د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زنده باد اوغانانو !

محمود نظری 14.06.2013 23:58

دمشر وه له نرخه سره سم دزوی ترکه
دمعاون وه لکه لور نیمه د نارینه ورثه
څه يې د والي، او وکیلانو سوه ونډه
څه یې د کاغذ پراني او نورو سوه انډه
له ترکې وروسته یو میلونه ډالره سوه پاته
څه یې نورو ذ یدخلو مامورینو کړه خواته
قرار داد ورکړسو یوې بې نومه کمپنۍ ته
یو چپه تاو بریت غټ پکول او سدرۍ ته
دهغه نس و کډ‌و یا د نهو میاشتو اومیندوار
لکه خیګ له سینده یې تیرول ټېکې هر وار
وخت ځغستل د کارو نه وو درک او خرک
خیټو په نورو ټېکوکې وو ورک اترک بترک
دځای په لیدو هر ورځ د ولس زړه خوړیندی
د دې واکمنو په خلکو ډیر زړه سوځیدی
هغه خیټو دروغتون جوړیدو ته و هک پک
بیلدوزر یوم کولنګ یې کمبود وو یک یک
یو ورځ مشر ورته ویل ولې کار نه پيلوې؟
که څه کار نه کوې راځه لکۍ خو ببره نيسه
هغه ویل صیب څه وکړم په دې یو لک ډالر
بسم اله له کومه خوا ورته وکړم د بر یا لر
هغه له پلان وروسته راټول کړه څه پشخل
جوړ یې کړ یو ښه ښکلی د لرګو کوډخل
په دې ډول په آب او عزت ووت له اوبو
په یوه میلمستیا یې ځان خلاص کړ له رسنو
په بدلو یې آباد کړ دوه سوه بستریز روغتون
سباته یې را وبلله پرانیستلو ته ټول پرهارتون
خود شپې یې ورته میلمانه کړه ډله د طالبانو
په هغو یې دچرګانو خونه وسوه هوښیارانو
سبا چې خلک راغله هلته یوه لپه ایره وه
خیټو ویل دشپې دلته زما لس تنه پهره وه
ټوله شپه دلته ډز او دوز او غړمبهار وو
نینې کیدې دلته هر ې خواته ترنګهار وو
له هرې خواد راکتونو او دتوپونو غړپ وو
دلته هلته د مرمیو او لاسي بمونو شړپ وو
تا چې ویل د نړیوال جنګ دی غړم او غړوم
هلته دلته ټوله شپه روان و درم او دروم
تروریستانو د روغتون ټول مکان وسوځه
دعملیاتو ماشینان د لابراتوار سامان وسوځه
وګورئ لکه چې نه وي سوی دلته هیڅ کار
تعمیر او ټول شیان یې کړي له بیخه تارومار
زما ددې ادعا ښه سند دی دا توره ایره
ان ظالمانو وړې ده د هغه پاته نوره ایره
مشاور ویل غټ روغتون دا دومره لږه ایره
مشر ورته ویل تر ټولو نورو قراردادو ده ډیره
ډالر لوېدلی، ددومرو ډالرو لږ کیږي ایره
تاسو هم داسې ډیر کړي دي سر مه خوږوه!
یو ویل دلته نسته د تعمیر تهداب او رجه
معاون ول دا تروریسان له سترګو وهي رانجه
ملاشریکانو ته داخیرت د ثواب دعا کوله
هغو په سبا کې دجنت فردوس ادعا کوله
اوقي ویل د تروریسانو هر شی دی د وس پوره
که یې پرون نه وي سوی سبا یې هم ده د وس پوره
مفتی ویل موږ له سوځلو پیسه وژغوله
ډاکټران اوناروغان مو له کنډاسه وساتله
ټوله سوه خوشاله ددې پروژې په ختمیده
ولس هم په دوو ونه لیده لکه چې تا ونه لیده
ولایتي شورا ویل دا روغتون جوړ سو ښه پخته
داسې ډیر جوړ سوي دلته ځان المنفعه په نخشه
وکیل ویل کاشکې ټوله وکړې داسې کارونه
هرځای روغتونو نه جوړ سي اوسمنتي پلوونه
والي ول دلته خاینان سړ کان په خټه کاګل وي
دا شنه ډالران ډیر ښه پوهان له سټه پاګل وي
وزیر ویل بیا هم سل شاباسه پر دې وطن پرستانو
خپل کار کوي هر چیرې چې یي زنده باد اوغانانو
دشپې یې جوړه کړه یوه ډیره شانداره غونډه
ټولو وطنپرستو په دې خوشالۍ لنده کړه شونډه

***
له خالي لوښو تل لوی لوی آوازونه خیژي
تر خپلي پلرنې برخې هیڅ څوک نه تېريږي
دا دی یوالی ټوله غواړي دا وطن کړي جارو
یو بل ته وا یي ته زما دارو ، او زه ستا دارو
ځکه ددنیا لومړی مقام یوور دی پاکو اوغانانو
دلته اعتمادسته په مشرانو اوکونو د ماشومانو
***
اخیر نه یو وخت به دا کاګلونه ډامبر سي
اخیرنه دا کوډلې به پخي وچتي او بر سي
اخیر به ان د دې مشرانوګور ګلستان سي
دا ددوی جوړ ګورستان به هم بوستان سي
ژمی به تیر دسپين کارغه مخ به تور سي
اخیر به پسرلی سي د بلبلو به ارګ کور سي
دعلی بابا د څلویښتو غلو به څه سود سي
چې دوده ددې ناروغ وطن مخ ته دود سي
دا متل به پاته سي : حامد او دهغه معاونان
د وطن د غصب او چور دي اصلي اتلان
هلته څه خیر غواړې چې واکمن دي وي نوکر
پر تندي یې لکه دجال له ورایه ښکاري کافر
یاد ځان د ګټې لپاره وطن کړ ي د بزکشي میدان
وي د خودکشي، نسل کشي اوکپن کشي بچه دان

[تر اوبو وتل] د حیض او نفاس غسل کول؛[انډه]لوبه، ساتېري؛[ کنډاسه] په جگړه کې د يوه چا غاښ ماتول يا ايستل ؛[ ترکه] میراث؛[ بچه دان] رحم