د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د۱۹مي پېړۍ انسان په ۲۱مه پېړۍ کي:

وکيلي 29.05.2013 10:26

Jiroemon( dpa) Kimura

دجاپان د«مشرانو کلپ » لاپراخیږي چي اوس ترډېره بریده په دې هېوادکي چي تر سلو کالو ئې عمرډېر دی شمېرئې و(۵۰۰۰۰)ته رسيږي . په دې څووروستیو دروکلونو کي دبوډاګیانو شمېر (۱۰۰۰۰)پرډېرسوي دي . یوددغو بوډاګیانو څخه (Jiroemon Kimura) «ایورومون کیمورا» دی، چي دوه « رېکارده » لري . یو خو دی د نړۍ ترټولو انسانانو مشر دی،ځکه چي دی د ( ۱۱۶ ) کالو عمر لري اوبل دی په ( ۱۹ مه) پېړۍ کي زېږېدلی،چي ددغي پېړۍ انسان ژوندی نسته . په تېره سې شنبې ددغه کلي چي( Kyotango )«کیوتانګو» نومیږي په لوېدیز جاپان کي پروت دی چي دغه ( ۱۱۶) کلن پکښې اوسیږي؛ یوه ویاند دبوډاګیانوداوږده عمر د« خیریه اتحادیي » غړي وویل : په دغه کلي کي بېله « کېمورا» ( ۹۴ ) نور بوډاګیان هم اوسيږي،چي دوی هم تر سلو کلو ډېرعمر لري .
کله چي( Kimura) « کیمورا » په ۱۹ مه د اپریل خپل د ( ۱۱۶ ) کلنۍ دزېږېدو ورځ لمانځله نود جاپان صدراعظم « Shinzo Abe » خپلي نیکي هيلي اوسلامونه ورواستول . د« کیمورا » نسخه داوږده عمر لپاره : «پوره خوراک بېله ډېروالي او زړه بدوالۍ نه، » ده . جاپانیان ‌ پخپلي پخلنځۍ کي ډېر غوړ نه خوښه وي . ددغي کلي دماموریت یوه سړي وویل : « زموږ دکلي هوااو اوبه ډېري ښې دي او زموږ دکلي یوه ښایسته طبعي منظره ده،چي داهم دښه روغتیا لامل ګرځي اوبل لامل ئې زموږ په ښه خوړو پوري اړه لري .»
دجاپانیانو دډېر عمر کولو یو لامل دزړې درملني پرمختګ دی او بل جاپان دنړۍ دبډایو هېوادونو څخه دی اوبل ډېر با امنه هېواد دی . (Kimura)«کیمورا » پیدا سوی په « ۱۸۹۷» کي دی، چي دجاپان څلور حکمرانۍ ئې لیدلي دي . ده « ۴۵ » کاله دجاپان په پوست کي کارکړی اوپه « ۱۹۶۵ » کي تقاعد سوی . دی اووه «۷» زامن لري،چي دوه ئې مړه دي او « ۵ » ئې ژوندي دي . دی « ۱۴ » نمسیان لري،« ۲۵ » کړوسیان او « ۱۴ » کوسیان لري .
زباړنکی محمدسرور وکیلي
دیاهو ( yahoo! Nachrichten – vor 5 Stunden) څخه ژباړه سوې