د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کاشکې د ګېرو ستونزه يوه وای

مجيد ژړاند 01.06.2013 11:41

ګېرو ولسوالي چې دژوند له ټولو اسانتیاوو نه بې برخې ده، ناامني ،ددولت نه پاملرنه ،دخلکو اقتصادي او روغتيايي ستونزې ټولې هغه څه دي چې دګېرو دخلکو او دولت تر منځ يې واټن نور هم ډېرکړی دی،

له تېرو دووکلونو نه راپدېخوا چې کله به په راډيو او يانور رسنيو کې دغزني والي خبرې کولې نو لومړۍ خبره به يې داندړو نه ګېرو ته دغځېدلې لازې داساسي جوړونې په اړه وې، دې خبرو به معمولا دژمي په موسم کې دراډیو ګانو په څپو کې انعکاس کول، خو کله چې به دژمي یخني ختمه او دپسرلي موسم راغي نو بېرته به دولتي چارواکي په خپلو خبرو پښېمانه شول،  وايي چې شرايط برابر نه دي،

موږ نه پوهېږو چې دولتي چارواکي کوم ډول شرایط برابروي تر څودګېرو دخلکو لپاره اغېزمن واقع شي، خو دومره په جرات سره ویلی شم چې ولايتي اداره هم ګرمه نه ده شرايط رښتیا هم ددې تقاضا نه کوي  دګېرو دکنډوکپر لارې  جوړول شاید ددولت په زیان وي، ځکه بیا به خلک په اسانۍ سره  ښار ته راتلی شي او دلته به خپلې ستونزې په اسانۍ سره هوارولی شي،

خواوس روښانه شوې ده چې دلارې دجوړونې لپاره وړ شرکت پیدا شوی نه دی تر څو ولایتي اداره ورسزه تړون لاسليک کړي ، پدې برخه کې دغزني والي صیب ځان ته دپيسو هيله لري، دګېرو دخلکو استازی هم غواړي چې له يوه داسې شرکت سره والي صیب تړون وکړي ،تر څو موږ دواړو ته خپله برخه راکړي نو هغه شرکت به ارو مرو وړونکی وي خو په خواشينۍ سره تر ننه داسې شرکت موندل شوی نه دی چې دوالي صیب او وکيل صیب تقاضا دې پوره کړي، کاشکې دګېرو اوسېدونکو دایوه ستونزه درلودا ی نوموږ به پر همدې کنډوکپر لاره خپل مزلونه کړي وای موږ به دا ویلي وو، چې خیر موږ دایوه ستونزه لرو ، په ګېرو کې روغتيايي خدمتونه هم دنشت برابر دي،

دګېرو ولسوالي په مرکزکې يوه روغتيايي کلنيک شتون درلود چې په هغه کې به دګېرو دغريبو وګړو لپاره يوڅه ددرملنې وسایلو شتون درلود، خوپه خواشينۍ سره دګېرو امنيه قوماندان چې له تېرو اوو کلونو نه دګېرو امنيه قوماندان په توګه دنده پر مخ وړي له طالبانو سره دتفاهم پر بنسټ يې ياد روغتيايي  کلنيک طالبانو وتړل چې دولسوالي نه څو ګامه واټن لري،

تر ننه هغه کلنيک تړلی له (۱۳۸۵) ل کال نه راپدېخوا يې بیا تر ننه دروازه لا تړلې ده ،په دغه کلنيک دعاجلو ناروغانو لپاره یو امبو لانس هم وو،همدا ډول دګېرو دواکسيناسیون په کمپاین کې یو سل شل تنو رضاکارانو کار کاوو چې ډېری وخت به دوه دری موټرونه هم دڅو ورځو لپاره کرايه کېدل خو نن هغه شمېره دووتنو ته راکوزه شوې ده ،

ویل کېږي اوس هم دګېرو روغتيايي کلنيک ته پرېمانه دارو درمل راځي ، دهغه امبولانس او رضاکارانو پیسې اوس هم راايستل کېږي او بیا دکلنيک دکارکوونکو امنيه قوماندن او ځينو مخالفينو تر منځ په برابره توګه وېشل کېږي، تېرکال دهرې ولسوالي لپاره غنم او اصلاح شوي تخمونه دهرې ولسوالي دخلکو په واک کې ورکړل شول، خو دګېرو دخلکو برخه دلته دولايتي شورا په انګړ کې دځينو خلکو تر منځ توزېع شوه او دګېرو خلک تش لاس پاتې شو ،

ایا په دې سره به ددولت او خلکو تر منځ واټن ډېرنه شي؟ په (۱۳۸۵) ل کال کې دګېرو ولسوالي مرکز پنې ته سولرونه راوړل شول او ددبازار په منځ کې ولګول شوو، تر څو بازار روښانه شي خو دګېروامنیه قوماندان هغه ټول سولرونه په ډېره زړورتیا سره خلاص او بیا يې دموسا خېلو دکلي تاج محمد ته په نيم قېمت ورکړلې تاج محمد هم دری سولرونه هغه چاته وړیا ورکړل چې نوموړي ته يې ستونزې جوړولې نورې ټولې دامنيه قوماندانۍ له لورې ليلام شوې فقط له ټول بازارنه یوه شمسي طالبانو دامنیه قواندان په خوښه خلاصه او دنورو دخرڅلاو لپاره بازار وموندل شو،

ایا موږ رښتیا ملامت یو چې له دولت سره مو واټن نيولی دی؟ موږ به دا هم ددولت ديوه کس تېروتنه وبولو، دپوهنې بهير ته به ځغلنده نظرو واچوو چې هلته کوم ډول خيانتونه شتون لري، دښوونځي مېزونه خرڅ شول، ښوونکي تهديد شول دګېرو دپوهنې مدير ښاغلي حیات الله دکورنۍ نژدې ټول غړي  دپوهنې بهير ته وده ورکوي چاته يې دښوونکي بست چاته يې دملازم او چاته يې هم دسواد دزه کړې په برخه کې بستونه ځانګړي کړي  دي ،

په ګېرو کې تر ټو لو ښه لېسه چې دګېرو دپوهنې مدير يې يواځينۍ لېسه بولي چې خورا زده کوونکي يې هم ښه وړتيا لري، دمدير په خبره هلته متخصص کدرونه شتون لري خو کاشکې يې ددولسم ټولګي اسناد درلودلای دهمدې لېسې زیاتره ښوونکي اجير دي خو دمدير دلطف او مهربانۍ له کبله په رسمي بستونو کې مقرر دي،

دهمدې لېسې ښوونکي دزده کوونکو په ټولګيو کې خوبونه کوي ځينې نور يې بیا له همدې وخت نه په ګټې اخيستنې سره تاويزونه او څاښتونه ليکي تر څو يې  داړتیا په وخت کې دشکرانې تاویزونه په جېب کې وي،

موږ دګېرو خلکو خپل شکایت دپوهنې رييس ته راووړ تصويرونه مو ورسره شريک کړل چې دخرڅلاو ثبوت يې وو، خو دپوهنې ريس راته وویل چې داانځورونه په فوټو شاپ کې جوړشوي دي، موږ وروسته بیا دولایتي شورا دروازه هم وټکوله خو په خواشينۍ سره دګېرو دخلکو استازي راته وویل زه دپوهنې له رييس سره خپه یم که نه اوس به درسره تللی وم او داټولې ستونزې به مو هوارې کړې وې نو موږ څه وکړو؟

دګېرو دښوونځيو په قرطاسیه تجارت مسلکي ښوونکي په دوو ورځو کې منفک کول، دپوهنې دمدير ګېرو ته نه تګ، دبندو ښونځيو په اړه دپوهنې دریاست درغ ویل ، دښوونځيو دمېزونو خرڅلاوددې لامل شوي دي چې دګېرو اوسېدونکي نورهم له دولت سره خپل واټن  زیات کړي او بیا به يې پړه دهمدې کسانو پر غاړه وي نو ر دګېرو دخلکو په حق خپل تجارت مه کوئ.دیادونې وړ بولم چې ګېرو دغزني له مر کز نه سهيل لورته په(۶۵)کيلومتري کې له پکتيکا ولايت سره پر پوله پرته ولسوالي ده.