د لوګيو ښار کې خلک
03.06.2013 20:20د سکندر اعظم نه واخله تر ننه پورې د پښتنو سيمه په امن پاتې نه شوه. هر يو جابر زيار کړی دی چې د پښتنو په سيمه لار اوباسي او د معدنياتو څخه ډکه دغه د (سرو مرغۍ) ترلاسه کړي. په دغه شخړو کې پښتون همېشه مخې ته راغلی دی. د وخت هر جابر سره لاس په ګرېوان پاتې شوی دی. نتيجتاً پښتون ښه ورځ نه ده موندلې خو د چا غلامي يې هم په زړه نه ده منلې او نه يو جابر د پښتنو په سيمه په مجموعي توګه بادشاهت کړی دی. پښتانه هسې هم له ځانه په معاشي توګه سپور ژوند لري خو دې بهرنۍ يلغارونو يې د معاشي او معاشرتي ژوند هغه تنګه لمن هم څيرې څيرې کړه او د زړه پر ريښمينه تختۍ جوړ جمالي تصوير يې ورته کرښې کرښې کړو. هم دغه اثر دی چې هر پښتون شاعر ترې متاثر دی. او د پښتو غزل د حسن، د پلوشو په ځای ريتيم د سرو سترګو او د بې وسۍ کريکو ايېنه دار دی.
منګل ښېوه وال هم هغه پښتون شاعر دی چې په ځوانۍ کې د سندرو په ځای ساندې وايي. د اننګو د سرخۍ پر ضد يې د تخيل په لمن د وينو خاشې جوړې دي. د رڼا په ځای يې پام د ښار هغه تورو لوګيو نيولی دی، چې پښتنې ماحول يې تياره تياره کړی دی.
د زړه منار نه مې کوترې ټولې والوتلې
وير په کې جوړ شولو سندرې ټولې والوتلې
چې د هنر په ګوتو ما به کوم يو کاڼی تراشه
لاس نه مې هغه مرغلرې ټولې والوتلې
د منګل ښېوه وال شاعري د خپل ولس په غم، غمژنه شاعري ده. د هغوي غزل د پښتني زړه چاؤدي چاپېرچل هنداره ده. د هغوی په زړه او ذهن د پښتنو کنډر کنډر ژوند څه داسې پاخه نقشونه ساز کړي دي. چې د هغوی غزل له يې څه نوې معنې ورکړي دي. د هغه غزل د هغه عام تصور نه بيخي مختلف دی چې لوستونکی په کې د حسن ښاپېرۍ وويني. غالباً د هغوی هر غزل په څه نا څه توګه د غزالو سترګو په ځای د بې وسه شډلې پښتنې هغه غريو جنو سترګو تصوير ساز شوی کومې چې د لوګيو په ښار کې د چا په ستړي انتظار ازغي ازغي دي.
د ستا تصوير که په کې ورک شو عجيبه نه وه
د وخت سېلاب سره مې نقش د مکان پاتې نه وو
ښکاره څنګه کړو په زړونو کې تڼاکې
پښې مو غوڅې دي لاسونو کې تڼاکې
د منګل غزل ښکار پر دې ملګرو!
دي څرګندې يې لفظونو کې تڼاکې
ښاغلي منګل ښېوه وال د انسانيت بېرغ پورته نيولی دی. هغوی د امن دنياګۍ په ارمان دی او پّ شعر کې يې هم دغه اثر جوت دی.
د قلم ځای توپک نيولی امن څنګه راشي
زما ولس خو د جنګونو په مېدان لګيا دی
زه خو شاعر يم د تمامې نړۍ فکر کوم
دا بې شعوره خو په غم کې د خپل ځان لګيا دی
په شعر کې طنز لوی اهميت لري، د منګل شعر د طنز نه خالي نه دی او ډېر په هنر د طنز غشي وروي.
زما په يوې خبره ټول خلک خلاف ودرېدل
خو ستا څپېړو ته به هر چا خپل مخونه نيول
ښکاري د کار سړی به وي همدغه يو وګړی
چې استقبال ته يې دا ګرده ښاريه ودريده
او د منافقت په حقله څومره په واضحه توګه رايې لري.
هغه سړي چې مونږ ته يې د دين سبق ويلو
هغه ځان له خپل کور کې بتخانې وې جوړې کړې
خو ددې هر څه باوجود هغه مايوسه نه دی. هغه د پښتنو دپاره د يو روڼ مستقبل په ارمان دی.
پروا نشته که ما ترېنه پرهر پرهر زړه يوړو
په چم کې د ازغيو خو مې ګل کېښود او لاړم
يو روښانه مستقبل مې دی پر وړاندې
نن که هر څومره بدحال دی زما ژوند
د منګل شاعري فقط د وير شاعري هم نه ده. کله چې د وينې وينې ماحول څخه تنګ راغلی دی نو د تخيل پر وزرو د جانان کوڅې ته لاړ دی او د ښکلي يار په ښکلي درشل يې دېر په راز د زړه خبره څه په دې ډول کړې ده.
ستا د يادونو هغه دنګ برجونه، ړنګ برجونه
زړګي کې بيا ابادومه چاته حال مه وايه
د شعر خوبي په سادګۍ او جامعيت کې پټه ده. خو د موجوده دور ځنې شاعران فقط د لفظونو مرجوڼه جوړه کړي خو د معنې اړخ يې بيخي کرد لړلی وي. نه پوهېږم چې زما په ذهن د ناپوهۍ پرده پرته ده او که نه منګل په ځنې ځايونو کې ارادتاً دغه مصنوعيت خپل کړی دی. چې ابهام ته وده ورکوي، د مثال په توګه
د خپل وجود سايه مې د لاسونو نه راکاږي
راغلی مې ژوندون ته دی مرګی څه په هنر
او يا دا
بلا سايې مې د وجود مقابلې ته راغلې
زما وجود خو د سايې مقابله نه کوي
په هر حال په مجموعي ډول د منګل شاعري د وخت شاعري ده. معياري شاعري ده، د لفظونو جوړښت يې ښکلی دی، او په دومره ښکلي کتاب چاپ کولو ورته مبارکي وايم، په اخر کې د لنډ بحر د هغوی يو غزل
چاته شمله په سر کړو تنې مو سر نه لري
پېغلې شهيدې شولې ښکلا ګودر نه لري
دا چې په دښتو ګرځي دا سړى در نه لري
څه به د وخت سره ځي څوک چې هنر نه لري
غزل مې هېڅ نه ګڼي څوک چې نظر نه لري

