امریکا او طالبان به په څو ورځو کې د سولې خبرې پیل کړي
19.06.2013 07:53طالبانو او امریکا اعلان وکړ، چې دوی به د افغانستان د نژدې دولس کلنې جګړې پای ته رسیدو لپاره رسمي خبرې په څو ورځو کې پیل کړي.
خو د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل، چې دا خبرې به اسانه نه وي:
«موږ دا هیله نه لرو، چې دا بهیر به اسانه او ګړندی وي، خو موږ باید دا بهیر له پوځي هڅو سره یوځای موازي مخ ته یوسو او په عین وخت کې موږ خپلو پوځي هڅو ته ژمن یوو چې القاعده ته به ماتې ورکوو او د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ به کوو.»
طالبانو تیر ماښام په دوحه کې د خپل سیاسي دفتر د پرانیستو اعلان وکړ.
تر دې اعلان وروسته د امریکا ولسمشر بارک اوباما په شمالي ایرلند کې وویل، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پرانیستل د طالبانو او د افغانستان د حکومت تر منځ د روغې جوړې لپاره یو مهم لومړی ګام دی چې اخیستل شوی. خو د امریکا ولسمشر څرګنده کړه چې د روغې جوړې د هڅې مخې ته به لوړې ژورې وي.
د طالبانو د دفتر تر پرانیستلو مخکې په کابل کې ولسمشر کرزي وویل، دی غواړي چې یوه ډله قطر ته له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره واستوي. د امریکا ولسمشر د حامد کرزي د دې هڅې ستاینه وکړه، خو په قطر کې د طالبانو استازي وویل، د کابل د حکومت له پلاوي سره تر اوسه د خبرو نیټه نه ده ټاکل شوې.
بل لور ته د طالبانو استازي په دوحه کې بهرنیو ته دا ډاډ ورکړ، چې ښه اړیکي به ورسره ساتي:
«د پوځي هڅو تر څنګ طالبان سیاسي ستراتیژي او هدفونه لري، چې یوازې د افغانستان مربوط دي او نورو ته زیان نه اړوي او چا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د نورو هیوادو د امنیت د خرابیدو لپاره استفاده وکړي. طالبان امنیت او ثبات یوازې د افغانستان لپاره نه غواړي بلکه ټولې نړۍ ته یې غواړي»
امریکايي چارواکو د طالبانو دغه اعلامیه له نړیوال ترورزم څخه د لرې کیدو لومړی ګام وباله او ویې ویل چې دوی تمه لري چې طالبان به اخر له القاعده سره ټول اړیکي قطع کړي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم پرون وویل چې طالبان باید القاعده وغندي.
په واشنګتن کې یوه امریکایي جګپوړي چارواکي وویل، چې، د روغې جوړې د بهیر اصلي ټکي به د امریکا او طالبانو خبرې نه وي، دغه دوه اړخیزې خبرې د سولې د بهیر په پرمختګ کې مرسته کولی شي، خو اصلي خبره دا ده چې د خپلو افغانانو تر منځ مذاکرې وشي.
د دغه امریکايي چارواکي په باور د دواړو لوریو تر منځ اعتماد ډیر کمزوری دی، نو کیدای شي چې دا خبرې اوږدې شي او دا بهیراسانه نه وي.
امریکايي چارواکي وایي، په ځانګړي ډول پاکستان ډیره مرسته کولی شي، څو طالبان وهڅوي، چې راوړاندې شي او د سولې له خبرو سره یوځای شي.
امریکایي چارواکي زیاتوي، چې د طالبانو له مشرانو سره به په لومړۍ کتنه کې پر اجنډا خبرې وشي.
امریکایي چارواکو زیاته کړه، چې موږ به په خبرو کې طالبانو ته ووایو چې پر څه غږیږو او دوی به هم راته ووایي چې دوی پر څه خبرې کوي.

