د شاه شجاع په واکدارۍ کې به شجاعي همداسې سرې سترګې ګرځي
17.06.2013 14:00که یو ځل بیا پیل د مظلومونو پښتنو پر سر د روانو ټولو ظلمونو او زخمونو څخه وکړم نو هر څه به یو ډول بیاځلي او تکراري ښکاره شي. او په افغانستان کې به هر ښکېل لوري سره په جنجال واوړو. ځکه هېڅ لوري هم پر دغه ویاړلي خو مظلوم او بې سره قام له ظلم څخه مخ نده اړولی.
خو خیر دا د قلم او کتاب په وس پوره نده چې د زمانې ترټولو وحشی ظلمونه بیان کړي خو د درد د کموالي لپاره به د کابل مېشتو لوړپوړو مغولیانو روزل شوی او ساتل شوي وحشي او داړونکي ځناور حکیم شجاعي هغه وحشت چې د ارزګان پر مظلومو پښتنو یې روان کړی یو څه بیان کړو. نور خو به ستاسو په وس هم څه پوره نه وي خو که اوښکې مو پخپله بې وسۍ وڅڅېدې نو ما وبښی.
شجاعي د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د یوې ډلې بدماشانو چې د اربکیو نوم یې پرې ایښی مشري کوي. څو کاله پخوا یې خپل وحشت د پښتنو پر وژلو او چور چپاول پیل کړ چې د ارګ مېشتو له تود هرکلي سره مخ شو او د مغولیانو ګڼ شمېر ویب پاڼو لکه کابل پرس د اتل او باتور لقبونه هم ورکړل ځکه په اوسني حالت کې یې د اتلولی لپاره معیار پوره کړی وو . دا لړۍ همداسې روانه وه خو یو ځل بیا یې په دې وروستیو ورځو کې خپل وحشت ته زور ورکړی د خپل یوه سپي د ټپی کېدو په بدل کې یې لسګونه پښتانه ګوډ او مات کړي. خو چې د سیمو چارواکو څخه وپوښتې نو د خندا وړ ځواب درکړي چې ولا شجاعي خو غره ته تښتېدلی …! ته به وايې چې داسې غیرتي او خطرناک ولسمشر او وزیر لرو چې شجاعي یې له وېرې غره ته وتښتي. که غوصه یې راغله همدا نن به کابل ته هم راشي خو ولاکه ورته څوک کوږ هم وکتلی شي.
د شجاعي وحشت باندې به نور هم ووایو خو لومړی به د هغه مظلومانو پر حالت وغږېږو چې د وحشت وروستي حدود یې هم زغملي.
ارزګان د لوی احمد شاه بابا د خاپوړو د ځای یعنې لوی کندهار یو څنډه ده چې له ویاړونو او د اتلولۍ له ریښتینې افسانو ډک ده ددې سیمې پښتانه د هغو باتورانو لمسیان دي چې پر ایران او ډهلي یې پاچاهۍ او واکمني کړې او نړۍ یې د غیرت او شهامت کړنو ته حیرانه وه، انګرېزان یې تر دې دمه د غیرت او میدان ګټلو راز ته هک پک پاتې دي…………………….هو دا هماغه ارزګان دې چې د غلیم د یرغل په وخت کې به مو زړه ډاډه وو چې ځه ارزګان خو لرو چې د غلیم غاښونه ورمات کړي…خو افسوس چې زمونږ بې ننګه مشرانو لاس تړلي بل ته وروسپارلو ، زه یې د بل زغملو ته راوبللم خو زه بې خبره له دې چې دا زغمل نه بلکې پر بل مې خرڅول دي. بل یې راباندې داسې واکمن کړ چې که مې نیکونو په خوب هم دا حالت لیدلی وای نو زړونه به یې چاودېدلي وو.هو نن هماغه ویاړلي له خاورو او وینو ککړ مخونه د یو بې ننګه او بې نسبه په پښو کې د ژوند وروستۍ سلګۍ وهي ،،هاغه چې شپې به یې خپل زوی ته د زړورتیا افسانې او درسونه ورکول نن د خپل هماغه کوچني زوی په مخ کې په لغتو او لرګیو په خورا بې عزتۍ سره وهل کېږي..هغه چې خپلې مېرمنې ته یې د هغې د ساتنې ژمنې ورکولې نن یې هماغه مېرمنه دده پر وینو ککړ بدن پرته او خپل خاوند سره غبرګه د وحشت ښکار کېږي..یوې شېبې لپاره خپل ځان هلته انځور کړی چې یو ډله ځناور مو تاسې ستاسې سپین ږیری پلار او کوچنی زوی مو د کورنۍ د نورو غړو مخ کې په لغتو وهي ،لاس او پښې مو درماتوي،او خورا بې عزتي مو کوي . او تاسې هم دومره بې وسه واوسۍ چې غچ اخیستل خو پرېږده ان د ورته پېښې د بیا کېدو مخنیوی هم ونشی کړای ، هېڅ ادرس مو دامېد او ملاتړ لپاره نه وي ، کابل هم دومره درڅخه خپل زړه لرې کړي چې ګمان وکړې دا یو ځانګړې جغرافیه او په خاصه توګه دهمدې وحشت لپاره جوړه شوې ده.
څومره به بې وسه ښکاری ،څومره به خپل مرګ غواړی ، څومره به خدای ته زارۍ کوی ،څومره به په چیغو ژاړی،څومره به هو څومره به د ناامیدی تیارو کې ډوب یاست…………………..
وايي چې شجاعي او ده سره ډله کله چې مظلوم پښتانه په شهادت رسوي نو په خپلو پنجو او غاښونو د هغوی سینې څیروي او زړونه یې راوباسي … په دې هکله انځورونه هم شته خو د کورنیو چارو وزیر هغه قومي مشرانو ته چې له دغه اسنادو او انځورونو سره د یو نړۍ هیلو سره کابل ته راغلي ول نه وو پرېښي چې دا انځورونه رسنیو ته وروښيي او ژمنه یې کړې وه چې د یوې اونۍ په ترڅ کې به شجاعي ونیسي خو خبر نه وو چې شجاعي خليلي لري نه یواځې دا چې وزیر غریب یې غلی کړ بلکې پر هغه یې د شجاعي تنخواه لاپسې زیاته کړه .
موده مخکې یوې اسټرالیايي ورځپاڼې سیدنی مورنینګ هرالد یو مفصل راپور خپور کړ چې په مستنده توګه یې ویلي وو چې د ولسمشر مرستیال کریم خلیلي او امريکايي ځانګړي ځواکونه د یو پلان له مخې د پښتنو د ځپلو لپاره د شجاعي ملاتړ کوي (http://www.smh.com.au/world/the-untouchable-a-new-breed-of-warlord-20130319-2gcji.html) دا یې ادرس ده.
خو راځم دې ته چې ولسمشر،امنیتي ارګانونو او ولسي جرګې څه کړي؟
ولسمشر: په هېڅ صورت دومره همت نشي کولای او نه یې تر دې دمه داسې کړي . د همدې محقق او خليلي په فرمایش یې د علومو اکاډمۍ باندې امنیتي فشار راوړ ،د دوو جنګسالارانو د خوښۍ لپاره یې درې عالمان تېښتې او وطن خوشې کولو ته اړ ویستل، د همدوی د خوښۍ لپاره یې هغه څه وکړل چې سړی شکمن کړي چې دا اصلي ولسمشر به څوک وي؟. بله بېلګه دا چې همدا نن شپه چې دا لیکنه مې کوله ملي ټلویزون په خپلو خبرونو کې د ولسمشر د ډاډګېرنې یو پیغام خپور کړ چې د چورې په ولسوالۍ کې د طالبانو د یو خښ شوي ماین له امله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه .ولسمشر په دغه پیغام کې دا پېښه سخته غندلې وه. خو که لږ هم څوک عقل ولري نو پوهېږي چې دا یې څومره غټ تمثیل کړی ایا عقل دا مني چې په هماغه ولایت کې د سلګونو په مرګ یې غوږ هم ونه ګراوه خو د څلورو تنو په مرګ ژوبله خواشينی کېږی. دا دې ولسمشر چې ترې تمه هم د لېونتوب نښه ده
ولسي جرګه: زه به تبصره پرې ونکړم یواځې د هغې تیلیفوني اړیکې خبرې به نقل کړم چې د همدې لیکنې د لیکلو په بیل کې مې د ارزګان له استازي ښاغلي عبیدالله بارکزي سره درلوده.
زه: سلام بارکزی صیب څه حال لری زه میرویس ستانکزی یم
بارکزی:پخیر راغلی مننه ستاسو څه حال ده
زه: مننه بارکزی صیب غوښتل مې دا د ورستیو موضوعاتو په هکله لږ مالومات در څخه واخلم دا شجاعي بیا سخت ظلمونه شروع کړی د لسګونو پښتنو لاسونه او پښې یې ورماتې کړي تاسو خبر یاست دا څنګه موضوع ده
بارکزی: ولا زه خو په دې وروستۍ پېښې خبر نه یم

