د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مشهور پنجابی لیکوال حسن نثار وایې پاکستان جعلي دی

شهیر 26.05.2013 11:55

حسن نثار چې اوس د پاکستان په جیو تلویزیون کې خپل پروګرام په مخ وړي پخوانی جورنالست او کالم لیکونکۍ دی .په یوه تلویزیونې پروګرام کې د پاکستان د تیر او اوس تاریخ په هکله په ډیرو ترخو حقایقو رڼا اچوې.
دا چې زمونږ پخوانۍ مجاهد، پیر او اوسنۍ طالب دواړه ددغه ترخو حقایقو زیږنده ده نو ددغه مرکې د پام وړ ټکې تاسې ته په پښتنو ژبه ژباړم.

د پروګرام چلونکي لومړی پوښتنه داده چې له ۱۹۴۷ م کال څخه وړاندې ایدیالوژي څه وه؟

ځواب
- ایدیالوژي نه هغه وقت وه ، نه خو نن شته. د تاریخ نوم له هیستوریا څخه اخیستل شوی چې معنا یې ریښتیا مونده ده .لومړی خو باید خپلو خلکو ته ووایو چې مونږ د تاریخ تر نامه لاندې دروغ ویلې او خپل نسلونه مو په دروغو روزلې.
- زه تر اوسه نه پوهیږم چې ددې ستراتیژي ګټه څه وه چې برصغیر په دریو ټوټو ( بنګال، هند او پاکستان) وویشل شو.
- دا څومره لویه تراژیدي ده چې ویل کیږي علامه اقبال خوب ولید او قاید اعظم محمد علي جناح ریښتیا کړ. دواړه د منځنۍ طبقې خلک و، د یوه خوب او د بل تعبیر دواړه تر سوال لاندې دي. خو ځه هر چې په مونږ لوستل کیږي همغه و به ووایو. د دواړو خوب او تعبیر نورو (دریمې ډلې) چور کړ او خیټه یې پرې واچوله. دا دریمه ډله هغه چاغ، چاغ، پلنو ورمیږو واله، د انګریزانو دلالان ته ورته خلک دومره ګنده او له شرمه ډک تاریخ لري چې هیڅ مثال یې نه شته. زمونږ هیواد هایجک (د یوې ځانګړې ډلې پوسیله قبضه) شوی او تر اوسه پورې هایجک دی.
- بل خوا په هند کې د کانګریس ډله له تعلیم یافته ، پوهو او تجارت پیشه خلکو څخه جوړه شوه. دوی وکولای شوی هلته فیوډالیزم (ملوک الطوايفي، خانې ) له مینځه یوسي. دلته پاکستان کې ملا، پوځ او جاګیر دارا نو یو اتحاد جوړ کړی چې تر نن ورځې پورې قایم دی.
ـ تاسې دغه لوی ظلم ته وګوری چې د شریعت تر نامه لاندې یې جاګیر داري روا کړه.
کله چې مسلمانانو شام، عراق او ایران فتحه کړل نو ډیرې ځمکې یې لاندې کړې. هغه وقت یوه ځانګړې ډله چې اکثریت هم و دا ویل چې مونږ ته دې دغه نیول شوې ځمکې را وویشل شي (جاګیر داران د شو). حضرت عمر فاروق "رض" ورته وویل چې دا ځمکې د غنیمت مال نه دی چې در وویشل شي دا مال فی دی چې د حکومت تر واک لاندې راځې. په حضرت عمر "رض" فشار دومره ډیر شو چې هغه مبارک مجبور شو له حضرت علي "رض" سره مشوره پرې وکړي او هغه هم له ځان سره کړي. له همدغه وقته د نړی په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د ځمکو د ریفارم ( مرتب کولو، اصلاح کولو) پروګرام پیل شو.
- زمونږ هیواد کې شریعت ته تغیر ورکړل شو، تر څو د جنرالانو او خانانو ګټې تضمین شوي وي.

- هندي او پاکستانې پوځ یو ډول روزونکې لرل چې هغه انګریزان و . هندې پوځ هیڅکله سیاست ته ور ونه دانګل او زمونږ پوځ له سیاست څخه هیڅکله نه را ګرځې.
- داسې ویل کیږي مسلمانانو زر کاله په هند ډیر شانداره حکومت کړی، دا رټ دروغ دي. د حکومتونو ښه والی د پاچاه د جاه او جلال څخه نه اټکل کیږې بلکې د هغه وقت د عام اولس د ژوند د کچې څخه څرګندیږي. هغه وقت مسلمان د دری څاښته خوړو تصور هم نه شوی کولای. حتا مسلمان به یواځې هغه وقت چې د کوم ملګري یا دوست واده ته په لوڅو پښتو ورسید بیا به یې کورته له ننوتلو مخکې پڼۍ په پښو کړې.
- دا چې اوس زمانه کې زمونږ حکمرانان او چارواکې دومره ظالم دي چې د خلکو د غوښو خوړولو وروسته یې اوس هډوکو ته هم پیل کړی ، نو پخوا به زمونږ د حکمرانانو څه حال و؟
- زمونږ اوسني حکمرانان د خپل هیواد په ډاکتر ځان نه معاینه کوي ځکه پوهیږي چې یو څوک سل کسان یوه ورځ معاینه کوي نو هغه به څه ډاکتر وي، دخپل هیواد روغتون ته نه ځې، درمل یې نه کاروي ځکه پوهیږي چې ملاوټ دی پکې ، تعلیم یې په خپلو بچیانو نه کوي ځه پوهیږي چې په دې تعلیم څه نه ترې جوړیږي... نو زمونږ د پخوانیو به څه حال و .
- که چیرې کانګریس حماقت نه وی کړی نو دغه ملک (پاکستان) به نه جوړیده. ( حسن نثار دلته له خپل هیواده دومره مایوسه دی چې د پاکستان په جوړیدو کې د کانګریس لږ مقاومت ته حماقت وایې)

- اتاترک چې ځان له خلافت څخه خلاص کړ، خپل وطن ته یې دومره خدمت وکړ چې اوس یې ترکان خپل پلار بولې او مونږ تر اوسه په خلافت جوړولو پسې نښتي یو.
- دا چې خلک وایې د پاکستان مطلب لا الله الالله ده دا هسې بې بنسټه خبره ده. قاید اعظم یو سیکولر شخص و، هغه له انګریزانو څخه هم ډیر انګریز و.
- خلک دا پوښتنه نه کوي چې د بر صغیر خلک ولې او څنګه مسلمانان شول. مخکې له دې چې محمد بن قاسم هند ته را ورسیږي د هند د ځینو ټیټو طبقو حالت داسې و چې که به دوی خپل کور ته تلل او کتل به یې چې د کور مخکې یې چا بوټونه ایستلي نو ددې معنا دا وه چې کوم څوک د اشرافو له طبقې د دویکور د ننه دی نو دوی ته اجازه نه وه چې خپل کور ته ننوځې تر څو اشرافي نه دی را وتلی. بل دا چې په شا باندې یې هر وقت جارو بنده وه تر څو هر چیرې چې د دوی نجس قدمونه ایښودل کیږي هغه جارو یې بیرته پاک کړی. په خپل سر باندې د خولۍ په سرکولو اجازه یې نه لرله او همیش یې باید له ځان سره سپی لرلی تر څو یې خلک له لري څخه وپیژنې چې نیمچه انسانان را روان دي.
- د محمد بن قاسم په راتګ سره دغه خلک پدې پوه شول چې کله دوی په عربې ژبه یو کلمه ووایې نو له پورتنیو سپکاویو څخه به خوندې شي. له دې ور اخوا دغه خلک عربو او اشرافو ته محترم نه و. کلمه ویلو ددې وړ نه کول چې عرب یا نور اشراف ورسره خیښي وکړي.
نور بیا...

http://www.youtube.com/watch?v=88twc5pogxM