افغانستان د ډاډ موندلو په کږلېچونو کې
20.05.2013 17:24د افغانستان راتلونکی ګونګ برخلیک، د سولې خبرو اترو د بېلابېلوپړواوونو او بهیرونو ګونګتیا او نه روښانتیا، له افغانستانه تر ۲۰۱۴ کال وروسته د بهرنیو ځواکونو وتل، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمېدل امکان، له لویدیز، په ځانګړي ډول امریکا متحده ایالتونو سره د امنیتي تړون او ځینو نورو مسایلو پرسر د ولسمشر د اوسنیو اړیکو خړپړتیا، بې باوري او روښانه مخالفتونه، د افغانستان ترشا د پاکستان عزایمو په اړه د افغان حکومت او نورو ملي او نړیوالو سرچینو شکونه، اندېښنې او بې باورۍ او دې ته ورته نور مسایل؛ هغه لاملونه دي، چې افغانستان یې د راتلونکي ډاډمن برخلیک په ګونګه څلورلارې کې ودرولی او هغه یې د هېواد راتلونکي لپاره د یو ډاډ موندلو ته اړ ایستی دی.
له همدې کبله دی چې افغان حکومت په ډېره جدي توګه هره ورځ د داسې وسایلو او امکاناتو د موندلو په لټه کې دی، چې وکولای شي د افغانستان راتلونکی وضعیت روښانه کړي.
د همدې برخلیک ټاکونکې مسلې د حساسیت له امله دی، چې هند ته د افغان ولسمشر کېدونکی سفر د ملي، سیمه ییزو او نړیوالو رسنیو د خبرونو او تبصرو په سرټکو کې ځای موندلی دی او په بېلابېلو کړیو کې په دې اړه بېلابېل تاوده بحثونه، شننې او انګېرنې کېږي.
که څه هم هند لومړنی هېواد و، چې له افغانستان سره یې سټراټيژیک تړون لاسلیک کړ، خو په دې اړه له مخکنیو تبصرو او بحثونو داسې ښکاري، چې ښاغلی کرزی به په دې سفر کې د هند له چارواکو سره د ځینو نورو هغو مسلو او ننګونو په اړه هم خبرې وکړي او ورته اړینې لارې چارې ولټوي، چې افغانستان له ۲۰۱۴ زېږدیز کال وروسته ورته اړتیا لري او ورسره د مخ کېدلو امکان شته.
درې ورځې وړاندې په هند کې د افغانستان سفیر، هغه هېواد ته د افغانستان ولسمشر د کېدونکي سفر خبر ورکړ او ویې ویل، ولسمشر کرزی به د هغه هېواد له چارواکو سره د نورو مسایلو ترڅنګ، په افغانستان کې د امنیتي او دفاعي مسایلو په اړه هم خبرې وکړي.
له بل لوري د ولسمشر کرزي ویاند اېمل فیضي د ولسمشر کرزي د کېدونکي سفر د تایید ترڅنګ وویل، چې ښاغلی کرزی د هند د چارواکو په بلنه هغه هېواد ته سفر کوي او زیاته یې کړه، چې هغه به د هند له چارواکو سره د افغانستان د پوځي او ملکي بنسټونو پیاوړتیا، د سولې بهیر او نورو سیمه ییزو مسایلو په ګډون،دافغان او هند د اړیکو پرټولو ابعادو خبرې اترې وکړي.
بل خوا هم د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اکبرالدین د دغه سفر په تړاو خبریالانو ته ویلي، چې هند به د افغانستان له خوا د امنیتي او دفاعي غوښتنو مسله تر غور لاندې ونیسي.
هغه ویلي: « زموږ نظر دادی، چې موږ له افغانسان سره د یو میکانیزم له مخې پرټولو موضوعاتو خبرې کوو او د افغان حکومت ځانګړو غوښتنو ته به ځواب ووایو.»
د هغه په اند، پر سټراټیژیک تړون سربېره، نور ډیپلوماټیک چېنلونه هم شته، چې افغانستان یې پرمټ خپلې غوښتنې مطرح کولای شي.
اوس نو دغو ټولو بحثونو، څرګندونو، شننو او انګېرنو ته په پام، ویلای شو، چې د دغه سفر پایلې او اغېزې به د دواړو لوریو له خبرو اترو وروسته په ډاګه شي، خو د چارو ځینو کارپوهانو په اند، د افغانستان په ګاونډ کې د هند رقیب هېواد (پاکستان) شتون، له دغه هېواد سره د افغانستان اوسنۍ سیاسي ستونزمن او ترینګلې اړیکې او بېلابېل جنجالونه او په سیمه کې ناوړه او ترینګلی سیاسي او امنیتي وضعیت ته په پام، د افغانستان لپاره له هند سره د متوازنو اړیکو داسې یوه هدف ته رسېدل، چې د سیمې او نړۍ په کچه نور حساسیتونه راونه پاروي، یو له ډېرو مهمو دندو څخه دی.
له هند سره د افغانستان ډېر نږدېوالی، نه یوازې دا چې د افغانستان پروړاندې د پاکستان حساسیتونه راپاروي، بلکې په سیمه کې د همدغو حسیاسیتونو د راپارېدلو له امله، لودیز، په ځانګړي ډول امریکا هم له دغه نږدېوالي څخه وېره او اندېښنه لري، ځکه د هغوی په باور، په دې توګه به د پاکستان حساسیتونه ډېر شي او په افغانستان کې د خپل نفوذ او امکاناتو له لارې به د سیاسي او امنیتي وضعیت د لا خرابېدو هڅې لاپسې ګړندۍ کړي، چې دا به له یوې خوا په افغانستان او سیمه کې د لویدیز، په ځانګړي ډول امریکا متحده ایالتونو د ستراتیژیکو اهدافو د پلي کېدو یون له ګواښونو، ستونزو او خنډونو سره مخ کړي او له بل لوري به په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکا او د ناټو په چوکاټ کې نورو لویدیزو هېوادونو پاتې کېدونکو سرتېرو ته د ډېرو سرخوږیو لامل شي.
د همدغو حساسیتونو او ننګونو له امله وه، چې امریکا پخوا هم هند ته خبرداری ورکړی و چې له افغانستان سره یوازې په ملکي او اقتصادي برخه کې مرسته او همکاري وکړي، دا ځکه چې له دې پرته امریکا په افغانستان کې د پاکستان له راپارېدونکو احساساتو او حساسیتونو څخه په وېره کې وه.
که څه هم د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په خپلو خبرو کې، په افغانستان کې په ملکي برخه کې د خپل هېواد مرستو ته لومړیتوب ورکړی، خو بیا هم داسې معلومیږي چې هند په افغانستان کې دفاعي او امنیتي مرستو ته لېوالتیا لري.
افغان حکومت هم دا حساسیتونه درک کوي، خو دا چې ولې دې لوري ته جدي لېوالتیا لري، دا مسله ډېرې پوښتنې او انګېرنې راولاړوي.
افغانستان همدا اوس او له ۲۰۱۴ کال وروسته له هېواد څخه د مستقلانه دفاع او د احتمالي خطرناک امنیتي وضعیت د کابو کولو د وړتیا درلودلو په موخه، د خپلو پوځي ځواکونو پیاوړتیا او سمبالتیا ته سخته اړتیا لري، خو داسې ښکاري چې په دې اړه د لویدیز ګونګ او پڅ دریځ افغانستان دې ته اړباسي، چې په دې موخه نورې سرچینې (ان هندوستان) په څېر هېوادونو ته، چې ورسره نږدېوالی نور کړکېچ زېږوونکي جانبي عوارض هم راپاروي، مراجعه وکړي.
له بل لوري که ولسمشر کرزی په رښتیا له هند څخه د خپل هېواد د پوځي ځواک د سمبالتیا غوښتنه وکړي، نو د چارو د ځينو شننونکو له انده، ښاغلی کرزی غواړي په دې توګه یوه بله سیاسي لوبه (د فشار لوبه) پر لار واچوي، په دې معنا چې افغان حکومت په دې توګه غواړي نړیوالې ټولنې او دسیمې هېوادونو ته داسې پیغام وړاندې کړي، چې که امریکا او پاکستان او د افغانستان په چارو کې نور ښکېل هېوادونه دوی ته کره، روښانه او ډاډمن ځواب ورنه کړي، افغانستان به نورو سرچینو ته مراجعه وکړي، خو د چارو ځينو کارپوهانو په اند، په سیمه کې روان سیاسي او امنیتي وضعیت دا حقیقت څرګندوي، چې هم افغانستان، هم هندوستان او هم نړیواله ټولنه اړ دي چې په سیمه کې د حالاتو حساسیت په پام کې ونیسي او د دغو حساسیتونو په ژور درک سره یې په رڼا کې د یو ډاډمن راتلونکي لپاره خپلې سیاسي، امنیتي، اقتصادي او نورې چارې او پروګرامونه تنظیم کړي، ځکه له یوه اړخه له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان اړیکې او په بل اړخ کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې متقابلې اړیکې د تاریخي تجربو په بهیر کې ښودلې او له بل لوري هم د افغانستان حساس جیوپولټیک موقعیت له مخې یوه نړیوال لوري پورې د افغانستان بشپړ تړښت نه یوازې د افغانستان په ګټه نه ده، بلکې نړیواله ټولنه او سیمه یې هم له اغېزه خوندي نه شي پاتې کېدای.

