د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د عطا سرغړونې او د حکومت چوپتیا ؟

خان ولي کامران 18.06.2013 12:12

که څه هم په افغانستان کې له تېرو دوه دري لسېزو راهېسي تل د زر او زور خلک سرې سترګي ګرځي او د قانون پر وړاندي هيڅ ځانونه مسول نه ګڼي او تل فکر کوي چې اصول او قوانین د دوی لپاره جوړ شوي نه دی بلکي قوانین او اصول د ټېټی کچي خلکو لپاره جوړ او په هغوي باندې د تطبیق وړ دي چې په افغانستان کې همداسي حالت روان دي او په دغه برخه کې زیاتي بیلګي هم موجودي دي کیدای شي ترما لوستونکي ډېري بیلګي ولرئ.
خو د ښاغلي عطا څرګندونې تر قانوني سرغړونو هم یو څه وړاندي او تر ملي پولو هم رسیدلي خو بیا هم سرې سترګي او د هېواد په شمالي بلخ ولایت کې خپله پاچاهي کوي او هیڅ څوک یې هم پر وړاندي غږ نشي پورته کولای کیدای شي ډېر لاملونه ولري او زما په څېر له ډېرو خلکو سره کیدای شي دا پوښتني وي چې اخر ولي برحال حکومت د ښاغلی عطا پر وړاندي چوپتیا غوره کړي ده علت یې څه دي او ولي پر وړاندي غبرګون نه ښئ؟
ښاغلی عطا په دغه یولس کلن حکومت کې کوم چې د ولسمشر حامد کرزی په مشرۍ رامنځ ته شوې له هماغه لومړی سره تردیدمه د بلخ والی پاتې شوي او د ادلون بدلون په اړه خو پرېږده حتی چا یې پروړاندی تش اواز هم نه دې پورته کړي عمل خو پرېږده او نوموړی تل ددغه برحال حکومت چې دی یې په بلخ کې کینولي خو د همدغه حکومت پر ضد بیانونه او خبري کوي کوم چې دا یې دغه ځای ته رسولي او معاش ورکوي د ویناوو له مخي په بلخ کې دده له امر پرته هیڅوک په خپل سر کار نشي کولای او ټول کارونه دده تر نظر لاندې ترسره کېږي چې یو شمېر خلک یې د شمال د بلخ د امپراتور په نامه هم یادوي.
اوس راځم هغو لاملونو ته چې نوموړی ولی تل د برحال حکومت پر وړاندی ضد نظر لري او حتی په دې وروستیو کې د ملي پولو تر بریده پورې هم ورسیده او د افغان له کلیمی سره مخالفت وکړ د ولسي جرګي پرېکړه وغندلي او ریس يې و ګواښه چې تاته چا دا صلاحیت درکړي چې په قانون کې افغانیت مني چې افغانیت ددی ټاټوبی د خلکو هویت دي خو نوموړی په زغرده وایې زه افغان نه یم په ښکاره د اساسي قانون څخه سرغړونه ده.
خو د افغان حکومت مشرتابه او په حکومت کې د ننه شتو بنسټونه چې قانون پلی کوونکې اداری دي پر وړاندي چوپه خوله پاتې دي او په اړه اقدام څه چې غږ هم نه پورته کوي او نوموړي ښکاره له قانون څخه سرغړونه نه بلکي سرغړوني کوي چې زه یې دلته د خپل لید لوری له مخي څیړم کیدای شی د ځینو په اند سمی او د ځینو په اند نیمګړي وي خو کیدای شي نور لوستوال او لوستوونکې پرې خپل نظرونه ورکړي.
لومړی: محترم عطا په بلخ کې د اوږدي مودي د پاتې کیدو له برکته شتمن او میلیاردر شو د ویناوو له مخي اوسمهال هم د ښاغلی عطا شخصي جیبونو ته د ورځي له پلوه په لکونو امریکايې ډالر ځي، نو زیاته سرمایه هم د انسان په هوس کې بدلون راولي نو دغه زیاته سرمایه چې په دغو یولسو کلونو کې پیدا کړیده د مصرف ځای یې نشته او همداسی ډېریږي نو ښاغلی اړ دي له خپلي بړستني پښي وباسی او د زیاتي سرمایې له برکته هغه د ګوډ تیمور خبره چې ویلي دی (دا دونیا ورکوټی او یو مشرته اړتیا لري نه ډیرو مشرانو ته) نو دا ښاغلي دا جمله هم په عینو ټکو کې نه خو په ورته مفهوم کې غواړي تل له قانون څخه ځان پورته حسابوي.
دویم: په بلخ کې د والي په توګه تر ډېري مودی پاتې کیدل هم یو دده له لویو لاملونو څخه شمېرل کېږي چې نوموړی له قانون څخه سرکشي کوي او د مرکزی دولت اوامرو ته غاړه نه ږدي ځکه نوموړی فکر کوي چې دی یو مقتدر والي او مرکزی دولت نشي کولای دی له دندي ګوښه او یا کوم بل ولایت ته واستوي نو ځکه په یو ځای تر ډېره پاتې کیدل هم سړي په ځان متکي کوي که څه هم دده همسیال والیان ددغه حکومت په لومړیو کلونو کې دولت وکړای شول له خپلو ځایونو بې ځایه کړي لکه ګلاغا شیرزی یې له کندهار څخه لومړی کابل او له کابل یې ننګرهار ته واستوه، د هرات پخوانی والي اسماعیل خان چې له هرات یې مرکز ته راوستوه او د ننګرهار پخواني والي حاجی دین محمد یې له ننګرهار پلازمینی کابل ته راوستوه چې اوس مهال ددغو څیرو په خپلو سېمو نفوذ تر پخوا ډېر کم شوي خو بالمقابل جنرال عطا په خپل ځای پاتې او په سېمه کې ددولت لخوا لیږل شوي کسان په یو او بل نوم له دندو لري او خپل خلک پر دندو وګومارل چې د اروښاد اکرام خاکریزوال موضوع ښکاره بیلګه ده نوموړی قوماندان دده له ځواکونو لخوا په بلخ ولایت کې محاصره وو او مرکزی دولت ددی پر ځای چې د خپل قوماندان ملاتړ وکړي عطا یې په مقابل کې نور هم ونازوه.
دریم: په پلازمینه کابل کې د محترم عطا پلویان په دې بریالي دي که عطا هر ډول سرغړوني د مرکزی دولت په مقابل کې وکړي نو څوک ورته څه نشي ویلي د بیلګي په توګه د تیرو ولسمشریزو ټاکنو پرمهال ښاغلی عطا په ډاګه د ډبل عبدالله ملاتړ وکړ او په خپلو خبری کنفرانسونو کې په ولسمشر کرزی پسی داسی خبری کولای چې هغه له انساني درناوي هم لري وي خو بیا هم دبلخ والي پاتې دي او څوک پر وړانډی غږ هم نشي پورته کولاي ولي د ارګ مسولین ددغه ښاغلي په اړه چوپه خوله دي زما په اند د ښاغلي بادران د ارګ مسولین شاید ګواښلی وي که د ښاغلی عطا په وړاندي مو ګام پورته کړ نو کیدای شي پر تاسو به د ډالرو کڅوړي ودرول شي لکه د جنرال دوستم د سرغړونو په اړه چې د ترکیی حکومت دریځ نیولي وو او ویلی ول که د دوستم په اړه ددولت هر ډول پرېکړه وکړي نو دوی به خپل سرتیری له افغانستانه وباسي هلته خو د سرتیرو خبره ده او دلته د ډالرو کڅوړي نو ځکه ډالر خواږه دی او د ښاغلی عطا په اړه د ارګ مسولین چوپه خوله پاتې دي او پر وړاندي یې هیڅ غبرګون هم نه ښئ.
څلورم: د څلورم لامل په اړه که څه هم پورته یو څه یادونه وشوه زما په اند کیدای شي دا تر ټولو مهم او د قوی اغیز لرونکې وي ځکه په دغو یولسو کلونو کې د یو شمېر لودیځو هېوادونو سربېره ګاونډيو هېوادونو ته د جاسوسیو لاري خلاصي او هر هېواد په خلاص مټ خپل کارونه ترسره کوي چې هیڅوک یې پر وړاندي غږ هم نشي پورته کولای په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو لاس وهنې، که څه هم لودیځ هېوادونه او امریکا خپل عسکر دلته وژني او د خپلو هېوادونو لپاره قرباني ورکوي خو ګاونډي هېوادونه پرته له قرباني په ډېره اسانه توګه او په کمو امکاناتو ځیني خلک خپل کړي او دلته یې واټونه په نوم کوي او نمانځغونډي یې په ویاړ جوړوي له کوم هېواد سره چې لودیځوال جوړ هم نه دي خو دولت او نور هغه بنسټونه لکه د ملي امنیت اداره ، کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت، کلتور وزارت، ستره محکمه، لویه څارنوالۍ او نور دولتي او مدني بنسټونه یې په وړاندي هیڅ عکس العمل نه ښئ له دې معلومېږي چې د کاسی لاندې نیم کاسه ده نو ددغو هېوادون جاسوسي کړیو په یو ډول نه په یو ډول ددغو ښاغلو خولي هم بندي کړي دي چې په افغانستان کې د قانوني سرغړونو په وړاندي غږ نه پورته کوي.
خو زما وړاندیز د نوې کهول روڼ اندو ځوانانو او په هېواد مینو خلکو ته دا دي که مو ددغه سیلاب پر وړاندي د دیوال په څېر محکم ونه درېږو نو کیدای شي هېواد مو یو ځل بیا له ډېرو بدبختیو سره مخامخ شي نو که څه هم ددغه سیلاب مخنیوي به یو څه ګران کار وي خو که یو بل ته سره لاسونه ورنکړو نو کیدای شي روان سیلاب مو د دیوال یو برخه هم زیانمنه نکړي او دغه روان سیلاب به ډب پاتې شي او د مخکي تلو مخنیوي به وشي او که یو له بله لري او همداسي بې غوره پاتې شو نو نه یوازي به دغه سیلاب موږ زیانمن کړي بلکي هغه د خیر په غونډۍ او بې غوره ناست خلک به هم تر ټولو زیات زیانمن شي.