مرا هزار امید است و هرهزار تو ای
11.06.2013 19:06دا یو منل شوی حقیقت دی، چې سن، ذوق، سلیقه، فکر، ګروهه، اړیکې، روحي او رواني وضعیت، چاپېریال او نور بېلابېل لاملونه د یوه شي په انتخاب او خوښونه کې پر بېلابېلو انسانانو بېلابېلې اغېزې لري.
دا هم منم چې تر اوسه د ښکلا لپاره چا ټولمنلی تعریف نه دی موندلی، ځکه نو نړیوال اړ شوي چې ووايي، [په نړۍ کې بدرنګ نشته] او دا په دې دلیل، چې هغه څه چې د یوچا په سترګو او لید کې بدرنګه ښکاري، هماغه د یو بل چا خوښېږي او خوند ترې اخلي، نو د هغه لپاره هماغه بدرنګ، دده لپاره ښکلی دی.
د دغو ټولو واقعیتونو له منلو او رعایت سره هم، هرکله چې دا سندره اورم، دومره مې د کیف او خوند په ګلورینو ټالونو زنګوي، چې که د دغه رواني حالت د تللو لپاره کومه تله وای، نو د دې کنډې په مقابله تله کې به زما د کیفي حالت د تللو لپاره کاڼي نه ځایېدل.
زه دا هم منم چې د ژوند په تودو، سړو، شاړو او سمسورو ډګرونو کې مې د وختونو په پلونو د کلونو ډېر مزلونه وهلي دي او د سر او مخ پر بامونو مې د رنګینو وختونو د ګردونو دوړې او د موسمونو په اوښتونونو کې د سړو ژمیو د واورو ډېرۍ پرتې دي، خو په دې هم بشپړ باوري یم چې احساس او ذوق مې د ژوند په دغو ټولو پړاوونو کې د هنر له رنګینو کاروانونو سره پل په پل مزلونه وهلي او کله هم له دغو کاروانونو په شا او لیرې نه دي پاتې شوي او له دې مینې او راښکونه یې زړه نه دی شکولی.
هرې ټولنې د ژوند په بېلابېلو برخو کې د ځانګړو ښکارندو (پدیدو) لپاره ځانګړي قوانین او معیارونه ټاکلي، چې پربنسټ یې د ښو او بدو، روا او ناروا توپیر کېږي. په همدې لړ کې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د موسیقۍ لپاره هم ځانګړي قوانین او معیارونه ټاکل شوي، چې له مخې یې د یوه مسلک په توګه ددې ښکارندې (پدیدې) د ښېګنو او بدګڼو لپاره هم روښانه بریدونه ټاکل شوي دي.
زه د موسیقۍ په اړه مسلکي زده کړې، مطالعه او پوهه نه لرم، چې په مرسته یې د ځوان او تکړه سندرغاړي میرویس جان نجرابي په ښکلي غږ د پورته یادې شوې سندرې د ښېګڼو په اړه ځانګړي مسلکي دلایل وړاندې کړم، خو د یوه شاعر په توګه د بریالي هنر د هغه منل شوي معیار او ځانګړنې له مخې چې: هر هغه هنري پنځونه چې د انسان پر ذهن، زړه او احساس داسې اغېز وښندي، چې په خپله د هغه اثر پر پنځوونکي یې ښندلې او یا هغه ترې د همدغسې یو اغېز تمه لري؛ نو بریالی هنر دی.
په بله ژبه، هغه غږ چې د یوه زړه له تله وځي، ضرور د بل زړه تل ته لاره کوي.
اوس که ددغو معیارونو په تله د میرویس جان نجرابي دا سندره وتلم، نو په زغرده ویلای شم چې یو بریالی هنر دی.
ما تر اوسه میرویس جان نجرابي د ټلویزیون له پردې پرته هیڅکله مخامخ نه دی لیدلی او هیڅ شخصي اړیکې هم ورسره نه لرم، چې تر اغېز لاندې یې په دې اړه په خپل قضاوت کې بې انصافي وکړم، داسې هم نه دی چې یوازې د خپل ذوق او سلیقې له مخې قضاوت کوم ، بلکې له ډېرې مودې راهیسې هر چېرته چې د ډېرو یا لږو اورېدونکو او لیدونکو په منځ کې د راډیو له څپو دا سندره اورم او یا یې د ټلویزیون په پرده کې ګورم، نو راسره ناست نږدې ټول کسان په یوه خوله ددې سندرې د ښوګڼو او هنري کیف او لذت ستاینه کوي او دزړه په غوږونو یې اوري. دا ځکه چې که یې شعر ددغه هنر د تعریف او معیار له پلوه وتلو، نو په بشپړه توګه کره خېژي، که یې کمپوز او موسیقي د هنري پنځونې د یاد معیار په تله وتلو، نو زما له انده ډېر کره او معیاري دي او په کوم انداز چې میرویس جان نجرابي زمزمه کړې، نو دا چې د هرچا زړه ته لار کوي او په ډېره مینه یې اوري، همدا به یې د کره توب او معیاري والي لپاره کافي وي.
مشک ان است که خود بوید، نه انکه عطار ګوید
اوس که راسره موافق نه یاست نو د میرویس جان دا سندره له دې سندرې سره په یوه تله کې واچوي، وېې تلﺉ او قضاوت وکړﺉ چې:
امروز و فردا می کنی نه میشی راضی
دختر قاضی الا نتی مه بازی
په وروستیو لسیزو کې زموږ په هېواد کې د موسیقۍ هنر هم د نورو برخو په څېر د جګړو له ناوړې اغېزې خوندي پاتې نه شوه او یوه اوږده موده خو یې لا پرخولې د جبر او ناورین غرونه ایښودل شوي وو، خو همدا چې هر تفریط په ځان پسې یو افراط زېږوي، نو دغه هنر هم د وروستۍ نږدې یوې لسیزې په بهیر کې د اجبار د ځنځيرونو پر ماتولو، په بشپړ لېونتوب او افراط بیا ددغه هنر خاموشې فضا ته داسې شور او زوګ راوړ، چې خلک یې له ازاره پر غوږونو د لاسونو او مالوچو ایښودلو ته اړ ایستل، خو د همدغه لېوني شور او زوګ په لېونیو څپو کې ددغه هنر داسې ښکلي او ګلورین ګلبڼونه او ګلکڅونه هم راوټوکېدل، چې په لیدو یې د هر بینا او با احساسه زړه روح تازه کېږي او په دغو ګلبڼونو او ګلکڅونو کې داسې رنګین بڼکې او خوږ غږې مرغۍ خوږې او زړه راښکونکې نغمې پیل کړې، چې خلکو ورته په ډېرې مینې په خپلو زړونو کې د ځالو جوړولو بلنه ورکړه.
د همدغه لېوني شور او زوګ په لېونیو څپو کې د ښېرازو ګلبڼونو او ګلکڅونو په ګلورینه غېږه کې د خوږ غږو زېږېدلو بلبلانو له ډلې یو هم میرویس جان نجرابي دی، چې په تانده ځوانۍ کې د خپل خدای (ج) بخښلي پلار، د هېواد وتلي او منلي سندرغاړي مزاري نجرابي پر پلونو بریالي پلونه ایښي او د هغه ښاغلي په څېر یې تر اوسه د هنر سپېڅلتیا، وقار او معیار پر ساتلو، ورځ تر بلې د خپلو هېواد والو او مینه والو د زړونو پر ګلورینو ځمکو د هنر د جلال او جمال ګلورین زړي کري او پردغو ځمکو د هېواد ویاړلې موسیقۍ د لا لوړتیا او پیاوړتیا ګلبڼونه ښېرازوي.
په دې لار کې دده د لا لوړتیا، پیاوړتیا او سپېڅلتیا په هیله!

