د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شکایت نه؛ بلکې سمجول شوی عمل باید وشي

عبدالغني «هاشمي» 18.06.2013 19:02

له دې حقیقته سترګې نه شي پټېدای، چې د دموکراتیکو ارزښتونو په ډګر کې د وروستیو نږدې دوو لسیزو په بهیر کې په هېواد کې د ازادو رسنیو رامنځته کېدل او د هغوی ګټور فعالیتونه او لاسته راوړنې د هېواد په تاریخ کې بې ساری او په رسنیز ډګر کې له سترو لاسته راوړنو شمېرل کېږي.
د هېواد ولسمشر په وار وار په هېواد کې د ازادو رسنیو پر رامنځته کېدو او له دې لارې د بیان د ازادۍ پر ترویج او پراختیا ویاړ کړی او په دې برخه کې یې د ازادو رسنیو فعالیتونه ستایلي دي.
که عادلانه قضاوت وشي، نو په وروستۍ لسیزه کې د رسنیو ډېری فعالیتونه له کمي او په ډېریو مواردو له کیفي پلوه ډېر ګټور، رغند او اغېزمن وو، هغه ظرفیتونه او مسلکي کادرونه چې په وروستۍ لسیزه کې په دې برخه کې روزل شوي، رامنځته شوي او په دې ډګر کې په ټولنیزو سیاسي او نورو برخو کې یې ګټور فعالیتونه ترسره کړي دي، د هېواد په تاریخ کې بې ساری او د قدر وړ وو او دي، خو دا هم د ویلو ده، چې دغه پرمختګونه نه یوازې د یو سالم مدیریت پایله وه، بلکې په وروستۍ لسیزه کې د څلورم ځواک په توګه د سیمې او نړۍ په کچه په رسنیز ډګر کې یو داسې بې ساری خوځښت اوپرمختګ رامنځته شو، چې ان په ډېرو زورواکو او مستبدو ټولنو کې هم رسنۍ د قربانیو پر ورکولو د حق غږ پورته کړی، چې زموږ هېواد او هېوادوال هم بې له شکه په طبیعي توګه په دې لار کې د پرمختنګ او مبارزو مزلونه وهلي دي.
موږ ددې عیني شاهدان یو چې زموږ په هېواد کې هم د رسنیو ازادي او اوپرمختګ په اسانه لاس ته نه دي راغلي، بلکې زموږ ډېریو باتورو ژورنالستانو او د رسنیز ډګر کارکوونکو سرونه او د تن وینې ورته نظرانه کړې دي.
طبیعي ده چې، د ظرفیتونو او مسلکي کادرونو د کموالي، اړینو تخنیکي او نورو امکاناتو ته لږ لاسرسي، ټولنیز – سیاسي ننګونو او خنډونو، له رسنیو سره د کار په فرهنګ کې ستونزو او نورو بېلابېلو لاملونو له کبله به له پيله تر اوسه په دې ډګر کې ځينې نیمګړتیاوې او تېروتنې هم موجودې وې، چې له امله یې ځينې رسنۍ له ننګونو او ګواښونو سره مخ شوي دي، د دغو ننګونو او خنډونو له ډلې څخه هغه څه چې رسنۍ ورسره ډېر مخ شوي، د بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو کړیو لخوا د «ناقانونه خپرونو » په پلمه له ځينو رسنیو سره ناندرۍ او جنجالونه وو.
د روانې اوونۍ په پیل کې یوځل بیا د ځينو رسنیو لخوا د غیر شرعي خپرونو، ځينو شخصیتونو ته د سپکاوي او مبتذلو او ناقانونه خپرونو په پار د ولسي جرګې ته په دې اړه د استجواب په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر غوښتنې له لارې راپورته شوه.
له دې سره چې په دې غونډه کې د ولسي جرګې ځینو غړیو په ځانګړي توګه، او ولسي جرګې په عامه توګه د رسنیو د فعالیتونو ستاینه وکړه، د ولسي جرګې ځينو غړیو د قانونون جوړوونکو او څارونکو په توګه او د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د حکومت د یوې اړوندې برخې د مسوول او د قانونو پلي کوونکي په توګه، دواړو د ځينو رسینو لخوا د پورته یادو شوو «سرغړونو» له امله ګیلې مانې وکړې.
 اوس د بحث وړ خبره داده، چې ولې په هېواد کې د ازادو رسنیو له منځته راتګ سره د وروستۍ لسیزې په بهیر کې دا مسله وار وار راپورته کېږي او بې له کومې پایلې بېرته غلې کېږي، له بده مرغه دا کار وار وارتکرارېږي، خو نه سرغړوونکې رسنۍ په روښانه توګه تشخیصېږي او قانوني کړنې ورسره کېږي او نه هم دولت له دغو اتهاماتو او بې نتیجې ناندریو لاس اخلي.
دا وضعیت په بېلابېلو ټولنو کې بېلابېل شکونه او انګېرنې راولاړوي، ځینې په دې اند دي چې ځینې کړۍ، ادارې، ټولنې او شخصیتونه د ځينو اهدافو او ملاحظاتو له مخې په دې پلمه له قانوني، منل شوو روښانه ازادیو او ارزښتونو د پلي کولو په لار کې د رسنیو مخه نیسي، خو دا کار په یو نه یو ډول د (دولتي چارواکو په اند) د سرغړوونکو په توګه د ځينو رسنیو پر تورنولو، د قانوني فعالیتونو ترسره کوونکو په ګډون، د ټولو رسنیو په رواني حالت او قانوني فعالیتونو ناوړه اغېز ښندي، ځکه هر یوه ته وېره پیدا کېږي، چې دغه کړۍ او ادارې یې پر فعالیتونو د غېرقانوني توب تور ونه لګوي، ځګه اړ کېږي چې له ډېر احتیاطه کار واخلي، چې دا پخپله د ازدو رسنیو پر ګټورو فعالیتونو ناوړه اغېزه کوي. له همدې امله دی چې داسې وضعیت ددې پرځای چې د قانون د پلي کېدو او پرهغې د څارنې په معنا تعبیر شي، د ډېرو په اند د رسنیو د قانونوني فعالیتونو او شته و فرصتونو پروړاندې د خنډونو او ننګونو د ایجادولو په معنا انګېرل کېږي.
د ولسي جرګې او اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ترمنځ د «رسنیو سرغړونو» په سر عامو بحثونو په ځينو کړیو کې ځينې نور شکونه هم راولاړ کړي دي، ځينې په دې اند هم دي، دا چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې هم نږدې دي، په دې اړه د ځينو کړیو او شخصیتونو ترمنځ پټې معاملې هم کېږي، په افغانستان کې راتلونکي، په ځانګړي ډول له ۲۰۱۴ کال وروسته سیاسي وضعیت او په هېواد کې د سولې منځ ته راتګ په اړه د بېلابېلو کورنیو، سیمه ییزو او بهرنیو کړیو ترمنځ د خپلو ګټو په موخه پټې او ښکاره معاملې، د دغو ننګونو او خنډونو د له منځه وړولو او مخنیوي لپاره د دولت بې وسۍ ...، دا ټول هغه مسایل دي، چې دولت او بېلابېلې کورنۍ، سیمه ییزې او بهرنۍ کړۍ یې له رابرسېره کېدو او رسوا کېدو وېره لري، نو ځکه ددوی په اند په بېلابېلو پلمو هڅه کوي، پر رسنیو بېلابېل فشارونه راوړي، ویې ګواښي او په دې توګه په دغو فشارونو او ناندریو کې د رسنیو پر بوخت ساتلو، د دغو حقایقو د رابرسېره کېدو او رسوا کېدو مخه ونیسي. راځﺉ د څو شېبو لپاره دا ومنو چې دا ټولې خبرې حقیقت نه لري او یوازې شکونه دي، خو په دې باید اعتراف وکړو چې دا شکونه او انګېرنې هم د رسنیو پروړاندې د دولت او ځينو کړیو له همدغو فشارونو او ناندریو څخه سرچینه اخستې ده.  
له بده مرغه زموږ د هېواد رسنۍ په وروستیو کلونو کې ډېری وخت او په سږني کال کې څو ځل د دولت لخوا له داسې ننګونو او ګواښونو سره مخ کېږي، ان کله کله د هېواد ولسمشر ښاغلي حامد کرزي په ځينو ویناوو کې هم د همدغو ننګونو څرکونه راښکاره شوي دي، خو ددې مسلې حل لار څه ده؟ ایا ددولت او بېلابېلو کړیو ترمنځ همدا ناندرۍ او ګواښونه دې همداسې روان وي، که اړین دی چې د کومې سالمې او مثبتې حل لارې پر موندلو دغو ناندریو ته د پای ټکی کېښودل شي او پرېښودل شي چې رسنۍ د قانون په چوکاټ کې ستر ټولنیز، سیاسي او بېلابېل ګټور فعالیتونه ترسره کړي.
موږ په دې اند یو چې د رسنیو ټول فعالیتونه د قانون خلاف نه دي، ځکه کله چې رسنۍ وايي چې ددولت په دستګاه کې فساد شتون لري او ددې لپاره اړین دلایل او اسناد هم وړاندې کوي، چې ان دولتي مقامات هم ترې انکار نه کوي او پخپله هم له دې ستونزې شکایت کوي، کله چې رسنۍ وایي زورواکو دولتي ځمکې غصب کړې دي او په دولت کې د ننه کړیو لاسونه هم ورسره شریک دي او روښانه ادرس هم ورکوي، په دې کې کومه سرغړونه ده، او چاته پکې سپکاوی او اهانت دی؟ خو حقیقت دادی چې دا فعالیتونه ضرور د ځينو کړیو په زیان تمامېږي، او کوښښ کوي په بېلابېلو پلمو د ځينو رسنیو د فعالیت مخه ونیسي. خو موږ له دې هم سترګې نه پټوو، چې ځينې رسنۍ په ځينو مواردو کې ځينې داسې مسایل خپروي، چې څه ناڅه له دیني شعایرو او فرهنګي ارزښتونو سره په مغایرت کې وي، ځينې وخت په خلکو کې وېره او اندېښنه خپروي، ټولنیزه روحیه تخریشوي، په بېلابېلو لاملونو (حق یا ناحق) ځينو شخصیتونو ته سپکاوی او اهانت کوي او ... خو دا د حل لارې لري:
لومړی: په لومړي ګام کې باید د دولتي ادارو او اړوندو ټولنو او کړیو لخوا ددغو رسنیو له مسوولینو سره دوستانه ناستې وشي او په قانوني دلایلو قانع کړی شي، څو په راتلونکي کې له داسې خپرونو لاس واخلي.
دویم: که رسنۍ داسې مسایل خپروي، چې ملي ګټو او دیني مقدساتو ته پکې روښانه زیان رسېږي، نو باید قانوني کړنې ورسره ترسره شي او مسوولین یې د قانون منګولو ته وسپارل شي او د قانون په رڼا کې، په لومړي ګام کې یې په خپرونو کې اصلاحات راشي او د بیا تخلف په صورت کې دې ورسره نورې قانوني کړنې ترسره وشي.
موږ څوک پر رسنیو تېري ته نه هڅوو:
هغه څه چې مو د نیمګړتیاوو، بې ځایه دعوو او ناندریو په اړه وویل، دا په دې معنا نه ده چې خدای (ج) مه کړه موږ څوک پر رسنیو تېري ته هڅوو؛ بلکې هدف دادی که په رسنیزو فعالیتونو کې ستونزې شتون لري، کېدای شي د یو سالم مدیریت او په ځينو مواردو کې د ګډ تفاهم له لارې هوارې شي، ځکه ګواښ، او د رسنیو د فعالیتونو پر وړاندې محدودیت ایجادول د حل اړینه لار نه ده. قانون شتون لري، مقررې موجودې دي، د رسنیو د سرغړونو د څار کمیسیون او د هغه عالي شورا شتون لري؛ خو پوښتنه داده، چې دا ټول د څه لپاره جوړ شوي، کله چې په ولسي جرګه کې په روښانه توګه ویل کېږي، چې ځيني رسنۍ ملي ګټو ته ژمن نه دي.  دا ددوی دنده ده چې باید دا رسنۍ تشخیص کړي او د قانون منګولو ته یې وسپاري، له دې پرته دا روښانه خبره ده چې ملي ژمنه هم د هر چا په نظر بېل تعبیر لري، چې افغانان پرلپسې یو بل د دغې ژمنې پر نه رعایت تورنوي، هغه څه چې یو څوک یې په خاطر له ملي ژمنو پر سرغړونې تورنېږي، هغه یې ملي حرکت ګڼي او له همدې امله ده، چې تراوسه ملي ژمنو ته ځانګړی او ټولمنلی تعریف نه دی موندل شوی، ځکه نو ځينې کړۍ غواړي د ځانګړو اهدافو او ګټو په خاطر له دې داعیې د نورو پروړاندې د فشار د یوې الې په توګه کار واخلي او دا کار بې له دې چې په لوی لاس د افغانانو ترمنځ مخالفتونو او ستونزو ته لمن ووهي او په بېلابېلو ډګرونو کې د پراخیتا او پرمختګ مخه ونیسي، بله هیڅ پایله نه لري.