د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تازه خبر، بيړنی خبر، د مرګ خبر

نظرمحمد مطمئن 04.06.2013 21:46

هر تازه او بيړنۍ خبر چې موږ او زموږ د کورنۍ غړي او ماشومان ويني هغه د جنګ خبر دی، د چاودنو خبر دی، د افغانانو د مرګ او ژوبلي خبر دی، د شپي د چاپو خبر دی، د نيولو او زنداني کېدو خبر دی، د اعدام خبر دی، د ملکې خلکو د شهادت خبر دی.

زموږ له پاره ترټولو تازه او مهم خبر د مرګ او ژوبلې خبر دی، له دريو لسيزو راهيسي د پښتو ورځپاڼو او په راډيو ګانو کې د پښتو خبرونو سرليکونه د مرګ او ژوبلي خبرونه جوړوي.

په تيرو دولس کلونو کې چې په هيواد کې انځوريزي رسنۍ ( تلويزونونه) او د کېبل د لاري خپرونې د مخلتفو اهدافو او موخو له پاره يو ناڅاپه،  ښو ډيرو په خپرونو او خپرونو پېل وکړ، بيا هم د همدغو رسنيو تازه او بيړنی خبر د افغانانو د مرګ ژوبلې خبره وي.

ډير وخت چې کله له ملګرو سره کښينم وايې چې د کورنۍ واړه ماشومان يې منډه را اخستي وي او  وايې چې پلارجانه! په ټلويزون کې تازه خبر دی، چاودنه شوي؟

هر تازه او بيړنۍ خبر چې موږ او زموږ د کورنۍ غړي او ماشومان ويني هغه د جنګ خبر دی، د چاودنو خبر دی، د افغانانو د مرګ او ژوبلي خبر دی، د شپي د چاپو خبر دی، د نيولو او زنداني کېدو خبر دی، د اعدام خبر دی، د ملکې خلکو د شهادت خبر دی.

آيا موږ او زموږ ماشومان حق نه لري چې يو ښه او خوشالوونکی خبر واورو، د اقتصاد د پرمختګ خبر، د ذراعت د پرمختګ او ښې تګلاري چمتو کېدو خبر، د آبادي او رغوني خبر، د پوهنتونو د معياري کېدو خبر، د دارلمعليمن د معياري کېدو خبر، د ښوونځيو د پرمختګ او ښه والي خبر؟

موږ هيڅکله له دغو ډيرو او بې ګټو رسنيو څخه وانه وريدل، چې د افغانستان محصل په نړيواله کچه او يا د هيواد په کچه جايزه ترلاسه کړه.

موږ وانه وريدل چې د افغان زده کوونکو تر منځ د ساينس او فزيک د ستوري مسابقه وشوه او د کوم ولايت زده کوونکی اول نمبر راغی.

موږ له رسنيو وانه وريدل چې د هيواد د ځاګړو ذراعتي ليسو د زده کوونکو تر منځ سيالي ترسره شوه او د پلاني ولايت د ذراعت ليسي زده کوونکو لومړی مقام خپل کړ.

موږ وانه وريدل چې د پوهنتونو د بېلابېلو څانګو د محصلينو تر منځ علمي سيالۍ ترسره شوه او  د پلاني پوهنتون محصلين په دغه سيالۍ کې ښه وځليدل.

برعکس زموږ ماشومان او زده کوونکې هر وخت وينې چې د بې مفهومه او بې ګټو کارونو له پاره سيالۍ ترسره کېږي او مصنوعي ستوري پکې نومول کېږي.

که سندري، نڅا او پردی کلتور خپلول کوم کمال وي نو بيا دغه رسنۍ هم په حقه دی چې دغه خدمت وکړي.

که يواځي کرکټ او نوري لوبې موږ ته پرمختګ راپه برخه کوي او زموږ د ماشومانو علمي سويه لوړوي، نو بيا رسنۍ په حقه دي.

که دغه ټول ددي له پاره وي چې موږ غافل، ټنبل، بې علمه او له خپل کلتور څخه ليري وساتي نو بيا په کار ده چې زموم د رسنيو چلوونکې او مشران په دي اړه فکر وکړي؟

خير که لګښتونه يې د امریکا د پرمختيايې اداري له خوا ورکول کېږې او يا د کوم هيواد د سفارت له خوا، ولي هيله ده چې خپل افغاني ارزښتونه په نظر کې ونيسي

راځم اصل موضوع ته، په راونه اونۍ کې موږ ښه په درز، ښور او ځوږ سره د مرګونو، نیولو، له منځه وړلو او ملکې خلکو د شهادتونو خبرونه واوريدل.

د روسانو سره د جهاد پرمهال ښه وو، يواځي راډيو او په ځينو لويو ښارونو کې ورځپاني وي، چې ورځپاڼو ته ډيرو کمو خلکو لاس رسی درلود.

په راډيوګانو کې د مهاجرو او مجاهدو له پاره تر ټولو مهمې راډيوګاني بې بې سي او امريکا ږغ وي، هغه له دي امله ښه وو، چې يواځي سهار او ماښام به يې خبرونه نشر کول، د افغانستان په اړه به يې د مجاهدينو د مشرانو سره مرکې کولي.

ټوله ورځ به موږ سرګردانه نه وو، او نه هم زموږ ماشومان اړ وو چې د تازه خبر، بيړني خبر، د مرګ خبر په اوريدو سره خپل پلار ته منډه واخلي چې تازه خبر دی؟ چاودنه شوي، بريد شوی، چاپه وهل شوي، ملکې افغانان په شهادت رسيدلي، افغانان نيول شوي او په  ماشومانو او ښځو بمبارد شوي.

دا ډول په هیواد کې دننه د کمونست دولت پلويانو به د کابل راډيو اوريدله، د کابل راډيو هم د مهمو او خاصو خبرونو له پاره سهار او ماښام ځانګړي وختونه درلودل، ولي د ورځي په منځ کې به يې هم خبرونه ويل خو ډير لږ او مهم به نه ګڼل کېدل.

کابل راډيو به د اشرارو د تسليمې، د اشرارو د وژلو (دمجاهدينو شهادتونه)، د اشرارو د کمزوري کېدلو او د کمونست حکومت له مشرانو سره مرکې خپرولي.

نوره نړۍ کې د پرمختګ، خوشالي او ښه ژوند تازه خبرونه وړاندي کېږي، داچې د طب ډاکټرانو د مغزو پيچلي عملياتو له پاره نوی او ساده کاميابه طريقه پيداکړه، داچې د طب ډاکټرانو نوی واکسين جوړ کړ، داچې انجنيرانو د لمر د بريښنا څخه د اسانه استفادي نوي وسايل جوړ کړل، د ګاډو ميټرو سيسټم کې پرمختللي بدلون، د ذراعت په برخه کې د ونو او بوټو نوی نسلونه، دمالداري په برخه کې د مالونو د مرضونو د مخنيوي واکسين، اوداسي نور په زړه پوري خبرونه ماشومان او کورنۍ اوري.

کاشکې په جنګ کې شکېلو اړخونو د مرګ او ژوبلي په اړه زیاتوب نه کولای، دومره زياتوب، چې که د جنګ د شاملو اړخونو ارقام په تیرو دولس کلونو کې محاسبه شي، نو اوس دا پاتي افغانان به خامخا اضافه وي، او د شکېلو خواوو د مرګ په لسټونو کې به حساب وي.

پايله داچې راځۍ پر دي فکر وکړو چې تر کومه وخته به د خپلو وروڼو افغانانو  دمرګ، ژوبلې، شهادت، نيولو او زجر تازه او بيړنۍ خبرونه اورو، راځي چې خپل ولس او ماشومان د هيواد، ازادۍ، سولي، ارامي،