اذان ټولنه له خالد مسلم څخه منندویه ده!
22.05.2013 17:10ټول افغان درنې برېښنا پاڼه کې مو د (د آذان مجلې او وېب پاڼې د پام وړ) تر سرليک لاندې د ښاغلي خالد مسلم په نامه ليکنه تر سترګو شوه. ليکنه واقعا جالبه او آذان ته پر ځاى، سالمې او ښې مشورې وې. له خالد مسلم صاحب څخه د زړه له کومې مننه کوو چې دغه لوريېنه يې وکړه او دا آذان ته د وياړ ځاى دى چې په لنډه موده کې يې داسې دوستان پيدا کړل چې، خپل ښه نظرونه پرې لوروي.
د ښاغلي خالد مسلم صاحب مشورې څلور دي، لومړى د مجلې وخت -چې دوه مياشتې دى-، له خپل اصلي وخته ځنډېږي، دويم د مجلې سم نه وېشل، درېيمه او مهمه مشوره يې د مجلې د ډيزاين ده او څلورم نظر يې د ليکنو په پاى کې د تشو ځايونو ډکولو او په پښتۍ کې د بدلون په هکله ده.
خالد مسلم صاحب ته دې خالق پاچا جنتونه ورکړي، ټولې مشورې او نيوکې يې په ځاى دي، دغه مشکلات رښتيا هم په آذان مجله کې شته، مګر مسؤولين ويده نه دي، دوى شپه او ورځ لالهانده هڅې کوي چې دغه مشکلات حل کړي، مګر د ځينو ستونزو له امله، نه دا چې مشکلات حلېږي نه، بلکې هره ګڼه کې ډېرېږي.
د مسلم صاحب ټول نظرونه او مشورې د سر په سترګو منو، مګر له وروستي نظره دې دى تېر شي، ځکه په علمي جورنالونو او مجلو کې د ليکنې په پاى کې تشه صحفه تشه پاتې کېږي، همدا رنګه د پښتۍ د ډيزاين په هکله، د پښتي ډيزاين هم په علمي مجلو کې نه بدلېږي، آذان د خپلې ټولنې له پاره چې له علمي ميتود سره آشنا نه ده، په هره ګڼه کې معمولي بدلون راولي، که نه د دې اړتيا نه شته.
د آذان خپرندويه ټولنې او په ځانګړي توګه مجلې اساسي ستونزې دا دي:
١- د مجلې د چاپ د مصارفو نشت:
د آذان مجلې د تاسيس په ورځ ځينو وطنپالو اسلامپالو د مصارفو د ورکولو سينه وټپوله، مګر څو ګڼې وروسته هغه همکاري او د مرستې احساسات ساړه شول، کېداى شي هغوى هم مشکلات ولري، خو که لامل يې هر څه وي، په آذان مجلې يې منفي اثر پرېوت، همدا لامل و چې له خپل وخته ناوخته چاپ شوه او په منځ کې يې څو ګڼې قرضدار شوو. مګر که ملي با احساسه تجاران دغه تشه ډکه کړي، آذان به په خپل وخت تر دې لا ډېره منظمه له چاپه راوځي.
٢- د ډيزاينر نشت:
آذان مجله د دې له پاره تاسيس شوه چې په افغاني ټولنه کې د علمي ليکنو دود عام کړي. د دې تر څنګ آذان غوښتل دعوتي واوسي او د خپل ملت هغه علمي او ديني تشې ډکې کړي، چې پخوا ورته توجه نه ده شوې، که شوې هم ده، ناقصه ده. عموما دغه ډول مجلې او جورنالونه ستر دفتر، مناسب فنډ، ښه ليکوالان او تکړه ويشونکي لري، چې آذان د دغو مهمو امتيازاتو له نشت سره مخ ده.
آذان يو ډيزاينر او ښه ډيزاينر نه لري، ځکه د مجلې ډيزاين ښکلى او ثابت نه دى. آذان يوه ګڼه يو ډيزاينر ډيزاين کړي، په بله کې بل ډيزاينر او بله کې بل. دې موضوع کې هم اقتصادي مشکلات مهم رول لوبوي، خو آذانوال په دې تکل کې دي چې يو ښه او ثابت ډيزاينر پيدا کړى، که خداى غوښتل دغه ستونزه به ژر حل شي.
٣- د ويشونکو کمښت:
په آذان مجله کې د چاپ او خپراوي مسؤولين د نشت معادل دي، ځکه آذان که چاپ ته تياره هم وي او مالي امکانات يې هم برابر وي، بيا هم له خپله وخته ځنډېږي او له چاپه وروسته په خپل وخت لرې پرتو سيمو ته نه رسېږي.
خو خداى مهربان دى!
له دغو مشکلاتو سره سره، خداى مهربان دى او موږ مايوسه نه يو، له بلا ډېرو ستونزو سره چې د آذان په خپراوي وتوانېدو، دغه مشکلات به هم حل شي او آذان د ښاغلي خالد مسلم صاحب وړانديزونو ته په جدي نظر ګوري او هڅه کوي چې ژر تر ژره دغه ستونزې اوارې کړي.
يوه بلنه
د خالد مسلم صاحب له نيوکې د مننې سره به بې ځايه نه وي چې په خپلو تجارو وطنوالو غږ وکړو چې د آذان د اقتصادي مشکلاتو په اواري کې له موږ سره مله شي.
آذان دعوتي او علمي مجله ده، نو د هېواد محققينو او ليکوالانو ته هم بلنه ورکوو چې د دغه سپيڅلي هدف په پر مخ بېولو کې سهيم شي او د آذان له اسلامي او آزادې منارې خپلو هېوادوالو ته خپل غږ ورورسوي.
په پاى کې
په پاى کې له ښاغلي خالد مسلم صاحب څخه زښته ډېره مننه کوو چې خپلې نيوکې او مشورې يې په موږ ولورولې او موږ بيا هم ډاډ ورکوو چې د دغو مشکلاتو د لرې کولو له پاره به خپلې هڅې لا ګړندۍ کوو. آذان نورو ليکوالانو او شايقينو ته هم بلنه ورکوي چې خپل نظريات او نيوکې د آذان د لا پرمختګ له پاره له موږ سره شريکې کړي.
په ډېر درنښت
د آذان خپرندويه ټولنې مشر

