دعامې روغتیا وزارت څخه د خوست د ولس غوښتنه
20.05.2013 13:27د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت څخه د خوست د مسلمان اولس غوښتنه:
د خوست ولایت دعامې روغتیا رئیس ډاکټر امیر بادشاه منګل رحمت زی چې په ۲۰۰۵ میلادي کال کې د خوست د عامې روغتیا د رئیس په دنده وګمارل شو او تر دوه کاله ریاست وروسته د څو مواردو ثبوت شویو غلاوو په تور له دندې ګوښه کړای شو او بیا د دوهم ځل لپاره په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د خوست ولایت دعامې روغتیا ریاست لپاره غوره وګڼل شو او په دنده وګمارل شو ، نوموړی د خلق ډیموکراتیک افغانستان ګوند یو فعال دو اتشه غړی دی او ثبوت یې دا دی چې دی د طب پوهنځی لومړني څلور کلونه ندي لوستلي او مستقیما د کمیونسټ رژیم له لوري په څلورم ټولګي کې کښینول شویدی، د عامې روغتیا محترم وزارت کولای شي د عالی تحصیلاتو له محترم وزارت څخه د ده تحصیلي اسناد په رسمي ډول وغواړي، نوموړی د طب پوهنځي د لومړنیو څلورو ټولګیو (MPCB ، لومړی، دوهم اودریم) اسناد نه لري چې له دې کبله نوموړی یو تقلبي ډاکټر دی.
د خوست د مسلمان او مجاهد اولس او قومونو په منځ کې د یوه ملوث ، غل او خاین شخص په ډول پیژندل شویدی، د ولایت هر وګړی لده څخه کرکه او نفرت کوي، په خپل کور او اولادونو هیڅ حاکمیت نه لري، چې ښکاره ثبوت یې دا دی چې د ده مشر ځوی دوه ځله د دوی د کور تر څنګ د شپې له خوا د WFP ګدام څخه د غنمو او نورو خوراکي موادو غلا کړېده چې د هغه وخت د WFP ولایتي مسوولین ترې پوره خبر دي او دغه واقعه د خوست ولایت د امنیې قوماندانۍ سره هغه وخت درج شوې هم ده، د خوست د ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو ټولنه یې په خپلو سپینو چپنو تور او پلیت داغ بولي او هیڅ ډول همکاري او خواخوږي ورسره نلري، ځکه چې نوموړی په اوله او دوهمه پلا ریاست کې د خیانت، غلا، بد اخلاقي، او د خوست او افغان مسلمان اولس د ارادې، عقایدو او د عامې روغتیا ریاست د ټولو نورمونو بې شمېره خلاف اعمال تر سره کړیدي، نوموړی په تېر ۸ کلن ریاست کې ندی توانېدلی چې خپل پلارنی کلي غلنګ چې د خوست ولایت د موسی خېلو ولسوالۍ اړوند کلی دی، تللی وي، نو څنګه به د روغتیایي خدماتو د څارنې او ارزونې په منظور د ولایت نورو ولسوالیو ته لاړ شي، لدې کبله نوموړي د خوست ولایت د روغتیا پروګرام ته ستره صدمه رسولې ده، چې د ثبوت لپاره یې د عامې روغتیا محترم وزارت کولای شي، د خوست ولایت د ۲۰۰۵ میلادي کال روغتیایي خدمات له ۲۰۱۲ میلادي کال سره پر تله کړي چې روغتیایي خدماتو څومره عقب نشیني کړېده.
خوست چی د افغانستان د اکثرو ولایاتو څخه خورا ډېر مجرب او متخصص ډاکټران لري چی اکثره یې د خوست په اولس کې د نېک نوم خاوندان دي، کولای شي چې د خپل ولایت روغتیایي چارې په ښه او موثر ډول پرمخ بوځي، لاکن هیڅکله به هم د داسې ملوثو او پلیتو اشخاصو سره یوځای کار ونه کړي، بلکه په ګوښه کېدو کې به یې له ټولو مشروع، حقه او ممکنه لارو چارو څخه کار واخلي ترڅو خپل ولایت د موجوده روغتیایي بحران څخه وباسي او د خوست عامو وګړو په منځ کې دعامی روغتیا پرسونل خپل ځای ونیسی او د دغه ولایت د روغتیایي کارکوونکو په منځ او د عامې روغتیا په وزارت او د ولایت د عامې روغتیا ریاست د اعتبار څخه برخمن شي.
دعامې روغتیا وزارت محترم مشر تابه په خاص ډول ښاغلی ډاکټر بشیرنورمل ، ډاکټر اخګر، ډاکټر عزیزی دصحت ولایات عمومی رئیس چی دعامې روغتیاد وزارت دننه د نوموړی پلیت او مفسد حقیقی حامیان او حزبی ملګری دی چی دخوست عام اولس او دروغتیا پرسونل له دوی ځخه هم اوس کرکه او نفرت لری ځکه چی دوی اوس ټول په یقینی ډول په دی خبره پوه دی چی دمفسد حامی مفسد وی، او اغلی وزیره ډاکټره سریا دلیل، او دوزارت نیم درزن معینانواو عمومی ریسانو ته دیوه متعهد افغان ډاکټر په صفت مشوره ورکوم چی د ولایتونو دعامې روغتیا ریاستونوڅخه له نږدی لیدنی تر سره کړی او لږ ځان خبر کړی دروغتیا یی خدماتو کیفیت دی له نږدی وګوری او دغقلت او خیانت په صورت کی دی عملی اقدام وکړی..
اوس چی دخوست اولس دعامې روغتیا وزارت ته دامیر بادشاه د بی شمیره خیا نتونو او فساد په اړوند موثق اسناد په لاس ورکړی دی ددغه لری پراته ولایت ټول هستوګن له مرکزی دولت په خاص ډول دعامې روغتیا له وزارت څخه جدی هیله کوی چی امیر باد شاه او ده ته ورته پلیتو او مفسدو اشخا صو څخه دغه وزارت پاک او تصفیه کړی او دفساد پر ضد د مبارزی او جهاد اعلان د امیر بادشاه په منفک کولو سره وکړی ترڅو ددغه وزارت له کړنو څخه دهیواد ټول ولسونه مطمین شی او هم دده منفکی نورو مفسیدینو ته درس شی او له فساد څخه لاس واخلی .
په مرکزی او ولایتی کچه د عامې روغتیا وزارت څخه د فساد ټغر ټول او د ډاکټرانو پاک نوم په محافظت او ساتنه کی دیوه مسولی اداری په صفت خپل مسولیت اداکړی او دامیر پادشاه په شان مفسد ین د تل لپاره د عامې روغتیا وزارت له چوکاټ څخه اوباسی، دخوست ولایت مقام، دپارلمان او ثنا غړی، دخوست دولایتی شورا غړی، دخوست مدنی ټولنه، دخوست قومونه، دډاکټرانو اتحادیه او نور و به لیکلی ډول خپل نظریات په لیکی ډول دعامی روغتیا وزارت ته سپارلی او او ټول دعامی روغتیا محترم وزارت تصمیم ته انتظار دی .
په خورا درنښت
دخوست ولایت دقومونو اوروغتیایی ټولنی له لوری

