د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

قـــــرآن يا دبشراساسي لارښود

احمد شاه حقوقي 02.06.2013 10:36

      قضــــــاوت او عـــدالت قرآن ښودلى           ( کونوا قوّامین بالقسط شهدآء لله !)
      انســـانيت او بشــــريت قرآن ښودلى           ( ولقد کرّمنا بني آدم وحملناهم .... )
 
     په رعيت باندې چې حکم هر حاکم کــا
     دهغې حکم سياست قرآن ښـــــــودلـى             ( واذا حکمتم بين الناس ان تحکموا بالعدل ) سورت النسآء٥٨آيت
 
      دمېــــرمنو له حقوقو نه دفـــــاع کې   ( وللنسآء نصٍيب مما ترک الوالدان ...) آيت سورت النسآء ( استوصوا بالنسآء خـــــيرا ) الحدیث
      ښه بنسټ دشفقت قرآن ښـــــــودلـى   
 
      له کړيونه چې جوړاوږد زنځــــيرشي          (  واعتصموا بحبل الله جميعا ولاتفرقوا ...
      ديووالي دا کيفيت قران ښــــــــودلـى
 
     اخيستل او خرڅول خو دژوـــند کاردى          ( واحلّ الله البيع وحرّم الرّبا ) سورت البقره ۲۷۵ایت
     پــاک له سود نه تجارت قرآن ښـــودلى
 
    مــخ دځمکې که فـــــــضا که سمندر دى         ( سورټ لقمان  ایت ۱۰  )
    د دې ټولو ثــقافت قرآن ښــــــــــودلــى      
 
   چې دخلکوزړه کې ځاى هرڅوک پيدا کړي
    هآغه لفظ د مـــحـبت قـــــرآن ښودلــــى        (  اولا ادلکم على شىء اذا فعلتموه تحاببتم افشوا الســلام بينکم )
 
    که دځمکې په سرسير او يـــاچـکر دى             (  سورت العنکبوت ٢٠ايت)
     هاغه نيت دسياحت قرآن ښــــــودلــى         ( قل سير في الارض .. فانظروا کيف بداء الخلق )
 
     ظالمان اومطلومان تېرشوي هروخـــت        ( سورت القصص ٤٠، القصص ٨١ ، )
     تېر تاريخ په صراحت قرآن ښــــودلى          (سورت النمل ٥١ ، سورت فصلت ١٦،١٧)
 
     ناروغي خو په درملو سره ښــــه شي         ( يا ايهاالذين کلو من طيبات ما رزقناکم ،،،، )
     پاک بنسټ د طبابت قرآن ښـــــــودلى
 
     د دليل او استدلال نښې ښـــــکاره دي        ( سورت الطارق ايت ٥، سورت النباء ٥-- ١٥)
     عقل او نقل په آيت قرآن ښــــــــودلى
 
     که تخنيک اوجغرافيه يا نورعلــوم دي        ( سورت ياسين ٣٨ايت ،سورت الحديد ٢٥)
     راز د ټولود حکمت قرآن ښــــــــودلى
 
     دخپل مال او دناموس نه په دفاع کــې          ( ومن قُتل دون ماله فهو شهيد )  الحديث                                        
     لوړمقـــــــام دشهادت قرآن ښودلـــى          ( سورت النسآء ايت ٧٤ )
 
     اشــــاره دهرعـــاقل له پـاره بــس دى        ( ان في ذالک لآية لقوم يذکرون ) سورت النحل ايت ١٣
     حقــــوقي ته حقــانيت قرآن ښــودلــى