د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کی دکوکناروتاریخچه اواوسنی حالت

الحاج انجنیرسیدرقیب شاه هاشمی 06.06.2013 17:48

لیکوال :الحاج انجنیر سیدرقیب شاه (هاشمي)



په افغانستان کی دکوکناروتاریخچه اواوسنی حالت
په هیوادکی دانګلیسانودراتګ سره سم داستعماری مقاصدولپاره دخاشخاشو کر په پراخه پیمانه شروع شو که څه هم اپین (افیون)څخه ډیره کمه استفاده کیده اونور به تجارت کیده په هغه وخت کی دخاشخاشو تجارت صرف داخلی اوو.
امیر عبدالرحمن خان (1880-1901 ):
امیر عبدالرحمن خان به کوښښ کاوه چی دخلکو په منځ کی د اپینو (افیون ) مخه ونیسی دافینو تجارت یی دولتی کړ تر څو دخلکو په منځ کی رواج ونه مومی .
امیرحبیب الله خان(1901-1919 ) :
دامیرحبیب الله خان په دور کی که څه هم په هیواد کی خاشخاش کرل کیده خو داپینو (افیون)داستعمال څخه دخلکو په منځ کی مخ نیوی کیده په هغه وخت کی افیون به تزاری روسیه ته صادریدل .
علیحضرت امان الله خان1919 :
په دی دوره کی دخاشخاشو کښت تجارتی بڼه واخیسته چی د دولت د کلک ممانعت سره داپینو داستعمال څخه دخلکوپه واسطه په کلکه ممانعت وشو یوازی هغه کسان چی په نیشو روګدی شوی اوو دلږ استعمال اجازه درلوده د علیحضرت امان الله خان په دوره کی یو سلسله قوانین او مقررات جوړشول دنظام نامی په ۱‍۲۵ ماده داسی راغلی دی (په افغانستان کی دشرابو جوړول استعمال اودمسکراتو استعمال ممنوع دی مګر دچرسو په باره کی داسی راغلی چی چرس څکول او خرڅ یی د هیواد دننه کی ممنوع دی او ویستل یی دهیواد څخه بهر ته ممنوع نه دی .) همدارنګه دنظام نامی په ۱۳۱ ماده کی داسی راغلی (هغه کسان چی چرس اویا بنګ څکوی اویا اپین خوری که عمر یی ۲۵ کاله څخه کم وی ۲۵-۳۹ دْوری جزا ورکول کیږی اوهغه کسان چی عمریی ۲۵ څخه زیاد وی او عادت یی ګرځیدلی وی ۵۰-۷۵ دوری جزا او هغه کسان چی دپخوا څخه په چرس اوبنګ روګدی وی تردو کالومعاف اوبعد له دوکالو ۵۰-۷۵ دوری جزاورکول کیږی اوداپینو دخوړونکو لپاره نصیحت بهتردی ).
دعلیحضرت محمد ظاهرشاه ۱۳۱۲-۱۳۵۲:
په دی دوره کی دخاشخاشو کښت چی خارج ته صادرشی اجازه ورکړشوه اوددولت په مفاد وګڼل شوه په ۱۳۲۴ ل کال یو شرکت تاسیس شو (بوټوسهامی شرکت )په لری پرتو سیموکی دکوکناروکښت چی موجود اوو دبوټودسهامی شرکت له لیاری خریداری او په طبابت کی داستعمال په منظور خرڅیدل .
په ۱۳۳۵ ل کال کی داپینو اخیستل –خرڅ واردول اواستعمال که په هر شکل وی په کلی توګه منع کړی شو اودجزا قانون جوړشو .
لمړنی جمهورریس سردارمحمدداود خان(۱۳۵۲-۱۳۵۷ ):
په ۱۳۵۴ ل کی دکرنی وزارت په چوکاټ کی دکوکنارودبدیل یو کمیسون جوړشو.
په دی دوره کی د ۱۳۳۵ ل کال دجزاقانون باندی بیا لیدنه وشوه اودجزاقانون ترتیب تصویب اوتوشیح شو چی تراوسه له همدی قانون څخه استفاده کیږی .
دغویی کودتا ۱۳۵۷ څخه وروسته :
مشکلات اوپرابلمونه ډیر شول دنورمحمد ترکی بی پری فرمانونو خلک د حکومت پرضد راوپارول په هر ځای کی واړه واړه ښورښونه پیداشول دپاکستان حکومت دوخت نه په استفادی خلک د حکومت په ضد داسلام په نامه مسلح کړل وروسته نړیواله ټولنه هم هله شریکه شوه چی دببرک کارمل په مشری دحفیظ الله امین حکومت نسکور اوروسی قواوی افغانستان اشغال کړ د اتحاد شوروی دپرزولو لپاره دپاکستا ن سره نړیواله ټولنه همکاره شوه دولت په ټولوبرخو کنترول نه درلود همدانه کنترول ددی سبب شو چی په ډیروبرخوکی کوکنار زیاد شی .
۱۳۶۷ل کی د مخدره موادودعالی کمیسون په نامه یوکمیسون جوړشو خو کومه پیله یی نه درلوده
۱۳۸۱ ل کی دموقتی اداری دریس حامد کرزی له خوا فرمان نافذ شو چی دفرمان په دوهمه ماده کی راغلی (دمخدره موادو تولید- پروسس استعمال – ترافیک اوقاچاق کول مطلق بند دی ).
۱۳۸۴ ل دهیواد بزګر دمشوری په موخه دحامد کرزی له خوا وغوښتل شول بزګرو په یوه خوله داوبو نه شتون د کوکنارو کر وګاڼه اووی ویل چی د کوکنارو نبات لږو اوبو ته ضرورت لری اوډیر عاید کوی نوځکه کوکنار کری او فیصله وشوه چی دولت ومنله چی سربندونه اوبندونو به جوړوی او عملی ګام اخلی ترڅو داوبومعضله حل کړی ۱۳۸۴ ل کال راپه دیخوا دولت دبندونو اوسربندونو په جوړولوکی موثراقدام نه دی کړی داوبو اوبریښنا وزارت کی مسلکی کس نه شته چی کار پلان کړی د اوبو او انرژی وزیر جهادی پخوانی نظامی دی چی په کار نه پوهیږی اوپه خپل ځان پخپله ریشخند وهی اولیکی (دګرجنرال تورن اسمعیل خان )اوامضا کوی .............................................................
د مخدره موادو وزارت تاسیس :
لکه چی د مخه وویل شو ل چی لمړی ځل کوکنار داستعماری موخولپاره د انګلیس په واسطه راغلی دی دمخدره موادووزارت دانګلیس ددوهم پلان یوه برخه ده همدا وزارت دمخدره موادو په تولید –قاچاق – پروسس – استعمال اوترافیک کی دنده لری دهیواد په سطحه تولید ډیر زیاد شوی دطالبانوپه پرتله څوچنده اوڅوچنده زیادښت راغلی اووزارت خپله دنده ښه سرته رسولی ده په مخدره موادومحتاط کسان له حساب نه وتلی دبلی خوا دایران اخندان افغانان په پودرو اخته کوی او بیایی رالیګی ډیرکسان یی ووژل خوبی سواده اوناپوهه څوتنه د جاسوس خلیلی په امرپه کابل کی ایرانی فرهنګ غواړی اودخمینی زیږیدنه په کابل کی لمانځی ډیر دافسوس خبره ده
دمخدره موادو وزارت په کاری پلان کی د کوکنارودکمښت په موخه داوبو دبندونو لپاره څه نه شته دجوړولو کار خود بریښنا اوانرژی وزا ت پوری مربوط دی د قاچاق چیانونیول دداخله وزارت کاردی د محتاطوکسانو تداوی د وزارت صحت پوری مربوط دی د کښت اود نبات تداوی دوزارت زراعت کاردی دمخدره موادو ترویج اواستعمال او په ښارونو کی د پودریان مرکزونه جوړول اودلوړومعاشاتو اخیستل د وزارت مواد مخدر کار دی په ښکاره اوپټه افیون اودافیون څخه جوړشوی پودر په ښارکی خرڅیږی چی تمویلونکی یی د مخدره موادو وزارت دی .
دسترګو لیدلی حال :
دکابل ښاردچمن حضوری په شرقی برخه کی یو ژورلښتی موجود دی چی پودریانو څخه ډک وی تصادف له دی لاری تیریدم چی یو دولتی سپین فلینګ کوچ موتر راغی د موتر درسیدوسره پوډریان راټول شول هر شخص (پودری)ته یوګیلاس شیدی او یوه ناشتا ډوډی ورکړ شوه زما د پاره ډیر جالب وه چی ټول پودریان په یو وار راغلل یو ګیلاس شیدی او ناشتایی وخوړل او خوشحاله روان شول ددوی په منځ کی یو پوډری خفه او بداورد یی ویل ما تری وپوښته څنګه په قهر یی وی ویل ماسره یو سل او پنځوس افغانی نشته؟ د څه له پاره ؟ پوډری وی ویل دا موتر مونږ ته پودر راوړی ډیره جالبه وه چی دولتی موتر دشیدو ورکول ناشتا ډو‌‌‌ډی سپینه ورځ د کابل ښار او د پوډرو خرڅ................................
خدا (ج) خبر چی د مخدره موادو وزارت چی د مخدره موادو د منعه کولو نه کرلو نه استعمال اونه قاچاق اونه تجارت دنده لری په خپله مخدره توکی خرڅوی او د استعمال لپاره یی ضمینه برابره وی او نورڅومره غیری قانونی او غیر شرعی کارونه به کوی ؟
د رادیو ازادی د راپور په حواله د محتاطو ښځو تعداد یو نیم زر کسان یواځی د خرابات په کوڅه کی میشت دی چی د پوډرو د اخیستلو دپاره غیر شرعی او غیر اخلاقی کارونه کوی اودپودرووزارت ناخبره دی زه فکر کوم چی دپودرو وزارت یو کارد فحشا ترویج کول دی.
دوزارت په سطحه تشکیلات بی مفهومه بی هدفه غیرضروری غیر موجه دی محترم ریس جمهوردی په دی هکله تحقیق او فکر وکړی اودملت بودیجه دی په لهولعب نه مصرف کوی پوره فکر پوره خیال اوپوره اوسم تصمیم به ملت په سمه روان کړی .
دمخدره موادودکنترول لپاره له پخواڅخه دداخله وزارت په چوکاټ کی یوریاست شتون لری چی دمخدره موادو دکنترول دپاره فکر کوم کفایت کوی دکرنی وزارت په چوکات کی دبدیل تر عنوان لاندی تشکیلات شته د څارنوالی په چوکات کی دبدیل تر عنوان لاندی تشکیلات شته د څارنوالی اوقضا کی اختصاصی برخی شته اوکفایت کوی اوبایددوزارت تشکیلات ختم اوددی وزارت بودیجه په نوروعمرانی کارونو لکه د بندونو جوړول دی مصرف شی بهتره ده .
افغانستان په کافی اندازه اوبه لری د اوبوزیرمی روان اوڅپاند سیندونه خودبندونونه شتون بی اوبوکړی یو زمونږله اوبو ایران او پاکستان خوند او ګټی اخلی دبیلګی په توګه د کنړڅپانده سیندچی دکنړپه سینه کی جاری دی خوپخپله کنړځمکی اوبه نلری اوزیاتی للمی اوبی حاصله دی د۱۳۵۲ ل وروسته دسردارداودخان په دورکی مکمله سروی وشوه داسمارولسوالی دسورطاق منطقه دابیاری او بریښنا دبند دپاره مساعده اومناسبه وګڼل شوه چی مکمل اسنادیی داوبواوانرژی وزارت کی موجود دی .دکڼرسیند په سردوهمه سروی هم د سردارداودخان په دورکی وشوه اوپه نږدی دودری کاله مخکی داوبواوانرژی په مالی ونډی داسمعیل خان پواسطه ایرانیانوته قراردادورکړشواودننګرهار ولایت دکامی په ولسوالی کی داوبواوبریښنا بند دی ددی دواړوبندونومقدماتی دوهمه اودریمه سروی شوی نقشی اماده شوی دی خوداوبواوانرژی وزارت په بی کفایتی هیڅ نوع قرارداد اویا خبر نه شته .
دکوکنارودکرلولوی عامل لکه دمخه هم وویل شو اوبونشتوالی دی زه فکرکوم لکه څنګه چی لمړی ځل هیوادته کوکنارراوړل داستعماری موخوپه مقصد اوواواوس هم زوړاستعماری پلان بیا عملی کیږی دمخدره موادووزارت جوړیدل بل کوم هدف نه لری اودانګلیس دوهمه دسیسه ده هغه پلانونه چی پخوا ناتکمیله پاتی اوو دمخدره وزارت په موجودیت به یی تکمیل ګړی دی لعنتی انګلیس زمونږنه لاس نه دی اخیستی .
دجناب رسول اکرم ص حدیث دپیام په توګه:
(داسی وخت به راشی چی زما امت به بنګ استعمال ګړی زه له داسی کسانولری اوبیزاریم اودوی له ما لری دی.
یهود اونصاراباندی سلام وکړی اما دبنګ په مصرف کوونکو سلام مه کوی .
هغه کسان چی بنګ استعمال نا څیزه ګڼی کافردی.
هر هغه څوک چی بنګ استعمال کړی داسی دی لکه چی اویاځلی کعبه ورنه کړی اواویا پرښتی ووژنی اواویا پیامبران قتل کړی اواویا قران وسوزوی او اویا تیګی دالله ج په لوروولی .
داسی کسان دالله ج درحمت څخه لری ترشراب خوراوزنا کاره . )
داسلام په مقدس دین کی ددین ساتل –دنفس ساتل – دعقل ساتل- دمال اوابروساتل اړین دی اوتاکید شوی دی .باید پوه شوچی هرهغه څه عقل ته ضرر اونقصان رسوی حرام دی لکه الکول –بنګ – چرس – هیروین-افیون –کوکاین – اونورمخدره مواد.دخانیات دانسان پنځه ګونی حواس مختل کوی خصوصآ سترګوته ډیره صدمه رسوی دبینایی قوه کموی ادرینالین زیاد ترشح کیږی دوینی فشارلوړوی نور ډیر ضررونه دنیشه یی شیانو داستعمال سره دانسان وجدان مری اودهرنوع اخلاقی او نوروجنایتونو لپاره اماده وی.
لوی الله ج مودی د نیشه یی توکو داستعمال تولید ترویج ترافیک پروسس اوټولوحراموکارونو حرامو څیزونو څخه وساتی .
امین یارب العالمین