د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولې انتقالي عدالت؟

نظرمحمد افغان 09.06.2013 13:31

عدالت د نياو، برابرۍ او انصاف په معنا دی؛ خو په دې وروستۍ لسيزې کې د انتقالي عدالت په نوم يوه نوې اصطلاح رامنځته شوې ده، چې لا هم ډېر وګړي يې په کره معنا نه پوهيږي. ځينې وايي، چې د عدالت لېږد او انتقال ته انتقالي عدالت وايي او ځينې نور ورته له خپل انده تعريفونه کوي؛ ولې هغه څه چې د انتقالي عدالت تر مفهوم لاندې راځي، ښکاره ده. راځئ! لومړی ځان پر دې پوه کړو، چې د عدالت د دې ډول کره پېژند او معنا څه ده؟
انتقالي عدالت د انګرېزي ژبې د (Transitional Justice) ژباړه ده. په هر اړخيز ډول د عدالت پلي کول او د نظامونو له بدليدو وروسته د هغو ستونزو، ناورينونو او بدبختيو څارل دي، چې په دغه موده کې ترسره کيږي. يا:
يو لړ عملي او عدلي او غير عدلي لارې، چارې دي، چې د يوه ټولنې هغو ستونزو ته د حل لاره ومومي، کوم چې له مستبد او نه ولسواکه نظام څخه يوه ولسواک او له ماتې خوړلي نظام څخه کارنده دولت ته ورپاتې شوي وي او په نږدې ماضي کې يې ناورينونه او جګړې تېرې شوې وي.
د دې عدالت موخه د جنګي جنايتکارانو پېژندل او محکمه او همداراز د جګړې د هغو قربانيانو او ښکار شوو ته د هغوی د حقونو ستنول دي، چې په پايله کې ټولنه د تلپاتې سولې او ثبات پر لور وردرومي. د انتقالي عدالت له مخې بايد هغه جنايتونه او د انسان له انساني حقونو څخه د سرغړاوي پېښې رابرسېره شي، چې د جګړې په کلونو کې د سيمې استوګنو ته ورپيښيږي. دې لپاره د بښنې، مسوليت مننې او ځواب ورکونې فرهنګ دود شي، بويه چې جنګسالاران او ټوپکماران د عدل مېر ته راښکل شي. دې کار لپاره ځينې لارې، چارې شته، چې د قانون پر وړاندې دوی سپينېدای شي. لکه د قرباني شوو کورنيو له لوري دوی ته عفوه، د دولتي شتمنيو او يا وګړو د مال لوټلو په صورت کې د زيان خسران، د رسنيو له لارې له مطلوبو شخصيتونو څخه بښنه غوښتل او ځينې نورې لارې شته، چې بيا د قانون پر وړاندې دوی معافيږي. په جنوبي افريقا کې نېلسن منډېلا هم له جګړو وروسته د بشري حقونو سرغړوونکي راوغوښتل او دغه پورتنۍ لارې د دوی د بري لپاره پرېښودې.
دا سمه ده، چې مجرمين به تر پېژندلو وروسته محکمه او بلاخره خپلې سزا ته ورسيږي؛ ولې څنګه شونې ده، چې هغو کسانو ته د هغوی حقونه ورکړو، کومو چې مال،ځمکه، سر، د کورنۍ غړي او ... له لاسه ورکړي وي؟د مال، ځمکې او نورو شتمنيو جبران خو به وشي؛ ولې هغه چې معلول او معيوب شوي دي او يا يې هم د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي، څنګه به خپل حقونه ورستون شي؟ دا هم سمه ده، چې انساني کرامت ته سپکاوی، ستره ګناه ده او دا د څښتن خلقت او پنځونې ته سپکاوی دی؛ خو د مجرمينو محکمه کېدل به د زيانمنو کورنيو ټپونو ته لږ تر لږه پټۍ او د نوموړو رنځونو ته درمان شي او دا به احساس کړي، چې ظالم که هر څومره زورور هم شي، قانون به ترې د مظلوم حق هرو، مرو غواړي.
لکه څنګه چې د مخه وويل شول، انتقالي عدالت معمولا په جګړه ځپلو هېوادونو کې ډېر توجيه کيږي. افغانستان لسيزې د جګړو ډګر او دا خوني لوبه لا هم په کې ولاړه نه ده. له (۱۳۵۷) څخه تر (۱۳۷۱) لمريز کلونو پورې د شوروي يرغل او ورسره د کمونستي رژيم کلونه دي، چې په عامه اصطلاح (شهر ناپرسان) و. د افغانانو له ککريو څلي جوړ شول. له (۱۳۷۱) څخه بيا تر (۱۳۷۵) لمريز پورې د کورنيو جګړو تور پېر و. زورور په سر کې او کمزوری تباه شو. څوکيو لپاره د خلکو پر سرو ميچنې وګرځېدې. مطلب دا چې عام وګړي د لويو شخصيتونو(!) د اهدافو ښکار شول. له هغه راوروسته تر (۱۳۸۰) پورې طالبي نظام و. په دې دور کې افراط او تفريط د خپل معراج لوړه څوکه لمس کړه، چې بالاخره نړيواله ټولنه صحنې ته راغله او دا رژيم يې هم رانسکور کړ. نو د شاوخوا دېرشو کلونو په اوږدو کې د بېلا، بېلو نظامونو او واکو نو بدلېدل هروو، مرو بشري سرغړونې له ځانه سره لري او د انتقالي عدالت پېژند او موخې ته په کتو تر بل هر ځايه، د افغانستان په څېر هېواد کې ورته ډېره اړتيا ليدل کيږي.
په دې لړ کې د لغمان ولايت د مهترلام ښار استوګن محمدحسن نومی د خپلې کورنۍ يواځينی سرپرست هغه ځوان دی، چې د جګړو په کلونو کې يې د پلار د مينې بام رانسکور کړی شو. د ده په وينا چې وسله والو په رڼا ورځ د ده پلار وويشت. ((مور او پلار مې له مېلمستيا څخه بېرته کور ته راروان وو. کله چې د کور مخې ته راورسېدل، موږ له خوښۍ نه مخې ته ورمنډه کړه. لا نه وو وررسېدلي، چې ډزې شوې او له ډزو سره مې پلار په وينو کې ولمبېده.)) د محمد حسن په وينا، دوی ټول په پلار پرېوتل. شاوخوا نور خلک هم راټول شول او وسله وال ډېر ډاډه له سيمې لاړل. د ده په ټکو چې دی له خپلو پينځو خويندو او مور سره د وخت حکومت ته ورغی؛ خو چا يې عرض وانه ورېد. (( هغه خلک ډېر زورور دي. اوس هم په لوکسو موټرو کې ګرځي. وس مو پرې نه رسيږي. هغوی وسلې او کسان لري او موږ پرته له يوه خاورين کوره، نو ر هېڅ هم نه لرو.)) محمد حسن وايي، چې دی اوس د خپلې کورنۍ يواځينی سرپرست دی. بل څوک نه لري، چې د ده خويندواو مور ته روزي وګټي. ((د يتيمانو ښوونځی مې ولوست. هلته ښه و، مرسته يې هم راسره کوله او ځينې اړين توکي يې هم راکول. خو اوس هغه هم نشته. لوړو زده کړو ته مې ډېره لېوالتيا وه؛ خو کورنيو مجبوريتونو هلته د تلو اجازه رانه کړه. کاش چې پلار مې ژوندی وای، اوس به بيخي بې غمه وم.)) دی اوس په لاس ګاډي کې ترکاري خرڅوي او چې د پلار قاتلين په لر او بر ګرځېدو کې ويني، ډېر جذباتي کيږي. ((ظالمانو زه يې يواځې لاسي کراچۍ ته کښېنولم او خپله په کروزينو کې چکرې وهي. زړه مې وايي، چې وينې مې ترې څښلی؛ خو څه وکړم. خپلې کورنۍ ته يوه ګوله وچه او لمده ډوډۍ يوسم که مظلوم پلار مې وګټم؟!!!))
د محمدحسن په څېر د جګړو او ناخوالو ډېر نور قربيان شته، چې هره شېبه يې پر سر د حالاتو د جبر څټک لګيږي؛ خو له وسه يې هېڅ هم نه دي پوره. د دغو خلکو په اند چې دوی نور هېڅ هم نه غواړي. يواځې دې د دوی له ظالمانو د دوی غچ واخيستل شي. له بل لوري دا يوه خلاقي اړتيا هم ده، چې له قربانيانو څخه د قرباني په توګه يادونه وشي.که داسې ونه شي، نو دا نوموړو ته يو ډول بې عزتي او د هغوی بيا قرباني کول دي.