د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مارشال فهیم ستیانې او ګواښونه!

سرلوڅ مرادزی 13.06.2013 20:23

د جون په ۹ مه د هیواد د والیانو په غونډه کې، د نظارشورا مارشال قسیم فهیم، د یو شمېرملي چارو او د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په اړه، د نظارشورا اندیښنې او راتلونکي پلانونه د ستیانو ( ۱ ) او ګواښونو په لړه ــ دوړه کې افغانانو ته وځلول!
والیانو ته د درې ورځنۍ غونډې په پای کې د فهیم ( از هر چمن سمن ) خبرې، په حقیقت کې د ولسمشر کرزي له پرانیستونکې وینا سره چې د غونډې پیل کې يي کړې وه، د سیالۍ او مقابلې په موخه په پام کې نیول شوې وې.
فهیم د نظارشورا د نورو سرخیلانو په دود، خپلو خبرو کې هڅه وکړه، په اوسني نظام کې پاتېګړې او نیمګړې چې د هغو په رامنځته کېدو کې نوموړی خپله او د ده نظارشورا د پنځم ستون پتوګه لویلاس لري، د ریاستي نظام پر اوږو ورواچوي او بیا د ځان او خپلې ډلې په اند ددې ستونزو د حل یوازینۍ لار پارلماني نظام لکه د شګو غوندې د افغانانو په سترګو کې وروپاشي !
فهیم خپله یوخوا په اوسني ریاستي نظام کې مرستیال ولسمشر او ډله ټپله يي په نظام کې له نیمايي زیات واک لري چې نظام دریدو او پښو ټینګیدو ته نه پریږدي خو بلخوا د پارلماني نظام تر چتر لاندې پر پاتي نیمايي نظام د خیټې اچولو لپاره، د بهرنیو استخباراتي کړیو په مرسته، قرصک کوي!
په دې ناسته کې فهیم هڅه وکړه، د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنې چې باید پاکې او رڼې ترسره شي او هلته واک د نظارشورا له ډاکوانو او د مقاومت او جهاد له درواغجنو ټیکدارانو څخه د ولس ریښتینو استازو ته ولیږدول شی، د افغانانو پام د نظام د څرنګوالي په لور ورواړوي.
خو فهیم او ډله يي هیروي چې د جګړه مارو او داړه مارو په واکمنۍ کې که نظام هره بڼه ولري، افغان ملت نه یوازې د یوه انچ په اندزه پرمخ نه شي تلای، بلکې هیواد کې به هره ورځ د اوس پشان ملي ماتم وي!
خبره په ریاستي او پارلماني نظام کې نه ده، اصلي خبره په نظام کې د واکمنو څېرو په ولسي او دیموکراتیکي سټې پورې تړلې ده.
که فهیم او یا هغه ورته کس، په پارلماني او یا ریاستي نظام کې د هیواد دوهم شخصیت وي، افسوس پر هغه ریاستی او یا پارلماني نظام او افسوس زموږ د ملت او هیواد په برخلیک!
فهیم دا هم ويلي « سیاسي انتقال د امنیتي انتقال په پرتله خلک ډېراندیښمن کړي دی او دا اندیښنې د هغو کسانو لخوا رابرسېره کیږي چې له امریکا سره تړاو لري»
دلته فهیم غواړي د لویدیځ په یادولو، افغان روشنفکران په غوږ ووهي چې که په ۲۰۱۴ کال ولسمشریزه ټاکنو کې د مقاومت او جهاد خیلو په ټیکدارۍ د نظار شورا ونډه د پخوا پشان غوړه نه وي؛ دوی هر یو وسله لري؛ ډایاګ ته يي د وسلو په سپارلو کې درواغ ویلي وو؛ هغو ته يي دوکه ورکړې وه؛ وسلې يي نه دي تسلیم کړي او که بل څوک نه وي؛ قسیم چمتو دی شیرپور کې له خپلو ماڼیو، د پل باغ عمومي د سرو زرو له هټيو او د کاریز امیر له اسجل ( ۲ ) تېر شي، غرونو ته وخیژي او له هغه ځایه د هیواد پرضد بیا جګړه راپيل کړي!
البته په دې ډار کې فهیم او د هغه نظارشورا ځانته نه ده، بلکې ټول هغه جګړه مار او کوتکمار چې ځانونه يي د مقاومت په لکۍ پورې غوټه کړي او یا د جهاد په ښکرونو کې ځوړند او ټالۍ وهی، شریک دي.
د بلخ والی عطامحمد نورهم چې د درویشانو پشان په یوه قدم ترعرشه رسیدلی او له هغه ځایه په یوه شپه کې دیموکرات راکوز شوی، په داهیانه وړاندوینو کې قسیم فهیم یوځری نه پریږدي او وايي « پارلماني نظام یو ښه نظام دی، ځکه دې نظام په نوره نړی کې ښه پایله ورکړې ده، په دغه نظام کې د حکومت لومړی کس د خلکو د استازو پر وړاندې ځواب ویونکی دی »
د والیانو په نوموړې غونډه کې د فهیم بل زوړ یار، د کابل والي هم والیانو ته د زیات واک په سپارلو کې چې د عطامحمد نور پشان د مرکزي حکومت په قصه کې نه دی، ګیلې مانې لري.
د دوی لخوا دا ډنډوره چې ګوندې والیان واک نه لري، تازه نه ده. نږدې ده چې یوازې څو والیان د افغانستان ۳۴ ولایتونه په شخصي پیسو په بیه واخلي، د نور واک خبره خو يي پرځای پریږده!
دلته به له بینوا بریښناپاڼې څخه دغه لاندې کرښې د بېلګې پتوګه راواخلم« تاسي خپله فکر وکړۍ د کندهار والي توریالي ویسا ته ۵ سپین ۲۰۱۰ ماډل ضد مرمۍ ګروزین موټرونه ولاړ دي، دهلمند والي ته څلور ۲۰۱۰ ماډل او اوس یې دوه ۲۰۱۱ ماډل هم رانیولي. د فراه والي ته ۳، د هرات والي ته ۵ ، د زابل والي ته ۲ ، د غزني والي ته ۲ ، د سمنګان والي ته ۴ او د بلخ والي ته هم پنځه ۲۰۱۰ ماډل او یو ۲۰۱۱ ماډل ضد مرمي کروزین ولاړ دي. همداسي نور والیان هم درواخله چي د هریوه موټر بیه له سل زره امریکایې ډالرو څخه نیولې تر یوسلو څلویښت زره ډالرو پوري رسیږي .»
خو په راتلونکې کې د دولتي واک د کمزورتیا له ډار پرته، قسیم فهیم دا ځل د ډیورنډ استعماري کرښې په اړه هم خپلو خبرو کې، ګلانو ته اوبه ورکړې دي.« د ولسمشر لومړى مرستيال محمد قسيم فهيم چې نن يې د واليانو ملي کنفرانس ته په کابل کې خبرې کولې، ډيورنډ د افغانستان او پاکستان تر منځ بېلوونکې کرښه وبلله او ويې ويل، چې له امله يې تل د دواړو غاړو خلک ځورېدلي دي.
فهيم وړانديز وکړ، چې د ستونزې د حل په موخه دواړه هېوادونه د امريکا او ملګرو ملتونو په منځګړيتوب سره خبرو ته کېني. پژواک خبرې اژانس»
داسې ښکاري چې قسیم فهیم، د افغانستان په راتلونکو ټولټاکنو کې د نظارشورا د غوړې ونډې په اړه، د نواز شریف حکومت لخوا د ملاتړ او مرستې ژمنه ترلاسه کړې وي او دوی ورته د دې غوړې ونډې په بدل کې د ډیورنډکرښې د منلو وعده ورکړې وي.
که فهیم د نظارشورا پرځای د افغان دولت لومړی مرستیال ولسمشر وای چې په ماهیت کې نه دی، نو د دولت دریځ خو داسې بیان شوی« افغان ولسمشر حامد کرزي د غويي په ١٤مه وويل، چې هېڅکله به د ډيورنډ کرښه په رسميت ونه پېژني او په اړه يې ان خبرو ته هم حاضر نه دى.
کرزي ويلي وو، چې پاکستان په سرحدي سيمو کې د ستونزو د راولاړولو له لارې غواړي د افغانستان خلک د ډيورنډ کرښې په اړه خبرو ته اړ باسي او دا کرښه په رسميت وپېژني. پژواک خبري اژانس»
بلخوا لکه څنګه چې ولسمشر کرزی ویلی، د افغانانو پریکړه دا ده چې د ډیورنډکرښه نه مني. کله چې داسې پریکړه موجود وي، بیا پر هغې باندې له هیچا سره خبرې نه شي کېدای. په دې لحاظ افغانان په دې کرښه ټولپوښتنه او لویه جرګه هم نه کوي او ملګرو ملتونو کې يي هم نه طرحه کوي او دلیل يي دادی چې خبرې خو د پریکړې لپاره کیږي، کله چې پریکړه موجود وي بیا پر هغې خبرې د څه لپاره ؟
جرمنان د ختیځ برلین د بیا یوځی کېدو لپاره بل چا سره په دې نه غږیدل چې ثابت کړي ایا دا د دوی حق دی او که نه. د خپل حق د ثبوت په اړه له چا سره نه غږیدل، بلکې کیدای شي خپل حق ته چې د دوی لخوا ثابت ګڼل کیده ، د رسیدلو په میکانیزم چا سره غږیدلي وي.
تر اباسین پورې خاوره د افغانانو خاوره ده. دا د افغانانو حق دی او افغانان چا سره پخپل دې مسلم حق نه غږیږي چې ایا دا دوی حق دی او که نه ؟
حق ثابت دی او پرهغه باندې پریکړه هم شوې ده. پر دې باندې بیا د افغانانو منځ کې خپله او یا د پنجاب او د هغه د بادار، انګریز په شمول بل چا سره بحث ته اړتیا نشته. دا لومړۍ خبره ده.
دوهمه خبره دا ده چې اوس به د خپل مسلم حق او پرهغې باندې د شوې پریکړې د پلیتوب لپاره کوم میکانیزیم رامنځته کوو او خپلې دې موخې ته به په کومو لارو ژر، په لږ کړاوو او لږ مصرف رسیږو؟
پر میکانزم باندې خپلو افغانانو سره هم غږیدلای شو او له نړیوالو هم مرسته او ملاتړ غوښتلای شو.
هدف او میکانیزم نه ښايی سره ګډ وشمیرو. دا دواړه که څه هم سره غښتلي اړیکې لري خو دواړه یو شی نه دی. پرهدف چې ثابت دی او د افغانانو پرې پریکړه شوي هرځلې خبرې نه کیږي، خو په میکانیزم هر وخت او بیا بیا خبرې کولای شو.
په خبرو کې د فهیم ټوله اندیښنه له نظارشورا، مقاومت او جهاد خیلو څخه ملي شخصیتونو ته د واک د لیږد پر محور راڅرخیده. فهیم او ډله يي چمتو ده چې د واک لپاره، نه یوازې پنجاب سره د ډیورند پر کرښه سودا وکړي بلکې له هر چا سره د افغانستان په پاشلو هم معامله وکړي!
خو دا ځل د نوموړي ګواښونه چې غرو ته به خیژي له ساندو او ستیانو سره چې د هغه د بایللي حالت څرګندوی وې، یوځای وو.
یادونه :
( ۱ ) ستیانې: داسې ژړا چې هغې سره خبرې او سلګۍ یوځای وي. ستیانې معمولآ د خپلوانو پر مړو، زړې ښځې کوي او د مړو تېر یادونه او خاطرې له ژړا سره یوځای په خبرو کې، تکراروي.
( ۲ ) اسجل: د اسونو ساتنځای او غوجل