د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اولا ګلونه سوځي

پوهندوی آصف بهاند 15.06.2013 23:45

(بیا هم افغان میرمنې اودهغوی دتریخ ژوند دردونکی انځور)
« ښځه دنارینه نیمه برخه جوړوي،ځکه نارینه تل دخپلې نیمې برخې په جوړولوپسې ګرځي اوپیدا                                                            کوي یې » ( افلاطون )

«اولاګلونه سوځي» دهغه نوي چاپ شوي کتاب نوم دی چې دافغانستان دمظلوموښځودتریخ ژوندتاریخ اوزوریدوبیلابیل اړخونه روښانه کوي اوځای،ځای مستنددلایل هم ورته راوړل کیږي.دا اثر دښاغلي ابراهیم نعیمي دکلونوڅیړنو،پوښتنو،سفرونواوخولوتویولوپایله ده.
دکتاب پیژندنه:
دکتاب نوم: اولاګلونه سوځي
لیکوال: محمدابراهیم نعیمي
دچاپ کال:۲۰۱۲زکال ( ۱۳۹۱لمریزکال)
دچاپ ځای: ددانش خپرندویې ټولنې تخنیکي څانګه ـ پيښور ... »
دکتاب لیکوال دکتاب د اهدا په برخه کې دکتاب ټول پیغام داسې راټول کړی دی:
ښځوته اهدا،
هغوګلانوته چې اوس هم په بل کړای شوي اورکې سوځي!
دکتاب په اهدا کې دلیکوال له پیغام نه داسې ښکاري چې دی ښځې ته،دښځې مقام اوپه ټولنیزژوندکې دهغې رول ته څومره احترام قایل دی اودکتاب له ژورې لوستنې نه دا ښکاري چې لیکوال په دې عقیده دی چې:
ښځه مور ده،
ښځه دژوند ملګرې ده،
ښځه د ټولنیزژوند نیمايي برخه ده،
اوپه پای کې ښځه دنارینه لاس نیونکې اومرسته کوونکې ده.
سره له دې چې په افغانستان کې دښځوپرژوند کتابونه اومقالې لیکلې شوې دي،بحثونه اوخبرې ورباندې شوې دي؛خوزه فکرکوم چې داموضوع هیڅکله هم نه زړیږي اوهرکله باید خبرې ورباندې وشي اودنوي وخت دنویونظریاتو،پرمختګونواونویولاس ته راغلو اسنادو په رڼا کې وڅیړل شي.
دیوې ټولنې له هرلیکلي هنرنه مخکې دهغې ټولنې فوکلور مخکې رامنځ ته شوی وي.که په پخوا زمانوکې دښځودژوند په څرنګوالي پسې څوک ګرځي،نودهغې ټولنې فولکلورته دې سر ورښکاره کړي،اوکه څوک غواړي دیوې افغان میرمنې دژونداصلي څیره وګوري،دافغانستان فولکلوردې ولولي،پښتولنډیوته دې سرورښکاره کړي چې په خپله دلنډیوترنیمايي ډیره برخه نه یوازې دښځوپه باب ده،بلکې دښځوله خوا تخلیق شوې هم دي.دا دیوې افغانې پیغلې غږدی:
                                  چیرې پناه شوې په غم ورکه        
                             مــا پـه اوښـانـوبـدلـوي،تـا غـرقـوینـه
دپښتوادبیاتو په تاریخ کې ترټولوپخوانی شخص چې په شعوري ډول یې دښځو په باره کې خپل نظرڅرګند کړی دی،هغه خوشال خان خټک دی.ده دښځوپه باب یې په خپلوشعرونواوآثاروکې کله ناکله خبرې کړي دي،ده دموضوع دمهم والي له نظره دښځوپه باب دښځې دپیژندنې په برخه کې یوه بشپړه قصیده ویلې ده چې دري څلویښت (۴۳) بیتونه لري چې دښځودجمال اوکمال بیان په کې شوی دی.(۱،۴۵۸ـ ۴۶۱ مخونه)     
وروسته له قصیدې نه یې په خپل مشهوراثردستارنامه کې هم دښځوپه باب خبرې کړې دي،داسې څه یې ویلې دي چې دسل ګونوکلونوپه تیریدوسره اوس هم علمي بڼه لري،داسې بحث يې کړی چې داوسنۍ زمانې له غوښتنوسره ډیرښه اړخ لګولی شي.خوشال خپل مشهور اثردستار نامه دهند درنتبورپه زندان کې لیکلی دی.یوه مقدمه،شل هنرونه،شل خصلتونه اویوه خاتمه لري.زه ورته دهغه وخت دپښتنواساسي قانون وایم.
ددستارنامې په دولسم(۱۲) اودیارلسم (۱۳) هنرونو(۲، ۱۰۴ـ ۱۲۲مخونه)کې خوشال خان خپل نظریات دښځې په باب بیان کړي دي.خوشال ددستارنامې ددولسم هنر په پیل کې دښځې په باره کې،چې دافغانانوداوسنیوتودوجنجالونو یوه برخه ده،داسې خپل نظرڅرګند کړی:
« نکاح روا ده،دوه،درې،،څلور؛اما بهتره یوه ده.» (۲،۱۰۴ مخ)؛اوددې بحث ترپایه دی ددلایلوپه وړاندې کولوسره دیوې ښځې په درلودلوباندې ټینګارکوي اودډیروښځو کول یوحبطه اوبې فایدې کارګڼي:
                                  چې میرمنې په کې دوه شي          
                                  هــغه خــونــه حبــطه شــي
                                                           (۲،۱۰۶مخ)
اوس هم زموږدټولنې ډیره سلنه خلک په دې نه پوهیږي چې ښځې سره څه ډول چلند وکړي،په تیره له حامله ښځې سره.خوشال لا په هغه وخت کې داوس وخت نظریات له ښځوسره په چلند کې مطرح کړي و.دی په ټینګار سره وايي چې بادارې میرمنې سره باید څه ډول چلندوشي.خوشال ددستارنامې په دیارلسم هنرکې داسې ویلي دي:
«اولادکه زوی وي،یا لور،خوچې عورتینه په فرزندډکه شي،نوریې تربیت لازم شي...»(۲ ،۱۲۲مخ)
بیا به په ضمني ډول چا څه لیکلي وي،چې دومره دچا پام نه ورته اوړي،خوبل تن چې په شعوري ډول دښځویادونه کړې ده،هغه دشاه حسین هوتک ددربار منشي،محمد هوتک دی چې پټه خزانه یې لیکلې ده.محمد هوتک دا اثرپه۱۱۴۱ـ ۱۱۴۲ (۱۷۲۸ــ ۱۷۲۹) کال کې لیکلی دی..محمدهوتک دپټې خزانې په تذکره کې ديښتني ادب شپږنامداره میرمنې ( نازوتوخي،حلیمه حافظه،بي بي نیکبخته،بي بي زینب،زرغونه،رابعه)معرفي کړي دي.(۳، ۱۷۶ــ ۱۹۴مخونه)
وروسته بیا معاصرینودشعرونوپه مجموعوکې په جلا کتابونواوادبي تذکروکې دښځودژوند، بیوګرافۍ،هنري ــ ټولنیزوفعالیتونواونوروکارونوباندې رڼا اچولې ده،لکه دبینوا اوسني لیکوال ،پښتني میرمنې اونور.
وروسته له دې نه که دښځوپه باب دلیکوالواوشاعرانوپه آثاروکې له خورو ورو یادوونوڅخه تیر شو،نوپه شلمه پیړۍ کې دامان الله خان په وخت کې دښځودمبارزو،ټولنیزوفعالیتونو اودښځودنهضت پیل ته رسیږو؛چې عملي بڼه یې تاریخ ثبت کړې اوتودې برخې یې اوس هم په سترګوګورو.په دې برخه کې ترنن پورې دپاملرنې وړمقالې اوکتابونه لیکل شوي دي.دمقالوشمیریې له سل ګونوتیر اوزرګونوته رسیږي،خودکتابون شمیر به یې لس ګونواویا هم سل ګونوته ورسیږي.
زه داسې دعوا نه لرم چې دښځوپه باب ټولې لیکل شوې مقالې اوکتابونه مالوستې دي،خودا ویلای شم چې هغه کتابونه چې دافغانستان دښځوپه باب لیکل شوي دي اوزما له نظره تیر شوي دي،دغه یې ډیردپاملرنې وړ دي:
۱ــ زنان نامدارافغان درتاریخ(ازعهد باستان تا کودتای ثور)،اعظم سیستاني،۲۰۱۰ ــ ناشرافغان جرمن،(۴)
۲ــ ملالۍ جویا اسطوره شجاعت روزګارما،اعظم سیتاني،۲۰۰۹،افغان جرمن،(۵)
۳ــ وضع حقوقي زنان افغانستان پس ازکودتای ثور۵۷،اعظم سیستاني،(۲۰۰۲- ۲۰۱۱)،افغان جرمن،(۶)
۴ــ چوپتیا خشونت دی،په افغانستان کې دښځوپرحقوقوتیري ته خاتمه ورکړئ،د۲۰۰۸ کال جولای،(۷)
۵ ــ خاموشي خشونت است،بدرفتاري علیه زنان را درافغانستان خاتمه دهید،جولای ۲۰۰۸،(۸)
۶ــ خشونت علیه زنان(راه طولاني فراراه تطبیق منع خشونت علیه زنان درافغانستان)،قوس ۱۳۹۰،(۹)
۷ــ عرف وعنعنات نا پسند وتطبیق قانون منع خشونت علیه زن درافغانستان،دسمبر۲۰۱۰،(۱۰)
۸ ــ قانون ازدواج(جریده رسمي)،پرله پسې ګڼه:۹۱،اګست ۱۹۷۱.(۱۱)
دغه آثارټول دقدروړدي اود ښځود ژوند او رنځونو بیانونکي دي،خوزما په نظرپه ټولویادوآثاروکې دمترم دانشمند،کاندیداکادیمیسین اعظم سیستاني آثاراونظریات دپاملرنې وړ اوعلمي تحقیقي تله یې درنه ده.سیستاني په علمي اوسیتماتیک ډول دښځومسآلې ته په پام سره کارپیل کړی ،له اسطوره اي دورنه یې کار پیل کړی دی اوپه مسلل ډول یې ترنن پورې رارسولی دی اواوس هم قلم چلوي اودافغانستان دمظلوموښځوددفاع په سنګرکې په میړانې او علمي دریځ سره ولاړ دی.دجلا آثارو ترڅنګه یې دښځودحقوقوددفاع په برخه کې په لسګونه مقالې هم لیکلي اوخپرې کړې دي.
دافغانستان دښځوپه باب وروستی کتاب دښاغلي ډاکترسیدعبدالله کاظم اثر(زنان افغان زیرفشارعنعنه وتجدد) دی چې دامریکا په کلفورنیا کې خپورشوی دی اوښاغلي سیستاني یوه مفصله علمي مقاله وربانې لیکلې ده چې په څلوروبرخوکې،په افغان جرمن آنلاین کې خپره شوې ده.(۱۲)
وروسته له هغه دا دی دښاغلي ابراهیم نعیمي اوسنی اثر(اولاګلونه سوځي) دی،چې داوس له پاره زموږدبحث وړدی.کتاب په پښتوژبه لیکل شوی دی،لیکوال لکه څنګه چې په خپله سریزه کې ویلي دي چې دا دده لومړنۍ تجربه ده.دا کتاب دلیکوال دلمړنۍ تجربې په توګه خپلې ځانګړنې لري،البته له یوڅه نیمګړتیاووسره،چې هیله ده په نورولیکنواوددې کتاب په راتلونکوچاپونوکې دهغوبرطرفه کولوته پام وکړي؛مګردادجدي پاملرنې وړ ده چې ښاغلی نعیمي په دې کتاب کې دمظلوموافغان میرمنوحالت په داسې مهارت اوصداقت سره لوستونکوته وړاندې کړی دی چې لوستونکي ترخاص تاثیر لاندې راوستلی شي اوخپل دا احساس یې په داسې مستند ډول سره بیان کړی دی چې هرلوستونکی به یې ورسره تاییدوي.
لیکوال دښځوهرانځورچې وړاندې کوي،دنارینه دواک ترسیوري لاندې یې څیړي،دلایل یې وايي اودحل دلارې وړاندیز یې هم کوي.لیکوال دکتاب په بیلابیلوڅپرکوکې دښځودنهضت بیلابیل پړاوونه اودنا روا دودونوپه مقابل کې دهغوپرمقاومت خبرې کړې دي.
په کتاب کې دښځودنهضت په باب دښاغلي نعیمي نظرداسې راوړل شوی دی چې دښځونهضت درې پړاوونه لري:
ــ په اماني دوره کې دښځونهضت،
ــ د داوود خان دصدارت په دروه کې دښځونهضت،
ــ دطالبانوپه له منځه تلوسره دکرزي په دوره کې دښځونهضت،
دا ویش کیدای شي ډیری څیړونکي ورسره ونه مني،خونعیمي خپل استدلال ورته لري چې په کتاب کې یې لوستونکي میندلای شي.
دکتاب په پیل کې دلیکوال ډالۍ اودمننې پیغام راغلی دی،بیا دکتاب په باب دڅلورتنودنظرخاوندانوسریزې راوړل شوې دي.لومړنۍ سریزه دکتاب په باب دباري جهاني خبرې دي.دجهاني دخبروپه یوه برخه کې ددې کتاب دلیکلوداړتیا په باب داسې راغلي دي:
« ... په افغانستان کې ښځې دونه ستونزې لري چې دکتاب په لیکلونه،بلکې په کتاخانه یې چاره نه کیږي ...»
باري جهاني دخپلوخبرو په پای کې دیوې مظلومې په زوره واده شوې اونامراې پیغلې دغوښتنواوپوښتنوپه ځواب کې دهغې نامراده ژوند دشعرپه ژبه په هنرمندانه ډول انځورکړی دی،ددې شعرپه یوه برخه کې داسې راغلي دي:«
چې ته ژړیږې زه به هم ژاړمه
څوک یې نجلۍ چې مې په نیمه شپه کې
له سترګوتښتوې خواږه خوبونه
ستا له زګیروي مې خیالونه زخمي
ستا له زخموراته راځي دردونه ... »(۱۳، ۴مخ)
ورپسې:
ــ دنجیبه سارا بیاباني سریزه،
ــ دډاکتررحمت ربي زیرکیارسریزه،
ــ دعالیه راوي اکبرسریزه،
بیا دلیکوال سریزه راوړل شوې ده.
دلیکوال په سریزه کې دکتاب دلیکلویودلیل داسې ښودل شوی دی:
« ... زما اصلي موخه دا ده چې دهغوهیروشووښځونارې اوفریادونه دافغان ولس اودنړۍ دهیوادونو ولسونوترغوږو ورسوم چې په غرونواولرې سیموکې دپلارواکۍ په منګولوکې ژوند کوي.په دې خبرې هم نه دي چې ښځه هم کیدای شي دنارینه په مخ کې دخبروحق پیدا کړي ...»(۱۳، ۹مخ)
په دې پسې دکتاب اصل متن پیل کیږي چې لس څپرکي لري.په نهه څپرکوکې دلیکوال څیړنه اوخبرې ځای پرځای شوې دي اوپه وروستي څپرکي کې دنوروفرهنګیانونظریات راوړل شوي دي.
په ډیری فصلونوکې له تاریخي اسنادو نه په استفادې سره دافغان میرمنوژوند اومبارزې،وهل ټکول اوقربانیانې یادې شوې دي؛چې اکثریت یې په نوروآثاروکې هم په یوه یا بله بڼه راوړل شوي دي؛خوددې کتاب لیکوال دافغان ښځوپه تړاوپه افغانستان کې دښځوداوسني حالت په باب ځينې داسې نوي مواد اوخبرې راوړې دي چې دښځوپه باب په نورړولیکل شووکتابونوکې نه ترسترګوکیږي.دمثال په ډول دکتاب په نهم فصل(۱۳، ۵۱۳مخ) کې(دحامد کرزي دواک له پیل څخه ترنن پورې)داسې مسایلوباندې بحث شوی دی چې نوي مواد اواسناد دي.لکه:
ــ په موجوده نظام کې دښځوبریاوې.
ــ ددیموکراسۍ جنازه که دنوي فصل پیل.
ــ دښځوزندانونه.
ــ دزندانیانودمرکولنډیز.
ــ او ...
دکتاب په بیلابیلو څپرکوکې دپام وړ بله برخه داده چې لیکوال دکلو اوبانډودعیني ژوندانه له هغوبرخوڅخه چې ډیرخلک اوآن میډیا هم خبر نه دي،ژوندي مثالونه اودسترګولیدلی حال ثبت او وړاندې کړی دی.لکه:
دکلیوالي ښځودورځني ژوند څیړنه (۱۳، ۲۵۵مخ)،
دکلیوالي ښځواقتصادي سرچینې(۱۳، ۲۶۱مخ)،
له کورنه دکلیوالي ښځودوتلوشرایط(۱۳، ۲۷۲ مخ)،
دکوچیانوښځوژوند ته یوه کتنه(۱۳، ۲۷۳ مخ)،
لیکوال په خپله په خپل نوښت اومصرف ددې موضوع په لټون پسې سفرونه کړي دي، زندانونوته تللی ،زنداني ښځې یې له نږدې لیدلې دي اومرکې یې ورسره کړې دي(۱۳، ۶۰۲مخ)
په لسم یا وروستي څپرکي کې لیکوال دښځو په باب دنامتوافغان لیکوالواودنظرخاوندانونظریات راوړي دي ،چې دا هم دښځو په باب دنظریاتو یوه ښه مجموعه ګڼل کیږي چې په کتاب کې دلیکوال په نوښتونوکې باید وشمیرل شي.
په پای کې دمآخذونو فهرست اودلیکوال بیوګرافي راوړل شوی دي.دا مشهوره اومنل شوې علمي خبره ده:
چیرې چې کار شته،هلته اشتباه هم شته،
نوددې اصل په منلوسره دښاغلي نعیمي په کار کې هم تیروتنې خامخا شته،چې لیکوال به یې په راتلونکولیکنوکې اصلاح ته پام کوي.دا دی دډنمارک دآغوس په ښارکې ددې کتا ب له پاره،د ۲۰۱۳کال دجون په شپاړسمه نیټه دمخکاته غونډه په نظرکې نیول شوې ده،هیله ده چې په دې غونډه کې به دکتاب دلیکلوپه طرزاومحتویاتوپه باب مفصل بحثونه وشي.دلیکوال دوینا په حواله ددې کتاب ډنمارکي متن باندې هم کار روان دی اوپه نږدې راتلونکې کې به چاپ ته چمتوشي.(۱۳،د مقد مې لسم مخ)
زه په داسې حال کې چې ددې کتاب چاپ اوخپریدل دښځودنهضت دپرمختیا اوبریالیتوب له پاره یوګام بولم،لیکوال ته یې په نورولیکنواوشخصي ژوندکې بریالیتوبونه غواړم اودزړه له کومې ددغې سترې خوارۍ مبارکي ورته وایم.
مآخذونه:
۱ــ خټک خوشال خان،دخوشال خان خټک کلیات،دعبدالقیوم زاهدمشواڼي اوډنه،دانش خپرندویه ټولنه،پيښور،۲۰۰۵ز کال.
۲ــ خټک خوشال خان،دستارنامه،پښتواکادیمي پيښور،۱۹۹۱ ز کال.
۳ــ محمد هوتک بن داوود،پټه خزانه ( تذکرة الشعرا )،دپوهنې وزارت ددارالتالیف ریاست،دویم چاپ،۱۳۳۹هجری شمسي کال.
4- http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/sistani_zanane_namdare_afghan.pdf
5- http://www.afghan-german.net/Tahlilha/PDF_sistani_malalai_Joya_zanemobarez.pdf
6- http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha/PDF_/a_sistani_waziat_zanzn_bad_az_copdettay_saor_K21.pdf
7-http://www.afghan-german.net/upload/elmi_biblithek/afg_badraftari_alaih_zanan_pashto.pdf
8-http://www.afghan-german.net/upload/elmi_biblithek/afg_badraftari_alaih_zanan_dari.pdf
9-http://www.afghan-german.net/upload/elmi_biblithek/report_khoshonat_alaihzanan_dari.pdf
10-http://www.afghan-german.net/upload/elmi_biblithek/afg_sonathaye_mozer_afghani_dari.pdf
11-http://www.afghan-german.net/upload/elmi_biblithek/qavanin_afg_1971_qanoon_ezdevaj_dari.pdf
12-http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/sistani_nazaray_bar_ketabe_zanane_afghan.pdf
۱۳- نعیمي،محمدابراهیم،اولاګلونه سوځي،دانش خپرندویه ټولنه،پيښور،۲۰۱۲ ز کال.