د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غلام دلته هم ښکر لري هم لکۍ

محمود نظری 07.06.2013 13:35

***
دادنن عزتمن جاسوس هغه د پخوا نه دی جاسوس
دا دنن ډیر پتمن دوس هغه د پخوا نه دی دوس
دادنن قدرمن چاپلوس هغه د پخوانه دی چاپلوس
دادنن ابرومند خړوس هغه د پخوا نه دی خړوس
دنن مریی پرسر ښکر لري هم تر شا ډانګه لکۍ
***
دنن جاسوس خر کا رنه پازه وال دی د کلتور
نوم او تخلص یې تیاره نه دی سیمه وال دی نور
محقیق پدرام قانوني شورا وال دی منصور
اسمعیل وزیر فهیم او خلیلی مرستیال دی دناسور
خود دنن مریی پرسر ښکر لري هم تر شا ډانګه لکۍ
***
دنن ورځې مرییان داوښ پر لکۍ سپاره دي
په سپینو سترګو تودوخې ته وایي ساړه دي
د ولس د دشمن په غندولو یې د برېت چېچه دي
د بادار په هر ګټه يې دلته خپل پرتوګ ایسته دي
دا دنن مریی پرسر ښکر لري هم تر شا ډانګه لکۍ
***
اې کاسیره چر ګې ولې د بل کره هګۍ اچوې ؟
قت قت دلته کوې ولي د ګاونډکره هګۍ اچوې ؟
د نورو د بادک شیانو ولې دلته پسکۍ اچوې ؟
دیوالي په منځ کې ولې ددرواغو ناندرۍ اچوې ؟
ته مریی ولې پرسر ښکر لري تر شا ډانګه لکۍ؟
***
ملت ټوله پيژنې موږ یې خبره تر غوږه ورسوو
کنه د نر په یوه لغته یې لکه عورته کښینوو
مخ به یې تک تور پر خره یې سرچپه سپروو
موږ هغو ته څه د توبه کولو وخت ورکوو
موږ یې ښکر ماتوای سو هم پرې ډانګه لکۍ
**
غلامانو دلته په سپيتانه کې جوړه کړې سیالي ده
د پردو زامنو زموږ په کور کې جوړه کړې باچاهي ده
انسان ته خبره خرو ته په کار خوله د ډانګ سوټي ده
پوهیزودلته له ارګه اوبه خړې او حرامزادګي ده
خودبه مریی پرسر ښکر ګرځوي تر شا ډانګه لکۍ
***
دلته دبد مشر سره په زرګونه بدمرغي راغله
دده په شمول هر جاسوس ته نیکمرغي راغله
په بڼ کې دمیوو پر ځای په حاصل اغزي راغله
دوطن دکلتوردکترو ساتلو ته مو پیشي راغله
خود دنن مریی پرسر ښکر لري تر شا ډانګه لکۍ
***
خره لا تر دې ښه کولای سي چې وکړې ښه اداره
ددوی پالیسي ده ګوز واچوه تر شا مه ګوره
په زرګونو شخړې یې جوړي کړې یوه یې حل نه کړه
د ملت آینده ته یې جوړه د ورستو لانجو بوغچه کړه
دا دنن مریی پرسر ښکر لري هم تر شا ډانګه لکۍ
***

هغه مشر منو، دپردو دکلتوري یرغل نه وي طرفدار
هغه و نه ټاکي لکه رهین تورن غوندې مکار غدار
دسولې سپینه کوتره په هوا کړي نه کارغه مردار
هغه کارونه سم کړي چې حامد کړي دي معامله دار
نه منو مریی چې پرسر ښکر لري تر شا ډانګه لکۍ
***
لکۍ د حیوانیت نښه ده ښکر دی د لوړ مقام
اوس دداسو خلکو سوی وخت د اما م او زمام
د پردو په لاس کې سوی زموږ دواکمنو لګام
دهغه شوخ بچه کابل مشرانو سوی دی نظام
باید چې ښکر یې مات سي پرې یې ډانګه لکۍ
***
دملت چې بخت تور سي ددښن یې د پلار کورسي
پردی زوی ورته خوږ تر خپل سکني ورور سي
خپل مور ته هر زوی خپله د هغې د ټیکرې اور سي
د بل د کلتور پیری یې نیغ پر اوږه سپورسي
یو دښمن یې ښکر غوړوي بل یې زمونځ وي لکۍ
***
خدایه موږ ته دوه رګه مشر نه ، نوکۍ افغان را
خدایه موږ ته دوه لمبره مشر نه، نوکۍ باوجدان را
خدایه موږ ته دوه ټوټه مشر نه، نوکۍ باایمان را
نه زمری ، نه پسه ، نه سپی مشر نوکۍ انسان را
نه لکه دا مرییان پرسر ښکرولري تر شا ډانګه لکۍ
***
خدایه دهر خاندان چې وي بیله دې خاندان را!
خدایه دخپلو خلکو خدام نه د پاک اوایران را!
خدایه نه د امریکا نه د انګریزانو خانه سامان را!
خدایه نه چرسي نه کوږ خولۍ نه سترګګ ران را!
افغان راچې نه ښکر ولري نه هم ډانګه لکۍ!
***
اخیر به ولس دا موشه خره کړي لونټي مونټي
د بلبلو له بڼ او بوستانه به تورانیاني وشړي
وخت لنډ دی اوس دي دوی شپې وشمیري
د تخرګ دلندیدو وخت به یې ډیرژر راسي
خلک به پر خاندې چې یې وویني ښکریا لکۍ


[داوښ پر لکۍ سپرېدل] بیحیایی کول،[ پرتوګ ایستل ] بې شرمي و بې حیایي کول.
،[ د عمر شپې شمېرل ] دعمر اخیري ور ځي شمیرل،[ تخرګ لندېدل ]وارخطااو خجل کیدل،[ برېت چېچل ] به قهراو غضب کیدل،[ لونټي مونټي] لکۍ او غوږ پرې کول ،[د تخرګ لندیدل] د شرم او وارختایې وخت،