د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پښتنو طرز فکر

اجمل ستانکزی 04.06.2013 17:22

د طالبانو وخت وو. زه د کابل په پوهنتون کې محصل وم. طالبانو د امریکا په ضد مظاهرې ته له پوهنتونه د امریکا د سفارت په لور روان کړو. کله چې سفارت ته ورسیدو نو یو تعداد محصلین سفارت ته ننوتل او په تیګو يې ویشته، ځینو کوشش کاوه چې اور ورواچوي.
پدې وخت کې زما یو دري ژبي ملګري چې لکه د نورو عموماً دري ژبو په شان په مظاهره کې دومره فعال نه وو، را ته وویل چې ((اجمله! مونږ به د دې کار جزا ووینو)).
زه د هغه خبرو ته سوچ یوړم. یو خوا مې خپل جذباتي پښتانه محصلین کتل چې تیګې او اورونه ورسره ول، په پښتو يې شعارونه ورکول او غوښتل يې چې سفارت وسوځوي. او بل خوا مې خپل دري ژبي ملګري ته کتل چې یوې خوا ته ولاړ وو او هر څه ته يې په ډیر فکر او غور کتل او تحلیلول يې.
پدې وخت کې ما ته د یو پنجابي هلک خبره چې ډیره پخوا يې را ته کړې وه را یاده شوه. هغه ویلي وو چې ((پټهان پهلې کام کرتا هې پهر سوچتا هې)) یعنې پښتانه اول کار کوي او بیا فکرپرې کوي. هغه ډیره پخه خبره کړې وه. پښتانه ريښتیا هم ډیر جذباتیان دي، اول یو کار کوي او وروسته بیا فکر پرې کوي. مونږ همدغو خپلو جذباتیانو دې حالت ته را ورسولو.
زه د افغانستان د شمالي او جنوبي ولایتونو ډیرو لرېو پرتو سیمو ته لاړم. د پښتنو او دري ژبو د نظر اختلاف له ماشومتوبه شروع کیږي. د بیلګې په توګه که د پنجشیر د یوې لرې پرتې درې خلک د ارزګان ولایت د ترینکوټ د ښار له خلکو سره پرتله کړو نو ډیر لوی توپیر به پکې ووینو. د پنجشیر د درې خلک د ترینکوټ د ښار د خلکو په نسبت خلاص ماغزه لري. هلکان او انجونې یې ښوونځي ته ځي، جذباتیان نه دي او په وړه وړه خبره لکه د ځناورو په شان یو بل نه وژني. همدارنګه د پنجشیر د درې ماشومان پاکې جامې په تن، کتاب په لاس ښوونځي ته ځي. خو د ترینکوټ د ښار ډیری ماشومان خیرن، خولۍ په سر، څادر په اوږه، بیډۍ په جیب کې لوبو ته روان وي.
دا د پښتنو د یو ښار د خلکو حال دی. د کلي د خلکو حال يې تر دې هم بد دی. هغوی اوس هم د تیګو په زمانه کې ژوند کوي. له داسې خلکو نه به مونږ څنګه د یو ښه راتلونکي طمع ولرو؟
ډیری پښتانه همدارنګه د ښځو په اړه هره خبره غیرت ته اړوي. زده کړې ته يې د غیرت په نامه نه پريږدي، د کور نه بهر يې د غیرت په نامه نه پریږدي خو د دوی غیرت بیا هغه وخت مړ شي کله چې خبره کار ته شي. ښوونځي ته يې نه پریږدي خو اوبه او یا هم د سون لرګي پرې له لرې لرې ځایو نه راوړي. د حیوان په شان يې په بدو کې ورکوي، تنکۍ جینکیانې زړو زړو سړیو ته واده کوي. همدارنګه ډیری پښتانه دا هم عیب نه ګڼي چې د خپل کور ښځې ووهي.
په پارلمان کې چې کله د ښځو د حقوقو قانون تصویب نشو او ځینو ښځو پدې کار نیوکې وکړې نو ډیرو پښتنو تعلیم یافته ځوانانو د پارلمان دغه اقدام ښه کار وګاڼه خو له بلې خوا ډیرو دري ژبو وغنده. د خپلو باسوادانو په دغه فکري سطحه ډیر افسوس راغی. زه شرمیږم چې دا ډیری پښتانه هغه هم باسودان وینم چې دومره ټیټ او د جهالت د زمانې سوچ لري. دوی لا اوس هم ښځو ته د دوهمې درجې یا له نر نه ټیټه او یا هم د حیوان په سترګه ګوري. خو دا نه ګوري چې دی هم یوې ښځې دې دنیا ته راوړی.
د نورو قومونواکثره باسوادان د نړۍ په کچه فکر او خبرې کوي او زمونږ ډیری باسوادان تر اوسه د بیځایه غیرت او جهالت په دلدل کې ګیر دي. د هغوی فکري سطح د پښتنو په نسبت ډیره لوړه ده ځکه خو په هر څه کې تر پښتنو مخکې دي. دا نن سبا که ملي اردو ده، که ملي پولیس دي، که د دولت مامورین دي، که طب دی، که انجنیري، اقتصاد او یا هم بل مسلک دپښتنو ښځو کچه پکې د نیست برابر ده. او وجه يې همدا زمونږ د پښتنو طرز فکر دی.
د خپل افراط او ناپوهي په وجه پښتون تر نورو ډیر د مذهب په نامه غولول شوی. په طول د تاریخ کې به چې کله هم غږ شو چې اسلام په خطر کې دی نو پښتون به بیا توره او ټوپک را واخیست او د اسلام په نامه به يې د خپلو مسلمانو دښمنانو پاچایانې ساتلې. دا اوس هم دوی ته د پاکستان، ایران او نورو لخوا ویل کیږي چې افغانستان د کفارو لخوا نیول شوی او اسلام پکې په خطر کې دی ځکه نو زمونږ جذباتیان بیا لګیا دي د مذهب په نوم خپل وطن ورانوي او خپل خلک وژني. دا نه ګوري چې مونږ خپل ځان نشو ساتلای نو اسلام به څنګه وساتو. همدارنګه ځینې پښتانه دومره ساده دي که ور ته ووايې چې تاسو ډیر غیرتي خلک یاستئ نو له سر نه هم درته تیر شي.
پښتنو له دې دنیا نه دوزخ جوړ کړی، هم ځانونه پکې سوزوي او هم نور خلک. په ځانګړې توګه د باسواده پښتنو افراطي فکر مې ډیر زوروي. هر څه ته د مذهب رنګ ورکوي. د ملت او وطن غم ترېنه پاتې دی بس پدې کې دي چې څنګه ثواب وګټي، څنګه ژر جنت ته لاړ شي او څنګه ژر خپلې حورې وویني. د پښتنو د ډیری باسوادو بحثونه اکثره په وړو وړو دیني مسلو راڅرخي، د ملک حیاتي مسلې ترینه پاتې دي. د یوه عادې کار د ثواب په اړه به درته شل مسلې ووايي خو د ریاضي، فزیک او نورو په یوه ساده خبره به نه پوهیږي. د مسواک، ږیرې، څڼو او نورو په اړه به درته بیشماره احادیث او د ډیرو کتابونو ریفرنس درکړي خو په یوه ساده منطقي خبره به يې سر نه خلاصیږي. یا به د جماعت اصلاح غړی وي، یا د حزب التحریر، یا يې د لشکر طیبه لیکې ډکې کړي یا د لشکر جهنګوي....
نه یوازې دوی د وطن جوړولو ته پام نه کوي بلکه نور هم نه پریږدي چې دا وطن جوړ کړي. که د سلما بند دی، که د مچلغو یا کجکي، که د کابل قندهار سرک دی که د کابل جلال آباد همدې پښتنو يې ورانولو ته ملا تړلې. د وطن دښمنانو ته همدوی ځای ورکوي او همدوی هروخت د مذهب او بل په نوم د مرکزي دولت په مقابل کې واقع کیږي.
د خپل همدې غلط طرز فکر په وجه مو له ملک نه د دنیا لابراتوار جوړ شوی. د هر ملک ګناهګاران راځي او په افغانستان کې ځانته جنت ګټي. که څه هم پخپلو ملکونو کې يې تر افغانستانه بد حال دی خو دوی بیا هم زمونږ وطن ورانولو او زمونږ د خلکو وژلو پسې راخیستې. د دوی د دلته راتګ سبب همدا زمونږ د حورو شوقیان دي.
د ډیرو پښتنو په ځانګړې توګه باسواده پښتنو بل مشکل دا دی چې پرته له مالوماتو طرف نیسي او فیصلې کوي. مثلاً دغه ښځو سره د زیاتي قانون ډیرو پښتنو نه دی لوستلی خو دومره ورته چا ویلي چې دا د اسلام ضد دی نو ځکه يې په ضد را پورته شوي. مونږ ته چې څوک ووايي چې سپي رانه غوږ یوړو مونږ د دې په ځای چې خپل غوږ وګورو په سپي پسې منډې وهو.
پښتانه پریږده چې غټې غټې خبرې وکړي. نور قومونه تر ځانه ټیټ وګڼي. په پنجابي پسې بد ووايي، په فارسیوان پسې بد ووايي، انګریز او جرمن خو پکې بیخي کنځا ده. کله وايي چې خدایه شکر چې پښتون دې پیدا کړم، یا په خپله پښتو فخر کوم. زه نه پوهیږم چې مونږ په څه ویاړو؟ خو نه مو نړۍ ته کوم داسې ساینسپوه ورکړی چې د انسانیت د پرمختګ لپاره يې څه کار کړی وي او نه مو کوم فیلسوف او بل پوه شخصیت چې نړۍ مو پرې وپیژني. دغه بیځایه غرور مونږ ته زمونږ د مشرانو مبالغوي قیصو را کړی. که نه نو مونږ بې له بیسوادي، جهالت، غیر انساني دودونه او د تیګو د زمانې د ژوند نه پرته څه لرو. ملک مو په پردیو خیراتونو چلیږي، په پاکستان، ایران او عربو کې راسره د حیواناتو نه هم بده رویه کیږي خو بیا هم مونږ بيځایه غرور کوو. مونږ د وچې خانان یو.
مونږ د خپل فکر د شاته پاتې والي اندازه لدې نه هم لګولای شو چې زمونږ د ډیرو پښتنو آیډیل مشران هغه خلک دي چې نور ملکونه يې په زور نیولي وي او د هغوی په زرګونو خلک يې وژلي وي. ډیر کم داسې خلک به پیدا شي چې آیډیل يې یو عالم وي.
که حقیقت ووایو نو د ډیرو پښتنو په نسبت دري ژبې هوښیار، باسلیقه او خپل ښه او بد پیژني. دوی ښه ژوند لري او د خپل پرمختګ لپاره کار کوي. خو پښتانه تل غیرت په جنګ او شاته والي کې ګڼي. د دغه بیځایه غیرت په وجه زوی خپل پلار وژني، ورور خپل ورور وژني، وراره خپل کاکا وژني....
تاسو د پښتنو سیمې د دري ژبو د خلکو له سیمو سره مقایسه کړئ او وګورئ چې څومره توپیر لري. د دري ژبو سیمې هم امنیت لري، هم آبادې دي او هم پرمختګ کوي. خو د پښتنو ډیری سیمې نه امنیت لري، نه دومره آبادې دي او نه هم پرمختګ پکې لیدل کیږي.
همدارنګه که تاسو په خواله رسنۍ یا سوشل میډیا (فیسبوک، ګوګل پلس، ټویټر او نورو) کې د پښتنو او دري ژبو بحثونه سره مقایسه کړئ نو ترمینځ به يې د نظر ډیر لوی اختلاف ووینئ. مثلاً که چا د افغانستان په اړه کوم مشکل ذکر کړی وي نو د پښتنو کامنټ ډیری وخت دا وي چې ((بس خدای دې نور مونږ له دې غمو نه خلاص کړي)) یا ((خدای دې نور افغانستان جوړ کړي)) او یا هم ((خدای دې د افغانستان دښمنان تباه کړي)). برعکس ډیری دري ژبي د هغه مشکل د حل لارې وړاندې کوي.
د افغانستان د نورو قومونو خلک ريښتیا وايي چې دوی د پښتنو له لاسه شاته پاتې دي. ریښتیا هم مونږ دا درې سوه کاله دا نور قومونه هم له ځان سره شاته کش کړي دي.
د پښتنو دغه طرزفکر د دوی د شاته والي لوی سبب دی. او د دغه طرز فکر خاوندان اکثره باسواده پښتانه دي. دوی د ښځو حقوق، دیموکراسي او حتا د ښځو زده کړه د فحاشي مترادف ګڼي. دوی د دین په شمول په هر څه کې افراط کوي. وړه وړه خبره مذهب ته اړوي او بیا د کفر ټاپې لګوي. دوی تر نورو قومونو ډیر مذهبي افراطیان لري او په هر څه کې افراط کوي. مثلاً که نور قومونه یو بل ته د نوروز مبارکیانې ورکوي نو دوی د نوروز د حرام او حلال په جګړه کې را ګیر وي.
لنډه دا چې پدې طرزفکر مونږ هیڅکله هم پرمختګ نشو کولای. مونږ به خپل طرز فکر د ښځو په اړه، د مذهب په اړه، د بیځایه قضاوت په اړه بدلوو. هیڅ کار به هم پرته له فکر او سوچه د جذباتو په وجه نه کوو. ستاسو دین ستاسو نه هیڅوک هم نشي اخیستلای او نه تاسې حق لرئ چې د خپل دین لپاره بل ته ازار ورکړئ. پخپله هم ژوند وکړئ او نور هم ژوند ته پریږدئ.
زه فکر کوم چې زمونږ د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې په دغو مشکلاتو باندې خبرې وکړو او د حل لارې چارې ورته ولټوو. ځکه هیڅ مشکل په پټولو نه حلیږي بلکه د بحث له لارې ورته د حل لارې چارې موندل کیږي.
دا لیکنه په پښتون وومین ویوپواینټ (http://www.pashtunwomenvp.com/) کې هم خپره شوې.