د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د حورو څخه د پښتنې پیغلې ګیله

اجمل ستانکزی 16.06.2013 10:14

نه پوهیږم چې تاسې څوک یاستئ؟ نه ما لیدلي یاستئ او نه هغه پښتون ځلمي چې زه ورسره د ژوند تیرولو خوبونه وینم. خو بس زمونږ د کلي ملا مو په صفتونو نه مړیږي. ستاسو د دې نالیدلي ښایست کیسو زمونږ واړه او زاړه په تاسو پسې لیوني کړي. د ډیرو پيغلو ارمانونه او د ډیرو واده شویو کورونه ستاسو په وجه وران شول. ډیرې میندې ستاسو په وجه بوره شوې او ډیر پلاران ستاسو له لاسه وژړلیدل.
کیدای شي زمونږ د کلي ملا تاسو لیدلي یاستئ چې هره جمعه تر هر څه ډیر ستاسو په اړه خبرې کوي. هغه وايي چې ستاسو ښایست ته د دې دنیا د تر ټولو ښایسته پيغلو ښایست هم نشي در رسیدلای. خو بیا له ځان سره وایم چې که تاسې دومره ښکلي یاستئ چې څومره زمونږ ملا وايي نو دی پخپله ولې نه درځي؟ دی بیا ولې پدې دنیا درې او څلور د حورو نه بدرنګه پيغلې ځان ته په نکاح کوي.
د ملا د خبرو په اساس تاسو دومره ډیرې یاستئ چې هر یو پښتون ځوان ته به تر ۷۲ حورو پورې رسیږئ. که ریښتیا هم داسې وي نو تاسو خو زمونږ ارمانونه او کورونه هم پدې دنیا را وران کړل او هم به يې په هغې دنیا را وران کړئ. ځکه داسې کوم لیونی به پيدا شي چې ۷۲ تر مونږ ښکلې پیغلې ورسره وي او دی بیا هم مونږ ته راشي.
آخر دا مونږ څه ګناه کړې او له تاسو سره مو څه بد کړي؟ ولې مو هم پدې دنیا کړوئ او هم په هغې دنیا؟ لوږې، تندې او نورې سختۍ مونږ ورسره تیرې کړو، خدمت يې مونږ وکړو، وهل يې مونږ له لاسه وخورو، د خپل حق خواړه مونږ ورکړو او هر ډول دنیاوي خواهش يې مونږ ورپوره کړو خو آرام ژوند بیا له تاسو سره غواړي.
نه پوهیږم چې تاسو څه جادو پرې کړی چې زه يې په میاشتو میاشتو یوازې پريښې یم او بیخي ترېنه هیره یم خو تاسو ته د درتلو غم ورسره هره شیبه وي. ستاسو لپاره زما په شمول له خپل سر، مال، کورنۍ او خپلې هرې خوشالۍ نه هم تیریږي خو زما لپاره د خپل پلار مخې ته هم نشي دریدلای. ستاسو دا جادو نه زمونږ تعویذونه ماتولای شي او نه هم زیارتونه.
ستاسو دې جادو پښتانه نران په تاسې پسې داسې لیوني کړي چې له شره يې نه د پښتون جومات په امن دی نه حجره، نه يې ښادې کې امن شته او نه په غم کې، هم کار ته په ډار ځي او هم بازار ته. د هرې چاودنې له غږ سره د یوې پښتنې پیغلې ارمانونه خاورې کیږي، يوه پښتنه مور بوره کیږي او ډیرې نورې پښتنې میندې ژړیږي. خو د چاودنې له غږ نه هم زیات هغه وخت ډیر زور راکوي چې دی له خپلو ملګرو سره مخه ښه کوي. هغوی ته وايي چې ((په جنت کې به سره وینو)) او ((زه ځم چې زما حورې زما انتظار کوي)).
زمونږ ځوانان ستاسو په ارمان له څه دپاسه دیرش کالو راهیسي مري. ډیر درغلل نور مو بس دی. زمونږ کلي خالي شول، جوماتونو ته مو پردي ملایان راځي، ښوونځیو ته مو پردي استادان راځي، زمکې مو شاړې شوې او بازارونه مو ویجاړ شول ځکه نه بزګر راپاتې دی او نه کارګر. نور مو بس دی.
آیا په نورو خلکو کې ځوانان کم دي چې تاسې یوازې په پښتنو زلمو پسې لګیدلي یاستئ؟ دا ولې مو یوازې زمونږ په ارمانونو او کورونو ورانولو پسې راخیستې؟ او که خدای پاک تاسې یوازې د پښتنو نارینهو لپاره پیدا کړي یاستئ؟ که داسې وي نو بیا د پښتنو پيغلو پیدا کولو څه ضرورت وو؟
ما خو اوریدلي وو چې په آخرت کې به ټولو ته انصاف رسیږي، دا څنګه انصاف دی چې دلته هم نیمه برخه هلته تر نیمې نه هم کمه، دلته هم یوازې ارمانونه او هلته هم تش خیالونه. دا د کوم ځای انصاف دی چې په جنت کې به تاسو زما له زلمي نه راتاو یاستئ او زه به له لرې لرې درته ګورم.
دا لیکنه په پشتون وومین ویو پواینټ http://pashtunwomenvp.comکې هم خپره شوې ده.