تور پنجاب يې راوست د کابل په زړه يې کښيناوه !
22.05.2013 06:25تور پنجاب يې راوست د کابل په زړه يې کښيناوه !
کله چې په کابل کې د ډاکټر نجيب حکومت د نظار شورا او د پرچم ګوند يو څو تنو ګډه کودتا وکړه او نظام يې له منځه يوړ نو مجاهدين صاحبانو له پاکستان په منډو منډو په ډير فاتحانه انداز کابل ته د پړو او ډاډسنو سره يو ځای را ننوتل خو ددې پرځای چې اسلامي نظام ټينګ کړی په خپل منځي جګړو او هغه هم ددولت د ملکيتونو د چور او چپاول پر سر يې په يو بل ټوپکې او توپې راواړولې ، شپيته زره بې وسه کابليان چې له هيواده د وتلو توان يې نه درلوده په خپلو وينو کې ولمبول . بيت المال يې تباه کړ خو خپل ځانونه يې ښه وپړسول .
په دغسې وخت کې لايق يو ډير په زړه پورې شعر وويلو چې هغه وخت به د هيوادوالو تر منځ لاس په لاس ګرځيده ، نور بيتونه يې رانه هير دي خو دا بيت مې ښه په ياد دی :
تور پنجاب يې راوست د کابل پر زړه يې کښيناوه
اوس به د جومات حرامي دې انجام ته څه وايي
د اوسنيو شرايطو سره سم يې دادی يو بل نشعر هم تر لاسه شوی ، په غور يې ولولی !!!
د انقلا ب خصلت
انقلاب تر هر څه مخکې خپل بچيان خوري
لکه اور چې بل څه نه مومي بيا ځان خوري
... ته د ثور خونړۍ ښــــــــــــــــــامارته ګوره
چې له يوه لوري خلقيان او پرچميان خوري
اوس يې مخه په جومات او مدرسه شوه
هم ځانمرګي طالبان هم عربـــــــــان خوري
چې ددې ښــــــــــــامار د لوږي اورته ګورم
د جهاد په خره سپاره ټول اميـــــران خوري
نه د بم خاوند پريږدي او نه ځـــــــانمـرګي
د هر قوم او هر وطن ترورستــــــــــان خوري
شوروي نظام يې وواهـــــــــــــــــه په بډه
اوس ددې دور فاتح امريکا يـــــــــــان خوري
د مغرب په افغاني ټلويزونو کـــــــــــــــې
جاسوس ډوله فتنه ګــــــر مبلغــــــــان خوري
په حزب او عقيده کـــې تبعيض نه کړئ
هم کره انقلابيــــان هم جهاديـان خوري
خاينـان صــــــــادقان واړه ورته يو دي
هم کوتلی وطنپال هم لوټمــــــــــــاران خوري
د افغان خــــــاوره يې ډوبه کړه په وينو
اوس نوبت د ګاونډي دی پاکستـــــــــان خوري
زه چې ګورم د تاريخ راغلــــي يون ته
ددې وروسته د غجرو آخونديـــــان خوري
چې قتال چا د جهاد په پلمه خپور کړو
هغه ټول د وينو تږي قاتـــــــــــــــــــــلان خوري
نه چور ګوړي نه چرګان پریږدي نه چرګې
ټول چوريان او طالبــان او ملايـان خوري
چې په دين باندي يې پيل کړي ملنډې
هغه ټول قرآن وهلي رهبـــــــران خوري
"سليان لايق"

