د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښاغلي کرزي ته د هند د پوهنتون اعزازي دکتورا لوړ قيمت

نظرمحمد مطمئن 26.05.2013 14:00

زه پوهيږم چې هند نه ددي توانايې لري، نه کولای شي او نه هم غواړي چې دافغانستان پوځ دي ځواکمن وي، هند د خپل پوځ تجهيزات په هغه ډول چې لازم ده نه شي کولای،  پريږده دا چې زموږ د هيواد دغه له هري نقطې ضعيف او کمزوری پوځ به په پښو ودروي.

په دغسي يوه نازک او حساس وخت کې چې د پاکستان د ټاکنو پايلې اعلان، د پاکستان د خلکو ګوند ټاکني بايلي او د مسلم ليګ نواز ګوند واک ته رسيږي، نوی حکومت او نوي اميدونه به ورسره وي، د ښاغلي کرزي سفر هندته او هلته د هند سره د افغانستان پوځ ته د وسلو په ورکولو او روزنه بحث کېږي، هغه مسئله ده چې د افغانستان په سياست او جګړه کې د شکېلو هيوادونو پام يې ځان ته ګرځولی.

مسلم ليګ نواز ګوند ته په نړيواله سطحه غبرګونونه ښه وو، او د نړۍ د لويو قدرتونو سربيره د همسايه هيوادونو سياسي کارپوهانو هم نظر داوو چې د نواز شريف په راتګ سره به په سيمه کې امنيت نوی شکل غوره کړي او د پخوا په نسبت به د بي امنيتي پيښې کمې شي.

نواز شريف له ټاکنو وروسته سمدستي له طالبانو سره د خبرو کولو ژغ اوچت کړ، او له پاکستاني طالبانو څخه يې وغوښتل چې د خبرو له لاري ستونزه له پاکستان دولت سره حل کړي.

عمران خان چې د تحريک انصاف پاکستان ګوند مشر دی، د ټاکنو په پايلو کې دوېيم ځای لري، ددغه ګوند مشر عمران خان مخکې له ټاکنو څخه لا ويلي وو چې له طالبانو سره به د سولي خبري کوي.

کله چې وويل شول چې عمران خان به د صوبه خيبر پښتونخوا حکومت جوړوي، هغه سمدستي اعلان وکړ چې حکومت جوړ کړي نو په دوېيمه ورځ به له طالبانو سره د سولي اړوند خبري کوي.

هند هغه هيواد دی چې د طالبانو له راتګ او په افغانستان کې واک ته رسيدو څخه ويره او تشويش لري، که څه هم طالبانو په خپلو اعلاميو کې ويلي دي چې دوی به د سيمي هيوادونو او په ځانګړي ډول ګاونډيو هيوادونو ته په هيڅ ډول خطر او تهديد نه وي، داچې د نړۍ ډيری هيوادونه او ځينې سياسي پوهان په دي نظر دی چې طالبان له پاکستان سره د خپل نظام په وخت کې نږدي اړيکې درلودلي، اوسمهال هم د پاکستان د استخباراتي کړيو سره اړيکې لري، د همدي ويري او تشويش په نظر کې نيولو سره هند ويره لري چې که طالبان واک ته رسيږي نو په افغانستان کې به ددوی دولس کلنه سرمايه ګذاري له ننګوني سره مخ کېږي.

زموږ يو ګاونډی پاکستان دی، او بل خوا ليري ګاونډی مو هند دی، ډيری څيړونکې په دي نظر دي چې د دواړو هيوادونو سره اړيکې بايد يو بلانس ولري او دغسي يو حالت ته ونه رسيږي چې هند او يا پاکستان زموږ دښمن جوړ شي.

دافغانستان حکومت له هند څخه د پوځيانو د روزني او پوځ ته د درنو او سپکو وسلو ورکولو غوښتنه کړي، داهغه مسئله ده چې په ښکاره ډول پاکستان د افغان پوځيانو روزنه د هندي پوځيانو پر لاس غندلي او د افغانستان له حکومت څخه يې په ښکاره غوښتي چې د هند حکومت ته په افغانستان کې د زيات نفوذ ورکولو مخنيوی وکړی.

اوس چې ښاغلي کرزي له هند څخه د افغان پوځ له پاره د سپکو او درنو وسلو غوښتنه کوي، ښکاره خبره ده چې د پاکستان سربيره نور ګاونډي هيوادونه به هم په دغه غوښتنه خوښ نه وي، چې يو  هم ايران دی.

ددي پرځای چې له هند څخه يې غوښتنه کوله، که له چېن سره يې اړيکې ښي کړي وای، نسبتا به د ګاونډيو له تهديد او لاسوهني څخه په امن کې وای.

زه پوهيږم چې هند نه ددی توانايې لري، نه کولای شي او نه هم غواړي چې دافغانستان پوځ دی ځواکمن وي، هند د خپل پوځ تجهيزات په هغه ډول چې لازم ده نه شي کولای،  پريږده دا چې زموږ د هيواد دغه له هري نقطې ضعيف او کمزوری پوځ به په پښو ودروي.

که هند چېري وهم غواړي چې د افغان پوځ د ځواکمن کېدو هوډ وکړي، امريکا او نړيواله ټولنه اجازه نه ورکوي، ناټو چې په سر کې يې امريکا ده، په دولس کلونو کې افغان پوځ ته هغه وسله ورنکړه چې ددوی په درد وخوري او دګاونډيو سره پري مقابله وکړي، هند چې په ټول توان سره غواړي چې له امريکا سره ښې اړيکې ولري او د غرب سره په اړيکو کې ټينګښت او نوېوالی راولي، څه ډول به وکولای شي چې د امريکا او لويديځ له خوښي پرته افغان پوځ ته هغه وسلي ورکړي چې ددغه لويديځ په پيسو او پلان جوړ شوي پوځ په کار ورشي.

ښاغلي کرزي ته د ايل پي يو  LPU پوهنتون له خوا څخه اعزازي دکتورا او د ښاغلي کرزي له هند څخه په پوځي برخه کې د مرستي غوښتنه هغه څه دي چې ددغه ډول کړنو ډير لوړ قيمت به بيا هم مظلوم او بېچاره افغان ولس پري کوي.

اوس مهال چې د پاکستان او هند دواړو هيوادونو استخبارات دلته په پوره ډول سره فعاله دي، او دواړه هيوادونه هڅه کوي چې د خپل رقيب څخه په افغانستان کې غچ واخلي، د عينو مېني پېښه هغه څه ده چې موږ د نورو هيوادونو د استخباراتو لاس لرل پکې نه شو رد کولای، په عينو مېنه کې تر بل هر ځای پاکستاني وګړي ځکه ډير دي چې په دغه ساحه کې مزدوري کوي، د کورونو جوړولو قراردادونه کوي، مسلکې او مهارتي کارونه کوي او له همدغه ځای څخه خپلي کورنۍ په پاکستان کې د اقتصادي پلوه تقويه کوي.

د ګوشتي جګړه او په کابل کې کلونه مخکې د هندي ډاکټرانو (د هند د استخباراتو کارکوونکې) په نوم ، په نيمروز کې د هندي انجنيرانو وژل او په بېلا بېلو وختونو او ځايونو کې د هند د اتبعاو په نښه کول، هغه څه دي چې موږ پکې د دغو دښمنو هيوادونو (پاکستان او هند) لاس لرل نه شو نفي کولای

د پاکستان په بلوچستان سېمه کې او دا ډول  په سرحدي او قبايلې سيمو کې په ځانګړي ډول د کونړ، نورستان، کامي، لعل پوره، ګوشتي سيمې هغه څه ده چې هر وخت يې پاکستان دعوه کوي چې په دغو سيمو کې د هند د استخباراتو لاس دی.

په کندهار کې د هند کونسلګري هم دومره فعاله ده چې د پاکستان له جوړښت څخه را پديخوا يې بل وخت هيڅ داسي مثال نه شو وړاندي کولای.

دجمعي ورځ (۲۴ می ۱۳۹۲) د ښاغلي کرزي د سفر سره هممهال د کابل په زړه نوي ښار کې د آی او آم پر دفتر حمله د کرزي حکومت او هند ته  يو ډول سور څراغ وو، چې هند او نورو سيمئيزو هيوادونو ته وښئي چې د ښاغلي کرزي حکومت کمزوری او د ستراتيژیکو او لويو تړونونو توان او د پلي کېدو واک نه لري   

افغانستان په سيمه کې ستراتيژک موقعيت لري، د همدغه موقعيت په نظر کې نيولو سره افغان دولت ته په کار ده چې په ارام فکر او له پوره پام او غور کولو وروسته له ګاونډيو او نورو هيوادونو سره هغه ډول چلند، غوښتنې او قراردادونه وکړي چې د بل ګاونډي هيواد غوصه او قهر را ونه پاروي.

اوسمهال نه خپله قوي اردو لرو، نه قوي پوليس، نه قوي د امنيت اداره ( دامنيت په اداره کې هم د نورو هيوادونو جاسوسان ښه پرېمانه دي)، نه قوي پارلمان، نه قوي د مشرانو جرګه، نه قوي کابينه او بالاخره يو کمزوري او په خپلو پښو نه ولاړ دولت لرو، په دغسي يو حالت کې په کار نه ده چې افغانستان دي  د د ښمنو هيوادونو تر منځ د جنګ او تربګني ميدان وګرځي.