د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پښتونخوا مل به څوک وي؟

نور البشر نويد 18.06.2013 10:42

له بي بي سي څخه

هېڅ يوه مقدمه بغير د وکيل نه نه جوړېږي_ خو د بده مرغه د پاکستان د زېږېدو نه وړاندې او وروسته زموږ مقدمه نه چا جوړه کړې ده، نه يې چاته وړاندې کړې ده.

فقط يو ځل افراسياب خټک چې ځان سره په لومړي ځل د خپل ګوند مشر اسفنديار ولي خان امريکا ته بوتلو نو و یې ويل چې د پښتنو مقدمه مو امريکا ته وړاندې کړه.

د مقدمې پايلې پښتنو ولسونو د پنځو کالو د حکمرانۍ په شکل کې وليده خو تاوان يې دا وشو چې د پښتانه مشران پنځه کاله د خپلو ولسونو نه لرې پاتې شول.

اسلام اباد زموږ مشرتابه د خپلو ولسونو نه د لرې پاتې کولو لپاره خيالي او تصوراتي جنتونه جوړ کړل او د پښتنو مشرتابه چې واپس راغلل نو په پښتونخوا کې د دې پله لاندې ډېرې اوبه بهيدلې وې او پښتنو مشرانو ته خپلو ولسونو د دې لنډۍ په مثال وکتل:

اوړى دې کوز پنجاب کې تېر کړ

په ژمي راغلې سلامت غواړې خالونه

نن د نوي صورتحال له امله پښتانه په هغه ځاى ولاړ پاتې شول لکه چې وو_ ځمکه ګردش کوي، تاوېږي، خو په ګرځنده ځمکه پښتون ولاړ دى او د ځان لپاره د رحمان بابا دا شعر وايي:

لکه ونه مستقيم په خپل مقام يم

که خزان راباندې راشي که بهار

د روانو حالاتو په تناظر کې پښتون افغان سره نه خپله مقدمه شته، نه يې وکيل شته، نه عدالت او نه قاضي شته.

موږ چې د براعظمګۍ د وېش نه دا مقدمه را واخلو نو کانګرېس ځان ته هندوستان ازاد کړ خو ګاندهي جي زموږ باچا خان د پاکستان شرمخانو ته پرېښود.

په دغه سفر کې چې په هر دور کې پښتون افغان ته چا په جذباتي وينا کې ويلي:

هغه دى را روان دى!

انقلاب راځى!

ازاد پښتونستان!

لوى پښتونستان!

نو هېچا دا نه دي کتلي چې دا مقدمه ده که سياسي دړکه؟ يو خوا دوه سري خانان وو بلخوا د افغانستان سرداران. دوه سرو خانانو ويل:

"زموږه پښتونستان د پاکستان دننه دى"

د افغانستان سردار ويل:

"د سرو شونډو د پاسه سور پيزوان مه يادوه"

څومره عجيبه د سسپنس ډکه ډرامه وه، د دې ډرامې منطقي انجام کې خپل مرکزي “هيروز کردارونه” داسې راوغورځېدل لکه په مسکو کې چې په چوکونو د لېنېن مجسمې راکوځېدې.

زموږ مقدمه هغه وخت هم په فايلونو کې خوندي پاتې شوه چې د رياستي جبر په نتيجه کې د جناح صاحب رياست مات شو.

پښتنو د پاکستان د وفادارۍ په نشه کې خپله مقدمه هېره کړه او بيا د پاکستان په عدالتونو کې د پښتنو د وفادارۍ تقريرونه په غدارۍ بدل شول.

د پښتنو مقدمه په نورو ډېرو وختونو کې په هر ځل بې وکيله بې دليله د حالاتو په رحم و کرم پرېښودل شوې ده او دا لنډۍ به ويل کېده:

پرېږده چې خړ سېلاب مې يوسي

په لامبوزن جانان به ډېره نازېدمه

زموږ جانان لامبوزن نه و ځکه خو هغه هډو خړو اوبو کې پښه لونده کړې نه ده.

نن په دغه خړو اوبو کې پښتانه لکه د ړندو کبانو هر څوک په اسانه رانيسي.

دا ځل عجيبه کار دا و چې د پښتنو مقدمه د طالبانو په عدالت کې وه. طالبان په خپله نه عدالت ته راځي، نه عدالت مني، نه مقدمه او نه وکيل مني، نه بحث کوي، نه بحث اوري.

د عبوري حکومت شکل لري، په يو رياست کې پنځم رياستي احکامات.

يوه پوځي اداره، دويم د عدليې حکم، دريم عسکري دباو، څلورم جمهوري پارلماني کاغذي لفظونه او پنځم د طالبانو زور حرف اخر!

چېرته چې په يو هېواد کې پنځه بېلا بېل امرونه او فيصلې کېږي، هلته به د يوې مقدمې څه حال وي؟

د پښتون افغان مقدمه خو د براعظمۍ د وېش نه وړاندې په هوا کې جوړه شوې وه. زموږ لپاره په اوبو کرښې راښکلى شوې وې، په اوبو د توري د ليک څه مانا؟ څه دليل؟

ځکه خو موږ دعوه نشو کولى چې زموږ وکيل په اوبو ليکل کړي دي، ځکه خو هغوی د مقدمې د باييلات په هره مرحله کې ويلي:

پرېږده چې خړ سېلاب مې يوسي

پښتون افغان اوس هم خپله مقدمه او خپل وکيل غواړي.

افغانستان زموږ د مقدمې نه په هېڅ ډول ځان نشي بېلولى ځکه چې ډيورنډ ته د پښتون افغان په سينه پليته کرښه وايي.

هر کله چې افغانستان د ډيورنډ کرښې ته پليته کرښه وايي، پښتانه قام پرست ورته د تاريخ جبر وايي نو بيا افغانستان د پښتون افغان د مقدمې نه غلى څنګه پاتې کېدى شي؟

که چېرې افغانستان هر پنځه کاله پس په ټاکنو کې فقط بريالي شوو پښتنو ته مبارکۍ را لېږي نو دا نه زموږ د مقدمې ګواهي ده او نه وکالت.

پښتون افغان په خپله منطقه کې خپله مقدمه، خپل وکيل او خپل ګواه غواړي.

موږ هر ځل تاريخ ته فيصله نه شو پرېښودى، دلته تاريخ چېرې هم فېصله نه ده کړې.

ځکه چې دلته تاريخ د اس په مثال دى، د اس واګې د بل په لاس کې دي.

اوس د قامونو د ازادۍ دور دى. د پاکستان سياستونه هم په خپل قامي چوکاټ کې دي.

موږ هم د خپلې مقدمې فيصله په قامي غوښتنه کې غواړو، شرط دې لکه د پخوا دا هم نه وي چې د پاکستان دننه به وي.

موږ د پاکستان د وفادارۍ په ليونتوب کې خپل پښتني افغاني هوډ له لاسه نه شو ورکولى.