د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په وردګو ولایت کې خلک و پلک او سندان ترمنځ

هلال سمسور 24.06.2013 19:24

"غربت او بېوزلي مو نه پرېږدي، چې لېرې چېرې لاړ شو او په لنډو کلیو کې چې هره ورځ کوم د پټې ځای پیدا کړو او د کډې کولو قصد وکړو له همغه ځایه طالبان جګړه پیل کړی او سیمه په اور بدله کړي. آخر په کومه وتښتو، خدایه کاشکې دې نه وای پیدا کړی."  
" خدایه پخوا خو به چې څوک مشران وو او یا به ډېر شتمن وو هغوی به له امنیت څخه اندېښنه لرله، خدایه! موږ څه ګناه کړې، چې خپل غربت او خپل مظلومیت را ته سور اور ګرځېدلی".
ددې مظلومانه ویناوو اصلي سرچینه دا وه، ددې کال په پیل کې د وردګو ځینې کابل مېشتو مشرانو او سپېنږیرو د وردګو ولایت له والي سره وکتل ترڅو له هغوی سره د خلکو غوښتنې شرېکې کړی او هم د سیمې لپاره د حکومت له پروګرامونو خبر شی. دغه قومی مشران زیاتره په کابل کې مېشت دي او له همدې ځایه د خلکو د مشرتابه دعوی کوي او په تشه دا لاپې او شاپې ولی چې موږ هر څه یو!
له غونډې وروسته د ولایت مطبوعاتی دفتر هم په ټولو رسنیو کې ښه په درز دې غونډې ته انعکاس ورکړ او ټول خلک یې خبر کړل، چې د وردګو له ولایت سره سیمه ییزو خلکو خپل هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ. او له حکومت څخه یې د سیمه ییزو پولیسو غوښتنه وکړه.
(له حکومت څخه د سیمه ییزو پولیسو غوښتنې) د حکومت په مخالفینو ډېر اغېز وکړ. ځکه هغوی د غزنی ولایت د اندړو ولسوالۍ له تجربې څخه په وېره کې شول.  معلوماتو له مخې هغوی هم په خپلو منځو کې په دې اړه ډېر بحثونه وکړل. لومړنۍ فیصله یې دا وه، چې حکومتي ودانۍ به تر کنترول لاندې ساتی او نور به خلکو ته اذیت نه جوړوی.
بله خوا د وردګو کابل مېشتی چارواکي هم کرار د خیر په غونډۍ کېناستل، هغو څو نفرو چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر یې د اربکیانو جوړول غوښتل هغوی لا تر اوسه په دې نه دي بریالی شوي، چې سیمې ته اربکیان راولي.
خو وروسته وروسته د طالبانو اصلی چارواکو خپل تصمیم بدل کړ او سیمې ته یې د اربکیانو پر ضد خپل وفادار ځوانان راولېږل. هرې سیمې ته یې بې شمېره پاکستاني او د وزیرستان طالب ډوله ځوانان را ټېل وهل. هغوی چې په سیمه کې نابلده دي او خپل او پردي توپیر نه شي کولی. د جګړې ځای او د پټې ځای نه پېژنی، د سیمې خلک یې تر پوزو را وستي او خلک دا پوښتنه کوي، چې آخر دا څه چل دی، چې یوه ورځ مو په کلي کې (امریکايي ځواکونه) پلټنې او بمبارۍ کوي او بله ورځ مو په کلیو (پاکستانیانو) انډوخر جوړ کړی وي.
په دې سره د سیمې خلک په ریښتیا هم د پلک او سندان ترمنځ دي، ځکه چې له دواړو لوریو په وېره او ډار کې دي. دواړه لوري پردي دي. دواړه لوري خلکو ته په ښه سترګه نه ګوري، بهرنیان او پولیس یې د طالبانو په ملاتړ او طالبان یې د حکومت په ملاتړ ملاتوي او ګواښونه ورته کوي!!!
طالبان چې ځانونه مسلمانان، د سیمې د مشرتابه حقدار او خلکو ته مسوول بولي. د سیمې خلکو ته د مسلمان او انسان په سترګه نه ګوري. چېرې چې ګڼه ګوڼه وي له همغه ځایه جګړه کوي او له همغه ځایه په پولیسو، ملی اردو او یا بهرنیانو فیرونه کوي. یا په کلیو او د کورونو ترڅنګ ماینونه خښوي. یا له لرې ځایونو څخه حکومتي ودانیو ته مرمۍ را فیر کوي، چې ډېرې یې په کورونو او کلیو کې لګېږي، تراوسه په لسګونو ماشومان، ښځې او څاروي وژل شوي.
د سیمې خلک طالبانو ته په چوپه خوله وايي، "چې کله ښوونځی رخصت شي او یا هم تفریح شي په سلګونو ماشومان را بهر شی، د ماشومانو له مینځه په حکومتي ودانیو فیرونه پیلوي. آیا تاسې ته زموږ اولادونه او معصوم ماشومان هېڅ ارزښت نه لري!!! عذرونه درته کوو، چې د ماشومانو او بې ګنا ولسی خلکو د ژوند ساتنه فریضه ده، تاسې خو موږ په لوی لاس وژنی، څه یې تاسې وژلی او څه هم ستا له لاسه بل چا وژلی!!!"

تاسې ته زموږ ژوند هېڅ ارزښت نه لري، تاسې موږ انسانان نه ښکارو!! آیا څوک چې ځان یو چا ته مسؤول او دوست بولي هغوی همداسې کوي! تاسې په تېرو لسو کلونو کې موږ ته څه را کړي؟ زموږ  کوم غم مو دوا کړی؟ نور خو هر څه پرېږده د اسلام له زده کولو مو هم محروم کړي یو!! ستاسې له لاسه نه زموږ شپه په آرامه ده او نه ورځ!!!
کابل مېشتو ځیره خورو ته مو دا وینا ده، چې تاسې په کابل کې ناست یاست خپلې مزې او چرچې کوی. زموږ پر سر له بهرنیانو او حکومت څخه امتیازات اخلی او په خپلو خېټو کې اچوی. خلکو ته وایاست چې موږ قومی مشران یو. موږ د سیمې ملاتړ لرو. تاسې یوه ورځ په ریښتیا هم زموږ حال اخیستی!؟ چې پر موږ څه تېرېږي. تاسې چې سیمې ته امن نه شو را وستلی غمونه مو ولې را ته جوړل. ولې مو د پاکستانیانو راتګ ته لار هواره کړه!؟
موږ هېڅ نه غواړو، طالبه نور له خدایه وورېږه، لږ په موږ غرېبو او بېوزله خلکو رحم وکړی. موږ په پردیو مه وژني، دوې ورځی خدای راکړی ژوند مه را باندې ترخوی؟ موږ له په خپل ژوند کې له خپل غربت او بېوزلۍ پرته نور کوم امتیاز لرو!! تاسې پاکستانیان هم را ته راوستي، چې موږ ته اسلام ژوندی کړي. د خدای لپاره په همدغه بې چارګۍ کې مو پرېږدی!! یا راشی په یوځلی مو قتل کړی، چې له یوې خوا سیمه تاسې ته پاتې شی او له بلې خوا به موږ له دغه تریخ حالت څخه یو ځلي خلاص کړی. هره ورځ به نه کړېږو.

helalsamsor@gmail.com