ایراني جاسوسان ، تهراني فرامانو نه او د کرزي پټه خوله
29.05.2013 19:32د حامد کرزي د سیاسي لوبو په اخري کال کې پوره په ډاګه شوه چې تیره لسیزه د دنورو قومونو په خاصه توګه د پښتون قوم په زیان او تاوان خپله توره او شومه هڅه پلي کړې وه، که په جګړه کې مري هغه پښتون دی ، که سیاسي شخړو کې خپل ژوند له لاسه ورکوې هغه پښتون دی، که دمعاملو قرباني کیږي هغه پښتون دی که امریکایې وژني هغه بیچاره او بدبخته هم پښتون دی او بلاخره هر هغه څه چې د بد او رد په نوم رټل کيږي هغه د پښتون نوم او هویت دی .
د دې ټولو ناخوالو او بربادیو تر شا د ښاغلي کرزي او د هغه د فاسد و ملګرو هڅې په ښکاره او مستنده توګه د پام وړي دي، کرزي صاحب نن به تاسې ته دخبرو حق در نه کړو او هیله مو داده چې خپل دریځ په نیغه توګه د پښتونو قومونو پر وړاندې نور نو د پردو له شا څخه را برسیره کړې، تاسې چې لس کاله وړاندې قدرت ته خیټه واچوله په یاد مودي چې له خپلو ولسونو او هیواد والو سره موکومې وعدې کړې وې؟
آیا له خپلو ورکړل شویو وعدو څخه مو په یاد لرۍ چې کومه به یې عملي شوي وي؟ او په همدې ترتیب په لسګونه نورې وعدې مو دې چې تش ستاسې په هواي خبرو کې د هوا له څپو سره یو ځای آسمان ته پورته شوي دي او تل مو دخپل موقف د ساتنې لپاره د پښتون قوم له هویت او اصلیت سره لوبې او نا مشروع معاملې کړي دي..
مهمه خبره داده چې دمصلحت په اډانه کې ستاسې جوړ او حاکم نظام سره له دې چې دمفاسدو پر یوې لوې مجمعو عې بدله شوې تر ټول بده او د بې عزتۍ خبره پکې بیا داده چې ټوله هغه ملي خیانت کونکي ، د ګاونډیو هیوادونو د استخباراتو غلامان او د مظلومو افغانانو دځان او مال دښمنانو ته مو غوره او لوړ منصب او موقفونه ورکړي دي، ستاسې د دې اقدام موخه اوس نو ټولو قومو او افغانانو ته په تیره بیا د دې خاورې پښتنو قومونو ته بربنډه شوې ده.
چیرته چې ناراو غوښتنې دي چې له امله یې پښتون ته زیان اوړي ، تفرقه او قومي شخړي دي د هغې ترشا ستا سې دګدو ګټو یارانو او مرستیالانو لاس لیدل کیږي چې یو یې خلیلی دی او تر شایې ستاسې تش په نوم د ملي ګټو هواي خبرې او نصیحتونه د ملاتړ په بڼه په ډاګه کیږي،
او بلاخره ستاسې دمصلحتونو په پایله کې باید پښتون قرباني ورکړي او داحتمي ده، په دې ورستیو کې دایراني استخباراتو بدنامه او بې حیثیته غړي او تور مخي همکارانویې چې له بده مرغه د ملت په کور کې د خلکو د استازولي پسوند هم په واک کې لري د کابل پوهنتون د اجتماعي علومو دپو هنځي د مشر استاد فاروق او د دغه پو هنځي د یو استاد ښا غلی فیصل امین پر وړاندې دیوې تروې او بد نامې دسیې په طرحه کولو سره دافغان ولس پر تیرو خونړیو زخمونو ستاسې په لاس مالګې و دوړولې.
او په ډاګه شوه چې تاسې د عدالت په تامین او تحقق کې د خپلو غلامو او اجیرو ملګور امر ته غاړه ړنګه کړې ده او په دې تر څ کې ستاسې نا متوازن او غیر حقوقوي موقف هم د دې هیواد د مظلوم او بیچاره پښتون ولس دهیلو غوټې خاورې کړې،
د کابل پوهنتون په روانه قضیه کې دخليلي ، محقق ، او شهراني صیب شخصي او له تعصب څخه د ډکو او جعلي هڅو روانه لړۍ سره له دې چې په لومړی ګام کې د ایران په لارښود ترسره کیږي او اصلي لوری یې پښتانه دي ، خو داهم دپام وړ ده چې د دې موضوع په اړه ۶ میاشتې وړاندې پلان برابر شوی وو . په دې برخه کې ستاسې کړنې او تیرېو مصلحتونه ته کتنه کیږي کرزی صیب د دې خبرې په تړاو دا هم دویلو دي چې ښاماران او زهرجن عناصر ستاسې دکاسې او ګیلم ملګري او یاران دي ، چې له بده مرغه له تاسې څخه دوی دخپلو موخود د پلي کولو او تحقق په برخو کې پوره ګټه پوره کوي او بر عکس تاسې تل دمصلحت په چو کاټ کې خپل قوم او ولس لا په تیارو او هم په جګړو کې ساتۍ ، تاریخ په ستاسې د دې کار او مصلحتي هڅو په اړه خپل قضاوت کوي او تمه یې و لرۍ.
د دې خاورې دهویت او ارزښتونو د لمنځه وړولو په برخه کې داسې هڅې پیل شوي دي که چیرته مخه یې ونه نیول شي نو ښکاره خبره ده چې کابل به بیا تیرو لسیزو هغه ناخوالو ته مخه کوي چې یادولو ته یې په دې لیکنه کې اړتیا نشته، دملي ترمیالوژیو او یا ملي مصتلحاتو دلمنځه وړلو چټک کاران چې له ولسي جرګې څخه دایراني اجیرانو له لوري پیل شوی یوه بله ایراني دسیسه ده چې ، دهمدغو کړیو له خوا مخ ته وړل کیږي. او په دې برخه کې مو هم خولې ته پتۍ سریښ کړی دی.
کرزی صیب دخدای او ملت حقوقو ته په داسې حال کې تاسې مسوول یاست چې ستاسې له ژوند څخه وروسته هم دختمید امکان یې نشته او سینه په سینه به راتلونکو نسولو نو ته انتقال کیږي . که چیرې په کلکه توګه د دې ناورین دمخنیوي لارې چارې چې عملي او غوڅ اړخ ولري تنظیم او عملي چاري یې پیل کړئ نو د تاریخ له ملامتیا به مو ځان خلاص کړی وي ، له بلې خوا ستاسې واک او اختیار سره له دې چې دقانون په چوکاټ کې خپل موقف او حدود لري بلکې د ملي ګټو او د ملت رایه او د هغوی غوښتنې هم جدي دي .
دیو حقیقت په توګه مونږ او زمونږ ژبه ستاسې د حکومت له پیل څخه تر دې دمه په خوارۍ او بې حرتمۍ فضاکې شپې او ورځې سباکوي ، هره شخړه چې د نورو قومو له لورې په تیره بیا د هغو هزاره ګانو له خوا چې ایراني اړخ لري پر پښتون حقوقي او اسلامي مکلفیت هم ونه لري او یا یې نه درلود ستاسې د مصلحت په اډانه کې دمنلو وړ اړخ پیدا کړی او پښتانه دې خوار کړي دي.
کرزی صیب ستر ګې مو پټوۍ او په چپه خوله د ایراني اجیرانو لیکل شوی مکاتیب او فرمانونه په داسې حال کې لاسلیک کوۍ چې له زیان او تاوان څخه یې چې نورو قومونو ته په ځانګړي توګه پښتونوته ور اوړي خبر نه یاست ، ولې داسې کیږي ؟ ولې یو جمهور رییس دومره کمزوری شي چې خپل ولس او قوم د( میخین صیب په وینا ) د پانسۍ تختې په خپلو پښو ور پورته کوي ؟ آیا په خلکو او خپل ولس کې د اعتبار او شرف خاوندان څوک نه وینۍ او یا دا چې له همداسې پلیتو او بې شرمه سلاکارانو او مرستیالانو په کاسه کې د ګډو ګټو په چوکاټ کې مو خپل اصلیت او شناخت له لاسه ورکړی؟
ستاسې دولتي یاران او په فساد کې ډوب همکاران دخپلې سیمې او قوم پر څارویو دومره پانګونه کوي چې له مونږ نه یې تاسې د لیدلوډیرې عملي تجربې لرۍ ، خو له بده مرغه تاسې تل د خپل قوم او ژبې د بربادۍ ټولې طرحې او خپرونې عملي کوۍ کوم چې دیادو ایراني هزاره ګانو له خوا سازمان کیږي او تاسې یې په خورا ویاړ د تحقق لارې چارې برابروۍ.
کرزی صیب په پای کې دایاد داشت له ځان سره وساته چې تاسې او ستاسې دکورنۍ ځلاندې ډيوې به هم ستاسې له خوا دخوارو او بیچار شوي پښتنو ملاتړ په دایمې توګه د له لاسه ورکولو په حال کې یاست او ستاسې د تیرو لسو کلونو حاکمیت او دولت دارۍ په لړ کې د شخړو . تفرقو او قومي جنجالونو د بنسټ آیښودونکي دورې لقب تر لاسه کړی که چېرته مو خپل موقف او لیدلوري کې بدلون رانه ولۍ دا به لرې نه وې چې د تاریخ په زرینو او منورو پانو کې په تورو کرښو کې به ستاسې نوم د پښتنوقومونو د لمنځه وړونکي په توګه به ثبت او تل پاټې بنه به غوره کړي.

