د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په پښتولیکنه کي مترادفونه :

وکيلي 03.06.2013 02:38

مترادف ( Synonym) هغه ګړه یا (کلمه)ده،چي څوماناوي لري . په عربي کي ورته لغات واحد معنی متغیر وایي . دغسي ګړي په نورو ژبو که هم سته یاني پښتو ژبه استثناياني پرته والی نه لري . دغه ګړي په اشعارو کي په لیکنو کي ډېري وي . په شعر کي ئې مانا کول څه ستونزه لري . دغه ګړي پخپل فونېم ( Phonem ) او ګرافېم ( Graphem ) کي یوشی وي خو د خپل پښویې یا ګرامر له مخي دپه کاروړلو په ځای کي ډېر توپیر سره لري . که چيري دغه توری ځانګړی ولیکل سي خپلي دواړي مانوي لري . مګر په جمله کي دګرامر له مخي ئې مانا بدلون مومي . ځیني مترادفون ( Synonyns) په خج ( accent)سره پېژندل کیږي؛خوځیني بیاپه خپل ټول فورم کي سره یوشی وي ؛ خومانااو ګرمري ترتیب يي توپیرلري
دغه ګړي لکه : « که » په لومړي سر کي اړتوری ( cojuction )حرفربط دی،په پاړسي «اگر» او په انګلیسي ورته ( if) وایي .
خوشال بابا وایي : که دي عمر بقانشته واړه هیڅ دي**که ګنجونه دقارون په کور کښې تل کړِ
رحمام باباوایي : که له چاسره وفاکړي ** له هغه سره وفاکا
دلته « که » اړتوری یاني حرف ربط دی . په شرطي جملو کي تل « که » راځي . لکه :
(که ته را نه غلې زه هم نه راځم . )

« که » فعل ( verb) کړنه ده چي د «کړل » له مصدر څخه راځي .
حمیدماشوخیل وایي : هرسردارچي دخپل قام دبدوخیال که * آئینه دي دخپل ځانحال دجمال که
دلته « که » فعل دی . « که » تل د « کړه » پر ځای نسو راتلای! لکه دلته په دغه جمله کي : کړه وړه ئې سم دي .
« که = کړه ؛ وکه = وکړه » . بله بولګه : ( دی کار که = دی کارکا= دی کارکړي . )
« که » د «کړه » یولنډیز دی . کله چي د «کړه » څخه «ړ» ایسته کو نو « که » پاتیږي .

« ده » نومځی،ضمیر ( pronoun) دی . « ده »نومځی د درېم نرینه غایب دی . لکه چي وایي : ( ده وویل . ده دا خبره نه ده کړې . )
رحمان بابا وایي : ده وې اوس به دخوښۍ ساعت په تاشي* مغنی راکړه وماپیغام درقص

« ده » کړنه،فعل ( verb ) دی . دغه کړنه د« ول » کومکي مصدر څخه رځي،چي ددرېم مؤنث غائب فعل دی . دساري په توګه : « زرغونه په کورکي ده . » رحمان بابا وایي : دُنیابدّه دهغو ده * چي ئې کسب وي ریا الفت صیب وایي : ډېره لویه غېږپه کار ده مستقبل ته* لوی جریان کښې ئې چي ښکاري څه آثار

« دا » اشاري نومځی،ضمیراشاری ( Demonstrativ Pronoun) دی . دغه نومځی ناڅرګنده اشاره ده . ومؤنث او مذکر ته یوشان راځي . دبولګي په توګه : « دا سړی څوک دی؟ دا ښځه له کومه ځایه راځي .) حمیدماشوخیل : هیڅ مي نه زده محبت که اور دی دا* په اورسوځم په رضاکه زور دی دا رحمان بابا وایي : زه داهسي دیوانه اومجنون چاکړم *له رواجه له رسومه بېرون چاکړم بله بولګه : ( داهغه سړی دی،چي مادر وښود. ) الفت صیب وایي : ګونګی دحال په ژبه شکرشکرکښې دا وایي ** له دې خپلي سپیني ږیري وشرمېږه

« دا » اشاري مؤنث ضمیر دی دغایب لپاره . بولګه : داراغله . داځي . حمیدماشوخیل وايي : نه زماده نه دستاده دا دنیا* پاتي شوې له هرچاده دا دنیا د

« بل » ستاینه،صفت (adjective) دی . په پاړسي کي ورته (دیګر،غیر ) اوانګلیسي کي ورته ( other,next) وایي . دساري په توګه : « دا درواخله« بل » راواستوه! » دغه « بل » په «زورک » ویل کیږي . دساري په ډول : «بل» کال کندهارته راسه . ځان ته «بل» کار پیداکه ! خوشال باباوایي : آشنایي دي ښکاره شوه بې وفايې * چي زماسره آشناد«بل» آشنایې

« بل » ستاینه ده مانائې «روښانه، ځلیدا» ده . په پاړسي کي ورته (روشن ) وايي . په انګلیسي ورته ( bright ) وایي . دغه « بل » په « زور » ویل کيږي . مثال : پر « بَل » اُور راغلم . اُور لا «بل» وو،چي زه ولاړم . « بل » مخګونی دی د « کړل » سره ، اور بل کړه . څراغ بل کړه . خوشال خټک وایي : پروانه پرې پرپري کا * اُور څو«بل» په نتیله دی

«کاري» ستاینه،صفت ( adjective)دی . مانائې ده دقیق،ټینګ . دا سړی « کاري » لګېدلی .که دی « کاري » پرځمکه نه وای مښتی؛نو دغسي «کاري» نه خوږېدی . دی ډېر«کاري» کارکوي .

« کاري » ستاینه ده . مانا کاريګر . مثلا : دی«کاري » سړی دی . د«کاري » خلکو کار ښکاره وي .

« ښکاري » ستاینه،صفت دی . مانا څرګندیږي . په عربي ورته (ظاهرا) وائې . په پاړسي کي ورته ( نمایان،آشکار) وایي .په انګلیسي ورته ( apparent) وایي . الفت صیب : ډېره لویه غېږپه کار ده مستقبل ته * لوی جریان کښې ئې چي ښکاري څه آثار ( ماته داسي «ښکاري» چي ته بیانه راځې .)

« ښکاري » ستاین نوم،اسم صفت دی . دلته خج ( accent) پر « ي »باندي دی .« ښکاري »مانا هغه څوک چي ښکار کوي . « دی ښه ویشته کوي؛ ښه ښکاري دی .» حمیدماشوخیل وایي : دښکاري په دودجاروزم ترهربوټي * درسته ورځ دیوه ښکارله محبته

«ښایي » تړونکی،قید( adver )دی . په عربي ورته ( ممکن،امکان ) وایي په پاړسي کي ورته ( روا،شاید) وایي . او په انګلیسي کي ورته ( perhaps, maybe ) وایي . «ښایي »چي سږکال اوړی دومره تود نه وي . بل مثال : « داکبر او دمحمود دوستي « ښایي »چي ترپایه ولاړه نسي . »

« ښایي » ستاینه ده مانائي « خوند» دی . په عربي کي ورته « لایق » وایي او په پاړسي کي ورته « سزاوار،درخور » وایي . په انګلیسي کي ورته ( adequate, suitable ) وایي . الفت صیب وایي : ګونګ ښه یم چي دروغ نه وایم غیبت راته نه «ښایي» ولـــي نـــه «ښایي» پـــه سپینـــي ورځـــــي غـــــــلا

« ښکاره » ستاینه،صفت ( adjective) دی .مانائې ده (څرګند،په ډاګه،ښوول ) اوپه عربي کي ورته (واضح،ظاهر) وایي او په پاړسي ورته ( آشکار،نمایان ) وایي اوپه انګلیسي ورته ( evident) وایي . دبولګي په توګه : « په ښکاره ئې درواغ وویل . »-- « داښکاره خبره ده،چي یومسلمان دبل مسلمان دیني ورور دی .» خوشال خټک وایي : لورپه لورمي په جهان ګرېوان پارشه *کورپه کورمي درندۍکارښکاره شه بل ځای وایي : راښکاره شوې کج فهمۍ دجهان * * دجهان دکج فهمۍ الامان
احمدشاه بابا وایي : پریشان خاطر مي پریشان کړ ** کله به ښکاره کړي سترګي ګلونه بل ځای بیاوایي : پرې بلبل به ته ګویاکړې ** که ښکاره دمخ ګلزارکړې

« ښکاره » ستاین نوم دی د«ښکار» چي دلته «منادی» دی . لکه چي ووایو «ای ښکاره! » دمثال په توګه : «کله چي ښکاري له ښکاره راسي؛کې ښکار کړی وو خوشاله دی اوکنه نو خوابدی دی . » خوشال باباوایي : چي له ښکاره به په خیال راتلم وکور ته **سوربه تل زمافتراک وو واروه تېرشه
که مترادیفونو (synonyms ) ته ادامه ورکړو یوکتاب ځني جوړیږي خوپه دغه لیکنه کي پردغوپورته یوڅوبسنه کوو . مترادیفونه سته،چي څرنګه لوړوښول سوه پخپل فونېمکي اوګرافېمکي ترتیب کي یوشی وي؛خوپه ګرامري لحاظ اوپخپل ماناکي بدلون مومي . لکه څنګه چي پورته وښوول سوه . بیامترادیفونه سته چي ګرافېم ئې یوشی وي خو پخپل فونېم کي دخج له مخي اومانا له مخي توپیرلري .

لیکونکی محمدسرور وکیلي
اخځونه :
۱- درحمان بابا دیوان دپښتوټولني دکابل چاپ
۲- دخوشحال خان خټک کلیات عظیم پبلشنک هاوس پېښاور
۳- دُر اومرجان دعبدالحمید دیوان دیونیورسټي بک ایجنسي پېښاور
۴- داحمدشاه بابا دیوان تدوین او ترتیب مومن موحد
۵- دالفت خبري ګل پاچاالفت متمم دوکتور عبدالرحمن «الفت » غربي المان
۶- پښتوالماني قاموس اڅکزی
۷- اونیورزال وُرتربوخ انګلش