د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تخم لرې هلکه ؟

محمود نظری 01.06.2013 00:17

چې نظام بدل سو ویل یې تخم لري دا جره
یاني ترخیص ، کور او موټر لري داشیره
د نظام په بدلیدود تخم مانا هم بدله سوه
همدا تخم دانجلۍ له هلکه غوښتنه سوه
دمجاهدپه دور کې یې ویل تخم لري بلاګی
یاني توپ و توپک، کور او موټر لري ژڼکی
اوس هم پو ښتي تخم لري هغه سره خوله
تنخاه ډالري کور او موټر لري هغه خامه خوله
همدا د تخم سیاسیت دی تر اوسه چلیږي
انجونې زړې سوې مړونه نه ورته پیداکیږي
مګرانجوني تر اوسه له تخمه نه کښته کیږي
تر اوسه لا هم تخم له هرهلکه غوښتل کیږي
آیا تجارت دتریاکو په کورکې حمام لري یوړ
آیا په دې نظام کې دمقاومت دمقام لري پوړ
***
پخوا زلموټو پوښتل آیا انجلۍ لري شات
یاني شر م ، ابرو اوتوان لري دمشکلات
اوس چې طبیعي شات نه پیدا کیږي اصلي
هلکانو هم خپل نښان بدل کړې د انتخابي
اوس څلور وریځي وایي داسې انجلۍ غواړم
چي شیدي ونه لري ، ښځه نه، انجلۍ غواړم
شریک، یار، دوست او یاور ونه لري تونګه
چې نه بایده زما د کام پر ې نه کړي سونګه
که دا تخم تخم غزلې وي ددې انجنوهرزه ګو
هلکان به هم بدل کړي خپل د دې شاتو لاګو
وايي به سپینې شیدې والا غواړم انجلۍ
چې شهرت یار دلداراویا ورولري نوچۍ
***
انجنو پریږدې داد هګۍ جنګي سرک او پچک
اخیر مو هرخوږ خټکی خورا ک کیږي د موږک
بې ښځې سړی ښه دی نه په کور کې تل جنګ
ان وسپنه چې ډیره پاته سي اخیر یې وهي زنګ
وبه کړئ ارمان پيدا به نه کړئ تخمي ځوان
اوس ځان پلورنکي لري تخم یا وطنفرشان
د تخم په اول توري تړلی دشیره واکو سیاست
څه غواړې جنګ ، زده کړه یا د تریاکو تجارت ؟

وییونه
تونګه ( ځوانه جنۍ)، نوچۍ( بازاري جنۍ)، شیره ځوان ( نابالغه)، یوړ(بالغ هلک)، څلور وریځی( نوی بریتو خط وهلی ځوان)،ژڼکی ( ځوان )، بلاګی ( وران هلک)، پالک ( په زوی توب نیول سوی هلک)، سونګه( پزه)