د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زوړ ښار زړې کيسې

امين الله بهار 31.05.2013 23:18

په دي ټول باور يو چې غزني يو لرغوني او تاريخي ولايت دي کله ناکله خو چي د تاريخ پاڼي را اړوو غزني د ښارونو ناوي بلل شوي ده .
ځکه خو د نړۍ ګوټ ګوټ اسلامي هيوادونواستازي ددي لپاره دي ولايت ته راغلل چي په دي ولايت کي د يو شمير فاتحو غازيانو په ګډون يو شمير اديبان او شاعران چي د تاريخ په پاڼو کي يې نوم تلفاتي او تر دي دمه رارسيدلي دی دفن دي
که څه هم دا ولايت د توري او زغري په زمانه کي د بيلا بيلو پيښو له امله څو څو ځلي له خاورو سره خاوري شوي او سوځيدلي دي خو ددي ګزار د ځخمونو نښي نښاني تر دي دمه د غزني د خلکو يعني (غزنيوالو)په زهنو کي دردونکي افساني زخيره کړي دي
پيړۍ پيړۍ وشوي خو ددي اسلام ته ګټلي شهکار او غني ولايت د جوړيدو لپاره داسي کوم فکر ونه شو چي ورغول شي ،
خو په دي ورستيو کلونو کي دي ولايت ته د يو شمير اسلامي هيوادونو له لوري د اسلامي هيوادونو د پلازميني لقب ورکړل شو چې ددي نوم په ورکولو سره د بيارغوني د سازمانونو او يو شمير ملکونو د همکاري په خاطر ګڼ شمير پروژي د غزني ولايت د تاريخي ودانيو د رغولو په برخه کي همدا راز د غزني ولايت د جغرافيايې جوړښت د ښکلا په موخه وي راماتي شوي دا خو لاڅه چې خپله د افغانستان د شخصي بوديجې څخه هم په ميليونو روپۍ ددي ولايت د رغوني لپاره ځانګړي شوي چې په دي ټولو روپيو د غزني ولايت ته کار وشو.
قضاوت يي تاسو ته پريږدو چي مصرف شوي دي که نه
که مصرف شوي هم دي نو چيري مصرف شوي دي
دخامو خښتو په ديوال ،کاګل،اوګل باندي خو هم دومره پيسي نه لګيږي لکه څومره چي يې موږ او تاسو وينو
پرون زه د ښار نه د کور په لوري راروان وم چې هغه بل سړک يې هم د موټر چلونکو په موخه تړلي وو چي ليږ څه ورمخکي شوم خلګو ويل چي دلته دروازه جوړيږي
ما له ځان سره وويل لکه چي د څو دروازو پيسي لا په سندوق کي شته
هغه څو تجاران دي هم خير يوسي چي څو مياشتي مخکي يې په دي ولايت زړه وسوځي او د څو چوکونو په مينځ کي يې د خټو کوټنۍ په شخصي لګښشت جوړي کړي
دوستانو پوهپږئ چې اوس د غزني ولايت په داخل سړکونو کي بي (پلي) دروازي جوړيږي
داسي دروازي چي ورونه نه لري معني يې داده :
چي هر رنګ دهشت،انسان وژني اوګډوډۍ ته زموږ دروازي خلاسي دي
پیسي ډيري راغلي جيبونه ډير ډک شول بي له دي چي څو بي پلي دروازي هغه هم د پاکستاني کمپنيو په سيمټو باندي جوړي شوي نور خو چي ګورو کوم کار د غزني لپاره نه دي شوي
زما په فکر که له دغو پيسو څخه چي اوس ددروازو په جوړولو کي مصرفيږي شپږمه حيسه ددي ولايت د پوهني د پياوړتيا په برخه کي ولګول شوي واي دغزني ولايت د اوسيدونکو راتلونکي به روښانه او له دي بيوزلي نه به خلي واي، بل دا
غزني چي د تاريخ په پاڼو کي يې نوم د ښارونو ناوي وه هغه زرين شال چې د چنګيز يرغلګرو تري ايسته کړ په خپل لاس په سر کړي واي نه د بل په لاس
اوس مو څه پري جوړه کړه هغه زرين شال چې موږ د نورو په لاس دي د ښارونو ناوي يعني غزني ته ورپه سر کاوه چيري پړانګي يي کړ او ګندلو ته يې بيا له سره چورت او نوي ترحه پکار ده