د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

قاری عزت الله عابد دقرآن کریم په سیالئ کې لومړی مقام خپل کړ

عبدالله دانشیار 20.05.2013 12:25

قاری عزت الله عابد په مصر کی دقرآن کریم په یوې سیالئ کې لومړی مقام خپل کړ

د قرآن کریم هغه مسابقه چی په مصرکی د الازهر اسلامی پوهنتون دبهرنیو محصلینو د پارلمان لخوا د 2013 کال داپریل په 15 نیټه جوړه شوی وه ، په کې شا اوخوا سلو هیوادنو محصلینو ګډون درلود .
چی په کی قاری عزت الله عابد دمکمل قرآن کریم دحفظ او ترتیل په برخه کې لومړی مقام خپل کړ. چی په مصر کی د الازهر د بهرنیو روابطو د اداری او دافغانستان دلوی سفارت دسر پرست سفیر له خوا په ستاینلیکونو وستایل شو !
ټولو افغانانو ته دې مبارک وي.