د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غلا او لوټماري

احمدجان تڼی 13.06.2013 19:05

هغه تیره ورځ د سړک په غاړه ولاړ وم ، چې یو ملګری مې مخې ته راغی خورا په قهر او رنګ یې تښتیدلی و.کله به يې په یوه جیب کې لاس وواهه او کله په بل کې . بیا به یې شاوخوا وکتل . دده په لیدو سره زه هم پرېشانه شوم. ترې ومې پوښتل:
• خیریت خو دی، څه پیښه ده؟
• نور به څه پیښیږي هیڅ چیرې د چا ژوند او جیب خوندي نه دی.
• زر ووایه څه خبره ده؟
• غلو وشوکولم.
• څنګه ؟
• همدا اوس په یوه ټکسي موټر کې را سپور شوم ، په ټکسی کې څلورتنه سپاره و. زه هم په مخکې سیټ کې د بل وګړي په څنګ کې کیناستم . هغه خورا دروند سړی ښکاریده عمر یې هم د څلویښتو کلونو په شاوخوا کې و. ږیره یې پاکه خریلی او واړه بریتونه یې درلودل. په ظاهری توګه څیره یې لوی سوداګر او یا سیاستوال ته ورته وه .زه څه پوهیدم چې نوموړی د غلو په ټیم کې د مسلکی ماهر په توګه دنده لری .زه چې کیناستم ده په خوځیدو پیل وکړ. هغه لوی څادر په ځان را تاو کړی او نیم څادر یې په ما راواچوه . او ویې ویل :
• زه خو په اوسپنه باندی ناست یم ، دواړه سره نه ځایږو.
• ما ورته وویل:
• که دومره په تنګ وي زه کښته کیږم . مګر چلونکي وویل :
• نه ته به نه کښته کیږي.
په دی مهال کې د شا په سیټ کې ناست یوه تن وویل :
• څوکۍ موشاته کړی .
په دی شیبه کې زما تر څنګ ناست سړی وویل:
• ته ورپسی ټیټ شه.
ما ورته وویل :
• زه په دی نه پوهیږم .
• وروسته د څو منټونو څخه یې وویل :
• که کښته کیږی نو کښته شه. زه هم کښته شوم اوس چې ګورم یوه روپۍ یې په جیب کې نه ده راته پریښي. پوره یوولس زره افغانی یې راڅخه راڅخه وړي دی زما تنخوا وه.
هغه وویل :
• سپینه واړه ټکسي وه. کله چې ما جیبونه کنترول کول ، ټکسي موټر په ډیره چټکتیا سره د سیمې څخه لیرې شو. خود موټر چلونکی څیره اود اصلی جیب وهونکي څیرې مې ښې په یاد دي . زه به تل دوی په دې ښار کې وڅارم.
زموږ سره نږدی یو ترافیک پولیس هم ولاړ و، هغه لوړ ، جګ او پلن سړی و . مخ یې د سرکونو ګردونو دومره خړ کړی و ، چې تا به ویل کومه خټینه مجسمه ده . هغه زما انډیوال مخاطب کړ او ویی ویل
• که ډیر احتیاط د ځانه سره ونکړې کیدای شي په ډیره اسانی سره د غلو په منګول کې ولویږي.
ما ورته وویل :
• څنګه؟
• که په هره ښاري موټر کې دری تنه شاته او یو مخی ته سپور وي په هغه کې مه سپریږی. یا که موټر تش وی او په لار کې یې شکمن سړی پورته کول زیار وباسی چې د موټر څخه کښته شی او داسی نور.
د خپل انډیوال سره په دې خبرو کې وم ، چې زموږ په څنګ کې کوچني شیشه ايي میز شاته ناست صراف او د موبایل د کارتونو پلورونکي ، چې نسبتا اوږده شین غړۍ ږیره یې درلوده . د هغه د مخ پوستکی د اوړی ګرمیو او د ژمی ساړو باندونو سوځولی و . زموږ په خبرو کې مداخله وکړه او د ډاډ ورکولو په توګه يې زما ملګری مخاطب کړ او ویې ویل:
• وروره ته خو زما څخه ښه يې، درې څلور میاشتی مخکې دلته ما روپۍ شمیرلې ، یو لک افغانی وې. په رڼا ورځ دې ظالمانو زما له لاسونو وتښتولې.
ما ورته وویل :
• بیا نو څنګه شوه ؟
• څنګه شوه ، یو يې وړې.
• دده په دې خبره سره ماته هغه ګوډ صراف اود موبایل تلیفونو د کارتونو پلورونکی خبره را یاد شوه، چې په رڼا ورځ غلو یې د لاسونو روپې تښتولی ، ده منډې په غلو پسې نه شوې وهلی. هغه خوارکی تر اوسه د تښتول شوو روپیو خساره نه شي جبران کولی.
د اوسنیو شرایطو کې د موجوده ستونزو او ناخوالو له امله د افغانستان خلک د تر پوزې پوری راغلی دي. دوی ددی اکثریت ستونزو او ناخوالو اصلی علت په خپله واکمن چارواکي بولي .
د ټولو ستونزو په اړخ کې د ښاری او د ولایتونو تر منځ د ترانسپورت مسله ده. د کابل ادارې په تیرو دولسو کلونو کې د ښاري ستونزو د لیری کولو د پاره یو ګام هم نه دی پورته کړی. د خلکو په قول د کابل اداری د ترانسپورت وزارت د یوی مشخصی ډلی شخصی ملکیت ګڼل کیږي او دی ډلی ددې وزارت څخه د شیدو ورکولو غوا جوړه کړیده چې ددی ډلی له خوا لوشل کیږي.
د کابل په ښار کې د ترانسپورتی ستونزو د حل له پاره د هند ، جاپان او پاکستان هیوادونو په سل ګونو او یا په زرګونو ترانسپورتی بسونه ورکړل ددی په ځای چې هغه پخواني وساتل شی او نوي ورباندی زیات کړل شي او ترانسپورتی ستونزی ورباندی حل کړل شی د پاکستان، جاپان او هند بسونه هم د ښار څخه ورک شول.
د کابل په اداره کې ټول وزارتونه او حساسی څوکۍ د واکمنو ډلو تر منځ ویشل شوي دی او ددی وزارتونو چاری ددې په ځای چې د کابل د اداری د مشر له خوا رهبری شي په واقعی مانا سره د نوموړو ډلو له خوا رهبري کیږی .
ددی ډلو د غړو د پاره ملي ګټی اود خلکو غوښتنی کومه مانا نلري بلکی شخصي او تنظیمي ګټې ورته تر هر څه اهمیت لري اود هغو اجنداو سره سم حرکت کوي چې د ملاتړ کونکو بهرنیانو له خوا ورته ټاکل کیږي.
دا ډلې زیاتره قومی او سیاسی اجندا وی لری او نه غواړی چې په ځینو سیمو کې انکشافي پروګرامونه پلي شي. همدا خبره ده چې په تیرو دوولسو کلونو کې د ترانسپورت وزارت د کابل ښاریانو د ستونزو د لیری کولو د پاره یو ګام هم پورته نکړ . په کابل کې ښاري ترانسپورتی سیستم په بشپړه توګه له منځه ولاړ .
خلک نه یوازی په خپل وخت ټاکلو شوو ځایونو ته تللی نه شي بلکی ددی ګډوډی څخه ښاري جیب وهونکي هم ډیره ګټه پورته کوي.
که چیری خلکو ته غوږ ونیسی هره ورځ په د غلا ، تښتونې او لوټماریو په لس ګونو پیښو څخه به واورې . په کابل کې خلک نه د شپی له خوا خوب لری او نه د ورځی له خوا ارام. په ښارونو کې څوک په ارامه سره ورځ او شپه نه شي تیرولی. که د یوې خوا ښاریان د غلو او لوټمارانو له لاسه په تنګ دي نو له بلې خوا دوی په خپلو ماشومانو باندی هم ویریږي چې د سړي تښتونکو وحشي ګروپونو له خوا ونه تښتول شي.
دا پیښی په رسنیو کې نه راځي او د چارواکو له خوا په ډیر مهارت سره پټیږي.
غلا او لوټماري د اوسنی نظام ځانګړتیا ده. غلا او لوټماري ، د جیبونو د وهلو څخه نیولي تر په انکشافی پروژو کې د بودجو د پټولو او د عامه او خلکو ملکیتونو تر غصب پورې رسیږي. ددی په اړخ کې په هیواد کې ډیری خطرناکی مافیاوی رامنځته شوي دي .
داسې ورځ به نه وي چې و نه اورې چې په پلاني ځای کې د چا کره په پوځي یونیفورم کې غله ورغلی و، روپۍ او سره زر یې غلا کړي دي. دوی نه یوازی غلاوی کوي بلکی د کورنیو غړي په ډیره ظالمانه توګه وهي او یا یې وژني .
کله وار داسې ګونګوسی هم شي چې د چا کره غله ورغلی ، هلته يې څو ګړۍ تیرې کړي دي . څوک یې وژلي ، جنسی تیري یې کړي او کور یې لوټ کړی دي.
همدارنګه د غلو منظمې ډلې په شتمنو کسانو پسي ګرځی تر څو هغو وتښتوي او یا يې د کورنیو غړی تر ې وتښتوي تر څو په میلیونو ډالره ترې تر لاسه کړي.
یو شمیر تښتونکي د انسانانو په تښتونه بوخت دي دوی ماشومان او لویان د مختلفو موخو د پاره تښتوي. چې عمده موخې یې د هغوی په سر د روپیو اخیستل ،جنسي ناوړي استفادي، د وجود د غړیو څخه استفاده،د مرییانو په توګه د هغوی پلورل، بلاخره د ځانمرګو بریدونو څخه د هغوی څخه داستفادی یادولی شو.
د موټرونو په تم ځایونو د معلولینو تر نوم لاندی د موټرونو روپۍ اخیستل کیږي.هیڅ د موټر چلونکی د هغوی په وړاندی غږ نه شی کولی دا ځکه چي دوی د لیوانو په شان پری راټولیږي او د چلونکو خولې او غاښونه ورماتوي.
دوی هره ورځ د کابل په ښار کی په لس ګونو لکونه افغانی راټولوي خو دا چا ته معلومه نه ده چې دا روپۍ چیرې ځي .تر اوسه پوری یوه دولتی ارګان او یا رسنۍ دا موضوع مطرح نه کړه چې دا روپۍ چې د معلولینو تر نوم لاندی په زور او بی سنده توګه راټولیږي دا په کوم ډول مالیه کې راځي ؟ او یا په کوم بانکي حساب کې د چا له خوا راټولیږي او په دی تیرو دیارلسو کلونو کې تر اوسه څومره راټولی شوي.
د ټولنیزو چارو، شهیدانواومعلولینو د چارو د وزارت د یوه لوړ پوړی چارواکی څخه مې په تیرو کلونو کې ددی روپیو په هکله وپوښتل هغه راته وویل چې موږ په دی هکله نه خبریو، نه نوموړی وزارت چاته د معلولینو په نوم د روپیود راټولولو اجازه ورکړیده.
خلک وايی چې یو شمیر په زور واکو کړیو پوری تړلو کسان دا روپی د معلولینو تر نوم لاندی راټولوي . د وی د خلکو د تیرایستلو د پاره څو تنه معلولین په هره اډه کې درولی او د ټولو شوو روپیو څخه تنخوا ورکوي.
پوره دیارلس کاله تیر شول چې د کابل ښار په ټولوتم ځایونو کې د معلولینو تر نوم لاندی دا روپۍ راټولیږي .مګر هیڅ امنیتی او عدلی ارګان د هغه په هکله کوم اقدام نه دی کړی.
که چیری دا روپۍ په قانونی او منظم ډول سره راټولیدای او دولتی بانکی حساب کې تحویل کیدلی اوس به په دی حساب کې په سل ګونو او حتی زرګونو میلیونه افغاانی راټولې کړی شوی وای او ددی څخه به معلولینو ته د کار زمینه برابر کړی شوی وای. دا ځکه چې هر بااحساسه افغان غواړي چې د خپل معلول ورور سره مرسته وکړي .
همدارنګه ویل کیږي چې د ګڼه ګوڼې په سیمو کې د لاسپلورنکی کسان هم اړ دي مختلفو کسانو ته روپی ورکړي تر څو تر مازدیګره هلته پا تی شي.
همدارنګه د دی په اړخ کې جیب وهونکي هم د چا څخه کم ندي. دوی د روپیو د بدلولو په ځایونو او د موټرو په تم ځایونو کې خلک څاري او په دې لټه کې دي چې د خلکو جیبونه ووهي . دوی درې څلور کسه وي او خپل ښکار محاصره کوي او یو تن د هغه جیب په پټه تلاشي کوي.
یوه ورځ په تونس موټړ کې سپور وم چې په دی شیبه کې یو ځوان چې د چلونکي شاته د موټر په ماشین ناست و، ويی ویل:
• نن را څخه کیسه بر ، شپاړس سوه ډالر ووهل. کاشکی خپل می وای. پردي ډالر یې راڅخه یووړل.
یو د موټر سوارلی پوښتنه وکړه:
• دا څنګه؟
• هیڅ په ځان پوه نه شوم دا د څنګ جیب څخه یی را څخه ایستلی دي. د بهر څخه چا خپلی کورنی ته رالیږلی و ، زه تلم چې دا روپی وروسپارم.
هغه داخبره کوله چې یوه بل ځوان په خبرو خوله خلاصه کړه:
• زما څخه د موټرو په اډه کې غلو لاسی بکس و تښتوه په بکس کې زما د فارغ کیدو دیپلوم و. غلو ماته لویه ستونزه جوړه کړه. هغه دا خبره نه وه خلاصه کړي چې یو ه ځوان وویل :
د بلې خوا د غلو ګرځنده ګزمي په ښار کې ګر ځي او د خلکو په ښکار پسې وي. په دې ګزمو کې معمولا د چلونکي برسیره درې او څلور کسانو هم سپاره وي . او یا په لاره کې نور ا نډیوالان ورته انتظار وباسی.
دا ګزمی شپه او ورځ فعالی او دښکار په لټه کې وي.
دا ګزمی ښکار ته ګوري ،چې هغه وتښتوي او که جیبونه یې ورته خالي کړي.
د غلو د ګرځنده ګزمو د کسانو څیرې ډیرې منظمې وي هیڅکله به دا خیال ونکړي چې دا کسان غله دي دوی په ظاهري توګه ډیر محترم کسان وي ، دوی حتی په مختلفو توکمونو پورې تړلی او د مختلفو عمرونو څښتنان وي . د جیب په وهلو کې د زیات مهارت څښتانان وي.
خلک وايی چې د جیب وهونکو او دوکه ورکونکو له پاره د څو ورځو څخه تر څو میاشتو پورې د زده کړو ټرینینګونه ورکول کیږي دا کورسونه په کابل کې وي خوجیب وهونکي د زیاتو زده کړو له پاره پیښور ته استول کیږي.
د خلکو په باور ، یو ډیر عادي غل یا جیب وهونکی چې د امنیتي چارواکو سره لاس ونلري هغه په غلا لاس نه شي پورې کولې.خلک وايی چې جیب وهونکي غله او دوکه ورکونکي کسان ، د امنیتي ارګانونو د ټیټ رتبه چارواکو سره لاس لري د خلکو له خوا د غله د نیولو په صورت کې په ماهرانه توګه هغه د خلکو د منګولو څخه ژغوري.
خلک وایی څومره چې غلا پیچلی او د ډیرو روپیو امکانات په کې وي په همغه ډول د غلو د ډلو اړیکي د امنیتي ارګانونو د لوړو مقامونو سره ټینګ وي.
دا په دې مانا نه ده چې ټول امنیتي کسان د غلو سره لاس لری. په ا منیتي ارګانونو کې پنځه نوي سلنه کسان ډیر په وطن مین او د خلکو خدمتګاران دي او دوی په صداقت سره خپلې دندی تر سره کوي. خو د واک واګی د دا ډول کسانو په لاس کې نه شته.
په وطن او خلکو مینو امنیتی ځواکونو په تیرو لسو کلونو کې ډیرې هلې ځلې وکړې تر څو د غلا او ټولنیزو مفاسدو جرړې وباسي دوی په دی لاره کې ډیری سرښندنی وکړې . مګر په دې بریالي نه شول او نه بریالي کیږي دا ځکه چې په افغانستان کې واکمن نظام د نړی د زیاترو نظامونو سره توپیر لري.
پخوا به یو وګړی د اړتیا له امله په غلا او لوټماری لاس پوری کاوه ، مګر اوسنی نوی سلنه غله ، د لوږی له امله نه دي اړ چې په غلا او لوټماری لاس پوری کړي. دوی په عیاشیو او مستیو کې ډوب او د عصری موټرونو څخه کار اخلی .
بلی په ټولو رژیمونو کې غلا او جنایت موجود وي خو دومره هم نه وي د خلکو باندی د ځمکی مخ سور اور وي .د کابل او یا په نورو سیمو کې غلو زیات والی او د هغوی د مخنیوی نه کیدل په خپله د نظام په ماهیت پورې تړلی دی.
دغلا او لوټماریو د پدیدی له منځه وړل اویا تر حد اقل پوری د هغه راټیټول ممکن دي . په افغانستان کې د طالبانو امارت د واکمنی په مهال وکولی شول چې تر ډیره بریده د غلا او لوټماریو مخه ونیسي. دا کار ددوی د نظام په لاسته راوړنوکې شمیرل کیږي.
همدارنګه د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند په حاکمیت کې هم غلا او لوټماري تر حداقل پوری راټیټه کړل شوي وه او له دی اړخه د خلکو ژوند نا ارام نه و.
خو په اوسنی نظام کې ځینی واکمنان ، دولتی شتمنی، د نړیوالوټولنو څخه په اقتصادي اوانکشافي ډګرونو کې مرستې ،د خلکو شتمنی، د خلکو جیبونه ، دولتی لوړې څوکۍ ټول خپل شخصي ملکیتونه بولي او له دی امله هم دوی په غصب او لوتماریو لاسونه پوری کوي او هم نورو ته څه نه وايي.
دا حاکمان او د هغوی دکړیو غړي اوخپلوان ځانوته په خپله ګټه دهر ډول کړنو واک ورکوي خوبیا د قانون او خلکو په وړاندې د هیڅ ډول مسوولیت احساس نه کوي.
د سیاست زړه په خپله حاکمیت تشکیلوي. په یوه ټولنه کې هره ډله ، طبقه، سازمان چې حاکمیت ولری په همغه ډول سره په ټولنه کې سیاسی او ټولنیزی اړیکي تنظیم کیږي.
سیاسی کتونکي وايی چې د طالبانو په نسکوریدو سره هغه ډلې واک ته ورسیدی چې د ډاکټر نجیب الله د استعفا څخه وروسته ددوی په حاکمیت کې په کابل کې ټوله دولتی او د خلکو شتمنی لوټ شوه .
د دې ډلو یو شمیرغړي د دی په ځای چې د هیواد سیاسی ، اقتصادی او امنیتي ستونزو د حل په فکر کې وي ترهر څه لومړی د غیر قانونی لارو د شتمنیو د راټولولو په فکر کې دي .
خلک وايی چې داسی چارواکی هم شته چې پخوا یې په ډیره خواری کې ژوند کاوه مګر اوس په زرګونو میلیونه ډالر لري
همدارنګه ویل کیږی چې داسی کسان و ، چې پخوا یې د یو جوړه بوټانو د رانیولو توان نه درلود ، مګر اوس بی شیمره ډالر لري.
د خلکو په باور ، که چیری ددی چارواکو شل نسله شپه او ورځ کار وکړي او تر ټولو لوړ معاشونه هم تر لاسه کړي بیا هم دومره شتمنی نه شي تر لاسه کولی.
دا لوټماري په ښکاره او په ډیره سپین سترګي سره تر سره کیږي چې د هغه ښه مثال د کابل بانک لوټ کول دي چې ددې بانک څخه نږدی نهه سوه میلیونه ډالر په چارواکو پورې د تړلو کسانو له خوا لوټ شوي دي .
اوس مهال داسی کسان نه پیدا کیږی چې نوموړو لوټمارانو ته د لوټ شوو روپیو یادونه وکړي.
ددی ټکو څخه دا پایله تر لاسه کیږي که چیری په خپله واکمنان په لوټماریو لګیا وي هغوی کله د غلاو او ټولنیز مفاسدو مخه نیسي.
افغانستان ته د نړیوالی ټولنی په راتلو سره نړیوالی ټولنی دا زیار ایسته چې دلته پانګوال نظام رامنځته کړي خو د افغانستان پانګواله طبقه د هیواد څخه تښتیدلی او بیرته د راګرځیدو تصمیم یې نه درلود. له همدی امله نړیوالی ټولنی هم د واکمنو کړیو په لوټماریو باندی سترګي پټولی اودا هیله یې کوله چې بلاخره دا لوټماران به راټوله کړي شتمنی په پانګونه کې ولګوي خو داسی ونه شول.
لوټمارانو په لسګونو میلیاردو ډالر د هیواد څخه وایستل او دا بهیر همداسی روان دی نو له همدی امله نړیوالی ټولنی په افغانستان کې د فساد له منځه وړلو شعار یې رامنځته کړ.
په اوسنی نظام او اوسنی حاکمیت کې د فساد له منځه وړل ناممکن دي دا ځکه چې دلته حاکمیت نه غواړی دا ناوړي پدیده له منځه ولاړه شي .
په دی ورځوکې د کابل د ادارې په اولسی جرګه دځمکو د غصب موضوع را پورته شوه. داسی ویل کیږی چې په میلیونو جریبه ځمکه د زور واکو له خوا غصب شوی ده .
د ځینو رسنیو په قول نږدې څلویښت سلنه ځمکې د په نظام کې د واکمنانو له خوا غصب شوي دي.
دا غله او لوټماران په مجموع کې د قوم ، ژبی ، سیمی او توکم شاته پټیږي او دوی واکمنو ډلو سره اړیکی لری.
د غیر قانوني لارو د شتمنیو را ټولول یوازی د لوټماریو ، فساد له لارې نه کیږي . بلکی په افغانستان کې یو شمیر مافیاوي د واکمنو ډلګیو له خوا رامنځته شوي او رهبري کیږي.
پورتنیو ټکو ته په اشاره سره ویلی شو چې په افغانستان کې واکمن نظام په غلا ، لوټماری ،فساد ، مافیايی فعالیتو ،قومي او ژبني تعصبونو ولاړ نظام دي.
په تیرو دیارلسو کلونو کې به یو عادی وګړی هم په هیواد کې پیدا نکړې چې موجوده اداره د لوټماریو څخه پاکه وګڼي .
په واکمنو فاسدو ، لوټمارو او په جنایتونو تورنو کړیو پورې د تړلو په اصطلاح سیاسی څیړونکي وايی چې په افغانستان کې د دې ناوړي پدیدي له منځه وړل په لس ګونو کلونو مودې ته اړتیا لري. دا د لوټمار نظام ډنډورچیان په دې ډول سره هڅه کوي تر څو د روانی لوټماری او غلا له منځه وړل ناشونی وبولی او له دی لاری هڅه کوي چې دا فاسد نظام ابدي په ډاګه کړي .
د دا ډول ستونزو او ناخوالو له منځه وړل د چارواکو په اراده پوری تړلي دي. که چیرې چارواکي وغواړي دا ډول مفاسد له منځه یووسي دا کیدای شی په څو ورځو کې خلک ددې ستونزی څخه وژغورل شي.
د طالبانو په امارت کې د یوه او یا دو غلو لاسونه غوڅ کړل شول په ټول افغانستان کې غلو اولوټمارانو ددی ناوړه کار څخه لاس واخیست او له درکه د خلکو ژوند ارام شو.
که چیري په افغانستان کې ښاغلی حامد کرزی د کابل د ادارې مشر او دده مرستیالان په رښتیني توګه د غلا ، لوتماریو او فساد د مخنیوي له پاره په صادقانه توګه مټی راونغاړی دا ناوړي پدیده په ټول افغانستان کې په یوه او یا دوې اونی کې له منځه تللی شي.
دا ځکه چې اولسمشر او د هغه مرستیالان د لوټماری او فساد په وړاندی ودریږي بیا په کابینه کې یو وزیر هم فساد ته مخ نه شي اړولی او که وزیران ونه غواړی نو یو رییس او مدیر په فساد او لوټماریو لاس پوری کړي.
که په امنیتي ارګانونو کې یو شمیر وګړي ونه غواړي چې د غلو ، لوټمارانو او جیب وهونکو ته د فعالیت زمینه برابره کړي یو جیب وهونکی او د سړیو تشتونکي دا کار نه شي کولی.
د کابل اداره د سمون وړ نه ده نو ځکه خلک ددی اداری په ځای د یوې شفافی او ملی ادارې د جوړیدو غوښتونکي دي . او دا کار یوازی د خلکودپراخ سیاسی سوله ایز خوځښت له امله ممکن دی.
ټول انقلابونه هغه مهال رامنځته کیږي چې موجود نظام ډیر فاسد شي واکمنه اداره د خلکو په منځ کې ځای د لاسه ورکړی . خلک د دولت په چارواکو باندی باور د لاسه ورکړي . شته شرایط د خلکو د زغم د اندازې څخه ووځي . خلک په دی پوه شی چې د دوی د ژغورلو یوازینی لاره سراسري پاڅون دی . او خلک دې تیا ر شی چې ددی نظام د بدلو ن له پاره سر ښندنی وکړي. د هغه په اړخ کې باید یو ملی سیاسی اولس پلوه سازمان موجود وی چې د خلکو مبارزی د فساد او ظلم په وړاندی رهبري کړي.
دا حالت په افغانستان کې رامنځته شوی او یوډیر وړوکی ملی خوځښت کیدای شی په سراسري سوله ایز بدلون باندی واوړي. په هغه مهال به د غلوواکمنی ډلې بهر ته د تښتیدلو له پاره د ټکټونو د لاسته راوړلود پاره به کتار ولاړ وي.
د دا ډول حالت څخه زیات شمیر لوړپوړی چارواکي ویریږي. هغوی وايی : چې دی د پوځي لیږد څخه ډار نلري ، دی سیاسی لیږد څخه ویره لري. هغوی فکر کوی چې کیدای شی ښايی دوی د واک څخه ګوښه او د دوی سره به په تیرو کلونو کې د دوی د کړنو حساب او کتاب وشي.
مګر برخلاف د افغانستان خلکو د پاره په حاکمیت کې موجوده څیری ستړي کونکي شوي دي اودوی غواړي چې نوي او د منلووړ څیرې د سیاست او واک ډګر ته راووځي خلک د دا ډول بدلون غوښتونکي دي چې واک ، اولسی اوملی ادارې ته ولیږدول شي داسی اداره چې تعصب ،غلا، لوټماري، فساد، جرم اوجنایت ته د پای ټکی کیږدی.