی دی او له ټولنیزه پلوه  د غیر عادلانه ژوندانه تشې راسپړي .د الفت شاعري وګړنۍ ده ...دشاعرۍ ژورتیا او روڼوال یې د هیچا له نظره بټ نه دی .د الفت شعر له حکمته ډک او آرام دی او د ژوندانه او مرګ  ، حرکت او سکون او د پیغام رسونکي په توګه د شاعر د ونډې په اړه  په کې د فلسفي تفکر نښې لیدل کیږي ...)) (۴)
 د الفت صیب په باب  او د هغه د  نوي شعر په باب ډېرو پوهانو خپلې ګروهې بیان کړي .ځینو ویلي چې :(( هره ټوټه به یې یو عاطفي شهکار و.)) خو ځینې نور بیا وایي (( د الفت نثر په حقیقت کې شعر دی)) او یو شمېر نور بیا وایي : (( باید د معاصر بشپړ انتقادي نثر مخکښ یې وبولو))خو عمومي ګروهه دا ده چې په اصل کې الفت د نوی شعر د نوې بڼې  مبتکر او نوښتګر او ایجادونکی دی .د الفت صیب نظم او نثر دواړو د ټولنې او د کورنۍ د غړو د اصلاح  پیغام له ځان سره درلود .(( په موضوعي لحاظ هم دغه آثار  د ټولنې دردونه تمثیلوي او اجتماعي فسادونو ته ګوته نیسي او د کلیوالو خلکو له ژوند سره  اړه لري .د بېوزلو بزګرانو او خواریکښو شپنو اوښبنو او نورو خوارانو  بد حال او د ظالمانو چړچې ، مزې او ناروا ، دی په ډېرو هنري اشکالو کې حرګندوي .کله کله د طنز او مزاح روح چې اجتماعي مقاصد پرې بناوي د ده په منثورو ټوټو کې تجلي مومي .)) (۵)
که چېرې د دغې مرحلې چې پورته مو ورڅخه یادونه وکړه ، په ژوره توګه څېړنه وشي نو په ښه توګه به څرګنده شي چې په دې مرحله کې په حقیقت کې د پښتو نظم او نثر دواړه برخې له بدلون سره مخامخ شوې او دا بدلون د هماغه وخت د فعالو ژورنالیستانو کار و .دا په دې مانا چې په همدغو کلونو کې د یو شمېر نوښتګرو ژورنالیستانو په برکت نه یوازې دلته او هلته ادبي غونډې او ناستې جوړېدې چې ورسره په څنګ کې د همدوي په برکت یو شمېر ورځپاڼې ، مجلې ، جرېدې ، اخبارونه او خپرونې رامینځته شوې .دلته ددې خبرې کول لازمې ګنم چې هم نن او هم په تېرو وختو کې همدا ژورنالیستان وول چې د شاعر،  شعر ، د هنرمند هنر ، د انځورګر انځور او د لیکوال لیکنې یې تر ولسونو او ملیونونو وګړو رسولي او خلک یې پرې خبر کړي خو له بده مرغه خپله ژورنالیست یا رټل شوی او یا هیر شوی ، په هماغه وخت کې هم همدغه شان کړاو د ډېرو ژورنالیستانو او لیکوالو په برخه شو چې دا یو بېل بحث دی او هیله لرم یوه ورځ یې په لیکلو وتوانیږم  .رابه شو اصل مطلب ته چې د نوښتګرۍ په نوموړې موده کې یو شمېر خپرونې د خلکو ترلاسونو ورسېدې ، چې نه یوازې د هماغه وخت د ویښو ځلمیانو د دموکراسۍ غوښتنو ستر امر ته په زړه پورې  او الهام بښوونکې بلل کیدي چې په پښتو کې لنډې کیسې ، غوره نثرونو په تېره بیا  د ادبي ټوټو او نوي شعر  د لا  ودې لپاره هم ډېرې اغېزمنې وې . دلته په لنډه توګه  د نوموړي وخت  د خپرو شویو ملي خپرونو  په باب لنډه یادونه ضروري ګڼم :
ـ انګار : دغه ملي جریده چې په اصل کې د ویښو ځلمیانو  د افکارو او عقایدو  څرګندوی وه ، د ۱۳۲۹ل کال د کب د میاشتې پر ۹ نېټه  تاسیس شوه چې زیاتره  علمي ، ادبي ، اجتماعي ، سیاسي او ملي افکار او اندېښنې  یې په خپلو پاڼو کې  خپرولې .د انګار د جریدې موسس او د امتیاز خاوند  ارواښاد فیض محمد انګار نومیده .
ـ ندای خلق : دغه جریده هم ددغه دوران پیاوړې خپرونه وه  چې د ۱۳۳۰ ل کال د وري د میاشتې پر ۱۲ نېټّ  په کابل کې تاسیس شوه .ندای خلق د ملي ، ادبي ، سیاسي او ټولنیزو هیلو او غوښتنو څرګندوی وه .د امتیاز خاوند یې مرحوم  دکتور عبدالرحمن محمودي وو او مسُول مدیر یې مرحوم  انجینر ولي محمد عطایي نومیده ـ ولس : دغه ښه خپرونه چې پر ۱۳۳۰ ل کال په کابل کې تاسیس شوه  د یوې اغېزمنې خپرونې په توګه د سیاسي او اجتماعي افکارو د خپرولو ترڅنګ ادبي برخه یې هم ډېره پیاوړې وه .د ولس د جریدې د امتیاز خاوند ارواښاد  ګل پاچا الفت   او مسُول مدیر یې ارواښاد علي محمد شینواری وو .
ـ وطن : دغه وتلې جریده چې په ۱۳۳۰ کال کې په کابل کې چاپ شوه  د وخت  د ادبي ، سیاسي او ټولنیزو غوښتنو ښه څرګندوی وه .د وطن د جریدې امتیاز خاوند ارواښاد میر غلام محمد غبار او  مسُول مدیر یې میر محمد صدیق فرهنګ  وو
دا او یو شمېر نورې خپرونې د خپل وخت د یو شمېر نوښتګرو ژورنالیستانو ، لیکوالو  لخوا تاسیس  شوې چې یو یې  ارواښاد الفت صیب و .الفت صیب که د یوې خپرونې د چلولو امتیاز درلود خو تر څنګ یې  د هغه د ادبي افکارو او ژورنالیستیکو  هیلو وړانګې هم ترټولو جریدو ، راډیو کابل او ادبي محافلو رسېدې .
الفت صیب د خپل رسمي کار په ټوله موده کې هم د یو نوښتګر ژورنالیست په توګه دنده ترسره کړه . (( ګل پاچا الفت د زیري جریدې ، د کابل مجلې او اتحاد مشرقي د مسُول مدیر په توګه کارکړی دی .د کابل مجلې د مدیریت په وخت  کې یې څو کتابونه هم چاپ کړي دي چې په دې توګه موږ د ده هڅې د یوه صحافي په توګه هم نه شو هیرولای .الفت دزیري په لومړي نشراتي دوره او په اووم نشراتي کال ښایي تر مولوي صالح محمد هوتګ ( ۱۳۳۹ش مړ )وروسته د زیري جریده چلوله ...خو کله چې ګل پاچا الفت د کابل مجلې مدیر وټاکل شو او د دې مجلې هغه ګڼې چې د ده په مسُولیت له چاپه راوتي ، کابو څلویښت ـ پنځه دېرش کاله وروسته نن هم د ژورنالیزم د معاصرو اصولو له معاییرو سره برابر دي او د دغو مجلو مطالعه د الفت څېره د یو پیاوړي مجله نګار په توګه رابرسېره کوي ...)) (۶).
الفت کله چې د اتحاد مشرقي مسُول مدیر شو ، نو وکولای شول چې د یو نوښتګر ژورنالیست په توګه اخبار ته  ښکلی بدلون ورکړ .که څه هم  الفت صیب د شاهي استبداد په دوره کې نشو کولای په یوې رسمي او دولتي خپرونه کې د ملت د غوښتنو سره سم بدلون راولي خو لا اقل دومره یې وکړل چې اتحاد مشرقي ته یې ادبي برخه ورزیاته کړه هغه په هره مجله او هر اخبار کې د نوي ژورنالیزم لاره پرانیستله  او دا یو  مثبت ګام وو چې نورو ته الهام شو .
دا هم د الفت صیب یوه ادبي ټوټه
د غلو ډیوه
سپوږمۍ ورکه شوه ،شپه ډېره تیاره وه .غله په تورتم کښې راغله په کاله ننوتل ، دوي خبر نه و چې ، ښه ښه مالونه چېرته ایشي  دي ځکه یې ډیوه ولګوله او مال یې لټاوه .د کور او کلي  خلقو چې رڼا ولیده راپاڅېدل د غلو مخه یې ونیوله او غله یې وپېژندل .
یوه وویل : له تورتم نه د غلو ډیوه هم ښه ده .
موږ غله په رڼا کښې ولیدل او راویښ شوو
هو!موږ غلو راویښ کړو
زموږ په کور کښې غلو ډیوه ولګوله .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اخذونه :
۱ ـخدایي خدمتګار په  ۱۹۲۹ز کال کې د پښتنو د اصلاح لپاره د فخر افغان پاچا خان لخوا  پیل شو .دا تحریک د اصلاح افغانه له  رضاکاره تحریک نه راوټوکېد چې په ۱۹۲۰ ز کال کې خان عبدالغفار خان جوړ کړی و .خدایي خدمتګار  د خپلو نورو اړخونو ترڅنګ د پښتو ادب او په تېره بیا ادبي نثر ته ډطر خدمت وکړ .  
۲ ـ ویښ ځلمیان په افغانستان کې یو اصلاحي سیاسي ـ فرهنګي جریان وو چې د هېواد د یو شمېر منورینو او فرهنګیانو لخوا په ۱۳۲۵ ل کال کې جوړ شو چې د انګار په نوم جریده یې خپروله .مخکښان یې عبدالروف بېنوا ، قیام الدین خادم ، نورمحمد تره کی فیض محمد انګار ، صدیق الله رشتین ، غلام محي الدین زرمتی،ګل پاچا الفت ، عبدالشکور رشاد ، ساپی او یو شمېر نور وول .
۳.ـ د غلام محی الدین افغان  یاد ـ ۲۰۰ مخ ـد نورمحمد غمجن په قلم لیکل شوې مقاله ـ په پښتو ادبیاتو کې د ادبي ټوټو  ونده او تاریخي سیر
۴ ـ وګورۍ ـ لیمه مجله ـ دویمه ګڼه ـ ګراسیموا
۵ـ وګورۍ ـ د الفت نثري کلیات ـ د محمد اسماعیل یون په زیار ـ شپږویشتم مخ  
۶ـ وګورۍ ـ د الفت نثري کلیات ـ د محمد اسماعیل یون په زیار ـ اتلسم مخ