مورې اواز مې اورې!
18.06.2013 19:01د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې د وسله والو له خوا هغه شهید شوي ماشوم ته، چې په سیمه کې د دولتي عسکرو له پوستې یې پاتې شوې ډوډۍ کور ته وړله!
مورې اواز مې اورې!
مورجانې ډېره وږې شوې به یې!
ورور به مې هم وږی وي!
خور به مې هم وږې وي!
ما د عسکرو له پوستې درته ډوډۍ راوړله
هو! له هغوی نه پاتې شوې ډوډۍ
ما درته ویل مورجانې!
ما ته زړې زړې جامې واغونده
چې که عسکر راباندې زړه وسېځي
او راته راکړي پاتې شوې ډوډۍ
خو شرمېدم مورجانې !
چې درته ووایمه !
کله چې پاکې جامې واغوندمه
او چې پوستې ته ورشم
څو برېتور عسکران
راته موسکی موسکی وي
راته یو بل شان ګوري
زه ترې وېرېږم مورې
خو دا خبره مورې
تا ته کولای نه شم
وایم چې ته به مې پوستې ورتګ ته نه ورپرېږدې
بیا به غرمه او ماښام څه شی وخورو؟
مورې اواز مې اورې ؟
نن مې ډوډۍ درته راوړې وه خو
چا په سینه په ګولۍ وویشتمه
ما ډوډۍ ټینګه کړه خو
مرګي زما له لاسو واخستله
او په سره ځمکه یې وروشیندله
پر هغه ځمکه چې سره شوې وه زما په وینو
زه لا ژوندی وم سا مې تن کې وه لا
چې چا لغته راکړه
په ځنکدن کې مې غوږونو ته اواز راغی چې :
څنګه !
کور ته وروړې نور د کافرو ډوډۍ؟
ته په دې نه پوهېدې ؟
تا ته حرامې دي دا !
مورې زه نور پر ځان پوه شوی نه یم
مورې ما ډېر وبخښه
زه نور درتلای نه شمه
ما نه مرګي د درتلو وس اخستی
درته ډوډۍ نوره دروړلی نه شم
۲۱-۳-۹۲

