د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سوله

ټول افغان ويبپاڼه 19.06.2013 07:23

سلام شېرزاد صيب. دا ولوله چې خپره یې کړو او که نه.

د سولې د مذاکراتو په اړه د ټول افغان اعلاميه

بسم الله الرحمان الرحیم

د لوی ځښتن تعالی ثنا او حمد او د اسلام په سپېڅلي پېغمبر محمد بن عبدالله درود او سلام، وبعد،

د ټول افغان ويبپاڼه چې د ټولو افغانانو د نظرونو او ليکنو په خدمت کې له ۲۰۰۲م ميلادي کال راهيسي فعاله ده د خپلې اسلامي افغاني تګلارې سره سم تل د ټولو افغانانو اندونه په امانت خپاره کړي دي. په دې لړۍ کې یې د جګړې د ټولو خواوو اندونه چې افغاني هويت او ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي هم په پوره امانت تر لوستونکو رسولي دي.

اوس چې د جګړې يوې خورا مهمې خوا (طالبانو) په قطر کې د سولې د مذاکراتو او نړيوالو اړيکو په موخه دفتر پرانيستی، دا د افغانستان د ارامېدو او د افغانانو د هوسا او پرمختللي ژوند لپاره مهم ګام بولي. او ټول افغان ويبپاڼه يو ځل بيا په دې ټينګار کوي چې خپلې پخوانۍ تګلارې ته به دوام ورکوي او د ټولو خواوو اندونه به په دې شرط چې د اسلام سپېڅلو احکامو او د افغانستان ملي ګټو ته دروناوی ولري په پوره امانت خپروي.

ټول افغان ويبپاڼه د رښتيني سولې له پروسې بشپړ ملاتړ اعلانوي او د جګړې دنني او بهرني اړخونه دې ته رابولي چې د افغانستان خپلواکي، ځمکني بشپړتيا، ملي ګټې د دې پروسې په جريان کې په بشپړه توګه تامين کړي او هيڅ ښکېلګر ته (که له لرې راغلی وي او يا د افغانستان په څنګ کې اوسېږي) اجازه ورنکړي په دې ملي مسايلو کې د خپلو ګټو په رڼا کې لاسته راوړنې وکړي.

ټول افغان ويبپاڼه د خپلې ادارې او کاري ډلې په استازيتوب د جګړې په ټولو خواوو غږ کوي چې د نږدې تاريخ له درسونو او خطاګانو دې عبرت واخلي او د سولې د دې طلايي فرصت څخه دې افغان ولس نه محروموي او يو داسې نتيجې ته دې ورسېږي چې په يو ازاد، په بشپړه مانا اسلامي، ولسواک، خپلواک، عادل، په خپلو سرچينو واکمن، د غښتلي امنيتي ځواکونو څښتن افغانستان ټولې خواوې موافقه وکړي او ورته ژمن واوسي.

ويبپاڼه ټولې خواوې دې ته رابولي چې د افغانستان د بېلابېلو سيمو او په ځانګړې ډول پښتانه په يوه بله بهانه په تېرو دولسو کلونو کې د ژبني او توکميز تبعيض ښکار شول. واک د بهرنيو لښکرو سره په تېرو دولسو کلونو کې د وفادارۍ او خدمت په اساس وويشل شو. په سياسي، تعليمي، ټولنیز او کولتوري برخو کې پښتانه په ډېره سپين سترګۍ د بهرنيانو او داخلي متعصبينو لخوا د تبعيض ښکار شول. راتلونکی نظام بايد د ټولو افغانانو سره يو ډول چلند وکړي او هغه ظلمونه چې د بهرنيانو د چتر لاندې په افغانانو شوي دي له منځه يوسي او جبيره کړي.

د سولې په پروسه کې بايد د افغانستان د راتلونکې امنيت تضمين له نړيوالو واخيستل شي، په راتلونکي کې د افغانستان د پرمختګ لپاره له نړيوالو څخه په مالي او تخنيکي مرستو موافقه وشي، هغه سيمي چې له جګړې زيانمنې شوي دي د هغې د بيا رغولو او ولس سره یې د مرستو لپاره بايد يو ځانګړې اداره جوړه او اوږد مهال بوديجه ورته ومنل شي، د زيانمنو سيمو د خلکو د ښوونې او روزنې لپاره بايد په يو ځانګړي اوږد مهاله پلان موافقه وشي او نړيوال ورته بوديجه ومني.

ټول افغان ويبپانه د پورته ټکو او د رښتيني سولې راوستو لپاره د جګړې د خواوو له خوا د اعلان شوې پروسې ملاتړ کوي او ژمن ده چې د لاسته راړنې لپاره یې د هېواد د ليکوالو ليکنې او د سولې د مذاکراتو د خواوو نظرونه خپاره کړي.

ومن الله التوفيق

د ټول افغان اداره